ځینې افغان هنرمندانو په پاکستان کې د کډوالو د اېستلو پر ضد اعتراض وکړ

یو شمېر افغان هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه)د پاکستان په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پرضد مظاهره وکړه.

یو شمېر افغان هنرمندانو د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه)د پاکستان په کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مخې ته له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو پرضد مظاهره وکړه.
دوی ویلي، چې له موسیقۍ سره د طالبانو د مخالفت له امله به دوی افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې خوندي نه وي.
دغو هنرمندانو د بینرونو او پلې کارډونو په لیږدولو سره، د پاکستان له خوا د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.
د پاکستان موقت حکومت کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له هیواده ووځي.
افغان سندرغاړي احمد شیدايي رسنیو ته وویل: «موږ له شړلو وېرېږو او که څه هم د کډوالۍ کره اسناد لرو، خو اندېښنه لرو چې څه به کېږي.»
دغو مظاهره کوونکو چې -د موسیقۍ وسایل هم ور سره وـ ټینګار یې وکړ، چې سندرغاړي د طالبانو په اند «منفور» دي او که افغانستان ته واستول شي، هغوی به خوندي نه وي.
پښتون سندرغاړی احمدشاه ښادي وايي، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته ښايي د دغو هنرمندانو ژوند له کوم ګواښ سره مخ نه شي، خو په هېواد کې پر موسيقۍ د بنديز له امله به بېکاره شي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاندې حمیرا کریم ویلي، دوی د هنرمندانو د مرستې لپاره هره هڅه کوي.
په وروستیو اونیو کې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او کراچۍ کې تر درې زرو زیات افغانان نیولي دي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.
دغه هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی.


پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان اوسنۍ ستونزې په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لری. نوموړی د جمعې په ورځ یوه بیان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن «نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو» خلاف بللی دی.
د حامد کرزي دا غبرګون په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بې قانونه کډوالو ته تر ټاکلې مودې له دغه هېواده د وتلو په هکله دی.
پاکستاني چارواکي افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او هم پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې افغان خاوره کې پنا ور کړې ده.
طالب چارواکو بیا بیا د پاکستان دا دواړه ادعاوې رد کړې دي.
خو حامد کرزی دې دوو مسلو ته له اشارې پرته خپل فیسبوک کې لیکي: «د پاکستان اوسني مشکلات نه په افغانستان او نه هم په افغان مهاجرینو پورې اړه لري.»
د نوموړي په خبره، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شتون دغه هېواد ته گڼ اقتصادي او اجتماعی منفعتونه ور په برخه کړي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه وویل چې په دغه هېواد کې له څلور میلیونه او څلور لکه افغان کډوالو یو میلیون او څه باندې اوه لکه یې بې قانونه دي.
دغه وزارت دې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.
هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې هم ډېرې شوې دي.
د پاکستان وروستۍ پرېکړې ته د دغه هېواد د انساني حقونو کمېسون هم غبرګون ښودلی او له نړیوالو قوانینو سره یې په ټکر کې بللې ده.
د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو تاریخي ملاتړ روان وساتي.
حامد کرزي هم د پاکستان وروستۍ پرېکړه د افغان کډوالو د نږدې ۴۰ کلنې مېلمه پالنې سره په ټکر کې بللې ده.

سره له دې چې طالب مشرانو خپل وسلوال د پاکستان پر ضد له جګړې منع کړي، خو د دې ډلې غړي د پاکستاني طالبانو له لیکو سره یوځای کیدو ته دوام ورکړی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې تخار ولایت کې طالب وسلوال په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.
د دغو اسنادو له مخې، په تخار ولایت کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو مشر، د دفاع وزیر او د طالبانو د سترې محکمې یوه غړي په پاکستان کې جګړه «حرامه» بللې وه.
سرچينو زياته کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده يو حکم صادر کړی، چې له مخې يې په پاکستان کې جګړه منع او «حرامه» ده.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم د زمري په میاشت کې اعلان وکړ، چې که څوک د جهاد په نیت له افغانستانه بهر ځي، د هغه کار جهاد نه بلل کیږي. هغه ویلي وو: «کله چې د مجاهدینو امیر مو له جګړې منع کړي او بیا هم تاسو جکړې ته ځی، ستاسو دا جګړه جهاد نه بلل کیږي.»
د طالبانو د سترې محکمې غړي مفتي عبدالرووف هم په پاکستان کې د جګړې پر ضد فتوا صادره کړه او ویلي یې و، چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه، چې په بهر کې به جهاد نه کوي.
خو هغه اسناد چې موږ تر لاسه کړي، ښيي چې له تخار ولایت څخه طالب وسلوال د حافظ ګلبهادر په مشرۍ له پاکستاني طالبانو سره یوځای شوي دي.

د هغو طالب جنګیالیو نوملړ چې د تحریک طالبان پاکستان له لیکو سره یوځای شوي دي
د تحریک طالبان پاکستان له خوا د بریدونو له زیاتېدو او د پاکستان په جګړه کې د افغان طالبانو د حضور په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راوړ چې په دغه هېواد کې جګړه «حرامه» اعلان کړي.
د افغانستان او پاکستان طالبان نږدې اړیکې سره لري. پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، طالبانو هڅه وکړه چې د پوځ او ټي ټي پي تر منځ منځګړتوب وکړي، خو بریالي نه شول.
پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې هم وویل، چې په تېرو ۹ میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۴ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴یې د افغانانو له خوا شوي دي.

له تخار ولایت څخه لږ تر لږه ۴۰ تنه طالبان له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۱۳مه) په هرات کې د اقلیمي د بدلون په اړه لومړنۍ غونډه وکړه. یوناما ویلي، چې په دې ناسته کې اړوند بنسټونو د اقلیمي بدلون د اغېز کمولو لپاره د لا زیات متقابل عمل او ډله ییزو اقداماتو غوښتنه وکړه.
یوناما د افغانستان په لویدیځ کې د خپل د دفتر د مشرې ایلین ویاریال له قوله لیکلي، چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ننګونه ده چې له پولو اوړي او ور سره مبارزه د ټولو همکارۍ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د معلوماتو له مخې، دا غونډه د هغو خبرو اترو د کړۍ لومړۍ لړۍ ده چې د اکټوبر له ۱۶مې څخه تر ۲۰مې د اقلیم د بدلون د نړیوالې اونۍ په نږدې کېدو سره ترسره کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم د بدلون ر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.
د وروستیو څیړنو له مخې افغانستان د اقلیمي پایلو له امله په نړۍ کې شپږم ډیر اغیزمن هېواد دی.
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي، چې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلک په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ، سېلابونو او د ځمکې ښویېدو له امله له ګڼو چاپېریالي ننګونو سره مخ دي.
په کرنه باندې د افغانانو د ژوند ژواک تړاو او له بلې خوا د څلورو لسیزو د بې ثباتۍ په ترڅ کې د چاپېریال پراخې ویجاړۍ او د ټولنیزو-اقتصادي زیربناوو ویجاړېدل افغانان د اقلیم د بدلون په وړاندې ډېر زیانمن کړي دي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن غندي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي. دا خوځښت له د افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د کډوالۍ په اړه د منل شویو کنوانسیونونو، هوکړو او تړونونو سره په ضدیت کې بولي.
جمهوري غوښتونکي د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وايي، پولیس او په شخصي جامو کې ناڅرګند وسلوال د افغان کډوالو کورونو ته ننوځي او افغانان په وهلو او سپکاوي له خپلو کورونو باسي یا پیسې ترې شکوي، یا یې زنداني کوي او ګڼو ته یې د شړلو ګواښونه کوي.
دا خوځښت پر ټولو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غږ کوي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو په وړاندې «روان بشري ناورین او دولتي جنایت ته پام ورواړوي.»
په افغانستان کې د جمهوریت پرځېدو سره په پاکستان کې ګام پر ګام له افغان کډوالو سره د پولیسو چلن سخت شوی دی.
خو دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو پسې دغه ناوړه چلن نوې بڼه خپله کړې او اسلام اباد بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.
پاکستان افغان کډوال د دغه هېواد ناامنۍ کې ښکېل بولي، خو طالبان دا تور ردوي او وايي، د افغان کډوالو د اېستلو په هکله دې پاکستان خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د افغان کډوالو په هکله د پاکستان وروستۍ پرېکړه او له دې کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو د چلن په هکله په کور او بهر هم مخالفت ښودل شوی دی.
د پاکستان بشري حقونو کمېسون هم له خپل حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د ستنو پرېکړه واخلي.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان هم له اسلام اباد ورته غوښتنه کړې ده.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتي، د فقر او بې کاري زیاتوالی، پخوانیو ملکي او نظامي مامورینو سره د طالبانو له لوري ناوړه چلند له امله ډیر افغانان پاکستان او ایران ته کډه شول. په دغو ګاونډيو هیوادونو کې اوس مهال افغانان له ناانساني چلند سره مخامخ دي.
له هغو افغانانو سره چې په پاکستان او ایران کې له یوه ناوړه چلند سره مخ دي، له څو تنو سره مو خبرې کړې، چې د یو لیکوال په حیث راته سخته ده، چې د افغانانو دا دردونه له کومه درده پیل کړم.
پاکستان
پاکستان هغه لومړی هیواد چې شاوخوا نېمه پېړۍ وړاندې افغانانو پکې د کډوالۍ ژوند پیل شوی، خو نن سبا پکې افغانان د کډوالۍ ترخې شپې او ورځې تېروي.
د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې د جمهوریت پرځېدل د افغانانو لپاره د یو نوي ناورین پیل و. په لکونو افغانانو د طالبانو له ویرې خپل وطن پرېښود او پاکستان ته کډه شول، په دغو افغانانو کې پر پخوانيو ملکي او نظامي مامورینو سربېره هغه افغانان هم دي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کول ورته سخت و، دوی له اسنادو پرته پر ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي لارو ترڅنګ په قاچاقي لارو هم پاکستان ته واوښتل.
په دغه افغانانو کې ځینو خپل کور او توکي وپلورل، پاکستان ته لاړل او هلته یې یو اېن ایچ سي ار یا هم له بهرنیو سفارتونو سره خپل کېسونه ثبت کړل او تمه یې دا وه چې کوم یو هیواد به یې ومني.
د طالبانو واک ته له رسېدو او په کابل کې د تخلیې بهیر له پای ته رسېدو سره پاکستان اقتصادي څرخ پیدا کړ، یو شمیر بهرنیو سفارتونو د افغانانو د ایستلو لپاره پاکستان ته د افغانانو پر سر میلونونه ډالر ورکړل او د اسلام اباد شاړ هوټلونه، کرایې کورونه او مړ ټرانسپورټ بهیر یې را ژوندی کړ.
له هیواد څخه د افغانانو د تېښتې بهیر هغه وخت نور هم چټک شو، چې طالبانو د نجونو پر تعلیم او د مېرمنو پر کار بندیز ولګاوه او د پخواني ملکي او نظامي مامورین یې ونیول،شکنجه او زنداني کړل.
یو شمیر افغانان چې په تېرو دوو کالو کې پر قانوني اسنادو پاکستان ته تللي وو، د وخت په تېریدو سره په بېلابیلو دلیلونو ونه تونېدل چې خپلې ویزې تمدید کړي.
هغه وخت پاکستان د دغو کډوالو د سېلاب مخه ونه نیوله، بلکې بې له اسنادو یې اجازه ورکړه، چې دغه هیواد ته داخل شي، ښايي دوی د نننۍ ورځې په تمه وو چې افغانان له ژوبلې ګوتې ونیسي او د نړۍ توجو ځانته واړوي ترڅو د خپل هیواد خراب اقتصادي وضعیت ته د تېر په څېر تغیر ورکړي او افغانانو پر نوم مرستې راټولې کړي.
وروستۍ یوه کوچنۍ بېلګه دا ده، چې طالبانو یو شمیر افغان نجونو ته د زدکړو لپاره د محرم لرلو باوجود دوبۍ ته د تګ اجازه ورنکړه، خو د متحده عربي اماراتو شېخ او مشهور سوداګر چې د دغو نجونو د زدکړو لګښت یې په غاړه اخیستی، پاکستانیانو ته زرګونه ډالره ورکړل او دغه نجونې د تورخم له لارې اسلام اباد او بیا دوبۍ ته ورسېدې.
ناانساني چلند
له افغانانو سره د پاکستان ناوړه او غیر انساني چلند دا کومه نوې خبره نه ده، بلکې پاکستان همیش افغان کډوال د خپلو سیاستونو او اقتصادي ګټو لپاره کارولي دي.
نېمه بېړۍ راپدېخوا یې افغان کډوال د سیاسي موخو لپاره د خپلو حکومتونو خلاف وکارول او ځینې وخت یې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په بېلابیلو نومونو له نړۍ او ملل متحده څخه مرستې ترلاسه کړې، خو دا مرستې یوه برخه هم افغانانو ته نه رسېدلې.
د طالبانو واک ته رسېدو په دې دوه کلنه موده کې نن سبا د افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه مو په دغه هیواد کې له څو تنو افغانانو سره خبرې کړې دي.
دغه افغانان وايي د پاکستان د لوړې کچې عالي دولتي کمیټې اعلان څخه وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونه د افغانانو هیڅ قانوني اسناد نه مني.
د پاکستان په څو ښارونو کې مو چې له افغانانو سره خبرې وکړې، پاکستاني امنیتي ځواکونو نه د ( PRO ) د کډوالۍ کارتونه مني او هم قانوني ویزې لرونکي کسان چې تللي، هم ځوروي، پیسې ورڅخه اخلي او زنداني کوي یې.
هغه افغانان چې له کالونو راهسې په دغه هیواد کې مېشت دي، واړه او غټ کاروبارونه لري، پاکستانیانو پرې فشار راوړی چې کاروبارونه دوی ته پرېږدي.
یو شمیر افغانان چې د امنیتي ستونزو له امله یې هویت نشو په ډاګه کولی، وايي پاکستاني پولیسو افغان میرمنې نیولې او له خپلو کوچنیو ماشومانو سره یې زنداني کړې دي.
پاکستان په خپلو زندانانو کې افغانان له سختې شکنجې لاندې نیولي او ان تر دې بریده چې د شکنجې لاندې وژل شوي دي، چې دا څو پيښې په اسلام اباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان سفارت هم تایید کړې.
د شمیرو له مخې په پاکستان کې اوس مهال ۱۴ لکه د کډوالۍ کارتونو لرونکي افغانان ژوند کوي، په وروستیو کالونو چې ثبت شوي د هغوي شمیره ۹ لکه شاوخوا او غیر ثبت شوي کسان چې د وروستیو دوه کالونو کې پاکستان تللي د هغوي شمیره څه کم یو مېلون افغانانو ته رسیږي.
ایران
ایران په تېرو څلویښتو کالونو کې د پاکستان په څېر له افغان کډوالو څخه له سیاسي او اقتصادي پلوه ګټه پورته کړې ده.
د پاکستان په څېر ایران هم افغان کډوال د خپلو موخو لپاره جنګولي دي او نظامي ګټه یې ورڅخه اخیستې ده.
د طالبانو په راتګ سره په بېلابیلو لارو زیات شمیر افغانان په ځانګړي توګه د تېر حکومت ملکي او نظامي مامورین په قانوني او غیرقانوني لارو ایران ته داخل شول.
ددې افغانانو کره شمیره نه ده معلومه، خو د معلوماتو له مخې شمېره یې له پاکستان څخه ځکه لوړه ده، چې د تېر حکومت ملکي او نظامي مامورینو د پاکستان برځای ایران ته تګ غوره باله، ترڅو هلته به څه نه څه له امنیتي له پلوه خوندي وي.
بیا يو څه تعداد ایران ته ځکه زړه ښه کړی چې یا خو به له بهرنیو سفارتونو ویزه ترلاسه کړي او یا هم په قاچاقي لارو ځانونه ترکیې ته ورسوي.
ایران کې د افغانانو بوږونکی وضعیت
په ایران کې له افغانانو سره چلند د پاکستان په نسبت بدل دی، وروستیو مستندو وېډیوګانو وښوده، چې نه یوازې دا چې ایراني امنیتي ځواګونه د افغانانو په ځورولو اوو شکنجه کولوو کې لاس لري، بلکې ددې هیواد اوسیدونکو هم د افغانانو په ځورولو ا شکنجه کول کې لاس لري او دا وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې دي چې د کامرې د دروبین لاندې په چاقوګانو افغانان وهي او شګنجه کوي چې دغه حالت د لېدلو وړ نه دی.
د طالبانو له وېرې د پاکستان په پرتله زیات شمیر د تېر حکومت امنیتي ځواګونو افسران او سرتیري چې ډیری د استخباراتو او ځانګړو ځواکونو منسبین دي ایران ته تللي دي، په دغه هیواد کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.
یو شمیر سره چې مونږ خبرې کړې دي او د امنیتي ګواښونو له امله نشو کولی هویت یې په ډاګه کړو، وايي د ورځې شاقه کارونه کوو، او د شپې لخوا د ایران امنیتي ځواکونو له ویرې چې افغانستان ته مو بېرته ونه لیږي په کورونو کې نشو اوسېدلی بلکې په نامعلومو ځایونو کې او په بد حالت کې شپې تېروو.
په ایران کې یو شمیر افغانان له ځینو ځايي ایرانيانو سره د بند په څېر ژوند تېروي، دا کسان له افغانستان څخه په دغه بهانه راولي، چې تاسو ته به په کارخونو کې کار درکوږ او یا هم بهرنیو هیوادونو ته مو لیږو خو کله چې له افغانستانه ایران ته ورسیږی دوي په کورونو کې زنداني کوي او ورته وایي چې کورنۍ ته زنګ وکړئ ورته ووایئ، مونږ ترکیز او داسې نورو اروپايي هیوادونو ته ځو پیسې ولیږئ، خو دا کار د زیاتې شکنچې وروسته په زور کیږی.
که څه هم پاکستان کې افغانان د کاروبار له پلوه هوسا دي خو په ایران کې افغان کاریګر بیا د ایرانیانو له خورا ناوړه چلند سره مخ دي، دغو کارګرو باندې په میاشتو میاشتو کارونه وکړي خو بیا پیسې نه ورکوی او د اسنادو د نه لرلو له امله یې پولیسو ته سپاري.
په داسې وضعیت کې زیاتره افغانانو نشه یې توګو ته مخه کړې ده او د وخت په تېریدو سره په ایران کې د هغو افغانانو شمیره په لوړېدو ده چې په دغه هیواد کې یا په خپله خوښه او یا هم په زوره په نشه یې توګو اخته دي او یا هم اخته کیږی.
په پای کې دا ویلی شوو چې افغانان د ډانګ او پړانګ ترمنځه دي، یو خوا افغانستان کې نامعلوم وضعیت حاکم دی، ورځ په تېریدو سره د افغانانو ټولنیز او اقتصادي حالت د طالبانو د محدیدونو سره مخ دی .
د طالبانو د عمومي بښنې څخه نیولې تر حکومتي نظام جوړښت او د نجونو د زدګړو په برخه کې کوم بدلون نه تر سترګو کیږی چې دې حالتونو افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
افغانستان په تېرو دوو کالونو کې هر څه له لاس ورکړل، او افغانستان هیڅ هیواد د یو هیواد په توګه په رسمیت نه پيژني، چې زیاتره افغانان نه غواړي چې په داسې یو هیواد کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي خو د افغانانو له داسې مجبوریتونو سره ګاونډیان افغانان بیا سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره کاروي.