• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ الف لوبډله د پاکستان په ماتولو سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووتله

۱۴ تله ۱۴۰۲ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د جمعې په ورځ په چین کې د اسیایي لوبو په لړ کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره پایلوبې ته لار وکړه. د پاکستان الف لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې وې او افغانستان ته یې ۱۱۶ منډې هدف ټاکلی و.

افغان ابدالیان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په بایللو سره دا هدف په ۱۶ اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

افغان لوبډلې تر دې مخکې په دغو سیالیو کې سریلانکا هم ماته کړې وه.

د افغان ابدالیان په نوم د افغان کرېکټ الف لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره پایلوبه لري.

د چین د هانګژو ښار په کوربه‌توب د اسیا د ۱۹ م پړاو سیالۍ له څه مودې راهیسې د افغان لوبغاړو په ګدون د ۴۵ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۵

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

•
•
•

نور کیسې

په هند کې د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۲ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۸ GMT+۱
په هند کې د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام پیل شو
100%

د کرېکټ نړیوالې شورا د نارینه وو د ۲۰۲۳ میلادي کال نړیوال جام نن د هند په احمد اباد ښار کې د انګلنډ او نوي زیلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل شو. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اکتوبر پر ۷ له بنګله دېش سره لوبه لري او پاکستان هم سبا له هالنډ سره لوبېږي.

دا د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوره یا یو ورځنیو لوبو ۱۳ نړیوال جام دی، چې هر څلور کاله وروسته کېږي.

دا جام به د نومبر تر ۱۹ روان وي او ټولې پکې ۴۵ سیالۍ کېږي.

انګلنډ پر ۲۰۱۹ کال نوي زیلنډ ته په ماتې ور کولو سره دا جام ګټلی و.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، نیدرلنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

.

افغان کرېکټ بورډ له عمان سره یو ورځنیو او شل اوره سیالیو ته د لوبډلې نوملړونه اعلان کړل

۱۲ تله ۱۴۰۲ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱
افغان کرېکټ بورډ له عمان سره یو ورځنیو او شل اوره سیالیو ته د لوبډلې نوملړونه اعلان کړل
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ نن د عمان ملي لوبډلې پر وړاندې د ۲ یو ورځنیو او پنځو شل اوره سیالیو لپاره د افغان ابدالیان په نوم الف لوبډلې نوملړونه اعلان کړل. د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې دا لوبلړۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۲مه په عمان کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې دوام لري.

افغان ابدالیان لوبډله به د اکټوبر میاشتې په نهمه عمان ته لاړه شياو له کوربه هېواد سره به د همدې میاشتې په ۱۲ او ۱۵ نېټو به دوه یو ورځنۍ او دغه راز په ۱۷مه، ۱۸، ۲۰، ۲۱ او ۲۳مه نېټو شل لوبې وکړي.

د عمان پر وړاندې دغو دوو، یو ورځینو سیالیو ته شاهد الله کمال لوبډلمشر او دغه راز شل اوره سیالیو ته شاهدالله کمال لوبډلمشراعلان شوی دی.

د هانګژو اسیایي سیالۍ؛ افغانه بایسکل ځغلوونکې د ټایم ټرېل په انفرادي لوبه کې لسمه شوه

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۹ GMT+۱
د هانګژو اسیایي سیالۍ؛ افغانه بایسکل ځغلوونکې د ټایم ټرېل په انفرادي لوبه کې لسمه شوه
100%

د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي لوبغاړې یلدوز هاشمي د هانګژو اسیایي سیالیو د ټایم ټرېل په انفرادي لوبو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې ولوبېده. هغې د ۱۸.۳ کیلومټره واټن په ۲۷ دقیقو او ۱۴ ثانیو کې وواهه او د څوارلس بایسکل ځغلوونکو په منځ کې لسمه شوه.

یولدوز هاشمي چې نن د ټایم‌ ټرېل په انفرادي لوبو کې ګډون کړی و، له سیالیو څو ورځې وړاندې ټپي شوې وه او په ډېرو ستونزو یې ځان دغو سیالیو ته چمتو کړ.


دغه افغانه لوبغاړې نن د چین‌تایپه، ټایلند، منگولیا او کویټ هېوادونو له لوبغاړو مخکې شوه. هغه به سبا د فریبا هاشمي سره د ۱۴۰ کیلو مټره واټن په سیالۍ کې ګډون وکړي.


په ننۍ لوبه کۍ د ازبکستان، جاپان او قزاقستان لوبغاړې په لومړي، دویم او درېیم مقام کې دي.

د‏ افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اجی جدېجا سلاکار روزونکی وټاکه

۱۱ تله ۱۴۰۲ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۱ GMT+۱
د‏ افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اجی جدېجا سلاکار روزونکی وټاکه
100%

افغانستان د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اجی جدېجا د افغانستان مشاور روزونکی وټاکه. د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلې اېکس پاڼه خبر ورکړ، چې اجی جدېجا د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په توګه د نړۍوال جام لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره مل شوی دی.

اجی جدېجا په ۱۳ نړۍوالو لوبو کې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري کړې، چې ۸ لوبې یې ګټلي او ۵ یې بایللې دي.
اجی جدېجا تر ۲۰۰۰ کاله پورې د هند د ملي لوبډلې غړی و او د هند مډل ارډر توپ وهوونکی هم و، چې سلګونه نړۍوالې لوبې یې کړې دي.


ورته مهال د اجی جدېجا غړیتوب د کرېکټ د شنونکو له پراخ هرکلي سره مل شو.


د افغانستان د کرېکټ برخې شنونکي هیله‌من دي، چې په هندوستان کې د نړۍوال جام په درشل کې لوبډلې ته د اجی جدېجا راوستل به پر لوبډلې مثبت اغېز وکړي؛ ځکه چې هغه د هند له لوبغالو او هوا سره پوره بلدتیا لري.


‏اجی جدېجا د هند په کورنیو سیالیو کې د ډیلي لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی او په وروستیو کې بیا د لوبو مبصر شو.
‏پر ښاغلي جدېجا په لوبو کې د فساد تور هم لګول شوی او د یوې مودې لپاره له بندیزونو سره هم مخ و؛ خو دا ټول هغه تورونه دي، چې ښاغلي جدېجا رد کړي وو.

د افغانستان لومړی ورزشي کاروان د هانګژو له اسیايي لوبو څخه کابل ته راستون شو

۱۰ تله ۱۴۰۲ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۹ GMT+۱
د افغانستان لومړی ورزشي کاروان د هانګژو له اسیايي لوبو څخه کابل ته راستون شو
100%

نن د افغان ورزشي کاروان لومړۍ برخه چې د چین هانګژو ښار ته تللې وه، د درېیو افغان مډال اخیستونکو محسن رضايي، محمد خالد هوتک او نصرت الله حبیبي په ګډون بېرته کابل ته راستانه شول.

دغه ورزشکاران د ووشو او تکواندو لوبډلې د ځوانانو او د ورزش د مينه والو له خوا له تود هرکلي سره مخ شول.

نن د کابل هوايي ډګر څخه تر المپیک ملي کمېټې ودانۍ لاره د افغان ورزشکارانو د راستنېدو له شوره او هیلو ډکه وه.

د درېیو افغان مډال ګټونکو لوبغاړو بېرته راستنېدو د خلکو ستړو مخونو ته مسکا ورکړه او د کابل واټونه یې رنګینه کړي وو.

په هوايي ډګر کې د لوبغاړو د هرکلي لپاره خلک راټول شوي وو.د دغه رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ په هوايي ډګر کې حاضر و.

د ووشو او تکواندو ورزشکاران او ټیمونه د المپیک د ملي کمیټې مرکزي دفتر ته ولاړل او هلته یې د بدني روزنې له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق لوبغاړو سره د لیدنې لپاره راغلی و.

په دې کتنه کې مولوي وثیق د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د ورزشکارانو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د تکواندو فدراسیون رییس نجیب الله سکندر هم د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې د ورزشکارانو لپاره په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې چارواکي باید له ورزشکارانو سره نه یوازې په روحي توګه ملاتړ وکړي، بلکې له هغوی سره مالي ملاتړ هم وکړي. ځکه افغان ورزشکاران د ټولنې له بې وزلو او کم عاید لرونکو طبقو څخه دي او مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

افغانستان تر دې دمه د هانګژو په اسیايي لوبو کې د تکواندو، ووشو او کوریش څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.
​