بایډن نتنیاهو ته: امریکا له اسراییل سره ولاړه ده او له ځان د دفاع لپاره یې د حق ملاتړ کوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده او له ځانه د دفاع لپاره د اسراییلو د حق ملاتړ کوي. د اسراییل لومړي وزیر هم ویلي، چې د دوی د بریا لپاره «قوي او اوږدمهاله کمپاین» ته اړتیا ده.