• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله؛ امريکا وايي د هرات د زلزلې اغېزې به په غور سره وڅېړي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې، هیواد یې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې اغیزې په غور سره تر نظر لاندې لري. هغه په ​​اېکس پاڼه لیکلي: «د امریکا همکار سازمانونه د افغانستان خلکو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوي.»

د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې له امله د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۲۰۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر کلي ویجاړ شوي دي.

له زلزلې شاوخوا د دوو ورځو تیریدو وروسته د نړۍ د هېوادونو په منځ کې یوازې ایران خپلې مرستندویه ډلې هرات ته استولي دي.

سعودي عربستان هم د هرات زلزله ځپلو ته د مرستې د ژر لیږلو اعلان کړی دی.

چین همداراز اعلان کړی، چې د دغه هېواد سور صلیب به په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا دوه سوه زره امریکایی ډالر مرسته وکړي.

جاپان هم ویلي، چې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ هڅه کوي څو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره بیړنۍ اړینې مرستې وکړي.

امريکا او نورو لويديځو او اسلامي هيوادونو تراوسه د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د مرستې او ژغورنې لپاره مالي او تخنيکي مرستې نه دي اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو او د ژغورنې د بهیر سستوالی به د قربانیانو شمېر زیات کړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د بیړنیو مرستو لړۍ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۵ GMT+۱
د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د بیړنیو مرستو لړۍ
100%

سعودي چارواکو د هرات زنده جان ولسوالۍ زوره زلزله چې پکې زرګونو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسیدلیي، ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې بیړنۍ مرستې به د دې هیواد پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني مرکز له لارې دغه ولایت ته ولیږل شي.

له پرون راهیسې په افغانستان کې په کور دننه د ۳۱۲ میلیونه افغانۍ د مرستې اعلان شوی او لا هم دا لړۍ روانه ده.

له دې سره، د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې هرات ولایت ته د لسو روغتیایي ټیمونو د استولو خبر ورکړ.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د عامي روغتیا ریاست مشر ملا محمد ادم مسلم وايي، چي د هرات زلزله ځپلو کورنیو سره د روغتیايي مرستو په موخه له کندهاره لس ټیمونه، چي ۳۷ تنه ډاکټران او نرسان پکې شامل دي، د دوو ټنو درملو سره هرات ته روان شوي دي.

د شنبې په ورځ د هرات په زنده جان او شاوخوا سیمو کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې په پایله کې څه باندې دوه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپیان او یا بې کوره شوي شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغه پیښه کې چې دیارلس کلي له منځه تللي، ډیر شمیر وګړي تراوسه تر خاورو لاندې ورک دي.

د یادولو وړ ده چې، تراوسه د ژوندي پاتې شویو کسانو د را ایستلو په برخه کې د طالبانو له لوري د اساسي تخنیکي امکاناتو د نه شتون له امله هیڅ کوم جدي ګام نه دی پورته شوی.

افغانستان انټرنېشنل ته په لېږل شويو انځورونو کې ليدل کېږي چې د «سیاه‌آب» کلی په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

اخوا، د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ وه.

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت له خوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د ټولو وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېږي.

دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دویم ځل خونړۍ زلزله ده چې پکې زرکونو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

تیرکال د جون میاشتې په ۲۲مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې مرګونې زلزلې وشوې چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، پدې زلزله کې ۱۰۳۶ کسان مړه شوي او ۲۹۴۹ نور ټپيان شوي ول.

له افغانستانه د پانګې وتل؛ سږکال په ایران کې افغان سوداګرو تر ټولو ډېره پانګونه کړې

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱
له افغانستانه د پانګې وتل؛ سږکال په ایران کې افغان سوداګرو تر ټولو ډېره پانګونه کړې
100%

ایراني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال د لومړۍ نیمايي برخې د بهرنۍ پانګونې ارقامو ته په کتو په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې په درجه کې افغان پانګوال لومړی مقام لري.

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس حسین سلیمي ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده.

د نوموړي په خبره، چې د درجه بندۍ له مخې افغان سوداګر لومړی، چین دویم او عراق درېیم ځای لري او د افغانانو پانګونه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده.

د سلیمي په خبره؛ د افغانانو له خوا د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو نیولې تر لس میلیونه پورې مختلفې پانګې اچونې شوې دي او دوی افغان سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته په وار – وار یو شمېر افغان سوداګرو او د کوچنیو سوداګریزو شرکتونو مالکانو شکایت کړی، چې طالبانو پرې ملا ماتي مالیات وضع کړي او دوی نه شي کولی، چې دغه مالیات ورکړي. خو طالبانو بیا دغه شکایتونه رد کړي دي.

همدا راز تېره اونۍ د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو توکو پر ننداراتونونو بندیز ولګاوه، چې ګڼو سوداګرو او لاسي صنایعو متشبثینو یې پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې دا ډول پرېکړې د توکو پر بازار موندنې منفي اغېز ښیندي.

تر دا مهاله طالبانو په رسمي کچه له افغانستانه د پانګې د تښتې ارقام نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر یو شمېر افغان سوداګرو غږ کړی و، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ژمن دي، چې سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د هرات له زلزله ځپلو سره په کور دننه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان شوې دي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۵ GMT+۱
د هرات له زلزله ځپلو سره په کور دننه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان شوې دي
100%

د هرات د خونړۍ پېښې په دویمه ورځ د دغې پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دا مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، ادارو او طالبانو نېږدې ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړې دي.

تر دا مهاله د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه؛ خو د اټکل له مخې نېږدې ۱۲ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات د پېښې په اړه د ژورې خواشينۍ سربېره د دغې پېښې له قربانیانو سره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې سبا ورځ به یې ورور “همایون عزیز” له یوه هیئت سره د هرات ولایت ته سفر کوي او د مرستو لړۍ به پیلوي.

بل خوا د طالبانو د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوی یو ګډ کمېسیون ټاکلی او د پېښې له قربانیانو سره به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي.

په ورته وخت کې د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسوي.

همداراز د افغانستان کرېکټ بورډ هم د دوو میلیونو افغانیو د مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دا مرستې به ډېر ژر د هرات د پېښې قربانیانو ته ورسوي.

په کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم ګڼو ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي؛ خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه نه ده معلومه.

د یادونې وړ ده، چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا نن یکشنبه (د تلې ۱۶مه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي؛ جاپان چمتو دی، چې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په مرستې په “چټک ډول” اړینې مرستې چمتو کړي.

یوکو کامیکاوا زیاتوي، چې دا مهال د هرات زلزله ځپلي عاجلې مرستې ته اړتیا لري او دوی د خپلې همکارۍ په اساس کولی شي، چې اغېزمنو سیمو او خلکو ته عاجلې مرستې ور ورسوي.

هغه زیاته کړې: “ جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او موږ به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو”.

نوموړي دغه پېښه بوږنوونکې بللې او په نورو مرسته کوونکو یې هم غږ کړی، چې د هرات د پېښې له اغېزمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

بل خوا ایران هم د ژغورنې ډلې سیمې ته لېږلي او له قربانیانو سره یې د لومړنیو روغتيايي مرستو ژمنه کړې ده.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیره: هڅه کوو د هرات د پېښې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړو

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۱
د جاپان د بهرنیو چارو وزیره: هڅه کوو د هرات د پېښې له قربانیانو سره بېړنۍ مرستې وکړو
100%

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د وروستۍ پېښې له امله د ژورې خواشينۍ تر څنګ ویلي، چې هڅه کوي له زلزله ځپلو سره چټکې او بېړنۍ مرستې وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا نن یکشنبه (د تلې ۱۶مه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي؛ جاپان چمتو دی چې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په مرستې په “چټک ډول” اړینې مرستې چمتو کړي.

یوکو کامیکاوا زیاتوي، چې دا مهال د هرات زلزله ځپلي عاجلې مرستې ته اړتیا لري او دوی د خپلې همکارۍ په اساس کولی شي، چې اغېزمنو سیمو او خلکو ته عاجلې مرستې ور ورسوي.

هغې زیاته کړې: “ جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او موږ به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو”.

نوموړې دغه پېښه بوږنوونکې بللې او په نورو مرسته کوونکو یې هم غږ کړی او یو ځل بیا یې د جاپان پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

دا مهال په کور دننه او بهر یو شمېر سوداګرو، مرستندویه بنسټونه او د طالبانو ریاست الوزرا د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستو اعلانونه شوې دي.

په ورته وخت کې د ایران مرستندویې ډلې هرات ته رارسېدلي او د ځایي خلکو سره یو ځای د ورکو شویو کسانو په لټه بوختې دي.

تر دا مهاله د هرات د پېښې د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده روښانه شوې، خو د اټکل له مخې د مرګ ژوبلې کچه زرګونو ته رسېدلې ده.

طالبانو په دایکنډي کې د نسیم راډیو د مدير په ګډون درې خبریالان نیولي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۵ GMT+۱
طالبانو په دایکنډي کې د نسیم راډیو د مدير په ګډون درې خبریالان نیولي
100%

ځايي خبریالان وايي، چې په دایکنډي کې د نسیم سیمه ییزې راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او د هغه دوه نور همکاران د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي او ویل کیږي چې هغوی یې شکنجه کړي دي.

په دایکنډي کې یو ځايي خبریال چې خپل مستعار نوم عنایت الله احمدي ښيي افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل، چې سلطان علي جوادي د دویم ځل لپاره د طالبانو له خوا هغه وخت ونیول شو، چې نوموړی د اطلاعاتو او کولتور د رییس په بلنه د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوی و.

نوموړی زیاتوي، چې له جوادي سره یو ځای د ده دوه نور همکاران سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي هم نیول شوي او شکنجه شوي دي.

د احمدي په خبره، چې تر اوسه د دغو درېیو تنو خبریالانو په اړه استخباراتو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ورته ویلي، چې دوی د طالبانو پر خلاف رسنیز فعالیت کاوه.

نوموړی وايي، چې یو شمېر خبریالانو هڅه وکړه، چې دغه موضوع له والي سره شریکه کړي؛ خو والي له دوی سره له لیدنې ډډه کوي.

نېږدې دوه اونۍ وړاندې طالبانو په دایکنډي کې د نسیم راډیو پر فعالیت بندیز لګولی و، چې تر اوسه دغه راډیو تړلې ده. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د دغې راډیو د تړلو دلیل غیر معیاري او د دوی د اصولو سره په ټکر کې خپرونې بللې وې.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو نظر هم را واخلو، خو له بار – بار اړیکو نیولو سربېره هم د طالبانو د نظر پر اخیستو ونه توانېدو.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې طالبانو په ننګرهار کې د کلید راډیو دوه خبریالانو سربېره په کندوز، غزني، کونړ، پکتیا او کابل کې خبریالان نیولي وو.