په ایټالیا کې د افغانستان سفیر: په کابل کې د طالبانو له حکومت سره کاري اړېکې نه لرو

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره د دې سفارت د قونسلګرۍ څانګې د رسمي اړیکو په اړه د دغه سفارت له ادرسه خپره شوې اعلامیه رد کړه.
خالد زکریا وویل چې د افغانستان د اساسي قانون او د ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې به د قونسلګرۍ په څانګه کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.