بنیامین نتنیاهو: دغه جګړه په چورلت ډول د حماس په لهمنځه وړلو سره پای مومي

د اسراييل لومړی وزیر وايي، هېواد به يې د هغه په ټکو «د حماس وحشي ترهګره ډله» لهمنځه يوسي. بنیامین نتنیاهو حماس ډله د داعش په څېر بللې او ویلي یې دي:« دغه جګړه زموږ د کور جګړه ده او باید د حماس په لهمنځه وړلو سره پای ته ورسېږي.»