د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه کم ۶۰۰۰ کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د تورخم او اسلام کلا د سرحدي امریتونو د راپورونو له مخې د (تلې په ۲۵مه) ۵۹۷۱ کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.