د طالبانو د کډوالو وزارت:تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه تر ۶۰۰۰ډېر کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۶۰۰۰ ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۶۰۰۰ ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم له لارې د تلې په ۲۷مه او ۲۸مه د ۶۰۴۵ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی.
د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۰۶۲ کورنۍ چې ټولټال ۶۰۴۵ تنه کېږي بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.دغه وزارت زیاتوي، چې دغه کسان له راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ورپېژندل شوي.پاکستان د ناقانونه کډوالو د ورکړل شوي ضرب الاجل د ختمېدو په درشل کې دی، له دغې وېرې افغان کډوال غواړي د دغه ضرب الاجل له پایته رسېدو مخکې دغه هېواد پرېږدي.په ورته مهال، نن د پنحاب او سند ایالتونو ځایي حکومتونو خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو دې تر ورکړل شوې نېټې دمخه دغه هېواد پرېږدي؛ کنه د نومبر میاشتې له پیلېدو سره هم مهاله دوی پراخه عملیات پیلوي.


د طالبانو د سترې محکمې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «ناوړه اړیکو درلودو» په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهل شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د محکمې د پرېکړې له مخې دغه دوه تنه په شیبر ولسوالۍ کې په تعزیري سزا محکوم شوي.
طالبان دغه ډول سزاوې د « اسلامي شریعت» په رڼا کې ګڼي او د دوی په اند دغه ډول سزاوې په ټولنه کې «فساد» له منځه وړي؛ خو دا هغه څه دي چې د ښځو او بشري حقونو ملاتړي او سازمانونه د «بشریت ضد» کړنه ګڼي.
تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې طالبانو صحرایي محکمې ترسره کړې دي.

د 'اېنډېکس ان سېنسورشېپ' سازمان دغه جایزه د مطیعالله ویسا په مشرۍ د قلم لار ټولنې ته د هغوی د زړورتیا لپاره ورکړه. دا جایزه په داسې حال کې مطیع الله ویسا ته ورکول کېږي، چې نوموړی له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
د 'اېنډېکس ان سینسورشېپ' سازمان پر اېکس پاڼې لیکلي چې، دا جایزه د مطیعالله ویسا ورور عطاالله ویسا ترلاسه کړې ده.
عطاالله ویسا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، دغه جایزه هغو کسانو او ټولنو ته ورکول کېږي چې فعالیتونو یې د پام وړ مهم وي.
د نوموړي په خبره، دا جایزه په داسې حال کې قلم لار ټولنې ته ورکول کېږي چې فعالیتونه یې د تعلیم په برخه کې په تېرو څوارلسو کلونو کې خورا پراخ و او مشر یې هم اوسمهال د طالبانو په بند کې دی.
ښاغلی ویسا زیاتوي:« د مطیع الله ویسا نشتوالی یوه لویه تشه ده» او دوی یو ځل بیا د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي او وایي، چې د مطیع الله پر وړاندې باید روانه بې عدالتي پایته ورسېږي.
د 'اېنډېکس ان سینسورشېپ' سازمان مرکز چې په لندن کې دی، د بیان د ازادۍ لپاره کمپاین کوي.
دوی د قلم لارې ټولنې زړورتیا الهام بخښونکې بللې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونه د پوهنتون استادان، معترضې مېرمنې، خبریالان، مدني او فرهنګي فعالان د طالبانو لهخوا نیول شوي، چې یو شمېر یې د وخت په تېرېدو بېرته خوشې شوي او ډېر ی یې تراوسه هم په بند کې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د بخښنې نړۍوال سازمان په وروستیو کې له طالبانو غوښتي، چې د قلم لار ټولنې مشر مطیعالله ویسا، د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني او همدارنګه د پوهنتون استاد رسول پارسي بې له قید او شرطه له بنده راخوشې کړي.
په همدې حال کې د طالبانو لهخوا د نیول شویو فعالانو یو شمېر خپلوان او همکاران وايي، چې لا هم د دوی د خلاصون او برخلیک په اړه معلومات نه لري.

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو بې وزلو او جګړه ځپلو هېوادونو دی، چې له لسیزو راهیسې یې د نړۍوالو پر بشري مرستو تکیه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، سږکال له افغانستان سره دولس سوه مېلیونه ډالره بشري مرسته شوې چې غوښنه برخه یې د امریکا متحده ایالتونو لهخوا ورکړل شوې ده.
د اوچا د راپور له مخې، په دغو مرستو کې تر څلور سوه مېلیونه ډالرو ډېره برخه یې د امریکا د متحدو ایالتونو ده.
له دې سره، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرېن ډیکر بیا په اېکس پاڼه لیکلي، دا د متحده ایالتونو لپاره د ویاړ خبره ده چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو په سر کې ځای لري.
دغه مرستې په داسې حال کې شوې، چې افغانستان له تېرو څو لسیزو بیا په ځانګړې توګه له تېرو دوو کلونو راهیسې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د بشري ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په دې وروستیو کې خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د راتلونکي سخت ژمي لپاره د شاوخوا ۱۵ مېلیونه وګړو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د یو میلیارد ډالرو معادل بودجې ته اړتیا لري.
د دغه پروګرام په خبره، په افغانستان کې د مرستو د کموالي له امله ۸۵ سلنه اړمن کسان د خوراکي توکو له نوملړه اېستل شوي دي.
اوسمهال د خوړو د نړۍوال پروګرام په ګډون ډېر شمېر مرستندویه ادارې هڅه کوي، چې د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي؛ ترڅو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې څلور وسلهوال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات په وانډه سیمه کې پیل کړي و.
د عملياتو پرمهال د پوځيانو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور وسلهوال وژل شوي او يو تن ژوبل شوى د امنيتي ځواکونو لهخوا نيول شوى دى.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د عملياتو پرمهال د وسلهوالو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د عملیاتو له پیلېدو مخکې، په سیمه کې اعلانونه وشول چې کلیوال دې غرونو ته له تګه ډډه وکړي.»
هغه زیاته کړه، وسلهوالو د کلي سره نږدې په غرونو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو.

د پاکستان د سند ایالتي چارواکو ویلي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به ټول هغه بهرنیان له دغه ایالته اېستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.
د سند د کورنیو چارو لنډ مهاله وزیر حارث نواز د اکټوبر په شلمه په کراچۍ پرېس کلپ کې د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د نومبر له لومړۍ نېټې به ټول ناقانونه کډوال د چمن له لارې په بسونو کې لېږدول کېږي او هغه هندي کډوال چې په دغه ایالت کې په ناقانونه توګه ژوند کوي د واګه بندر له لارې به هغه هېواد ته ولېږل شي.
حارث نواز دا رنګه وویل، چې د نومبر میاشتې له پيله د سند ایالت په ټولو سیمو کې د پولیسو پراخ عملیات پيلیږي او هغه کډوال چې لا تر اوسه هم خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه شوي، په زوره به واېستل شي.
نوموړي دا رنګه ویلي، د سند په ایالت کې د افغان کډوالو تر څنګ، د بنګله دېش، چین، تانزانیا او نورو هېوادونو وګړي هم شته، چې په ناقانونه توګه ژوند کوي.
په کراچۍ کې روان کال د سپټمبر له نهمې نېټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پيل شوې، چې د افغان کډوالو او د هغوی د وکیلانو په وینا، تر اوسه ۱۷۰۰ افغان کډوال نیول شوي، چې په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي.
سره له دې چې د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ او نورو پاکستاني چارواکو په وار، وار ویلي، چې د دغې پرېکړې له مخې به یوازې هغه کسان له پاکستانه اېستل کیږي چې قانوني اسناد نه لري؛ خو په کراچۍ کې خبریالان او افغان کډوال وایي، پولیس لا هم هغه افغان کډوال نیسي چې قانوني اسناد په لاس لري او د دوی د وکیلانو په وینا اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې تر ۴۰۰ زیات قانوني اسناد لرونکي افغانان بندیان دي.
له هغې وروسته چې د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره د اکټوبر تر دېرشمې نېټې وخت ورکړ، د کراچۍ په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو په ګڼ شمېر کې افغانان هره ورځ د تورخم او سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستنیږي او دغه لړۍ چټکه شوې ده.
دغه کډوال وایي، مخکې له دې چې د پولیسو لهخوا تر نېولو وروسته وځورول شي او یا د زندانونو د تورو تمبو شاته بې برخلیکه پاتې شي، غوره دا ده چې په خپله خوښه بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شي.