غزې ته تلونکې رفح لار پرانیستل شوه

د اسراییل او حماس ترمنځ له دوو اونیو خونړیو نښتو وروسته، د رفح لاره بالاخره د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۹مه) د بشري مرستو د کاروانونو لپاره پرانیستل شوه.

د اسراییل او حماس ترمنځ له دوو اونیو خونړیو نښتو وروسته، د رفح لاره بالاخره د شنبې په ورځ د (تلې په ۲۹مه) د بشري مرستو د کاروانونو لپاره پرانیستل شوه.
په رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې له مصر څخه غزې ته مرستندویه لارۍ د ننوتو په حال کې دي.
تراوسه مالومه نه ده، چې دا لاره به څومره وخت خلاصه وي.د یادولو ده، اسراییل تر اوسه د اړینو مرستو شلو لاریو ته د ننوتلو اجازه ورکړې چې غزې ته داخلې شي.


د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې څلور وسلهوال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات په وانډه سیمه کې پیل کړي و.
د عملياتو پرمهال د پوځيانو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور وسلهوال وژل شوي او يو تن ژوبل شوى د امنيتي ځواکونو لهخوا نيول شوى دى.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د عملياتو پرمهال د وسلهوالو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د عملیاتو له پیلېدو مخکې، په سیمه کې اعلانونه وشول چې کلیوال دې غرونو ته له تګه ډډه وکړي.»
هغه زیاته کړه، وسلهوالو د کلي سره نږدې په غرونو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو.

د پاکستان په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي۷۱۴۷ پېښې ثبتې شوې او له امله یې د مړو شویو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو د رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ویلي یې و، ګواکې دوه کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
روغتیايي چارواکو ویلي، چې په ټول ایالت کې د ډينګي ناروغۍ پر ضد عمليات روان دي او کوراکور د دوا شېندنې لړۍ هم پیل شوې ده.
د چارواکو په وینا، له ګواښونو سره مخامخو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د معلوماتو له مخې فيصل اباد او ملتان کې هم د ډينګي پېښې ثبتې شوې دي.

د فرانسې یوې قضايي ادارې په ۲۰۱۷ کال کې په درعا ښار کې د بم اېښودلو په تور د سوریې د پوځ د څلورو پخوانیو قوماندانانو د نیولو امر کړی دی.
د دغې پېښې مدعیان د دې حکم د صادرېدو هرکلی کوي.
د قضیې مدعیان د دغه سزا صادرول د بشار الاسد په رژیم کې «له جنایي سزا د معافیت» په برخه کې «کلیدي ګام» بولي.
د فرانسې د راپورونو له مخې، دغه حکم په پاریس کې د یوه څېړنیز قاضي لهخوا د بشارالاسد د رژیم د جګپوړو چارواکو په وړاندې لاسلیک شو.
د سوریې د دفاع وزارت پخوانی ۷۳ کلن وزیر فهد جاسم الفریج، د سوریې د پوځ پخوانی ۷۱ کلن لوی درستیز علي عبدالله ایوب، د سوریې د هوایي ځواکونو پخوانی قومندان احمد بلول، او د سوریې د پوځ د هلیکوپټرو د څانګې د ۶۴مې لوا پخوانی قومندان علي صافتلي هغه کسان دي چې د نیولو حکم یې صادر شوی دی.
د دغې قضیې د مدعیانو وکیل کلمانس بکټارټ وویل:دا پرېکړه د دې ښکارندویي کوي ،چې د عدالت لپاره مبارزه دوام لري.
د ۲۰۱۷ کال د جون په ۷مه د سوریې په سویل درعا سیمه کې چې هغه مهال د کورنۍ جګړې ډګر و، ۵۹ کلن فرانسوی سوریايي وګړی صلاح ابونبوت چې د فرانسوي ژبې متقاعد ښوونکی و، ووژل شو.
د وژل شوي کس کورنۍ وايي، د سوریې د هوايي ځواک یوې چورلکې د روسیې په ملاتړ د ټياېنټي له چاودېدونکو توکو ډکه یوه بوشکه په هغه درې پوړیزه ودانۍ وغورځوله چې صلاح ابونبوت پکې اوسېده.
مدعیان ادعا کوي، چې په دې ودانۍ کې د ماشومانو لپاره یو ښوونځی جوړ شوی و چې د اردن د یوې نادولتي موسسې لهخوا اداره کېده.
د پاریس محکمې د بشریت پر ضد د جرمونو څانګې د ابونبوت د زوی له شکایت وروسته خپلې څېړنې پیل کړې.
اوس، د سوریې د پوځ د دغو څلورو پخوانیو چارواکو په وړاندې د ملکي استوګنې په سیمه باندې د برید له امله چې د ابو نبوت د مړینې لامل شوی، د ملکي خلکو په وړاندې په قصدي توګه په برید کې د لاس لرلو له امله جنګي جنایت بلل کېږي.
پر دوی تور دی، چې په دې سیمه کې یې د بمبارۍ امر ورکړی او یا یې د لوړ پوړو چارواکو په توګه د داسې برید اجازه ورکړې ده.
درې کاله وړاندې، درېیو نادولتي سازمانونو د پاریس په محکمه کې د یوه قضایي شکایت د ثبتولو خبر ورکړی و چې په کې د بشارالاسد رژیم په سوریه کې د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې د کیمیاوي بریدونو له امله «د بشریت ضد جرمونو» او «په جنګي جرمونو» تورن شوی و.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د حکومت کابینې په دغه هېواد کې د الجزیرې د خپرونو د بندېدو امر کړی دی. د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه حکم د «جګړې د وخت د بېړنيو مقرراتو» پر بنسټ صادر شوی.
دغې پاڼې د اسراییل د اطلاعاتو د وزیر شلومو کاري له قوله لیکلي دي: «له دښمن سره د مرستې په موخه د ثبوتونو له وړاندې کولو، په عربي او انګلیسي ژبو د حماس په خدمت کې د تبلیغاتو د خپرولو او ان دښمن ته د حساسو مالوماتو له لېږدولو وروسته، په اسراییل کې د الجزیرې شبکې د فعالیتونو د مخنیوي پریکړه وشوه.»
د الجزیرې خبري شبکې تر اوسه په اسراییل کې د خپلو نشراتو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، د اسراییل حکومت داسې مقررات تصویب کړي چې له مخې به یې په لنډمهاله ډول په بېړنیو حالاتو کې د بهرنیو خبري کانالونو پر خپرونو بندیز ولګوي.
د اسراییل د مخابراتو وزیر شلومو کاري د دې مقرراتو د تصویب مسوولیت په غاړه درلود.
اسراییل ټایمز لیکلي، دغه مقررات په دې مانا چې د جګړې له پیل راهیسې د قطري الجزیرې شبکې پروګرامونه او راپورونه په اسراییل کې د دغې خبري شبکې د بندولو د پرېکړې لپاره د یوه بنسټ په توګه کارول کېدای شي.
قطر د حماس په څېر د فلسطیني ډلو ملاتړی دی.
د اسراییل د مخابراتو وزیر ویلي:« اسراییل په ځمکه، هوا، سمندر کې او د عامه ډیپلوماسۍ په ډګر کې په جګړه کې دی. موږ به د داسې پروګرامونو د خپرولو اجازه ورنکړو، چې د هېواد امنیت ته زیان رسوي.»
نوموړي په ځانګړې توګه د الجزیرې په اړه وویل چې، د دې شبکې پروګرامونه او راپورونه «د اسراییل پر وړاندې تحریکول دي، د حماس، داعش او نورو ترهګرو سازمانونو سره په تبلیغاتو کې مرسته کوي او د اسراییل په وړاندې تاوتریخوالي ته لمن وهي.»
دا پلان چې باید د اسراییل د امنیتي کابینې لهخوا تصویب شي، د ۳۰ ورځو لپاره به اعتبار ولري؛ خو د ۳۰ نورو ورځو لپاره تمدید کېدای هم شي، تر هغه وخته پورې چې ځانګړی بېړنی حالت په رسمي ډول د حکومت لهخوا پای ته نه وي رسېدلی.

د تهران د ښاروالۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د داریوش مهرجویي او د هغه مېرمن وحیده محمدفر قاتل د دوی د کور پخوانی بڼوال و. همشهري ورځپاڼې لیکلي، چې بڼوال دغه ایرانۍ سینمایي جوړه د «۳۰ مېلیونه تومانو» د غوښتنې پر سر د شخړې له امله وژلې ده.
د همشهري په راپور کې راغلي: «د مهرجویي پخوانی بڼوال چې د ده او د هغه د مېرمنې د وژلو د پلان اصلي طرحه کوونکی و، ادعا کوي چې دا جرم یې د دې کورنۍ پروړاندې د کرکې او د ۳۰ مېلیونه تومانو د غوښتلو له امله کړی دی».
د تهران په ښاروالۍ پورې اړوند د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې:« څېړنو وښودله چې دغه کس د مهرجویي له کوره د غلا له امله له دندې ګوښه کړای شوی و او له هماغه وخته یې له دغې کورنۍ سره اختلاف درلود.»
د ایران د سینما د نوې څپې مخکښ کارګردان داریوش مهرجویي او د نوموړي مېرمن لیکواله وحیده محمدي فر د شنبې په ورځ د تلې په ۲۲ مه په کرج کې په خپل شخصي کور کې ووژل شول.