• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړیوال جام یو ورځنیو سیالیو په دوام نن افغانستان او پاکستان د سیالۍ ډګر کښته کیږي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۰ GMT+۱

لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه بجه د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې پیلیږي. افغانستان او پاکستان اوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي او ټولې لوبې پاکستان ګټلې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن تراټ له پاکستان سره د لوبې چمتوالی په اړه وايي، هغه تېروتنې چې یې د نیوزیلنډ سره په لوبه کې کړې دي هغه باید له پاکستان سره په لوبه کې تکرار نه شي.

نوموړی وايي:«چمتوالی مو ډير ښه روان دی، خو په نړیوال جام کې مو پیل ښه نه و. د پاکستان سره لوبې ته لیواله یو دا به ښه لوبه وي ځکه د دواړو لوبډلو تر منځ ښه سیالي موجوده ده او دواړه لوري له پوره جذبې سره لوبه کوي نو د مینه والو لپاره به ښه لوبه وي چې ننداره یې کړي.»

همدارنګه نوموړی وايي، له پاکستان سره د نننۍ لوبې د چمتوالي لپاره یې‌ پر ډګر ساتنه ډیر تمرکز کړی دی. او د پاکستان سره په لوبه کې باید هیڅ کیچ له لاسه ور نه کړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی د افغان لوبغاړو د کارکردګۍ په اړه وايي:«رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او اکرام ښه لوبه کوي، د نورو لوبغاړو مو هم تمه ده چې فام ته راشي او د پاکستان سره په سیالۍ کې خپله ونډه تر سره کړي.»

هغه وايي «د توپ اچوني په برخه کې راشد خان ښه توپ اچونه کړې ده، خو څومره تمه چې ترې کېده هومره ویکټې یې نه دې اخیستې.»

نوموړی زیاتوي، «نوین الحق هم تر اوسه ښه توپ اچونه کړې ده او سوداګریزو لیګونو کې چې یې کومه تجربه تر لاسه کړې ده هغه یې ښه کارولې ده.»

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې یوازې یو ځل په نړیوال جام کې د یو بل پر وړاندې لوبیدلې دي.

له نیوزیلنډ څخه تر ماتې خوړلو وروسته د کرېکت مبصرینو د افغان لوبډلې په اړه ویلي، که افغان لوبډله د لوبې ګټل غواړي باید په هره لوبه کې د توپ وهنې پرېکړه وکړي. ځکه د افغان لوبډلې تکړه توپ اچونکي کولای شي له خپل اېښودل شوي هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍوال پنځوس اوریز جام؛ هندوستان د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د کرېکټ په روان نړۍوال پنځوس اوریز جام کې هندوستان په پرله پسې توګه خپله ۵مه سیالي هم وګټله او د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.

د یاد نړۍوال جام په ترڅ کې ۲۱مه سیالي د کوربه هند او نیوزیلینډ ترمنځ په درمشالا کې ترسره شوه چې هند د ۴ ویکټو په توپیر وګټله.

د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند کرېکټ لوبډلې ته د۲۷۴ منډو هدف وټاکل شو.

دا لوبه د هماچل پردېش په درمشاله لوبغالي کې روانه ده.

د کوربه هند کرېکټ لوبډلې د پچې ګټلو سره سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیو زیلنډ لوبډلې هم د ټولو اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلنډ لوبغاړو کې ډیرل مچل ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ او هند لوبډلې د روان نړۍوال جام مخکښې لوبډلې دي او تر اوسه یې کومه لوبه بایللې نه ده.

په کرېکټ نړۍوال جام کې د نیو زیلنډ لوبډلې هند ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱

د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام په ۲۱مه سیالۍ کې د نیو زیلنډ لوبډلې د یکشنبې په ورځ د هند کرېکټ لوبډلې ته د۲۷۴ منډو هدف وټاکه. دا لوبه د هماچل پردېش په درمشاله لوبغالي کې روانه ده.

د کوربه هند کرېکټ لوبډلې د پچې ګټلو سره سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیو زیلنډ لوبډلې هم د ټولو اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې جوړې کړې.

د نیو زیلنډ لوبغاړو کې ډیرل مچل ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلنډ او هند لوبډلې د روان نړۍوال جام مخکښې لوبډلې دي او تر اوسه یې کومه لوبه بایللې نه ده.

اسلام ماخاچیف په "یو ایف سي" سیالیو کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۰ GMT+۱

اسلام ماخاچیف د "يو ایف سي" سیالیو د ۲۹۴ پړاو په مرکزي سیالۍ کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه. هغه له دغه بري سره د نړۍ د سپک وزنونو د اتلولۍ کمربند له ځان سره خوندي وساته.

دغه لوبه په عربي متحده امارات (دوبی) کې د زرګونو سیلانیانو په ګډون تر سره شوه.

داغستاني اسلام ماخاچیف خپل استرالیایي سیال الکسانډر ولکانوفسکي په تخنیکي ناک اوټ (پر سر د لغتې وهلو)سره مات کړ او د سپک وزن د اتلولۍ کمربند یې له خپل ځان سره خوندي کړ.

ټاکل شوې وه چې چارلس اولیویرا له ماخاچیف سره په دې سیالي کې مخ شي، خو د چارلس د سترګې د ټپ له امله هغه و نه شو کولای او د هغه پر ځای الکساندر ولکانوفسکي سیالي وکړه.

دا په یوه وروستي کال کې د ولکانوفسکي او ماخاچیف تر منځ دویمه سیالي وه. 35 کلن اسټرالیایي سیال د ماخاچیف کمربندونو د ګټلو لپاره له زیات وزن څخه کم وزن ته حرکت وکړ، خو دواړه ځله ناکام شو.

په ډیر احتمال سره چې د ماخاچیف راتلونکی سیال به جسټین ګیجي وي.

ماخاچیف له دغه بري سره ٢٥ بري او له یوې ماتې سره ریکارډ ثبت کړ.

په پای کې یې خپل بری د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ډالی کړ او له فلسطینیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي وښودله.

افغانستان د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام سبا دوشنبه له پاکستان سره لوبه کوي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د کرېکټ په نړۍ کې افغانستان او پاکستان د یو بل پر وړاندې سرسخته سیالان دي. تر دې دمه په نړیوال جام کې افغانستان د څلورو لوبو څخه درې هغه بایللې او یوه لوبه یې له انګستان څخه ګټلې ده.

د کرېکټ مبصرین وايي، که پاکستان غواړي د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي نو اړ دی چې د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه لوبه وګټي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ یاده سیالي په (چیدمبرم) لوبغالې کې تر سره کیږي افغانستان یوه لوبه پر هغمدغه لوبغالي په ډیر لوی توپیر سره نیوزلینډ ته بایللې ده.

همدارنګه د افغانستان د توپ اچونې روزونکی حمید حسن وايي، د پاکستان سره لوبه ډیره مهمه ده او د یادې لوبې لپاره يې ښه چمتوالی نیولی دی، هغه هیله ښودلې چې د پاکستان څخه د دوشنبې ورځې لوبه وګټي.

نوموړی وايي:«زموږ لوبډله په لویو سیالیو کې لوبیږي، موږ د یادو سیالیو لپاره چمتوالی نیولی دی. ګټل او بایلل پکې شته خو موږ پوره هڅه کو چې په روان نړیوال جام کې د نورو کلنو برعکس، لوبې وګټو.»

په نړيوال جام کېټولو لسو هيوادونو خپلې لومړنۍ څلور سيالۍ ترسره کړې دي.

نيوزيلينډ او هند پکې پرته له ماتې خوړلو د جدول د سر سيالان دي، اوس د ټولو هيوادونو پنځه پنځه سيالۍ لا پاتې دي.

د افغانستان راتلونکې سيالۍ له پاکستان، اسټراليا، سريلانکا، نیدرلينډ او سويلي افريقا سره دي.

سوېلي افریقا په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ د ۲۲۹ منډو په لوی توپیر مات کړ

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۰ سیالۍ کې سوېلي افریقا د انګلنډ ملي لوبډلې او د تېر جام مدافع په ۲۲۹ منډو لوی توپیر مات کړ. سوېلي افریقا د هند د ممبي په وانکیډي لوبغالي کې د پچې ګټلو سره توپ وهل پیل کړل او د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره یې په پنځوسو اورونو ۳۹۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې د پخواني جام اتلې لوبډلې انګلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۲ اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړې.

سوېلي افریقا او انګلنډ تر دې مخکې درې درې لوبې کړې دي. انګلنډ یوه او سوېلي افریقا دوه ګټلې دي.

نن سریلانکا هم د هالنډ ملي لوبډلې په ماتولو سره لومړنی بری ترلاسه کړ.

د هند په لکنو ښار کې هالنډ د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره یې وروستي اور کې سیالې لوبډلې ته ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.

سریلانکا دا هدف د پنځو ویکټو لرلو سره په ۴۸.۲ اور کې پوره کړ او په روان نړیوال جام کې یې اول ځام بری وګاټه.

تر دې مخکې سریلانکا په کرېکټ نړیوال جام کې درې لوبې کړې او درې واړه یې بایللې وې.