د دوو اونیو په ترڅ کې د پي‌ای‌اې شرکت ۳۴۹ الوتنې لغوه شوې دي

د پاکستان پي‌ای‌اې شرکت د تېلو د کمښت له امله په تېرو دوو اونیو کې ۳۴۹ الوتنې لغوه کړې دي. وروسته له هغه چې د پاکستان دولتي تېلو په پي‌ای‌اې شرکت اکمالات کم کړل، له دوو اونیو راهیسې دغه شرکت په خپل تاریخ کې «تر ټولو سخت کړکېچ» سره مخامخ دی.