• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قزاقستان په یوه کان کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه او ۱۴ نور ورک دي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۳ GMT+۱

د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت د شنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۸مه» وویل، چې د دغه هېواد په یوه کان کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ورک دي. چارواکي وايي، له کوستنکو کان څخه ۲۰۶ کسان را ایستل شوي دي. پخوا په دې کان کې ټولټال ۲۵۲ کسان موجود وو.

په لوګزامبورګ کې ارسلورمیتال تیمیرتایو شرکت، چې دا کان اداره کوي، وویل چې د ۱۸ کسانو درملنه کېږي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او سبا یا د اکتوبر ۲۹ یې ملي ماتم اعلان کړی. هغه خپلې کابینې ته امر کړی چې له ارسلور میتل تیمیرتایو شرکت سره همکاري ودروي.

دولت و شرکت آرسلورمیتال تیمیرتائو همچنین تایید کردند که در حال کار برای نهایی کردن قرارداد ملی کردن این شرکت هستند که بزرگترین کارخانه فولاد قزاقستان را اداره می‌کند.

حکومت او ارسلورمیتا تیمیرتایو هم تایید کړه چې دوی د دې شرکت د ملي کولو لپاره د یوې معاملې پر بشپړولو کار کوي چې د قزاقستان د پولادو تر ټولو لویه کارخانه اداره کوي.

تېره میاشت، د لومړي وزیر لومړي مرستیال رومن سکلیار خبریالانو ته وویل چې قزاقستان له وتلو پانګوالو سره د خبرو اترو په حال کې دی چې دا کارخانه واخلي.

هغه وویل چې کابینه له ځینو خونړیو پېښو وروسته له ارسلورمیتال شرکت ځکه خپه ده چې د پانګونې، د کارکوونکو د امنیت په تضمین او د تجهیزاتو د ارتقا په برخو کې یې خپلې ژمنې پر ځای نه کړې.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مصر کې د ګاډو د ټکر له امله ۳۲ کسان مړه او ۶۳ ټپیان شول

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د مصر روغتیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د څو ګاډو د ټکر له امله ۳۲ کسان مړه او ۶۳ ټپیان شول. دا پېښه نن د اکتوبر پر ۲۸ د پلازمېنې قاهرې شمال ته په ۱۳۲ کیلومترۍ کې شوې ده.

ویل کېږي دا پېښه هغه مهال وشوه چې بس د سهار په لړه کې له یوه ولاړ کاډي سره ولګېد او ور پسې نور ګاډي له بس سره ټکر شول.

د مصر ال اهرام ورځپاڼه د پولیسو په حواله وايي، د ټکر له امله د یوه ګاډي تېل لیک شوي او له امله یې څو نورو ګاډو اور اخیستی دی.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل هم اور بلل کېږي.

د ټکر انځورونه او ویډیووې ښيي چې څو ټکر شویو ګاډو اور اخیستی او له امله یې شاوخوا دود او د اور لمبو نیولې ده.

د اسراییل پوځ په غزه تراړه کې هوايي او ځمکني عملیات سختوي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د اسراییل د پوځ ویاند وايي، د دغه هېواد هوايي او ځمکني ځواکونه په غزه تراړه کې خپل عملیات سختوي. د نوموړي له څرګندونو سره هممهاله په غزه کې د سختې بمبارۍ راپورونه ور کړل شوي دي. سره میاشت او ځايی مخابراتي شبکه وايي چې دغه فلسطینۍ سیمه کې موبایل او انټرنېټ هم پرې شوی دی.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګیري په یوه تلوېزوني خپرونه کې وویل، وروستیو ساعتونو کې موږ غزه کې بریدونه سخت کړي دي.

هغه زیاته کړه چې هوايي ځواکونه پر تونلونو او نورو بنسټونو پرلپسې هوايي بریدونه کوي: «د تېرو څو ورځو پر بریدونو سربېره ځمکني ځواکونه هم نن شپه خپل عملیات پراخوي.»

تر دې مخکې د اسراییل پوځ وویل، چې د غزې ښار په ختیځ کې یې ځمکني عملیات کړي دي.

پوځ د ویډیوو په خپرولو سره وویل، چې سرتېري یې د حماس پر مرکزونو له برید وروسته له دې سیمې وتلي دي.

پر اسراییل د حماس د اکتوبر د ۷ له بریدونو وروسته تل ابیب پر غزه ځوابي برید وکړ.

اسراییل وايي په حماس برید کې ۱۴ سوه کسان وژل شوي او تر دوو سوو یرغمل دي.

د اسراییل برید کې هم هم غزه کې تر پنجشنبې پورې تر اوو زرو فلسطنیان وژل شوي چې نږدې درې زره پکې ماشومان دي.

ټیک ټاک دا ادعا ردوي چې فلسطین ملاتړې منځپانګه لرې کوي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

ټیک ټاک د مالیزیا دا ادعا ردوي چې دغه خواله رسنۍ د فلسطین ملاتړې منځپانګه لرې کوي. مالیزیا چې تر ټولو ډېر مسلمان وګړي لري، ټیک ټاک او میتا پرون تورن کړل چې د فلسطین ملاتړو مواد محدودوي او لا یې هم لرې کوي.

میتا پرون دا ادعا بې حقیقه وبلله او زیاته یې کړه چې قصدا یې فیسبوک کې د چا د غږ پورته کولو مخه نه ده نیولې.

د ټیک ټاک یوه ویاند هم د جمعې په ورځ له رویټرز سره په خبرو کې د مالیزیا دا ادعا رد کړه.

میتا او ټیک ټاک پر غزه واکمنه فلسطینۍ ډله حماس خطرناک سازمان بولي او د دې ډلې د ستایلو پر منځپانګه یې بندیز لګولی دی.

حماس د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل برید وکړ او تل ابیب وايي په دغه برید کې ۱۴ سوه کسان وژل شوي او تر دوو سوو یرغمل دي.

په ځواب کې اسراییل هم پر غزه هوايي برید پیل کړ چې تر پنجشنبې پکې تر اوو زرو فلسطنیان وژل شوي چې نږدې درې زره پکې ماشومان دي.

هند ښايي د یخولو نړیوالې ادارې سره یو ځای نه شي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د هند دوه چارواکي وايي، داسې برېښي چې دغه هېواد له هغه نړیوال تړون سره یو ځای نه شي چې د یخولو اړوند د ګلتوني ګازونو د خپرېدو د کمولو لپاره لاسلیکېږي. دوی وايي، هند د نړۍ د تر ټولو ډېر وګړي هېواد په توګه کملګښته یخوونکو وسیلو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۲ کال پرتله تر ۲۰۵۰ کال تر ۶۸ سلنې د یخولو اړوند کاربن ډای اکسایډ د کمولو ژمنه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د ملګرو ملتونو د چاپېریال د یخوالي ډلې له خوا رامنځ ته شوې ده.

دا تړون له لاسیکوونکو هېوادونو د پایښتي یخوونکې ټیکنالوجۍ ته د بدلېدو لپاره لویه پانګونه او پر دې محصولاتو ډېر لګښت غواړي.

تمه ده چې هېوادونه د یخولو اړوند خپلې ژمنې د نومبر له ۳۰ د ډیسمبر تر ۱۲ د دوبۍ په کلنۍ غونډه کې اعلان کړي.

هند او چین له ۲.۸ میلیارده ډېرو وګړو لرلرو او د دوو مهمو اقتصادونو او کرابن تولیدوونکو په توګه د یخولو ژمنې د بریالیتوب لپاره مهم بلل کېږي.

د اوتیس توپان له امله په مکسیکو کې ۲۷ کسان مړه شول

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۰ GMT+۱

د مکسیکو حکومت وايي، په دغه هېواد کې د اوتیس توپان له امله ۲۷ کسان مړه شوي او په میلیاردونو تاوان یې اړولی دی. حکومت وايي، په دې توپان کې څلور ورک کسان لا هم موندل شوي نه دي.

دغه توپان چې په ګړۍ کې ۱۶۵ ملي متره چټک و له امله یې د چارشنبې په ورځ راوتلي سېلاب سړکونه ونیول او د کورونو او او هوټلونه بامونه یې ونړول.

د دې توپان له امله اړیکتیايي لیکې پرې او سړکونو او هوايي ډګرونو ته لاسرسی هم له منځه لاړ.

حکومت په توپان ځپلې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی، خو په دې طبیعي ناورین کې د مړو او یا ټپیانو په هکله یې پوره مالومات نه دي شریک کړي.