• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سکای نیوز: د طالبانو سخت قوانین د هرات په زلزله کې د لسګونو ښځو د مړینې لامل شوي دي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۶ GMT+۰

سکای نیوز چې د هرات له زلزله ځپلو ښځو سره یې مرکې کړې، راپور ورکړی چې د دغه ولایت په وروستۍ زلزله کې د لسګونو ښځو د وژل کېدو یو لامل «د حجاب او محرم د نه شتون وېره» وه.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و چې د دغې زلزلې له ۹۰ سلنې ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.

سکای نیوز د شنبې په ورځ «د لړم په ۶مه» په یوه راپور کې لیکلي چې د نړۍ د یو بې وزله هېواد په توکه له زلزلې وروسته د فغانستان رغېدل که له یوې خوا ستونزمن دي، له بلې خوا د طالبانو د رژیم له خوا پر ښځو فشار وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

یوې افغانې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د هرات په ولایت کې د وروستۍ زلزلې په اړه له سکای نیوز سره په خبرو کې وویل، «د طالبانو رژیم کې له برقې او محرم پرته په عامو ځایونو کې زموږ حضور منع دي».

هغې وويل چې د زلزلې پر مهال نه پوهېده چې په کور کې پاتې شي او بهر د طالبانو د خوښې له حجاب او له محرم پرته ووځي، خو بالاخره له کور ووتله.

هغې وويل: "کله چې د خوندي ځای پر لور وتښتیدم، بې شمېره ښځې مې وليدې چې ورته کار کوي، پرته له حجاب او محرمه په کوڅو کې منډې وهي».

دې ښځې ویلي،چې د دوی دا عمل د طالبانو له نظره "ګناه او له قانون څخه سرغړونه" ده.

یوه مرستندویه کارکونکي هم سکای نیوز ته ویلي چې د زنده جان کلیو له لیدو وروسته یې وموندل چې ډیری ښځې د ویرې له امله مړه شوې دي.

دوی د خپلې کورنۍ له نارینه غړو څخه وېرېدلې».
هغه وايي چې د طالبانو رژیم غفلت کړی او باید حساب ورکړي.

دغه مرستندویه کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط څرګنده کړه: «طالبانو کولې شول د بې ځایه شویو او ټپیانو ژوند چې اکثراً یې ښځې او ماشومان وو وژغوري، خو دوی غفلت کړی».

د سکای نیوز د راپور له مخې، طالبانو د یوه بوډا په منځګړتوب د ښځینه مرستندویه کارکوونکو یوې ډلې ته اجازه ورکړه چې زیانمنو سیمو ته لاړې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ صوبايي مشر وویل، له پاکستان سره هیڅکله پاسپورټ نه مني

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د بلوچستان لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ صوبايي مشر نور باچا وايي، د چمن- سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ نه مني. په چمن کې له اتو ورځو راهیسې نن هم د پاکستان د همدې پرېکړې خلاف پرلت روان دی چې پر مزدورانو او تجارتي تنظیمونو سربېره مختلف سیاسي ګوندونه هم پکې ګډون لري.

نور باچا پرون په چمن کې دغه پرلت ته وینا کې وویل، چې په هیڅ صورت به له حکومت سره پاسپورټ ونه مني.

د هغه په خبره، د پاکستان د دې فیصلې خلاف به تر هغه مظاهرې کوي چې غوښتنه یې منل شوې نه وي.

هغه په خپله وینا کې زیاته کړه: «دا زموږ وطن دی، ها خوا هم زموږ وروڼه دي، یو ورور دلته بل هلته دی، مسجد هلته کلی دلته دی. کلی دلته او هدیره هلته ده.»

هغه په خپله وینا کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشاره زیاته کړه «افغان کډوالو ته هیڅوک مهاجر نشي ویلی. د اد دوی خاوره ده، خپل وطن یې دی.افغانان نه سیکندر، نه عرب، نه انګرېز سره بېل کړل دا پنجابی یې هم نشي بېلولی.»

دې غونډې ته په وینا کې نور باچا له پرلتوالو وغوښتل چې له خپلې غوښتې تېر نه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان حکومت په دې ګام سره غواړي چې د پښتنو کاروبار خراب شي.

د هغه په خبره، پاکستان له ایران سره هم د تېلو پر کاروبار بندیز لګولو سره غواړي چې پښتانه بې کاره کړي او بیا یې له مجبوریت په ملېشه ځواکونو کې داخل کړي.

هغه دا هم وویل چې داکتوبر پر ۳۱ د دې پرلت په ملاتړ کې د کوټې باچاخان چوک کې لوی لاریون کوي.

نوموړي زیاته کړه چې که پاکستان یې غوښتنه نه مني نو دوی له نورو ګوندونو او تنظیمونو سره په ګډه دا پرلت د پاکستان مختلفو سیمو ته پراخول غواړي.

چمن کې له اتو ورځو راهیسې مزدورانو، سوداګرو او سیاسي ګوندونو د پاکستان د دې پرېکړې خلاف پرلت پیل کړی چې وايي، د کندهار او د بلوچستان ترمنځ په چمن- سپین بولدک دروازه دې تګ راتګ د پاسپورټ له مخې شي.

خو د سیمې خلک چې هره ورځ د کاروبار لپاره پر چمن- سپین بولدک دواړو غاړو ته اوړي د پاکستان دا غوښتنه نه مني.

دوی وايي، هره ورځ تر زرګونو کسان دواړو غاړو ته د کاروبار لپاره تګ راتګ کوي او د پاسپورټ او ویزې پیلېدو سره به زرګونه کسان بې کاره شي.

د طالبانو ویاند تایید کړه چې امیرخان متقي ترکیې ته تللی دی

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند د شنبې په ورځ ترکیې ته د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر تایید کړ. د ښاغلي متقي د سفر په اړه د طالبانو خبرپاڼه یو ساعت وروسته له هغه خپره شوه چې افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې نوموړی له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سنیرلي اوغلو سره یې د ښاغلي متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي متقي له ښاغلي اوغلو سره د اقتصاد، امنیت، روغتیا، له نشه يي توکو سره د مبارزې او ښې حکومتوالۍ په برخو کې خبرې اترې کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله راغلي:«افغانستان ته باید دا مهال د یوه ناامنه هېواد په سترګه ونه کتل شي. ځکه چې اوس سوله او مرکزي حکومت موجود دی او دا غوره ده چې نړیواله ټولنه اوسني واقعیتونه په پام کې ونیسي».

د طالبانو لوی ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل اېکس کې لیکلي چې امیرخان متقي به «د ترکیې له چارواکو، د هغه هېواد له سوداګرو او مخورو افغانانو، علماوو، خیریه موسسو او شرکتونو سره وګوري».

طالب ویاندویانو ترکیې ته د امیرخان متقي د سفر په اړه یو ساعت وروسته له هغه خبر ورکړ چې باوري سرچینو د شنبې په سهار افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړی نږدې لس ورځې مخکې ترکیې ته تللی دی.

دا معلومه نه ده چې طالبانو ولې ترکیې ته د ښاغلي متقي د سفر خبر له رسنیو پټ ساتلی و.

تر دې مخکې باوري سرچینو د نوم په نه اخیستلو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي «د زړه ناروغۍ او عمومي معاینې» لپاره ترکیې ته تللی‌، خو د «خپل شخصي کاروبار » په هکله یې هم له ځینې سوداګرو سره خبرې کړې دي.

له دې سوداګرو سره د امیر خان متقي د خبرو جزیات نشته.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ښاغلي متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې غوښتنه کړې، خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۵ له افغان ډیپلوماټانو سره هم په انقره کې ناسته درلوده.

زموږ سرچینې وايي، کومو ډيپلوماټان چې د طالبانو بهرنیو چارووزارت سره اړیکه لري په دې ناسته کې یې ګډون کړی و او د پخواني حکومت ځینې ډیپلوماټانو پکې له ګډون ډډه کړې ده.

ترکیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري.

ترکیې د طالبانو ځینې ډیپلوماټانو ته ویزې ور کړې او هغوی په سفارت او کونسلګرۍ کې کار پیل کړی دی.

هممهاله د افغانسان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې ځینې مشران هم ترکیه کې دي.

هغه ایرانۍ زدکوونکې مړه شوه چې د تهران په مترو کې په مرموز ډول بې هوشه شوې وه

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۸ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ارمیتا ګراوند په نوم هغه زدکوونکې مړه شوه، چې د تلې په نهمه د تهران په مترو کې له یوې مشکوکې پېښې وروسته بې هوشه شوې وه. د ایران حکومت له مترو تمځي سره د نوموړې د سر لګیدل او ټپي کېدل د نوموړې د مرګ لامل بولي.

خو ګارډین د دوو شاهدانو په حواله وايي، چې د حجاب مامورانو نوموړې ژوبله کړې وه.

شپاړلس کلنه پیغله ارمیتا ګراوند، د تلې په نهمه د تهران په شهدا مترو کې بې هوښه شوه او له هغه مهاله تر اوسه په پوځي روغتون کې د امنیتي ادارو تر نظر لاندې بستري او په کوما کې وه.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ارمیتا د مرګ د لامل په اړه لیکلي دي: «له پراخې درملنې او په روغتون کې د ۲۸ ورځو بستري کیدو وروسته د مغزو د ټپونو له امله مړه شوه».

په حکومت پورې تړلې رسنۍ د هغې بي هوشي او کوما د «وینې فشار ناڅاپي کمښت» له امله ګڼي.

د دې راپورونو له مخې له غورځیدو وروسته، د ارمیتا مغزو ضربه لیدلې وه او ورپسې مغزو ته د اکسیجن رسېدو له کمي سره مخ شوې وه.

حکومت تراوسه د مترو د هغه تمځي د ویډو له خپرولو ډډه کړې چې ارمیتا پکې بې هوشه شوې وه.

تر دې مخکې، د تلې په ۱۳مه، ګارډین ورځپاڼې د «دوو عیني شاهدانو» په حواله تایید کړې وه، چې هغه د مترو په یوه ډبه یا واګون کې د حجاب اړوند یوه مامور له خوا وهل شوې وه.

هالنډ کې لاریونوال وايي پاکستان دې افغان کډوال په زور نه ستنوي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت هالنډ کې لسګونو لاریونوالو له پاکستان وغوښتل چې په زور د افغان کډوالو له ستنولو لاس واخلي. په امستردام ښار کې دغو لاریونوالو د شنبې په ورځ پر نړیواله ټولنه هم غږ وکړ چې پر اسلام اباد فشار واچوي او له دې پرېکړې یې وګرځوي.

دغو مظاهره چیانو له افغان کډوالو سره د پاکستان امنیتی ادارو چلن وغانده او پر اسلام اباد یې نیوکې وکړې چې په سختو حالاتو کې له افغان کډوالو سیاسي کار اخلي.

د هالنډ په نننۍ لاریونو کې د غورځنګ پر غړو سربېره د بيلابيلو ټولنو استازو او هالنډ مېشتو سياسي او فرهنګي څيرو سربېره د نورو اروپايي هېوادونو افغانانو هم ګډون درلود.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، ورته لاریونونه به د اروپا په نورو هېوادونو کې هم وکړي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې بې قانونه افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

که څه هم د انساني حقونو د ادارو په ګډون مختلفې نړیوالې ادارې له پاکستان غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي، خو اسلام اباد لا شاتګ نه دی کړی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۰ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی. د سرچینو په خبره، ښاغلی متقي د میزان پر ۲۷ ترکیې ته تللی، خو طالب ویاندانو د دې سفر له رسنیز کولو ډډه کړې ده.

د دې سرچینو په خبره، ښاغلی متقي «د زړه ناروغۍ او عمومي معاینې» لپاره ترکیې ته تللی‌، خو د «خپل شخصي کاروبار » په هکله یې هم له ځینې سوداګرو سره خبرې کړې دي.

له دې سوداګرو سره د امیر خان متقي د خبرو جزیات نشته.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ښاغلي متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې غوښتنه کړې، خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۵ له افغان ډیپلوماټانو سره هم په انقره کې ناسته درلوده.

زموږ سرچینې وايي، کومو ډيپلوماټان چې د طالبانو بهرنیو چارووزارت سره اړیکه لري په دې ناسته کې یې ګډون کړی و او د پخواني حکومت ځینې ډیپلوماټانو پکې له ګډون ډډه کړې ده.

ترکیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري.

ترکیې د طالبانو ځینې ډیپلوماټانو ته ویزې ور کړې او هغوی په سفارت او کونسلګرۍ کې کار پیل کړی دی.

هممهاله د افغانسان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې ځینې مشران هم ترکیه کې دي.