• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۷ GMT+۰

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له لسو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی. د سرچینو په خبره، ښاغلی متقي د میزان پر ۲۷ ترکیې ته تللی، خو طالب ویاندانو د دې سفر له رسنیز کولو ډډه کړې ده.

د دې سرچینو په خبره، ښاغلی متقي «د زړه ناروغۍ او عمومي معاینې» لپاره ترکیې ته تللی‌، خو د «خپل شخصي کاروبار » په هکله یې هم له ځینې سوداګرو سره خبرې کړې دي.

له دې سوداګرو سره د امیر خان متقي د خبرو جزیات نشته.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي، چې ښاغلي متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې غوښتنه کړې، خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۲۵ له افغان ډیپلوماټانو سره هم په انقره کې ناسته درلوده.

زموږ سرچینې وايي، کومو ډيپلوماټان چې د طالبانو بهرنیو چارووزارت سره اړیکه لري په دې ناسته کې یې ګډون کړی و او د پخواني حکومت ځینې ډیپلوماټانو پکې له ګډون ډډه کړې ده.

ترکیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم له دې ډلې سره نږدې اړیکي لري.

ترکیې د طالبانو ځینې ډیپلوماټانو ته ویزې ور کړې او هغوی په سفارت او کونسلګرۍ کې کار پیل کړی دی.

هممهاله د افغانسان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې ځینې مشران هم ترکیه کې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان وغوښتل چې د کډوالو اېستلو پرېکړه سملاسي لغوه کړي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان وغوښتل چې د کډوالو اېستلو پرېکړه سملاسي لغوه کړي او د انساني حقونو پر نړیوالو قوانینو ودرېږي دا اداره د کډوالو اېستل د انساني حقونو خلاف ورزي بولي او زیاتوي چې دغې پرېکړې د ستنېدونکو کډوالو د امنیت، خدمتونو او هوساینې په هکله اندېښې پیدا کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان دا غوښتنه په داسې مهال ده چې پاکستان بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

په وره مهال پاکستاني چارواکي وايي، چې له دغه هېواد د پیل شوي مودې راهیسې نږدې ۸۲ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو سره طالبانو په تورخم کې د ستنېدونکو کسانو تلاشي زیاته کړې او هم یې د دوی د پلټنې لپاره ځانګړی ځایونه جوړ کړي دی.

ځینې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي د طالبانو استخبارات په دغه تلاشۍ کې مشکوک او داسې کسان چې پخوا یې له حکومت سره ولسي یا نظامي برخه کې کار کړی وي نامالوم ځای ته وړي.

لټي او لټان

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱
•
اسدالله غضنفر

سید محمود پاچا د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د کونړ نواب و. د ده په اړه مشهور روایت دی چې لټان به یې ساتل او مفته ډوډۍ خو ډېرو ته خوند ورکوي نو دا لټان ورځ په ورځ زیاتېدل.

یو وخت چا سید محمود پاچا ته مشوره ورکړه چې د دغو کسانو چارچاپېره اور بل کړه، که د رښتیا لټان وي، د اور لمبو ته به هم پراته وي او که یې ځان په لټۍ اړولی وي، وبه تښتي، ترې بېغمه به شې.

چې اور بل شو، ګڼو لټانو منډه واخیسته، ځینې نور ونه خوځېدل خو چیغې یې شوې چې د خدای پار دی وسوځېدو! یو شمېر نورو نه منډه کړه، نه یې نارې سورې جوړې کړې، دوی یوازې څنګ لوریو ته وویل: «زموږ له خوا هم چیغې ووهئ!» په دې ډول دا وروستۍ ډله د مفتې ډوډۍ اصلي مستحق او پاخه لټان وپېژندل شول.

دا حکایت ډېرو ته په لټانو پورې یوه جوړه شوې ټوکه ښکاري چې البتهپه اجتماعي لحاظ یې بې بنیاده نه شو بللی.

زموږ په ټولنه کې به شتمنو خانانو پر نوکرانو سربېره د خپلې طبعې ځينې کسان په خپلو حجرو کې ساتل. مثلا ټوکیان چې په نورو پورې وخاندي، ساده ګان چې نور ورپورې وخاندي، صوفیان چې خان ته دعا وکړي، عالمان یا خوله ور کسان چې په جرګو مرکو کې د خان د خبرې د تایید لپاره یو څه منطقي او کتابي خبرې وکړای شي او داسې نور.

دغو کسانو به غالبا ټول وخت د خان په حجره کې تېراوه، کار روزګار ته یې ملانه ټیټېده. مونږ ویلی شو چې دوی که کمالي وو یا بې کماله، خو ناراسته وو.

د سید محمود پاچا د لټانو نور حکایتونه هم شته. زموږ په ادبیاتو او مجلسونو کې وزګارخېلو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي مګر که څوک یوه داسې وظیفه پیدا کړي چې معاش یې ښه او کار یې تش په نوم وي، ډېرو ته به هوښیار او ځیرک معلوم شي.

له بلې خوا، ټولنه شاید خورا زحمت کښ کس ته حریص او د دنیا وږی ووایي. ملنګان چې کار ته یې ملا نه ټیټېږي، موږ ته ممکن رسېدلي ښکاره شي او د دعا په تمه ورته ودرېږو. دغسې مثالونه راښيي چې لټي دومره بې ښې، بې برکته هم نه بولو.

د لټۍ تر ټولو خطرناک ډول هغه دی چې په ظاهره ټوله ورځ کار کوو خو په حقیقت کې هسې ځان یا ټولنه تېرباسو.د دغه ډول لټۍ تاوان ځکه زیات دی چې ډېره عامه ده. زدکوونکی او محصل به ګوري معلم ته او بوخت به وي له خیال پلو سره. مامور به کمپیوټر ته ناست وي مګر د دفتري کار په ځای به له ملګري سره چټ کوي.

کله چې زیارایستونکي یاد شي، شاید تر نورو له مخه مو د خپلو کلیو بزګران سترګو ته ودرېږي او دې ته مو پام نه شي چې یو ګڼ شمېر دهقانان، خصوصا د تراکتور او نورو ماشینونو له عامېدو وروسته، د کال پنځمه برخه ورځې هم په کار نه تېروي. داسې نه ده چې دوی له ژونده راضي دي او په کم حاصل یې ګوزاره کېږي، خو د لټۍ ځولنې یې په پښو کې پرتې وي.

بزګران چې ښه حاصل واخلي، کلیوال وایي، سږ کال ښه راغی، غله ډېره وشوه، بارانونه په وخت وورېدل... کلیوال ځکه داسې وایي چې زموږ په وطن کې د مهارتونو د کموالي په وجه طبیعت ډېرغالب دی او دې شي نصیب تر تدبیر او زحمت مهم ګرځولی دی.

په ادارو کې بیا د لټۍ لویه وجه د مدیریت کمزوري ده. سړی مقرر وي خو کار یې معلوم نه وي. کار کول نه بلکې واسطه لرل به د ترفیع او مکافاتو عامل وي.

کار به مامور کوي خو نوم به د رییس صاحب ښه کېږي. کله کله تر ضرورت ډېر کسان استخدام شي او بیا هر یو کار د بل غاړې ته اچوي. دغه راز مدیران د کار لپاره مادي او معنوي انګیزه نه ایجادوي او غواړي چارې یوازې په پټکو باندې په مخ لاړې شي.

زموږ اکثره مدیران ټول صلاحیتونه له ځان سره ساتي، مثلا که دفتر هم رنګېږي نو دا به د ده خوښه وي چې دېوالونه سپین شي که شنه؟ له نورو صلاحیت اخیستل او فکر او مشورې ته یې اهمیت نه ورکول، له کاره د زړه تورېدلو یو لوی علت دی.

کله چې خلک حکومت خپل ونه بولي، هم دا امکان زیاتېږي چې مامورین له کار کولو ځان یوې ډډې ته کړي. موږ په ظاهره د استخدام قوانین لرو مګر په عمل کې ډېر ځله د واسطې په اساس مقررۍ کېږي چې په نتیجه کې دفترونه له هغو کسانو مالامال وي چې په کار نه پوهېږي او ورځ خوشې تېروي.

لټي او په کار کې ناراستي هغه وخت هم ډېرېږي چې کارکوونکي د خپل زحمت او د موسسې د ګټې تر منځ رابطه ونه ویني. کارکوونکی که وویني چې د ده د موسسې ګټه د ده په ژوند مستقیم اثر لري، بیا ممکن لا فعال واوسي.

هغه څوک چې یو کار یې په اجاره نیولی وي، معمولا تر هغه چا ډېر فعال وي چې ثابت معاش اخلي، ځکه د معاش والا د کار پوره کېدو ته دومره پام نه ساتي لکه د میاشتې پوره کېدو ته.

زموږ په ټولنه کې ګڼ دوکانداران له ملا اذانه تر ماخوستن ناوخته پورې په دوکان کې وي اوان د جمعې په ورځ هم دوکان پرانیستی پرېږدي.

دوی، زموږ د اکثرو نورو خلکو برعکس، ډېر فعال دي چې داسې ولې ده؟ ځکه دوی د مامورینو برعکس، د چا تر امر لاندې کار نه کوي او د بزګرو برعکس، په کار باندې یې د طبیعت خاص اغېز نشته، یعنې ګټه د خپلې هڅې نتیجه ورښکاري، نه د باد، باران او نورو هغو عواملو چې کنټرول یېد دوی په لاس کې نه دی . دغه راز خپله ګټه یې ټوله خپله ده او سملاسي یې جېب ته کوي.

زموږ په فرهنګ کې که د کار د تبلیغ ادبیات شته، د لټۍ د ترویج ادبیات هم شته. موږ ډېر ځله حرص، روزي، تقدیر، قناعت او نور مفاهیم د لټي په ګټه معنا کړي دي او په دې منځ کې د مېږي او بلبل غوندې کیسې هم لرو چې وګړي کار او فعالیت ته وربولي.

بلبل وخت په سندرو تېر کړ او مېږي په دانو ټولولو. چې ژمی راغی بلبل د لوږې ښکار شو خو مېږي د سختو وختونو چاره کړې وه.

البته، د کار په هنر هغوی لا ښه پوهېږي چې د تفریح په هنر پوه وي. موږ باید د دنیا د رسېدلو خلکو غوندې په دې ځان پوه کړو چې که غواړو کار وکړو نو د تفریح مخالفت به هم نه کوو.

د لټي مقصد دا دی چې په لږ زحمت یا نه زحمت ډېره ګټه وکړو. د داسې سودا تصورعاقل کسان هم بې لارې کولای شي. د لټۍ او ناراستۍ په لومه کې ایسار هوښیار شاید د عقل په حکم د کار او فعالیت لپاره ډېر پروګرامونه جوړ کړي خو د لټۍ په حکم د خپل هر پروګرام عملي کول نن نه بلکې سبا ته پرېږدي او چې سبا راشي بیا بل سبا د کار د پیل لپاره مناسبه وګڼي.

دی په دې ډول ممکن په کلونو کلونو وخت ضایع کړي او هغه ټوکه ورباندې وشي چې وایي هوښیاره مرغۍ په دوو لومو کې نښلي.

د افغان کډوالو اېستنه؛ د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون ته ځینو پخوانیو سناتورانو عریضه کړې

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د پاکستان ځینو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د بشري حقونو له کمېسیونه غوښتي، چې حکومت دې په شوې پرېکړې له سره غور وکړي.

په دغه عريضه کې چې د پيپلز ګوند پخواني سناتورانو فرحت الله بابر، افراسياب خټک، مشتاق احمدخان او د بشري حقونو فعالې امنه مسعود جنجوعه له‌خوا شوې، ویل شوي د پاکستان د لنډمهاله حکومت دغې پرېکړې حیران کړي او په دې سره نه يوازې د دغه هېواد اساسي قانون له پامه غورځول شوی؛ بلکې دغه پرېکړه د ۲۰۱۷ کال د کابينې د هغې پرېکړې سره هم په ټکر کې ده، چې د هغه وخت منتخب حکومت له لوري شوې وه.


د ملي جمهوري غورځنګ ګوند یوه مرکزي مشره بشرا ګوهر وایي، پاکستان ته نه ده پکار چې له هغو بې وزله افغانانو سره زور زیاتی وکړي، چې د پاکستان د تګلارو په پایله کې پاکستان کې په پناه اخستو مجبوره شوي دي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ يو ځل بيا د افغان کډوالو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ويستلو د پرېکړې دفاع کړې ده. هغه په یوې تازه مرکه کې ویلي، د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به هغه بهرنيان نيول کېږي او خپلو هېوادونو ته به بېرته شړل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

که ځه هم چې د پاکستان دغه بېړنۍ پریکړه هم د پاکستان د ننه او هم د نړۍوالو له‌خوا غندل شوې؛ خو لا هم د دغه هېواد چارواکي په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي او وايي، چې له شوې پرېکړې نه په شا کېدونکي دي.


همدغه تېره ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا خبرداری ورکړ، چې د ناقانونه کډوالو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د دوی لپاره سره کرښه ده او که تر دې مهاله ناقانونه کډوال په خبله خوښه ستانه نه شي؛ نو دوی به یې نیسي، بندیانوي به یې او په زوره به یې له خپلې خاورې وشړي.

سرچینې: ځینې هغه افغانان پېژندل شوي چې د پاکستان بریدونو کې یې لاس درلود

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۷ GMT+۱

پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو د غړو په ګډون ځینې هغه افغانان یې پېژندلي چې دغه هېواد کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل او لا یې له پاکستاني طالبانو سره همکاري درلوده. د هغه نوملړ له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، دې کسانو کې نږدې ۲۲ کسان د لوګر او میدان وردګ دي.

د امنیتي اطلاعاتو له مخې، دا طالب وسلوال د پاکستان بریدونو کې ښکېل و او د لوګر د محمد اغه، برکي برک او ازرې او د میدان وردګ د چک، جلریز او نرخ ولسوالیو اوسېدونکي دي.

ډېری هغه کسان چې پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې له پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ پېژندل شوي د طالبانو غړي دی.

د پاکستاني طالبانو د بریدونو سختېدو او دې بریدونو کې د افغان طالبانو ښکېلتیا په تورونو پسې اسلام اباد پر طالبانو فشار واچاوه چې په دغه هېواد کې جنګ حرام بولي.

دې فشار پسې د طالبانو مشر، د دفاع وزیر او د سترې محکمې غړي یې په پاکستان کې جنګ او یا دې جنګ ته ورتګ حرام وباله.

100%

پاکستاني او افغان طالبانو نږدې اړیکي سره لري. پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران افغانستان ته لاړل.

سره له دې چې طالب مشرانو په پاکستان کې له جګړې خپل وسلوالو منع کړي، خو تېرو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په تخار کې ځینې طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي دی.

پاکستاني چارواکي بیا بیا وايي، چې افغانان د دغه هېواد ناامنۍ کې لاس لري، خو طالبان د اسلام اباد دا ټولې ادعاوې ردوي.

ملګري ملتونه: افغان کډوال هېواد ته ستنېدو سره د بشري حقونو د سختې سرغړونې له خطر سره مخ دي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

ملګري ملتونه له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ته په اشاره وېره ښيي، چې ښايي خپل هېواد کې د ډېری دې کسانو له بشري حقونو جدي سرغړونه وشي. دا اداره د جمعې په ورځ یوه بیان کې زیاتوي چې په نامناسب ډول له پاکستانه د کډوالو اېستل له ۱.۴ میلیونه ډېر کسان اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، له دوو میلیونو ډېر افغانان له سند پرته پاکستان کې ژوند کوي چې نږدې شپږ لکه یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دی.

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې دغو کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی او ویلي یې دي، که ونه وځي، نو وبه اېستل شي.

ملګري ملتونه وايي، د مدني تولنې فعالان، خبریالان، د انساني حقونو فعالان، پخواني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي که افغانستان ته ستنېېږي دا خطر شته چې بشري حقونه یې نقض شي.

دا سازمان وايي، ښځې او نجونې چې د طالبانو د کرکجن سیاست له امله له زدکړو او کار او نور ټولنیز ژوند بې برخې دي له ستنېدو سره د انساني حقونو خلاف ورزۍ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د مهاجرت نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان د وروستۍ نېټې له اعلان راهیسې نږدې ۶۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې ۷۸ سلنه ستانه شوي وايي، د نیول کېدو له وېرې پاکستان ته تللي وو.