• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: ځینې هغه افغانان پېژندل شوي چې د پاکستان بریدونو کې یې لاس درلود

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۴ GMT+۱

پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي، د طالبانو د غړو په ګډون ځینې هغه افغانان یې پېژندلي چې دغه هېواد کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل او لا یې له پاکستاني طالبانو سره همکاري درلوده. د هغه نوملړ له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، دې کسانو کې نږدې ۲۲ کسان د لوګر او میدان وردګ دي.

د امنیتي اطلاعاتو له مخې، دا طالب وسلوال د پاکستان بریدونو کې ښکېل و او د لوګر د محمد اغه، برکي برک او ازرې او د میدان وردګ د چک، جلریز او نرخ ولسوالیو اوسېدونکي دي.

ډېری هغه کسان چې پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې له پاکستاني طالبانو سره په همکارۍ پېژندل شوي د طالبانو غړي دی.

د پاکستاني طالبانو د بریدونو سختېدو او دې بریدونو کې د افغان طالبانو ښکېلتیا په تورونو پسې اسلام اباد پر طالبانو فشار واچاوه چې په دغه هېواد کې جنګ حرام بولي.

دې فشار پسې د طالبانو مشر، د دفاع وزیر او د سترې محکمې غړي یې په پاکستان کې جنګ او یا دې جنګ ته ورتګ حرام وباله.

100%

پاکستاني او افغان طالبانو نږدې اړیکي سره لري. پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د پاکستاني طالبانو ځینې مشران افغانستان ته لاړل.

سره له دې چې طالب مشرانو په پاکستان کې له جګړې خپل وسلوالو منع کړي، خو تېرو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په تخار کې ځینې طالبان له پاکستاني وسلوالو سره یو ځای شوي دی.

پاکستاني چارواکي بیا بیا وايي، چې افغانان د دغه هېواد ناامنۍ کې لاس لري، خو طالبان د اسلام اباد دا ټولې ادعاوې ردوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغان کډوال هېواد ته ستنېدو سره د بشري حقونو د سختې سرغړونې له خطر سره مخ دي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغان کډوال هېواد ته ستنېدو سره د بشري حقونو د سختې سرغړونې له خطر سره مخ دي
100%

ملګري ملتونه له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو ته په اشاره وېره ښيي، چې ښايي خپل هېواد کې د ډېری دې کسانو له بشري حقونو جدي سرغړونه وشي. دا اداره د جمعې په ورځ یوه بیان کې زیاتوي چې په نامناسب ډول له پاکستانه د کډوالو اېستل له ۱.۴ میلیونه ډېر کسان اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، له دوو میلیونو ډېر افغانان له سند پرته پاکستان کې ژوند کوي چې نږدې شپږ لکه یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دی.

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې تر وروستۍ نېټې دغو کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړی دی او ویلي یې دي، که ونه وځي، نو وبه اېستل شي.

ملګري ملتونه وايي، د مدني تولنې فعالان، خبریالان، د انساني حقونو فعالان، پخواني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي که افغانستان ته ستنېېږي دا خطر شته چې بشري حقونه یې نقض شي.

دا سازمان وايي، ښځې او نجونې چې د طالبانو د کرکجن سیاست له امله له زدکړو او کار او نور ټولنیز ژوند بې برخې دي له ستنېدو سره د انساني حقونو خلاف ورزۍ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د مهاجرت نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان د وروستۍ نېټې له اعلان راهیسې نږدې ۶۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې راپور له مخې ۷۸ سلنه ستانه شوي وايي، د نیول کېدو له وېرې پاکستان ته تللي وو.

پاکستان کې ځینې افغانان وايي، د کرېکټ له بري وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱
پاکستان کې ځینې افغانان وايي، د کرېکټ له بري وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې
100%

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او خیربښتونخوا کې ځینې افغانان شکایت کوي، چې په کرېکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له خوا پاکستان ته له ماتې ور کولو وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې دي. دغه افغانان وايي قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس د شپې پر کورونو چاپې اچوي.

حمیدالله چې له کلونو راهسې د پيښور په حیات اباد ښارګوټي کې اوسیږي افغانستان انټرنشتل ـ پښتو ته نن «لړم ۵ مه» وویل « کله چې افغانستان کرېکټ ګټلی، هره شپه ځايي پولیس د حیات اباد په بېلابیلو برخو کې د افغانانو پر کورونو چاپې اچوي، د اسنادو له کتو پرته افغانان بندیانوي»

په اسلام اباد کې دوه افغان میرمنو مدینه او خدیجه چې یوې پاکستانۍ رسنۍ سره یې خبرې کړي، وايي په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو په اسلام اباد کې یو پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کړی دی.

دغه افغان میرمنې وايي پاکستاني پولیسو ورته ویلي ستاسو د پوښتنې څوک نشته او بیا یې په تاڼه کې څلور ساعته زنداني کړې.

دوی په خپلو خبرو کې وايي چې د امریکا ویزې لپاره په اسلام اباد کې په تمه دي.

ډیری افغانان په اسلام اباد کې بهرنیو هیوادونو ویزو لپاره په تمه دي.

له دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کې طالب چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په ګڼو ښارونو کې قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره د پاکستاني نظامیانو چلند غیرانساني دی.

دوی ویلي و، چې د شکنجو له امله ځیني افغانان د پاکستان په زندانانو کې مړه شوي هم دي.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرېکټ بریا وروسته د لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپل کپ افغان کډوالو ته ډالۍ کړ چې له پاکستان په زور اېستل شوي.

د نوموړي کار په رسنیو کې د پاکستانیانو غبرګونونه راپارول.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه
100%

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن د پاکستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د سوېلي افریقا لوبډلې ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو تر ۴۶.۲ اور پورې یې ټول لوبغاړي د ۲۷۰ منډو په جوړلو سره وسوځېدل.

د پاکستان لوبډلې ته پیل هم مناسب نه و او د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

دا لوبه د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې روانه ده.

سوېلي افریقا سږني جام کې پنځه لوبې کړې چې څلور یې ګتلې او یوه یې بایللې ده، خو پاکستان په پنځو لوبو کې یوازې دوه ګټلې دي.

د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱
د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده
100%

د طالبانو د اسخباراتو ریاست مرستیال وايي، هغه کسان چې د کرېکټ خوښیو پرمهال ډزې کوي، د دې ډلې د مشر له امره سرغړونه کوي. ملا رحمت الله د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي بري ته په اشارې سره وايي د لوبې له ګټلو وروسته د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې هوايي ډزې شوې دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا رحمت الله چې مشهور په نجیب دی نن جمعه د ( لړم ۵ مه ) په بامیان کې غونډې ته په وینا کې د پاکستان پر وړاندې د کرېکټ بریا څخه وروسته د افغانانو د خوښیو لمانځلو پرمهال هوايي ډزو ته غبرګون وښود.

دغه طالب چاوراکی وايي د ملا هبت الله لخوا بار بار دا هدایتونه کیږي چې د خوښیو پرمهال هوايي ډزې مه کوئ.

دی زیاتوي دغه د خوشحالیو هوايي ډزو کې له لس څخه تر پنځلس کسان وژل کیږي.

دی نیوکه کوي چې په دغه برخه کې د امیر امر نه منل کیږی.

د طالبانو استخباراتو ریاست مرستیال ټینکار کوي چې که په دغو مرمیو یو څوک وژل کیږی نو دغه شخص قاتل دی او د قاتل ځای همیش دوزخ دی.

نیوکې دا دي چې په پلازمینه او ولایتونو کې طالب وسلوال د خوښیو پرمهال ډزې کوي، چې د عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې لامل کیږي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي د پاکستان پر وړاندې په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ بریا په هیواد کې عامو افغانانو د ملی بیرغونو لېږدولو ترڅنګ په اتڼ او ګډا سره ولمانځله خو بیا د کندهار په شمول یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو امر بالمعروف ادارې محتسبیونو عام افغانان وهل وټکول او د دوی د خوښیو د لمانځولو مخه یې ونیوله.

خو راپورونه دا دي چې د کابل په شمول زیاترو ولایتونو کې طالب وسلوالو دغه خوښیو په هوايي ډزو په کولو سره ولمانځله چې ددغه ډلې د چاوراکو له غبرګونونو سره مخ شوې.

سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۱
سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي
100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په تورخم کې سرچینو ویلي، طالبانو د هغو افغانانو تلاشي سخته کړې چې دې ورځو کې له پاکستانه هېواد ته ستنېږي. د دوی په خبره، د طالبانو استخبارات د پخواني حکومت ځینې نظامیان او د شک پر بنسټ نور ډېر کسان په دغه تلاشۍ کې نیسي او نامالوم ځای ته یې لېږدوي.

پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د دغې نېټې له اعلان سره د افغانانو خلاف د دې هېواد د ځواکونو چلن لا سخت شو او له امله یې هره ورځ په سلګونو کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د سرچینو په خبره، له پاکستانه د بې قانونه کډوالو د بهیر پیلېدو سره طالب استخباراتو په تورخم کې د پلټنې لپاره د پاسپورټ دفتر او ګمرګ ته څېرمه ځایونه جوړ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا استخبارات په وروستیو څو ورځو کې هغه افغانان له نیول کېدو وروسته د پلټنو لپاره نامالوم ځای ته وړي چې پخواني نظامیان او یا هم په پخواني حکومت کې د ماموریت سابقه لري.

په دې تلاشۍ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د هغو ولسوالیو اوسیدونکي هم سخت پلټل کیږي چې د داعش او د طالبانو د سختو جګړو شاهدې وې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تورخم کې د پلټونو پرمهال د دې ولایتونو د اوسیدونکو او د پخوانیو نظامیانو معلومات د طالبانو تر کنټرول لاندې په کابل کې له استخباراتو ریاست او ولسوالیو څخه غوښتل کیږي.

سرچینې زیاتوي په تورخم کې د طالبانو اسخبارات نه یوازې نارینه پلټي بلکې له پاکستان څخه د ستنېدونکو میرمنو اسناد او کاري سابقه هم پلټي.

په تورخم کې یو شمیر مسافرو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هغو افغانانو پلټنه سخته کړې چې د جمهوریت د سقوط او له هغه څخه وروسته پاکستان ته تللي وي.

دوی زیاتوي په تورخم کې د پلټونو پرمهال له مسافرو سره د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو برخورد ډېر ناوړه دی.

که څه هم د طالبانو راتګ سره دغه ډلې ټولبښنه اعلان کړه خو د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دوی خپله ټولبښنه تر پښو لاندې کړې او د پخواني حکومت ډېر نظامیان او مامورین یې زنداني، شکنجه او ووژل.

په وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په یوه مستند کې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د هغو طالب وسلوالو پرضد ګام اخیستل کیږي چې د ملا هبت الله له فرمان یې نافرماني کړې او ټولبښنه یې تر پښو لاندې کړې.

د طالبانو د استخباراتو دا پلټنې په داسې حال کې روانې دي چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ګڼ شمیر پخواني نظامیان او دولتي مامورین د دغې ډلې له ویرې له قانوني اسنادو پرته پاکستان او ایران ته تللي دي.