• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې ځینې افغانان وايي، د کرېکټ له بري وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او خیربښتونخوا کې ځینې افغانان شکایت کوي، چې په کرېکټ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې له خوا پاکستان ته له ماتې ور کولو وروسته د دوی پر کورونو د پولیسو چاپې ډېرې شوې دي. دغه افغانان وايي قانوني اسناد لري، خو بیا یې هم پولیس د شپې پر کورونو چاپې اچوي.

حمیدالله چې له کلونو راهسې د پيښور په حیات اباد ښارګوټي کې اوسیږي افغانستان انټرنشتل ـ پښتو ته نن «لړم ۵ مه» وویل « کله چې افغانستان کرېکټ ګټلی، هره شپه ځايي پولیس د حیات اباد په بېلابیلو برخو کې د افغانانو پر کورونو چاپې اچوي، د اسنادو له کتو پرته افغانان بندیانوي»

په اسلام اباد کې دوه افغان میرمنو مدینه او خدیجه چې یوې پاکستانۍ رسنۍ سره یې خبرې کړي، وايي په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو په اسلام اباد کې یو پاکستاني پولیس ورسره ناوړه چلند کړی دی.

دغه افغان میرمنې وايي پاکستاني پولیسو ورته ویلي ستاسو د پوښتنې څوک نشته او بیا یې په تاڼه کې څلور ساعته زنداني کړې.

دوی په خپلو خبرو کې وايي چې د امریکا ویزې لپاره په اسلام اباد کې په تمه دي.

ډیری افغانان په اسلام اباد کې بهرنیو هیوادونو ویزو لپاره په تمه دي.

له دې وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کې طالب چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اسلام اباد په شمول د پاکستان په ګڼو ښارونو کې قانوني اسنادو لرونکو افغانانو سره د پاکستاني نظامیانو چلند غیرانساني دی.

دوی ویلي و، چې د شکنجو له امله ځیني افغانان د پاکستان په زندانانو کې مړه شوي هم دي.

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان کرېکټ بریا وروسته د لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپل کپ افغان کډوالو ته ډالۍ کړ چې له پاکستان په زور اېستل شوي.

د نوموړي کار په رسنیو کې د پاکستانیانو غبرګونونه راپارول.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه
100%

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن د پاکستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د سوېلي افریقا لوبډلې ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو تر ۴۶.۲ اور پورې یې ټول لوبغاړي د ۲۷۰ منډو په جوړلو سره وسوځېدل.

د پاکستان لوبډلې ته پیل هم مناسب نه و او د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

دا لوبه د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې روانه ده.

سوېلي افریقا سږني جام کې پنځه لوبې کړې چې څلور یې ګتلې او یوه یې بایللې ده، خو پاکستان په پنځو لوبو کې یوازې دوه ګټلې دي.

د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱
د استخباراتو مرستیال: د کرېکټ بري په خوشالۍ ډزې کول د ملا هبت الله له امر سرغړونه ده
100%

د طالبانو د اسخباراتو ریاست مرستیال وايي، هغه کسان چې د کرېکټ خوښیو پرمهال ډزې کوي، د دې ډلې د مشر له امره سرغړونه کوي. ملا رحمت الله د پاکستان پر وړاندې د افغانستان وروستي بري ته په اشارې سره وايي د لوبې له ګټلو وروسته د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې هوايي ډزې شوې دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال ملا رحمت الله چې مشهور په نجیب دی نن جمعه د ( لړم ۵ مه ) په بامیان کې غونډې ته په وینا کې د پاکستان پر وړاندې د کرېکټ بریا څخه وروسته د افغانانو د خوښیو لمانځلو پرمهال هوايي ډزو ته غبرګون وښود.

دغه طالب چاوراکی وايي د ملا هبت الله لخوا بار بار دا هدایتونه کیږي چې د خوښیو پرمهال هوايي ډزې مه کوئ.

دی زیاتوي دغه د خوشحالیو هوايي ډزو کې له لس څخه تر پنځلس کسان وژل کیږي.

دی نیوکه کوي چې په دغه برخه کې د امیر امر نه منل کیږی.

د طالبانو استخباراتو ریاست مرستیال ټینکار کوي چې که په دغو مرمیو یو څوک وژل کیږی نو دغه شخص قاتل دی او د قاتل ځای همیش دوزخ دی.

نیوکې دا دي چې په پلازمینه او ولایتونو کې طالب وسلوال د خوښیو پرمهال ډزې کوي، چې د عامو خلکو ته د مرګ ژوبلې لامل کیږي.

هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوي د پاکستان پر وړاندې په نړیوال جام کې د افغانستان وروستۍ بریا په هیواد کې عامو افغانانو د ملی بیرغونو لېږدولو ترڅنګ په اتڼ او ګډا سره ولمانځله خو بیا د کندهار په شمول یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو امر بالمعروف ادارې محتسبیونو عام افغانان وهل وټکول او د دوی د خوښیو د لمانځولو مخه یې ونیوله.

خو راپورونه دا دي چې د کابل په شمول زیاترو ولایتونو کې طالب وسلوالو دغه خوښیو په هوايي ډزو په کولو سره ولمانځله چې ددغه ډلې د چاوراکو له غبرګونونو سره مخ شوې.

سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۱
سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي
100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په تورخم کې سرچینو ویلي، طالبانو د هغو افغانانو تلاشي سخته کړې چې دې ورځو کې له پاکستانه هېواد ته ستنېږي. د دوی په خبره، د طالبانو استخبارات د پخواني حکومت ځینې نظامیان او د شک پر بنسټ نور ډېر کسان په دغه تلاشۍ کې نیسي او نامالوم ځای ته یې لېږدوي.

پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د دغې نېټې له اعلان سره د افغانانو خلاف د دې هېواد د ځواکونو چلن لا سخت شو او له امله یې هره ورځ په سلګونو کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د سرچینو په خبره، له پاکستانه د بې قانونه کډوالو د بهیر پیلېدو سره طالب استخباراتو په تورخم کې د پلټنې لپاره د پاسپورټ دفتر او ګمرګ ته څېرمه ځایونه جوړ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا استخبارات په وروستیو څو ورځو کې هغه افغانان له نیول کېدو وروسته د پلټنو لپاره نامالوم ځای ته وړي چې پخواني نظامیان او یا هم په پخواني حکومت کې د ماموریت سابقه لري.

په دې تلاشۍ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د هغو ولسوالیو اوسیدونکي هم سخت پلټل کیږي چې د داعش او د طالبانو د سختو جګړو شاهدې وې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تورخم کې د پلټونو پرمهال د دې ولایتونو د اوسیدونکو او د پخوانیو نظامیانو معلومات د طالبانو تر کنټرول لاندې په کابل کې له استخباراتو ریاست او ولسوالیو څخه غوښتل کیږي.

سرچینې زیاتوي په تورخم کې د طالبانو اسخبارات نه یوازې نارینه پلټي بلکې له پاکستان څخه د ستنېدونکو میرمنو اسناد او کاري سابقه هم پلټي.

په تورخم کې یو شمیر مسافرو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هغو افغانانو پلټنه سخته کړې چې د جمهوریت د سقوط او له هغه څخه وروسته پاکستان ته تللي وي.

دوی زیاتوي په تورخم کې د پلټونو پرمهال له مسافرو سره د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو برخورد ډېر ناوړه دی.

که څه هم د طالبانو راتګ سره دغه ډلې ټولبښنه اعلان کړه خو د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دوی خپله ټولبښنه تر پښو لاندې کړې او د پخواني حکومت ډېر نظامیان او مامورین یې زنداني، شکنجه او ووژل.

په وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په یوه مستند کې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د هغو طالب وسلوالو پرضد ګام اخیستل کیږي چې د ملا هبت الله له فرمان یې نافرماني کړې او ټولبښنه یې تر پښو لاندې کړې.

د طالبانو د استخباراتو دا پلټنې په داسې حال کې روانې دي چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ګڼ شمیر پخواني نظامیان او دولتي مامورین د دغې ډلې له ویرې له قانوني اسنادو پرته پاکستان او ایران ته تللي دي.

د پاکستان محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۹ GMT+۱
د پاکستان محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه
100%

د اسلام اباد سترې محکمې د جمعې په ورځ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړل، چې له مخې یې د حکومت د رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

محکمې روانه اونۍ کې خان او د هغه مرستیال شاه محمود قریشي په تېر کال کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رسمي رازونو په افشا کولو تورن کړل.

عمران خان ویلي و، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته له پاکستانه د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
خان خپل سیاسي سیالان او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه د لرې کولو په برخه کې له واشنګټن سره په همکارۍ تورن کړل.


د ښاغلي خان د حقوقي ډلې غړي شعیب شاهین ویلي:« د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د ضمانت لغوه کولو لپاره زموږ غوښتنه رد کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې همدا روانه اونۍ محکمې د پاکستان د بل پخواني لومړي وزیر نوازشریف ضمانت ومانه.

خان د اګست له پنځمې راهیسې له هغه وروسته په زندان کې دی، چې په یوه جلا قضیه کې د دولتي ډالیو په پلور محکوم شو.
نوموړی په لومړي سر کې په اټک زندان کې ساتل کېده؛ خو وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

طالبانو ابوظبۍ ته د افغانستان سفارت لپاره نوی سرپرست لېږلی

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۵ GMT+۱
طالبانو ابوظبۍ ته د افغانستان سفارت لپاره نوی سرپرست لېږلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې بدرالدین حقاني «په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سفارت د نوي سرپرست په توګه» ابوظبۍ ته ورسېد او په کار یې پیل وکړ.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) په خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلی حقاني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً د سفارت کارکوونکو ته وپېژندل شو.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عربې متحده اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې د سرپرست په توګه د ښاغلي حقاني منل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او نورې هر اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت پخوا د افغانستان د پخواني حکومت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کېده.

تر دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني سلاکار محمد عمر داوودزي زوی سیر داوودزی په ابوظبي کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و.