• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام کې سوېلي افریقا ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن د پاکستان ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د سوېلي افریقا لوبډلې ته ۲۷۱ منډې هدف وټاکه. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو تر ۴۶.۲ اور پورې یې ټول لوبغاړي د ۲۷۰ منډو په جوړلو سره وسوځېدل.

د پاکستان لوبډلې ته پیل هم مناسب نه و او د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

دا لوبه د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې روانه ده.

سوېلي افریقا سږني جام کې پنځه لوبې کړې چې څلور یې ګتلې او یوه یې بایللې ده، خو پاکستان په پنځو لوبو کې یوازې دوه ګټلې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کرېکټ نړیوال جام کې نن پاکستان او سوېلي افریقا سره لوبېږي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن د پاکستان لوبډله د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي لري. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

دا لوبه د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې روانه ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د پاکستان محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې د جمعې په ورځ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړل، چې له مخې یې د حکومت د رسمي رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

محکمې روانه اونۍ کې خان او د هغه مرستیال شاه محمود قریشي په تېر کال کې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رسمي رازونو په افشا کولو تورن کړل.

عمران خان ویلي و، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته له پاکستانه د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
خان خپل سیاسي سیالان او د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه د هغه د لرې کولو په برخه کې له واشنګټن سره په همکارۍ تورن کړل.


د ښاغلي خان د حقوقي ډلې غړي شعیب شاهین ویلي:« د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د ضمانت لغوه کولو لپاره زموږ غوښتنه رد کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې همدا روانه اونۍ محکمې د پاکستان د بل پخواني لومړي وزیر نوازشریف ضمانت ومانه.

خان د اګست له پنځمې راهیسې له هغه وروسته په زندان کې دی، چې په یوه جلا قضیه کې د دولتي ډالیو په پلور محکوم شو.
نوموړی په لومړي سر کې په اټک زندان کې ساتل کېده؛ خو وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي ټولټاکنې په خپل وخت کېږي

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسمشر دا اندېښنه بې ځایه وبلله چې راتلونکې ټولټاکنې به وځنډېدېږي. دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره وايي، د ټاکنو د ځنډېدو امکان نه شته او په خپل وخت به وشي.

د ټاکنو کمېسیون د اعلامیې له مخې؛ د ټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو ټاکلو پروسه بشپړه شوې او په دې تړاو د اعتراضونو اورېدو بهیر هم سبا پیلېږي.

د ټاکنو کمېسیون دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل، ممکن راتلونکې ټاکنې په خپل وخت ونه شي.

د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې؛ د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکي کال په جنورۍ کې کېږي.

پاکستان یو ځل بیا له بې اسنادو کډوالو د وتلو غوښتنه وکړه

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې بې قانونه کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې له دغه هېواده ووځي. سرفراز بګټي په اسلام ابادکې خبریالانو ته وویل، که څوک له ټاکلې نېټې وروسته پاتې شي نو اړوند ادارې به یې پرضد ګام پورته کړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان له دغې نېټې وروسته هم د ټولو بې قانونه کډوالو د اېستلو هوډ لري.

هغه وویل: «ټول بې قانونه کډوال پېژندلي شي، حکومت یې پوره مالومات لري، زه بیا له دې کډوالو غواړم چې تر ټاکلې نېټې باید دوی ووځي.»

د هغه په خبره، د هغو کسانو پرضد به هم ګام اخیستل کېږي چې تر دې نېټې وروسته د بې قانونه کډوالو پټولو کې لاس ولري.

پاکستان د روانې میاشتې په لومړیو کې د بې قانونه کډوالو په هکله دا پرېکړه وکړه.

تر دې فیصلې مخکې پاکستاني چارواکو افغان کډوال په جرمونو، قاچاق او د حکومت او پوځ ضد بریدونه کې ښکېل وبلل.

دوی دا هم وویل چې په سږنیو ۲۴ ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ افغانانو کړي دي.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي او د نړیوالو ادارو په څېر دا ډله هم له اسلام اباد غواړي چې د کډوالو په هکله وروستۍ پرېکړه بدله کړي.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال دي، چې پکې ۱.۷ میلیونه یې بې اسنادو دي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وایي، وروستۍ پرېکړه یې د بې اسنادو کډوالو په هکله ده، خو بیا - بیا قانوني کډوال هم له امنیتي ځواکونو شکایت کوي چې نیسي یې او زندان ته یې بیایي.

د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د استیناف غوښتنه ومنله

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۱

جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) لیکلي، چې د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د فساد په قضیو کې د هغه د محکومیت پر وړاندې د استیناف غوښتنه ومنله.

پخوا هم نواز شریف له محکمې د استیناف غوښتنې کړې وې؛ خو د محکمې له خوا په دې دلیل رد شوې وې، چې نوموړې له پاکستانه بهر و.

د نواز شریف وکیل وویل، چې سترې محکمې د استیناف سره د نواز شریف ضمانت هم منلی دی.

نواز شریف د فساد پر دوه قضیو تورن دی، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د لومړي وزیر په توګه د هغه له ګوښه کېدو وروسته ځنډول شوې وې.

نواز شریف تېره اونۍ د اکټوبر په ۲۱مه نېټه له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.