د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د استیناف غوښتنه ومنله

جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) لیکلي، چې د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د فساد په قضیو کې د هغه د محکومیت پر وړاندې د استیناف غوښتنه ومنله.

جیو نیوز د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۴مه) لیکلي، چې د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د فساد په قضیو کې د هغه د محکومیت پر وړاندې د استیناف غوښتنه ومنله.
پخوا هم نواز شریف له محکمې د استیناف غوښتنې کړې وې؛ خو د محکمې له خوا په دې دلیل رد شوې وې، چې نوموړې له پاکستانه بهر و.
د نواز شریف وکیل وویل، چې سترې محکمې د استیناف سره د نواز شریف ضمانت هم منلی دی.
نواز شریف د فساد پر دوه قضیو تورن دی، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د لومړي وزیر په توګه د هغه له ګوښه کېدو وروسته ځنډول شوې وې.
نواز شریف تېره اونۍ د اکټوبر په ۲۱مه نېټه له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، هېواد به یې سږ کال د سیمه ییزې پرمختیا لپاره د ټرانسپورټي اتصال د غونډې کوربه وي. جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې دا خبره وکړه.
د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ ښاغلی جیلاني دا تړون د اسیا او اروپا د نښلولو لپاره مهم جوړښت وباله او زیاته یې کړه، چې پاکستان د سوېلي او منځنۍ اسیا او منځني ختیځ پولو کې خپل موقعیت سره په یوه مثالي سوداګریز هېواد بدلېدلی شي.
د طالبانو واکمنېدو سره پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له مختلفو هېوادونو سره خپل تجارت زیات کړی دی.
دا هېواد او چین هڅه کوي چې طالبان هم په لار او کمربند پروژه کې ور ګډ کړي.
جلیل عباس جیلاني په نننۍ غوڼدې کې دې موضوع ته له اشارې پرته ویلي، چې په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ټیکاو پرته دایمي اقتصادي پرمختګ ممکن نه دی.
نوموړي په دې برخه کې د شانګهای تړون رول هم مهم وباله.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ټرانسپورټ اتصال د غوڼدې کره نېټه نه ده ښودلې؛ خو د روان کال تر پایه نېږدې دوه میاشتې پاتې دي او ښايي دا غونډه راتلونکې میاشت وشي.

د پاکستان امنیتي سرچینو تایید کړې، چې د خېبرپښتونخوا په تیرا کې یوه ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو یو موټر ته د پاکستاني سرحدي سرتېرو د تالاشۍ له پوستې سره چاودنه ورکړې، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په خېبر پښتونخوا کې ځایي خبریال رحمان ګل یوسفزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ځايي چارواکو ورته تایید کړې ده، چې نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر خپل موټر ته د ایف سي یا ملېشه سرتېرو د تالاشۍ له پوستې سره چاودنه ورکړې ده.
نوموړي وویل، چې په ټپیانو کې د دوو روغتیايي حالت نازک دی او د درملنې لپاره پېښور ته انتقال شوي دي.
بل خوا ای ار وای تلویزوني شبکې ویلي، چې په دغه پېښه کې د دوو افسرانو په ګډون یو سرتېری ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغې پېښې پړه په رسمي ډول کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په ټیلګرام کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته نږدې کانالونو ویلي، چې دغه برید د خالد ابوذر په نوم یوه ۱۹ کلن ځوان کړی دی.
په دې وروستیو کې په پاکستان او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د امنیتي پېښو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې په قبایلي سیمو کې یو شمېر قومي جرګه ګۍ هم جوړې شوې دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱۱۶ زره افغانانو د پاکستان ویزې ترلاسه کړې دي. د دغه سفارت د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د پاکستان سفارت او څلور کونسلګرۍ هره ورځ په اوسط ډول ۵۵۰ کسانو ته ویزې ورکوي.
د پاکستان سفارت د شمېرو له مخې، دغه هېواد تېر کال شاوخوا دونه نیم لکه افغانانو ته او په ۲۰۲۱میلادي کال کې شاوخوا څلور لکه لس زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
د اعلان شویو شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت ټولټال ۷ لکه ۷۶ زره افغانانو ته ویزې ورکړې دي.
د رسمي شمېرو له مخې یوازې د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۹۵۷ زره افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې تر ۶۵۰ زرو لږ یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې ثبت دي.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي، چې ۵۹۷ جعلي شناختي کارډونه یې باطل کړي دي. همدارنګه د دغو شمېرو پر بنسټ، درې زره او ۹۱۱ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه نا ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.
په داسې حال کې چې دغه هېواد له تېرو څلورو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه دى، تېره مياشت د دغه هېواد حکومت ناقانونه کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له یاد هېواده ووځي. خو د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي او وبه اېستل شي.
همداراز،د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان ناقانونه مهاجرینو موضوع ته د رسیدګۍ لپاره، د افغان کډوالو د نیولو بهیر ډېر کړی دی.

په پېښور کې د طالبانو د ادارې جنرال کونسل قاري محب الله شاکر وايي، چې د پاکستان د وروستیو ناامنیو په غبرګون طالبانو یوه فتوا صادره کړې، چې له مخې یې په پاکستان کې بریدونه حرام ګڼلي او دا عمل یې جهاد نه دی بللی. هغه زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستلو په تړاو کوم اعتراض نه لري.
نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته تللي وو او هلته ځای پر ځای شوي وو.
له دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم ورته څرګندونې کړې وې او په پاکستان کې روانه ناامني او بریدونه یې له جهاد سره په ټکر کې بللي وو.
ورپسې یو شمېر پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله خبرونه خپاره کړل، چې پاکستان او طالبان یوې نتیجې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د یوې فتوا په صادرولو سره په پاکستان کې د ټي ټي پي روان جنګ ناروا ثابتوي.
په پېښور کې د طالبانو سرکونسل زیاته کړې، چې دوی غواړي په روښانه ټکو وښيي، چې په پاکستان کې به د افغانستان له لوري هېڅ ډول مداخله نه کیږي او د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارېږي.
محب الله شاکر په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستي کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د پاکستان د پرېکړې په اړه هېڅ ډول اعتراض نه لري خو هیله لري، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره پر یوه مناسبه کړنلاره غور وشي.
هغه وویل، چې غوره به وي، چې کډوالو ته د بېرته ستندو لپار وخت ورکړل شي.
شاکر پر افغان کډوالو غږ کړی، چې که څه هم د ستېندلو لومړنی پړاو به سخت وي، خو په افغانستان کې د کار او ژوند زمینه ورته برابره ده.
نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي راتلونکی ژمی به بحراني او سخت وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې په دغه هېواد کې د ایران د بلوڅانو لپاره هم ده. سرفراز بګټي زیاتوي، څوک چې د کډوالۍ کارت یا ویزه لري، د پاکستان مېلمه ده، خو بې قانونه کډوال که د هر هېواد وي اېستل کېږي.
سرفراز بګټي د چارشنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل، بې قانونه کډوالو ته د ور کړل شوې نېټې داسې اخیستون کېږي چې دا پرېکړه یوازې د افغانانو په هکله ده، خو داسې نه ده، د ټولو بې قانونه کډوالو لپاره ده.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې لومړیو کې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړ.
پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه قانوني او ۱.۷ میلیونه بې قانونه افغان کډوال اېستل کېږي.
له دې نېټې راهیسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د امنیتي ادارو چلن لا سخت شوی دی.
د پاکستان پر کورنیو ادارو سربېره نړیوالې ادارې هم له اسلام اباد غواړي چې دا پرېکړه واخلي، خو پاکستان وايي، له دې پرکړې نه شاته کېږي.
