• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کونسل: د کډوالو د اېستلو په اړه اعتراض نه لرو او په پاکستان کې برید “جهاد”نه دی

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۲ GMT+۱

په پېښور کې د طالبانو د ادارې جنرال کونسل قاري محب الله شاکر وايي، چې د پاکستان د وروستیو ناامنیو په غبرګون طالبانو یوه فتوا صادره کړې، چې له مخې یې په پاکستان کې بریدونه حرام ګڼلي او دا عمل یې جهاد نه دی بللی. هغه زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستلو په تړاو کوم اعتراض نه لري.

نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د ټي ټي پي یو شمېر غړي د پخواني ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته تللي وو او هلته ځای پر ځای شوي وو.

له دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم ورته څرګندونې کړې وې او په پاکستان کې روانه ناامني او بریدونه یې له جهاد سره په ټکر کې بللي وو.

ورپسې یو شمېر پاکستاني رسنیو د سرچینو په حواله خبرونه خپاره کړل، چې پاکستان او طالبان یوې نتیجې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د یوې فتوا په صادرولو سره په پاکستان کې د ټي ټي پي روان جنګ ناروا ثابتوي.

په پېښور کې د طالبانو سرکونسل زیاته کړې، چې دوی غواړي په روښانه ټکو وښيي، چې په پاکستان کې به د افغانستان له لوري هېڅ ډول مداخله نه کیږي او د افغانستان خاوره به د دوی پر ضد نه کارېږي.

محب الله شاکر په پاکستان کې د افغان کډوالو وروستي کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د پاکستان د پرېکړې په اړه هېڅ ډول اعتراض نه لري خو هیله لري، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره پر یوه مناسبه کړنلاره غور وشي.

هغه وویل، چې غوره به وي، چې کډوالو ته د بېرته ستندو لپار وخت ورکړل شي.

شاکر پر افغان کډوالو غږ کړی، چې که څه هم د ستېندلو لومړنی پړاو به سخت وي، خو په افغانستان کې د کار او ژوند زمینه ورته برابره ده.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي راتلونکی ژمی به بحراني او سخت وي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو ‎د وېش بهیر پیل شو

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

په مالیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیل کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په خپله خبرپانه کې د مالیزیا لپاره د دوی د سفیر نقیب الله احمدي له قوله ویلي چې دا پروسه به شفافه او چټکه وي.

نوموړي د سفارت له کارکوونکو غوښتي چې خپلې دندې په ښه همغږۍ ترسره کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکیه کې د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی.

د دغه وزارت چارواکو ویلي چې په چین کې به هم افغانانو ته د پاسپورت د وېش په بهیر کار وکړي.

بېنېټ: د افغانستان د بشري بحران او بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبان له خوا د سختو کړنو او تګلارو سره بد اقتصادي او بشري وضعیت، وروستۍ مرګونې زلزلې او د کډوالو د جبري ستنېدو او د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په دویمه» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپل وروستي راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د بېنېټ په خبره، د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایو کې لا هم شکنجې روانې دي او له بشري حقونو څخه سرغړونې کيږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د زدکړو د کیفیت مساله هم یاده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو له خوا پر دیني زدکړو تمرکز د افغانستان ماشومان له هر اړخیزې پوهې محروموي او د بې کارۍ خطر لا زیاتوي.

نوموړی وايي، چې په دې سره به د بې کارۍ کچه لوړه، د افراطي نظریاتو بنسټ غښتلی او په سیمه او نړۍ کې د تروریزم ګواښ زیاتیږي.

بېنېټ له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو او مېرمنو د زدکړو او کار پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه د دغې ستونزې د حل لپاره طالبانو کوم روښانه اقدام نه دی کړی.

د نوموړي په خبره، طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اقدامات لا زیات کړي او دغه سیستماتیک تبعیض لا ډېرې څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري.

بېنېټ له بېلابېلو افغانانو سره د نوموړي د بحثونو نچوړ هم شریک کړ او ویې ویل، چې افغانانو ورسره د افغانستان په اړه بېلابېلې اندېښنې شریکې کړې دي.

په دغه غونډه کې بېنېټ هیله وښوده، چې ملګري ملتونه به د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپل غوڅ دریځ څرګندوي او د افغانستان په اړه به بې تفاوته نه پاتې کیږي.

ریچارډ بنیټ هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د افغانانو د بشري حقونو او افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه پریکنده ملاتړ څرګند کړي.

د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل نوي راپور په ترڅ کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، ښځې له ټولنیز ژوند څخه محرومې او محدودې دي او خپلسرې شکنجې او وژنې روانې دي.

دغه راپور چې د جولایي، اګسټ او سپټمبر د میاشتو له پېښو او ارزونو څخه رغېدلی؛ پکې د ښځو د محدودیتونو تر څنګ د تېر حکومت د کارکوونکو شکنجې، بندیزونه، سرغړونې، رسنۍ او د بدني سزاګانو مفصل معلومات شریک شوي دي.

په دغه راپور کې یوناما خپل پخواني راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پخواني حکومت د غړو پر وړاندې لا هم خشن چلند روان دی او د عمومي بښنې مساله درسته نه تطبیقیږي.

په راپور کې راغلي، چې د سپټمبر تر نیمایي پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷ زرو څخه لوړ شوی، چې له لس زره هغه اوسط څخه زیاتوالی ګڼل کېږي، چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون ادارې یې د ۲۰۲۲ کال له نیمایي راهیسې ساتل په پام کې نیولي.

یوناما وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست له خوا له بندیانو سره په دوامدار ډول نادرست چلند کیږي، هغوی شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي؛ خو د دغې مسالې د تعقیب کومه بدیله لار نه شته.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې دوشنبې په ورځ دغه رد کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د ژمنیو مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۸ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام دفتر ویلي، چې په راتلونکي ژمي کې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغه دفتر د چارشنبې په ورځ «د لړم په۳مه« په خپل اېکس کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه بودیجه باید سر له اوسه دغه دفتر ته ورکړل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې غواړي په راتلونکي ژمي کې په ټول افغانستان کې له زیانمن شویو کورنیو سره پر دې غوښتل شوې بودیجه مرسته وکړي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه خلک نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه به له کومه کړي.

دې ادارې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۱.۶ میلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې پیسو به له زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې تر یو میلیون ډېر وګړي پکې له سختې لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان تر دې وړاندې اندېښنه ښودلې وه چې د نړیوالو مرستو کموالي په افغانستان کې مرستندویه ادارې له جدي مالي ننګونو سره مخ کړې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، له ایران راغلي بې قانونه بلوڅ کډوال هم اېستل کېږي

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د بې قانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې په دغه هېواد کې د ایران د بلوڅانو لپاره هم ده. سرفراز بګټي زیاتوي، څوک چې د کډوالۍ کارت یا ویزه لري، د پاکستان مېلمه ده، خو بې قانونه کډوال که د هر هېواد وي اېستل کېږي.

سرفراز بګټي د چارشنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل، بې قانونه کډوالو ته د ور کړل شوې نېټې داسې اخیستون کېږي چې دا پرېکړه یوازې د افغانانو په هکله ده، خو داسې نه ده، د ټولو بې قانونه کډوالو لپاره ده.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې لومړیو کې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړ.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه قانوني او ۱.۷ میلیونه بې قانونه افغان کډوال اېستل کېږي.

له دې نېټې راهیسې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د امنیتي ادارو چلن لا سخت شوی دی.

د پاکستان پر کورنیو ادارو سربېره نړیوالې ادارې هم له اسلام اباد غواړي چې دا پرېکړه واخلي، خو پاکستان وايي، له دې پرکړې نه شاته کېږي.

طالبان: ګلبدین حکمتیار ته په تېر حکومت کې د ورکړل شوې ځمکې په هکله لازم تصمیم نیول شوی

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسون وايي، د کابل په دارالامان کې یې د هغې ۲۶.۵ جریبه ځمکې په هکله لازم تصمیم نیولی چې تېر حکومت د لنډمهال لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړې وه. خو دغه کمېسون دا نه دي ویلي چې د دې ځمکې په هکله یې څه پرېکړه کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت د چارشنبې په ورځ خبرپاڼه کې ویلي، د ځمکود غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د ګرځولو کمېسون په کابل، فراه، بلخ او څو نورو ولایتونو کې یې د زرګونه جریبه ځمکې دوسیې ارزګولې دي.

طالبان وايي، دغه کمېسون د فراه په خرپلان سیمه کې د ۲۶ زره جریبه دولتي ځمکې د تصفیې پرېکړه کړې او هم یې د دغه ولایت په غلامان سیمه کې پنځه سوه جریبه ځمکه دولتي پېژندلې چې باید له شخصي ځمکو بېله شي.

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د کابل په شکردره کې یې هم د ۳۹۰۰ جریبه ځمکې په هکله پرېکړه کړې چې له مالکانو یې اسناد وغوښتل شي او د کرنې وزارت د دې سندونو ریښتونوالی وارزوي.

طالبان زیاتوي چې په بلخ، پروان او لوګر کې یې هم ۳۲ زره ځریبه ځمکه دولتي ثابته کړې ده.

طالبانو په بیا واکمنېدو پسې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسون جوړ کړ چې ور سره یې په مختلفو ولایتونو کې په زرګونه جریبه ځمکه له خلکو وګرځوله، خو ځینې خلک د دې کمېسون پر چلن هم نیوکې کوي.