ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د وزارت د مشرتابه شورا په غونډه کې په چارو کې د اخلاص، تقوا، همغږۍ او دندې ته د پابندۍ سپارښتنه کړې ده. په دې ناسته کې د «کمزورو» خصوصي پوهنتونونو د معرفي کولو او دولتي پوهنتونونو د لیسانس دورې د وخت په اړه پرېکړې شوې دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۲۳مه په اېکس کې لکیلي، چې د رهبري شورا ناسته کې د دغه وزارت د وزیر ندا محمد ندیم ټینګار وکړ چې د یوې برخې نیمګړتیا او بېپروايي پر ټولو کارونو منفي اغېز کوي، نو ځکه باید د ادارې پرمختګ او اصلاح ته جدي پاملرنه وشي.
ندا محمد ندیم د پوهنتونونو او دیني جامعاتو له مسوولینو وغوښتل چې د رغنیزو پروژو، د محصلانو د لیلیو او د دعوت او ارشاد د چارو دوامداره او جدي څارنه وکړي.
د وزارت په وینا، په دې ناسته کې د پوهنتونونو او دیني جامعاتو د څارنې په موخه د مرکزي ریاستونو پر صلاحیتونو او د ځینو کمزورو خصوصي پوهنتونونو د پېژندنې په اړه خبرې اترې شوې دي.
د غونډې په لړ کې د هغو محصلانو د فیس په اړه پرېکړې وشوې چې د ماسټري او دوکتورا تیزسونه یې لیکلي خو دفاع یې نه ده کړې.
همدارنګه په دې ناسته کې د متقاعدو استادانو د خدمت د مودې د غځولو او یو شمېر نورو مهمو علمي او اداري موضوعاتو په اړه پرېکړې شوې دي، خو ددې پرېکړو جزئیات نه دي رسنیز شوي.
