• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۱

په اسعد اباد کې د طالبانو د برېښنا مسوولانو ویلي چې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې او تخنیکي چارې بشپړې شوې دي. د کونړ اوسېدونکي وايي، چې د بندونو په جوړېدو سره به د دوی کورونه او ځمکې له سېلابونو خوندي شي.

د کونړ ځايي چارواکو له طالبانو سره تړلې رسنۍ حریت ته ویلي، چې د دغې سروې اصلي موخه پر کونړ سیند د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو دقیق تثبیتول دي.

د کونړ د برښنا امر عمر ګل نایب ویلي چې د دغو لومړنیو تخنیکي چارو په بشپړېدو سره به په راتلونکي کې په دغو سیمو کې د بندونو د رغولو عملي کارونو ته لاره هواره شي.

د کونړ ولایت اوسېدونکو د دغو بندونو د جوړېدو د لومړنیو چارو هرکلی کړی دی.

د سیمې خلک وایي چې پر دغه سیند د بندونو رغول د دوی د سیمې د ابادۍ او پرمختګ لپاره خورا حیاتي ارزښت لري او د دې پروژې پلې کېدو ته په تمه دي.

د سیمې د خلکو په وینا، د دغو بندونو په جوړېدو سره به د هغوی کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه د موسمي او ویجاړوونکو سېلابونو له خطرونو څخه خوندي پاتې شي.

هغوی زیاتوي چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په کونړ کې د ابادۍ او اقتصادي ودې یو نوی فصل پیل شي.

له دې وړااندې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر کونړ سیند د طالبانو د بند جوړونې ملاتړ کړی و او وویلي و، چې نوی ډیلی چمتو دی د اوبي سرچینو د دوامداره مدیریت په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د طالبانو ځینو مشرانو پر کونړ سیند د بند جوړ ولو خبر ور کړی و، خو په دې برخه کې تراوسه د عملي اقدام نښې نه ښکاري.


ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت نوي ډیلي ته د طالبانو د کرنې وزیر له سفر وروسته ویلي، چې د کابل او ډیلي ترمنځ سوداګري د هوايي دهلېز له لارې روانه ده. رندهیر جېسوال ویلي چې طالب وزیر هند ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له وزیرانو او سوداګریزو خونو سره د سوداګرۍ په تړاو لیدنې کړې دي.

رندهیر جېسوال د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري نږدې یوه اونۍ په هند کې و او په یاده موده کې یې د هند د کرنې وزیر، د خوراکي توکو د پروسس وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ترڅنګ د هند د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون، د سوداګرۍ خونې او د کرنې سکټور په برخه کې له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو سازمانونو سره څو اړخیزې سوداکریزې ناستې وکړې.

رندهیر جېسوال د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د څرنګوالي په اړه وویل، چې د ډیلي او کابل ترمنخ هوايي دهلېز فعال دی او د یاد دهلیز له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه په عادي ډول جریان لري.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې د کابل او ډیلي ترمنځ د ځمکې له لارې پراخه سوداګري په ټپه دریدلې او د دواړو هیوادونو تر منځ د هوايي دهلېز له لارې د سوداګرۍ کچه هم روښانه نه ده.

پاکستان وايي د کراچۍ برید پلان «په افغانستان کې جوړ شوی» و

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو ادعا کړې چې په کراچۍ ښار کې د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کمپ د تېرې میاشتې د برید اصلي طراح او هغه کسان یې نیولي چې بریدګرو ته یې وسلې ورکړې وې. دوی ادعا کړې، چې د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر عرفان بهادر د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د جون پر ۲۷مه په کراچۍ کې د نیمه پوځي ځواک پر کمپ برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

نوموړي ادعا وکړه:«دا برید په افغانستان کې پلان شوی و، لارښوونې او دغه راز کارول شوې وسلې او چاودېدونکي توکي هم له افغانستان څخه راغلي وو».

پولیسو ویلي، د برید اصلي طراح محمد بشیر نومېږي چې له پېښې وروسته له خپلو ۱۳ همکارانو سره یوځای نیول شوی دی.

پاکستاني پولیس وايي چې په یاده ډله کې د جانان، هادي، عمر او عثمان په نومونو د څلور بریدګرو ډله له افغانستان څخه کراچۍ ته ننوتې وه. د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د جانان په نوم بریدګر د کمپ په دروازه کې ځانمرګی برید کړی و چې نورو دریو بریدګرو ته د ننوتلو لاره خلاصه کړي.

پر همدغه مهال د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاءالحسن لنجار ویلي، په بریدګرو کې درې تنه د افغانستان وګړي او یو تن د خیبر پښتونخوا د باجوړ اوسېدونکی و. پولیس وايي، د عثمان په نوم یو ټپي بریدګر اعتراف کړی چې هغوی په افغانستان کې په بېلابېلو کمپونو کې روزل شوي وو.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې له نیول شویو کسانو څخه د برید د چمتووالي ویډیوګانې او په افغانستان کې د دغې ډلې د روزنیزو کمپونو اسناد هم ترلاسه شوي دي.

پاکستاني رسنیو د برید د پلان د لومړیو شیبو بې لوګو صافې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

طالبانو د پاکستاني چارواکو د تازه ادعا په تړاو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي پاکستان د افغانستان «منحوس دښمن» بللی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رییس عبدالحکیم همت وایي، پاکستان د افغانستان له پرمختګ، ملي یووالي او په خپلو پښو له درېدو سره ستونزه لري. نوموړي پاکستان د افغانستان «منحوس دښمن» وباله او له خبریالانو یې وغوښتل چې د خلکو د افکارو د تنویر ترڅنګ «فکري جګړه» هم مخته یوسي.

عبدالحکیم همت اخوندزاده چې د پکتیا ولایت خبریالانو ته وینا کوله، ویلي د پاکستان دښمني نه د دین ده، نه د ژبې، نه د خاورې بلکې غواړي افغانستان متحد، پر خپلو پښو ولاړ او پرمختللی هیواد ونه اوسي.»

د نوموړي په وینا، پاکستان داسې افغانستان نه شي زغملی، چې پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودرېږي.

یاد طالب چارواکې د پکتیا له خبریالانو غوښتي چې د عامه پوهاوي او د خلکو د افکارو د تنویر په برخه کې همکاري وکړي.

۵۷ اسلامي هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
100%

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو وزیرانو د خپلې نهمې غونډې په رسمي اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. سازمان ویلي، چې د طالبانو بندیزونه د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه غونډه د جولای پر ۱۲مه او ۱۳مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب ترسره شوه او د ۵۷ اسلامي هېوادونو استازو او د ښځو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې په اعلامیه کې ګډون کوونکو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي ځکه اسلام د ښځو او نجونو د کرامت او حقونو ملاتړ کوي.

دغه سازمان په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او رغنده ګډون لپاره د ټولو ښوونیزو او مسلکي خنډونو پر لرې کولو کلک ټینګار کړی دی.

په دغه پرېکړه‌لیک کې راغلي دي چې د ښځو او نجونو پیاوړتیا او د هغوی په زده‌کړو، مهارتونو، مشرتابه او اقتصادي مشارکت کې پانګونه د اسلامي امت د راتلونکي، پرمختګ او هوساینې لپاره خورا اړینه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان همدارنګه د ښځو د ډیجیټلي ادغام لپاره د «اسلام‌اباد نوښت» په نوم یو داوطلبانه پلیټ فارم پیل کړ چې په غړو هېوادونو کې د ښځو د ډیجیټلي سواد، ساینس او ټیکنالوژۍ په برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اسلام ښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو عزت، حقونه، ګډون او پرمختګ حمایه کوي او په کورنۍ، ټولنه او ټولنیز ژوند کې د هغوی مهم رول مني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو او د ښځو د حقونو د بېرته تامینولو له غوښتنو سره مخ شوي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته تر دې مهاله مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د چارو ادارې رییس: بهرنۍ رسنۍ زموږ د اطاعت د کمزوري کولو هڅه کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د چاري ادارې رییس نور الحق انور ادعا کړې چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې رسنۍ باید حقیقي معلومات تر خلکو ورسوي.

طالبانو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ یې په میدان وردګو ولایت کې د خبریالانو فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه سیمینار جوړ کړی و.

یاد سمینار ته د وینا پرمهال د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور ادعا کړې، چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې:« بهرنۍ رسنۍ د بیان ازادي موږ ته په داسې بڼه وړاندې کوي چې زموږ له دیني او ټولنیزو ارزښتونو سره توپیر لري او په پایله کې یې زموږ د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کېږي».

نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پر ټولو کورنیو رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او د رسنیو ټول فعالیتونه سانسور کېږي.