• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کرېکټ نړیوال جام کې نن پاکستان او سوېلي افریقا سره لوبېږي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام ۲۶ سیالۍ کې نن د پاکستان لوبډله د سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالي لري. پاکستان د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو د ۳۸ منډو جوړولو سره یې دوه لومړني لوبغاړي امام الحق او عبدالله شفیق وسوځېدل.

دا لوبه د کوربه هند د چینای ښار په چدم برم لوبغالي کې روانه ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

انګلنډ په کرېکټ نړیوال جام کې سریلانکا ته ۱۵۷ منډې هدف وټاکه

۴ لړم ۱۴۰۲ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۵ سیالۍ کې نن انګلنډ د سریلانکا په مقابل کې د ۱۵۶ منډو په جوړولو سره له ډګر ووت. انګلنډ لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه، خو ټول لوبغاړي یې په ۳۳.۲ اور کې د ۱۵۶ منډو جوړولو سره وسوځېدل.

دا لوبه د دې جام د کوربه هند په بنګلور کې روانه ده.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

اسټرالیايي توپ وهونکي میکسویل د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه ووهله

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۲ GMT+۱

په کرېکټ نړیوال جام کې نن د اسټرالیا لوبغاړي میکسویل د هالنډ په مقابل کې په ۴۰ توپونو سره د ۸ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ د کرېکټ نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو چټکه سلیزه وکړه. دا سیالي د ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې روانه ده او اسټرالیا سیالې لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف ټاکلی دی.

د اسټرالیا کپتان پیټ کمنز د هالنډ پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

کینګروز د هالنډ توپ وهونکو ته سخته ماته ورکړه، لومړی ډیویډ وارنر سلیزه ووهله، ورپسې ګلین میکسویل ډګر ته راغی او د څلوریزو او شپږیزو باران یې وکړ.

ده د هالڼد پر وړاندې په ۴۴ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې چې ۹ څلوریزې او ۸ شپږیزې هم پکې شاملې دي. نوموړي په نننۍ لوبې سره په نړیوال جام کې د تر ټولو چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړ کړ.

تر دې مخکې دا ریکارډ د سویلي افریقا ایډن مارکرم په خپل نوم کړی و، چې په روان نړیوال جام کې یې د سریلانکا پر وړاندې په ۴۹ توپونو سره سلیزه ووهله.

اسټرالیا هالنډ ته په ۸ ویکټو سره ۳۹۹ منډې جوړې کړې او سیاله لوبډله د بري لپاره ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې په روان نړیوال جام کې سوېلي افریقا د انګلنډ ملي لوبډلې ته ۴۰۰ منډې هدف ټاکلی و، خو انګلنډ په لوی توپیر دا لوبه وبایلله.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شوی او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په دې جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په ګډون شپږ تنو لوبغاړو له دغې ډلې استعفا کړې

۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۷ GMT+۱

دغه لوبغاړي وايي، د دوی د استعفاوو لامل د فوټبال په فډراسیون کې پراخه درغلي ده چې د دوی په وینا د دوی حقونه د فډراسیون د چارواکو جیبونو ته ځي.

طالبان چې دا مهال د فوټبال فډراسیون یې تر واک لاندې دی د فوټبال د غړو ډله‌ییزه استعفا مني؛ خو په فډراسیون کې د درغلیو خبره په کلکه ردوي.


د طالبلانو تر لاس لاندې د المپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼي بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دوی په دغه فډراسیون کې د فساد نښې نښانې نه دي لیدلي او په دې برخه کې یې د لا زیاتو پلټنو ژمنه هم کړې ده.


د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته، امید پوپل‌زی، رحمت اکبري، عمران حیدري، نجم حیدري او یو شمېر نورو لوبغاړو په دې اړه، پر خپلو فیسبوک پاڼو یوه اعلامیه خپره کړې ده.


په اعلامیه کې راغلي:« موږ د فوټبال ملي لوبغاړي په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو، چې په فډراسیون کې د فساد له امله ،له دې وروسته په ملي لوبډله کې نه لوبېږو.»

دغو لوبغاړو ادعا کړې، چې د فوټبال فډراسیون غړي او مسوولین د دوی د بهرنیو سفرونو پر مهال په ټکټونو کې فساد کوي.

دوی زیاته کړې، چې دوی ته یو شمېر هېوادونه د لوبو بلنې ورکوي؛ خو د دوی د تګ راتګ لپاره د ټکټونو پیسې د فډراسیون چارواکي خپلو جیبونو ته اچوي.


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چې په تېرو شلو کالو کې په کور دننه او نړۍوالو ډګرونو کې لوبېدلې، ګڼ ځوانان یې روزلي او د افغانانو تر منځ د یوې ښاغلې او منلې ډلې په توګه پېژندل شوې وه؛ خو که اوس له دغې لوبډلې نوموتې څېرې او لوبغاړي وځي نو داسې تمه نه شي کېدای، چې په راتلونکو څو لسیزو کې به د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله سر راپورته کړي او یا به د سیمې او نړۍ د هېوادونو په کچه د نورو لوبډلو سره سیاله شي.

د کرېکټ د بریا په اړه د افغانستان د جمهوري پالو سیاستوالو خوښي او د طالبانو چوپتیا

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۱

وروسته له هغې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال پنځوس اوریزجام په سیالیو کې پاکستان ته په لومړي ځل ماتې ورکړه، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان ګڼو سیاستوالو پر دغې بریا خوښي وښوده؛ خو د طالبانو مشران بیا غلي دي.

دا هغه بریا ده، چې افغانانو یې له کلونو – کلونو را په دې خوا انتظار کاوه او بالاخره د کرېکټ د ملي لوبډلې دغه بریا په داسې مهال وګټل شوه، چې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پاکستان له خوا له افغان کډوالو سره کېدونکي چلند ګڼ افغانان اندېښمن کړي او د پاکستان پر وړاندې یې کرکه لا هم زیاته شوې ده.

د افغانستان اکثرو سیاستوالو د کرېکټ دغه بریا یوه تاریخي بریا ګڼلې او د کرېکټ له ملي لوبډلې یې د مننې تر څنګ د افغانستان ملت ته مبارکي ویلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې اېکس پاڼې د دغې بریا له امله خوښي ښودلې او لیکلي یې دي:”د کرېکټ د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم او د هېواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاو هیله لرم”.

بل خوا پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دا بریا ستره او تاریخي ګڼلې ده او د افغانستان له درې رنګه بېرغ سره یې یو ځای لیکلي: “ستره او تاریخي بریا مو بختوره شه!ژوندی دې وي افغانستان!”.

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپلې اېکس پاڼې افغان ملت ته د دغې سترې بریا مبارکي ویلې ده.

هغه لیکلي: “د پاکستان پر وړاندې د تاریخي بریا لپاره په مناسب وخت، سم ځای او سم پیغام سره د افغانستان د ملي بېرغ ښکاره کول دې بریا ته ژوره معنا ورکوي. زه د دې تاریخي او نه هېرېدونکې بریا ستاینه کوم او په خپل کرېکټ ټیم غږ کوم، چې د خپل ملي ټیم د انځور د ساتلو او پیاوړي کولو لپاره هر وخت د طالبانو له سمبولونو او ډلو ټپلو څخه لرې پاتې شي. پورته کېدو ته دوام ورکړئ. ملت درسره دی”.

د پخواني جمهوري دولت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې د کرېکټ د ملي لوبډلې د بریا په پار خوښي ښودلې او لیکلي یې دي: “د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې بریا دې مبارک وي. د کرېکټ د پنځوس اوریزه نړۍوال جام په سیالیو کې نن په یوې په زړه پورې لوبه کې افغانستان د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا بریا دې د کرېکټ ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته یو ځل بیا مبارک وي”.

د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې د ملي لوبډلې پر بریا خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده: “د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سترې بریا له امله دوی او ټولو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د حيرانتيا او وياړ خبره ده، چې دغه اتلان د هېواد په دې بحراني حالت کې او په دې محدودو امکاناتو سره هېواد ته دومره وياړونه ور په برخه کوي. زر ځله دې پر دوی افتخار وي”.

همداراز د افغانستان د جمهوري غوښتونکو د خوځښت مشر شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې د کرېکټ د بریا مبارکي ویلې او دا یې یوه تاریخي لاسته راوړنه ګڼلې ده.

له دوی پرته د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او ګڼو نورو سیاستوالو د دغې بریا په مناسبت خپله خوښي ښودلې ده.

خو تر دا مهاله د طالبانو په لیکو کې له د دغې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او انس حقاني پرته د طالبانو مشر ملاهبت الله، د دغې ډلې د ریاست الوزرا مرستیالانو، د طالبانو د کابینې غړو او نورو چارواکو د کرېکټ د دغې بریا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د ماتې او افغانستان د بریا پر وړاندې د طالبانو د مشرانو دغې چوپتیا بېلابېلې پوښتنې را ولاړې کړي او ګڼو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوښتنه کړې، چې ولې دوی د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بریا نه نمانځي؟

دا هغه پوښتنه ده، چې د طالبانو له درېیو ویاندویانو سره مو شریکه کړه، خو تر اوسه مو ځواب تر لاسه نه کړ.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په ترڅ کې تېره ورځ په هند کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په ورته وخت کې د دغې لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپله جایزه هغو کډوالو ته ډالۍ کړه چې په دې وروستیو کې پاکستان په زوره افغانستان ته شړلي دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بری؛ نړیوال يې ستايي او پاکستان يې خواشینی کړی

۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو، د لویو لوبډلو روزونکو او سیاستوالو د پاکستان په وړاندې د افغانستان د تاریخي بري په اړه تبصرې کړې، چې دې کار د پاکستان خپګان نور هم زیات کړی دی. پاکستان ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې په خپل لوبیز تاریخ کې په نړیوال جام کې خپل دویم بری ثبت کړ.

د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې له پیله د کرېکټ مبصرینو ویلي وو، چې د لوبغالي ویشتنځای د ورو توپ اچونکو لپاره جوړ دی.

افغانستان د پاکستان په وړاندې د لوبې لپاره په لوبډله کې تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي کښیناوه او پر ځای یې ورو توپ اچونکی نور احمد په لوبډله کې ور زیات کړ. چې په دې سره په افغان لوبډله کې څلورو ورو توپ اچونکو د پاکستان پر وړاندې توپ اچونه کوله.

نور احمد د خپلې جادویي توپ اچوونې پر مټ د پاکستان پیلیز توپ وهونکی عبدالله شفیق، په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر منډه جوړونکی لوبغاړی محمد رضوان او د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له میدانه بهر کړل.

په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران اوږده ملګرتیا وکړه، او ورپسې رحمت شاه زرمتي او افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي لوبه په بري پای ته و رسوله.

په دغه تاریخې بري سره افغان لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې د پاکستان څخه د ماتې خوړلو لړۍ پای ته ورسوله او پاکستانۍ لوبډله یې ماته کړه.

د افغانستان د لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز د لوبې تر ګټلو وروسته وویل شپږ، اوه کاله موږ همدې ورځې ته انتظار ویوست، چې پاکستان لوبډله باید ماته کړو.

د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې په اړه تبصرې او غبرګونونه.

هندي کرېکټر عرفان پټان په لوبغالي کې دا بری له راشد خان سره په نڅا او ګډا ونمانځله.

د کرېکټ د نړۍ افسانوي ستوري سچن ټنډولکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « په دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کارکردګي په زړه پوري وه. د توپ اچونې د پیاوړې کرښې په لرلو سره د انګلستان او پاکستان په څېر لوبډلو پر وړاندې بری د افغانستان د نوې لوبډلې د راڅرګندېدو ښکارندویي کوي.»

د هند ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي، مشر روزونکي او د کرېکټ مشهور مبصر راوي شاستري افغان لوبډلې ته په خطاب کې پر ایکس پاڼه لیکلي، «تاسې د دوو نړیوالو اتلانو، اوسني او مخکني په ماتولو سره وښوده، چې واقعا زړور یاست. تاسې په دې ستر سټيج نړۍ ته خپله وړتیا وښودله.»

همدارنګه د هند لوبډلې پخواني توپ وهونکي سوریش راینا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، «د افغانستان لوبډلې، د پاکستان پر وړاندې د نن ورځې په زړه پورې بری مو مبارک شه ستاسو په زړه پورې ټیم، تکړه کپتانۍ، او ښه توپ وهنه د لېدو لپاره په زړه پورې وه. ځلانده اوسئ.»

خو تر دغه خوږ بري وروسته په پاکستانې رسنیو کې خپګان راڅرګند شو.

د پاکستان د لوبډلې پر کپتان سختې نیوکې وشوې. د کرېکټ پاکستانيو مبصرینو بابر اعظم یو ناکاره کپتان یاد کړ او وايي د پاکستان لوبډلې د افغانستان پر وړاندې با مسولیته لوبه تر سره نه کړه.

د پاکستان د کرېکټ پخواني افسانوي تېز توپ اچونکي پر خپل یوټیوب چینل یوه تبصره خپره کړې ده او داسې یې ویلي، «افغانان زموږ وروڼه دي خو نن موږ د خپلو ورونو له لوري وډبول شوو.»

د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وسیم اکرم. د پاکستان لوبډلې د تیرې شپې لوبې په اړه د پاکستان پر کریکټ بورډ سختې نیوکې وکړې. او د افغان لوبډلې په اړه وايي، «افغان لوبډلې مبارک مو شه! ښه لوبه مو وکړه. په توپ اچونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې مو د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه په زړه پوري لوبه مو وکړله.»

د پاکستان لوبډلې پخوانی کپتان مصباح الحق د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو ستاینه کوي وايي، «په نړۍ کې تر ټولو قوي ورو توپ اچونکي د افغانستان د لوبډلې سره دي او نن شپه یې وښوده چې د نړۍ قوي لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.»

همدارنګه د پاکستان لوبډلې اوسنۍ لوبډلمشر بابر اعظم له افغان لوبدلې څخه د ماتې خوړلو وروسته د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال افغان لوبډلې ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکړه. خو د خپلې لوبډلې د کارکردګۍ څخه ډیر ناخوښه و.