د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په ګډون شپږ تنو لوبغاړو له دغې ډلې استعفا کړې

دغه لوبغاړي وايي، د دوی د استعفاوو لامل د فوټبال په فډراسیون کې پراخه درغلي ده چې د دوی په وینا د دوی حقونه د فډراسیون د چارواکو جیبونو ته ځي.

دغه لوبغاړي وايي، د دوی د استعفاوو لامل د فوټبال په فډراسیون کې پراخه درغلي ده چې د دوی په وینا د دوی حقونه د فډراسیون د چارواکو جیبونو ته ځي.
طالبان چې دا مهال د فوټبال فډراسیون یې تر واک لاندې دی د فوټبال د غړو ډلهییزه استعفا مني؛ خو په فډراسیون کې د درغلیو خبره په کلکه ردوي.
د طالبلانو تر لاس لاندې د المپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼي بيبيسي ته ویلي، چې دوی په دغه فډراسیون کې د فساد نښې نښانې نه دي لیدلي او په دې برخه کې یې د لا زیاتو پلټنو ژمنه هم کړې ده.
د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته، امید پوپلزی، رحمت اکبري، عمران حیدري، نجم حیدري او یو شمېر نورو لوبغاړو په دې اړه، پر خپلو فیسبوک پاڼو یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي:« موږ د فوټبال ملي لوبغاړي په ډېرې خواشینۍ سره خبر درکوو، چې په فډراسیون کې د فساد له امله ،له دې وروسته په ملي لوبډله کې نه لوبېږو.»
دغو لوبغاړو ادعا کړې، چې د فوټبال فډراسیون غړي او مسوولین د دوی د بهرنیو سفرونو پر مهال په ټکټونو کې فساد کوي.
دوی زیاته کړې، چې دوی ته یو شمېر هېوادونه د لوبو بلنې ورکوي؛ خو د دوی د تګ راتګ لپاره د ټکټونو پیسې د فډراسیون چارواکي خپلو جیبونو ته اچوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله چې په تېرو شلو کالو کې په کور دننه او نړۍوالو ډګرونو کې لوبېدلې، ګڼ ځوانان یې روزلي او د افغانانو تر منځ د یوې ښاغلې او منلې ډلې په توګه پېژندل شوې وه؛ خو که اوس له دغې لوبډلې نوموتې څېرې او لوبغاړي وځي نو داسې تمه نه شي کېدای، چې په راتلونکو څو لسیزو کې به د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله سر راپورته کړي او یا به د سیمې او نړۍ د هېوادونو په کچه د نورو لوبډلو سره سیاله شي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال پنځوس اوریزجام په سیالیو کې پاکستان ته په لومړي ځل ماتې ورکړه، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان ګڼو سیاستوالو پر دغې بریا خوښي وښوده؛ خو د طالبانو مشران بیا غلي دي.
دا هغه بریا ده، چې افغانانو یې له کلونو – کلونو را په دې خوا انتظار کاوه او بالاخره د کرېکټ د ملي لوبډلې دغه بریا په داسې مهال وګټل شوه، چې افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پاکستان له خوا له افغان کډوالو سره کېدونکي چلند ګڼ افغانان اندېښمن کړي او د پاکستان پر وړاندې یې کرکه لا هم زیاته شوې ده.
د افغانستان اکثرو سیاستوالو د کرېکټ دغه بریا یوه تاریخي بریا ګڼلې او د کرېکټ له ملي لوبډلې یې د مننې تر څنګ د افغانستان ملت ته مبارکي ویلې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې اېکس پاڼې د دغې بریا له امله خوښي ښودلې او لیکلي یې دي:”د کرېکټ د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم او د هېواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاو هیله لرم”.
بل خوا پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپلې اېکس پاڼې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دا بریا ستره او تاریخي ګڼلې ده او د افغانستان له درې رنګه بېرغ سره یې یو ځای لیکلي: “ستره او تاریخي بریا مو بختوره شه!ژوندی دې وي افغانستان!”.
په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپلې اېکس پاڼې افغان ملت ته د دغې سترې بریا مبارکي ویلې ده.
هغه لیکلي: “د پاکستان پر وړاندې د تاریخي بریا لپاره په مناسب وخت، سم ځای او سم پیغام سره د افغانستان د ملي بېرغ ښکاره کول دې بریا ته ژوره معنا ورکوي. زه د دې تاریخي او نه هېرېدونکې بریا ستاینه کوم او په خپل کرېکټ ټیم غږ کوم، چې د خپل ملي ټیم د انځور د ساتلو او پیاوړي کولو لپاره هر وخت د طالبانو له سمبولونو او ډلو ټپلو څخه لرې پاتې شي. پورته کېدو ته دوام ورکړئ. ملت درسره دی”.
د پخواني جمهوري دولت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې د کرېکټ د ملي لوبډلې د بریا په پار خوښي ښودلې او لیکلي یې دي: “د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې بریا دې مبارک وي. د کرېکټ د پنځوس اوریزه نړۍوال جام په سیالیو کې نن په یوې په زړه پورې لوبه کې افغانستان د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا بریا دې د کرېکټ ملي لوبډلې او ټولو هېوادوالو ته یو ځل بیا مبارک وي”.
د افغانستان د پخواني اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم پر خپلې اېکس ټولنیزې شبکې د ملي لوبډلې پر بریا خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده: “د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سترې بریا له امله دوی او ټولو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. د حيرانتيا او وياړ خبره ده، چې دغه اتلان د هېواد په دې بحراني حالت کې او په دې محدودو امکاناتو سره هېواد ته دومره وياړونه ور په برخه کوي. زر ځله دې پر دوی افتخار وي”.
همداراز د افغانستان د جمهوري غوښتونکو د خوځښت مشر شاه محمود میاخېل هم پر خپلې اېکس پاڼې د کرېکټ د بریا مبارکي ویلې او دا یې یوه تاریخي لاسته راوړنه ګڼلې ده.
له دوی پرته د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او ګڼو نورو سیاستوالو د دغې بریا په مناسبت خپله خوښي ښودلې ده.
خو تر دا مهاله د طالبانو په لیکو کې له د دغې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او انس حقاني پرته د طالبانو مشر ملاهبت الله، د دغې ډلې د ریاست الوزرا مرستیالانو، د طالبانو د کابینې غړو او نورو چارواکو د کرېکټ د دغې بریا په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د ماتې او افغانستان د بریا پر وړاندې د طالبانو د مشرانو دغې چوپتیا بېلابېلې پوښتنې را ولاړې کړي او ګڼو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پوښتنه کړې، چې ولې دوی د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بریا نه نمانځي؟
دا هغه پوښتنه ده، چې د طالبانو له درېیو ویاندویانو سره مو شریکه کړه، خو تر اوسه مو ځواب تر لاسه نه کړ.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په ترڅ کې تېره ورځ په هند کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او په ورته وخت کې د دغې لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپله جایزه هغو کډوالو ته ډالۍ کړه چې په دې وروستیو کې پاکستان په زوره افغانستان ته شړلي دي.

د کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو، د لویو لوبډلو روزونکو او سیاستوالو د پاکستان په وړاندې د افغانستان د تاریخي بري په اړه تبصرې کړې، چې دې کار د پاکستان خپګان نور هم زیات کړی دی. پاکستان ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې په خپل لوبیز تاریخ کې په نړیوال جام کې خپل دویم بری ثبت کړ.
د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبې له پیله د کرېکټ مبصرینو ویلي وو، چې د لوبغالي ویشتنځای د ورو توپ اچونکو لپاره جوړ دی.
افغانستان د پاکستان په وړاندې د لوبې لپاره په لوبډله کې تیز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي کښیناوه او پر ځای یې ورو توپ اچونکی نور احمد په لوبډله کې ور زیات کړ. چې په دې سره په افغان لوبډله کې څلورو ورو توپ اچونکو د پاکستان پر وړاندې توپ اچونه کوله.
نور احمد د خپلې جادویي توپ اچوونې پر مټ د پاکستان پیلیز توپ وهونکی عبدالله شفیق، په نړیوال جام کې تر ټولو ډیر منډه جوړونکی لوبغاړی محمد رضوان او د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له میدانه بهر کړل.
په توپ وهنه کې رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران اوږده ملګرتیا وکړه، او ورپسې رحمت شاه زرمتي او افغان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي لوبه په بري پای ته و رسوله.
په دغه تاریخې بري سره افغان لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې د پاکستان څخه د ماتې خوړلو لړۍ پای ته ورسوله او پاکستانۍ لوبډله یې ماته کړه.
د افغانستان د لوبډلې تکړه توپ وهونکی رحمان الله ګربز د لوبې تر ګټلو وروسته وویل شپږ، اوه کاله موږ همدې ورځې ته انتظار ویوست، چې پاکستان لوبډله باید ماته کړو.
د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې په اړه تبصرې او غبرګونونه.
هندي کرېکټر عرفان پټان په لوبغالي کې دا بری له راشد خان سره په نڅا او ګډا ونمانځله.
د کرېکټ د نړۍ افسانوي ستوري سچن ټنډولکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « په دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کارکردګي په زړه پوري وه. د توپ اچونې د پیاوړې کرښې په لرلو سره د انګلستان او پاکستان په څېر لوبډلو پر وړاندې بری د افغانستان د نوې لوبډلې د راڅرګندېدو ښکارندویي کوي.»
د هند ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي، مشر روزونکي او د کرېکټ مشهور مبصر راوي شاستري افغان لوبډلې ته په خطاب کې پر ایکس پاڼه لیکلي، «تاسې د دوو نړیوالو اتلانو، اوسني او مخکني په ماتولو سره وښوده، چې واقعا زړور یاست. تاسې په دې ستر سټيج نړۍ ته خپله وړتیا وښودله.»
همدارنګه د هند لوبډلې پخواني توپ وهونکي سوریش راینا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، «د افغانستان لوبډلې، د پاکستان پر وړاندې د نن ورځې په زړه پورې بری مو مبارک شه ستاسو په زړه پورې ټیم، تکړه کپتانۍ، او ښه توپ وهنه د لېدو لپاره په زړه پورې وه. ځلانده اوسئ.»
خو تر دغه خوږ بري وروسته په پاکستانې رسنیو کې خپګان راڅرګند شو.
د پاکستان د لوبډلې پر کپتان سختې نیوکې وشوې. د کرېکټ پاکستانيو مبصرینو بابر اعظم یو ناکاره کپتان یاد کړ او وايي د پاکستان لوبډلې د افغانستان پر وړاندې با مسولیته لوبه تر سره نه کړه.
د پاکستان د کرېکټ پخواني افسانوي تېز توپ اچونکي پر خپل یوټیوب چینل یوه تبصره خپره کړې ده او داسې یې ویلي، «افغانان زموږ وروڼه دي خو نن موږ د خپلو ورونو له لوري وډبول شوو.»
د پاکستان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر وسیم اکرم. د پاکستان لوبډلې د تیرې شپې لوبې په اړه د پاکستان پر کریکټ بورډ سختې نیوکې وکړې. او د افغان لوبډلې په اړه وايي، «افغان لوبډلې مبارک مو شه! ښه لوبه مو وکړه. په توپ اچونه، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې مو د پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه په زړه پوري لوبه مو وکړله.»
د پاکستان لوبډلې پخوانی کپتان مصباح الحق د لوبې پر مهال د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو ستاینه کوي وايي، «په نړۍ کې تر ټولو قوي ورو توپ اچونکي د افغانستان د لوبډلې سره دي او نن شپه یې وښوده چې د نړۍ قوي لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.»
همدارنګه د پاکستان لوبډلې اوسنۍ لوبډلمشر بابر اعظم له افغان لوبدلې څخه د ماتې خوړلو وروسته د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال افغان لوبډلې ته د لوبې ګټلو مبارکي ورکړه. خو د خپلې لوبډلې د کارکردګۍ څخه ډیر ناخوښه و.

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له بري وروسته، په افغانستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو دغه بری ونمانځه. د افغانستان په ښارونو کې خلک واټونو ته راووتل او دا خوشحالي یې په ګډه ونمانځله.
افغانانو په کور دننه او بهر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري له امله خوښي څرګنده کړه او یو بل ته یې د دې بري مبارکي وویله.
په خواله رسنیو کې هم غبرګونونه له خوښیو ډک دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم دغه بری د کرېکټ لوبو په ډګر کې په کور دننه او بهر ونمانځله.
خبریالانو، لوبغاړو، هنرمندانو، سیاستوالو او ټول ولس د افغانستان دغه بری یو تاریخي او ځلانده بری وګاڼه او مبارکي یې ورکړه.
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بری د سیمې او نړۍ په رسنیو کې هم انعکاس درلود.
هندوستان ټایمز د دې بری په اړه لیکلي چې افغانستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره دغه لوبډله له نړیوال جام څخه د وتلو برابر کړه.
دغې ورځپاڼې همداراز د افغانستان لوبډله د (((غول کُش))) په نوم یاده کړې، چې له انګلستان وروسته یې په نړیوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.
د پاکستان "ډان" ورځپاڼې د افغانستان په وړاندې د اتو ویکټو په توپیر سره د پاکستان ماتې د کرېکټ نړیوال جام ته یوه حیرانتیا بللې او لیکلي یې دي چې د افغانستان خلکو دغه بری په کابل کې په ډزو، خوښیو او په اورلوبو سره نمانځلی دی.
دغې ورځپاڼې زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان په وړاندې دغه بری په داسې حال کې ترلاسه کړی چې، د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې دي.
انټرنېشنل نیوز د پاکستان د لوبډلې د ستوري بابر اعظم له قوله ویلي چې د دې لوبډلې د ماتې لامل د پاکستاني لوبغاړو کمزوری فیلډینګ او توپ وهنه وه، داسې ماتې چې د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته د پاکستان د احتمالي نه پرمختګ په اړه به د پام وړ اغیزه ولري.
د پاکستان ټيم لوبډلمشر بابراعظم زياته کړې ده چې په ميدان کې د پاکستان ټيم پلانونه او تاکتيکونه په بریالیتوب سره نه دي ترسره شوي.
هغه وویل، مونږ هر څه چې پلانوو هغه په بشپړه توګه په ډګر کې نه عملي کیږي.
یو شمېر نورو پاکستاني ورځپاڼو لکه "پاکستان ټوډې" هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د بري لامل د افغان لوبغاړو له خوا د سمو تکتیکونو اجرا کولو، د پاکستاني لوبډلې سمې پیژندنې او د فضل الحق فاروقي پر ځای د نور احمد ټاکنې ته اشاره وکړه او دا یې یو بریالی بدلون وباله.

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه او د پاکستان د توپوهنې په پاڼۍ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه. دا د نړۍوال پنځوس اوریز جام په تاریخ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.
د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.
د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه وکړه.
هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.
افغان لوبغاړو په ۴۹م اور ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.
همداراز د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان د توپ وهې په پاڼۍ کې پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړ.
په یاده لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان هشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل.
د افغانستان راتلونکې سیالي به د سریلنکا له لوبډلې سره د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.
د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.
هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.
همداراز محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
ډېر ژر به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیل شي.
د نړۍوال جام په روانو لوبو کې تر دا مهاله پاکستان دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.
