• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړۍوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل په نړۍوال جام کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه او د پاکستان د توپوهنې په پاڼۍ کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه. دا د نړۍوال پنځوس اوریز جام په تاریخ کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا ده.

د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه وکړه.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

افغان لوبغاړو په ۴۹م اور ټاکل شوی هدف بشپړ کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

همداراز د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهې په پاڼۍ کې پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدران د ۸۷ منډو او رحمان الله ګربز د ۶۵ منډو په مټ دغه هدف پوره کړ.

په یاده لوبه کې د افغانستان توپ وهونکو رحمت شاه ۷۷ او کپتان هشمت الله شهیدي ۴۸ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېدل.

د افغانستان راتلونکې سیالي به د سریلنکا له لوبډلې سره د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

وسلوالو د هرات یو دیني عالم په ډزو وژلی دی

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۷ GMT+۱

په هرات کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې ناپېژاندو وسلوالو په هرات ولایت کې یو دیني عالم "عید محمد اعتمادي" په ډزو وژلی دي.

سرچینې ویلي، چې عید محمد اعتمادي تېره شپه ناپېژانده وسلوالو له کوره ویستی او نن دوشنبه یې جسد موندل شوی دی.

اعتمادي د هرات د انجیل ولسوالۍ د خوشرود کلي لوی جومات ملا امام و او همداراز به مدرسه کې یې تدریس کاوه.

تر اوسه طالبانو د دغې پېښې اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق: د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۸۰ ټنه طبي توکي را ورسېدل

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) یې کابل ته د طبي توکو څه باندې ۸۰ ټنه درمل، جراحي وسایل او نور توکي راورسېدل.

د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درمل او طبي توکي به هرات ته انتقال کړي او د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو میرمنو او کورنیو ته به پرې رسیدګي وشي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې یاد طبي وسایل د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ تر لاسه شوي او دا به د نېږدې ۴۳ زره کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو یوه برخه وي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې د خوارځواکو او په نس ناستې اخته ماشومانو لپاره هم درمل شامل دي.

خبرپاڼه په افغانستان کې د یونیسف د استازي فران ایکویزا له قوله زیاتوي:"مونږ د افغانستان په لویدیځ کې د وروستیو زلزلو له امله د ۹۶زره ماشومانو سره د مرستې لپاره په بېړني ډول د نورو مرستو غوښتنه کړې ده."

که څه هم د هرات د زلزلې د مړو او زخمیانو په اړه بېلابېل خبرونه تر لاسه شوي، خو د ملګرو ملګرو ملتونو د همکارو ادارو د راپور په اساس په هرات کې نېږدې ۱۵۰۰ کسان مړه شوي او ۱۵۴ زره کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د یونېسف په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ژمي په رارسېدو سره به نېږدې ۳۰۰ خېمې هم انتقال کړي او له دغو خېمو به د ښوونځیو، روغتیايي کلینکونو او د مرستو د وېش د مرکزونو استفاده وکړي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي وو، چې افغانستان تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري.

اوچا پر نړۍوالو مرسته کوونکو بنسټونو غږ کړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې یو بشري ناورین رامنځته شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د افغانستان د اهل هنودو او سکهانو سرتاسري شورا خبرداری

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو هغه مکتبونه ترلاسه کړي دي، چې پکې د افغانستان اهل هنودو او سکهانو سرتاسري شورا له طالبانو غوښتي، چې د هغو کسانو مخه ونیسي چې په چل او فریب د دوی له نوم څخه ګټه اخلي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د کابل ښاروالۍ د ناحیو په شورا کې یو کس د اهل هنودو او سکهانو استازی وټاکه.

هغه مکتوبونه چې افغانستان انټرنشنل ته په لاس ورغلي، د افغانستان تېر پارلمان کې د اهل هنودو او سکهانو سرتاسري شورا او د افغانستان د اهل هنودو او سکهانو پخواني استازي د ( تلې ۲۶ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته ویلي، چې د کابل ښاروالۍ دا کار چې یو کس یې د ناحیو په شورا کې د هنودو او سکهانو استازي ټاکلی د دوی د شورا د ناخوښۍ او خفګان سبب ګرځي.

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د اهل هنودو او سکهانو استازي نرېندر سنګهـ خالصه وايي؛ د اهل هنودو او سکهانو شورا مرکزي دفتر د کابل کارته پروان درمسال کې موقعیت لري.

100%

خالصه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي باید د طالبانو حکومت له دغه دفتر سره په مشوره کړنې تنظیم کړي ترڅو د ورته کډوډیو مخه ونیول شي.

طالبانو څو ورځې وړاندې یو سکهـ چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ملي ټلویزیون سره خبرې وکړې او ځان یې د اهل هندو او سکهانو استازی معرفي کړ.

د طالبانو دغه کار د افغانستان اهل هنودو او سکهانو سرتاسري شورا له غبرګون سره مخ شو.

دغه شورا وايي؛ د دوی شورا د عدليې وزارت کې رسمیت لري او د طالبانو ټولو ادارو سره په تماس کې دي.

د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د افغانستان پر سکهانو د طالبانو حاکمیت کې د کابل کارته پروان سیمه کې پر درمسال بریدونه ترسره شول.

د طالبانو د حکومت محدیتونو له امله د نورو افغانانو په شان اهل هنود او سکهان هم جلاوطنۍ ته مخه کړې، اوس یوازې د خپلو جایدادونو د ساتلو لپاره یو کم شمېر کې اهل هنود او سکهان پاتې دي.

یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چې د وضعیت د ښه ښودلو لپاره طالبان د ورته تکتیکونو څخه ګټه اخلي او خلک مجبوروي چې د دوی په ګټه په رسنیو کې خبرې وکړي.

د معلوماتو له مخکې د جمهوریت په پیل سره شاوخوا ۴۰۰ د اهل هنودو او سکهانو کورنۍ افغانستان ته راستانه شول، خو د طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره ډېری کورنۍ د دوی حقونو ته نه د ژمنتیا او امنیتي کواښونو له امله مجبور شول چې افغانستان پرېږدي.

د بشری حقونو د څار ادارې له سراج الدین حقانی سره د جاپان د سفیر لیدنه غندلې

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د بشری حقونو د څار ډلې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا په لیدنه نیوکه وکړه او د جاپان حکومت یې "یو تکراری متخلف" وباله.

هیدر بار پر اېکس ټولنیزې پاڼې په یوه یادښت کې دا لیدنه د کومې مېرمنې د نشتوالي له امله ناهیلې کوونکې وبلله.

نوموړې په طنزیه انداز ویلي: “څنګه له طالبانو سره تعامل وشي: لومړی ټول باید سړی ور ولېږئ، د عکسونو لپاره پوزبند وتړئ او درېیم طالبانو ته اجازه ورکړئ چې په رسنیو کې یې سرچپه انعکاس کړي”.

په دې وروستیو کې د جاپان پخوانیو او نویو سفیرانو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقانی سره وکتل او له افغانستان سره یې د جاپان د دوامداره همکاریو اعلان وکړ.

د جاپان له سفیرانو سره په خبرو کې هېڅ ښځینه ګډون نه درلود.

د بشری حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې دغه سفرونه "نا هیلي کوونکي" بللي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غېر دایمي غړي په توګه د جاپان د رول اهمیت ته یې اشاره کړې ده.

د جاپان سفیر تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل او ورسره یې خبرې وکړې.

د بشری حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې په ترکمنستان، برېتانیا، چین، قزاقستان، پاکستان، مالیزیا، قطر، روسیې او ازبکستان کې له طالبانو سره په غونډو کې د ښځو پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ د پاکستان لوبډلې افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

همداراز محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

ډېر ژر به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیل شي.

د نړۍوال جام په روانو لوبو کې تر دا مهاله پاکستان دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.