• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشری حقونو د څار ادارې له سراج الدین حقانی سره د جاپان د سفیر لیدنه غندلې

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۸ GMT+۱

د بشری حقونو د څار ډلې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا په لیدنه نیوکه وکړه او د جاپان حکومت یې "یو تکراری متخلف" وباله.

هیدر بار پر اېکس ټولنیزې پاڼې په یوه یادښت کې دا لیدنه د کومې مېرمنې د نشتوالي له امله ناهیلې کوونکې وبلله.

نوموړې په طنزیه انداز ویلي: “څنګه له طالبانو سره تعامل وشي: لومړی ټول باید سړی ور ولېږئ، د عکسونو لپاره پوزبند وتړئ او درېیم طالبانو ته اجازه ورکړئ چې په رسنیو کې یې سرچپه انعکاس کړي”.

په دې وروستیو کې د جاپان پخوانیو او نویو سفیرانو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقانی سره وکتل او له افغانستان سره یې د جاپان د دوامداره همکاریو اعلان وکړ.

د جاپان له سفیرانو سره په خبرو کې هېڅ ښځینه ګډون نه درلود.

د بشری حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې دغه سفرونه "نا هیلي کوونکي" بللي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غېر دایمي غړي په توګه د جاپان د رول اهمیت ته یې اشاره کړې ده.

د جاپان سفیر تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل او ورسره یې خبرې وکړې.

د بشری حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې په ترکمنستان، برېتانیا، چین، قزاقستان، پاکستان، مالیزیا، قطر، روسیې او ازبکستان کې له طالبانو سره په غونډو کې د ښځو پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍوال جام؛ د پاکستان لوبډلې افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د کرېکټ د روان نړۍوال جام په ترڅ کې پاکستان د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ۲۸۳ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ د نړۍوال جام دا لوبه د هند په چينای کې نن دوشنبه پیل شوه، په دغه لوبه کې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.

هغه په نړۍوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

همداراز محمد نبي یو لوبغاړی، نوین الحق دوه لوبغاړي او عظمت عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

ډېر ژر به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیل شي.

د نړۍوال جام په روانو لوبو کې تر دا مهاله پاکستان دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.

د بلوچستان د نشنل ګوند مشر ادعا کړې چې حکومت يې د سیاسي فعالیت مخه نیسي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل اعلان کړی چې د بلوچستان د وډه په نوم سیمې د ناسم امنتي وضعيت په ضد به دوی د ګوند پخواني پارلماني غړي د اکټوبر په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د اعتراض په ډول پرلت پیل کړي.

د نوموړي په خبره چې د «وډه سیمې د اوسني ناسم وضعيت تر شا د مرکزي او صوبايي حکومت لاس دی چې له امله یې نه یوازې په وډه سیمه کې د امنیت حالت خراب دی بلکې، حکومت د لادرکه بلوڅانو د غږ پورته کولو په تور موږ په سیاسي میدان کې هم نه پریږدي.»

نوموړي دا خبره تېره شپه په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده

پرون د یک شنبې په ورځ د بلوچستان نشنل ګوند د مشر سردار اختر مینګل د خپلې پلرنۍ سیمې وډه څخه لاریون پیل کړی وو.

په دغه لاریون کې د یاد ګوند ګڼ شمېر پلویانو برخه اخیستې وه.

خو د بلوچستان صوبايي حکومت د سردار اختر مینګل دا تورنه رد کړي دي او ویلي يې دي چې ښاغلی مینګل د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو په پار دا خبرې کوي.

اسلام اباد کې یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن کړل

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

اسلام اباد کې یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پر ضد نوې دوسیه پرانیستله. د تحریک انصاف ګوند د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱ نېټه) اعلان وکړ، چې محکمې ښاغلی خان او قریشي د "دولتي رازونو په افشا کولو" تورن کړي.

عمران خان د هغه پټ ټیلګرام په افشا کولو تورن شوی چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د تېر کال په لومړیو کې اسلام اباد ته استولی و.

عمران خان د دې ټیلګرام په افشا کولو کې خپل لاس لرل ردوي او وايي چې د دې ټیلګرام مواد د نورو سرچینو له لارې په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د هغه ګوند وايي، پلان لري چې د جمعې په ورځ پر ښاغلي خان او قریشي لګول شوي تورونه وننګوي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د تېر کال په اپریل میاشت کې د پارلمان د غړو په رایو له دندې لرې کړای شو.

نوموړی له دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته، له د ډیرو تورونو سره تر سخت فشار لاندې و.

د روان کال په زمري میاشت کې د پاکستان یوې محکمې عمران خان د مالي فساد په تور په درې کاله بند محکوم کړ چې له دغه حکم وروسته سملاسي ونیول شو.

د تحریک انصاف مشر په نېږدې راتلونکي کې په پارلماني ټاکنو کې له ګډون څخه هم محروم شوی دی.

هغه د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي و، چې له کفر ویلو نیولې بیا تر قتل او د دسیسو تر جوړولو پورې د ده پر ضد شاوخوا سل دوسیې موجوديدي.

په دې مرکه کې ښاغلي خان ادعا وکړه، دا دوسیې د دې لپاره جوړې شوې چې په ټاکنو کې د ده د بریا مخه ونیسي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر هغه مهال دا ادعا هم وکړه چې «که دوی زه بندي هم کړم، بیا به هم ټاکنې وګټم.»

د نوموړي په خبره، «له همدې امله دوی غواړي ما ووژني.»

له پاکستان او ایران څخه تر اوو زرو ډیر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کډوال د سپین بولدک، تورخم او اسلام کلا له لارو تېره ورځ افغانستان ته راستانه شوي. د طالبانو کډوالو چارو وزارت په ایکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) ۳زره او ۹۱۶ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د تورخم سرحدي آمریت په حواله لیکلي، ۵۴۵ کورنۍ چې۳زره ۱۸۱ تنه غړي د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي. او همدارنګه ۷۳۵تنه افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د دې تر څنګ د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې په هدغه ورځ له ایران څخه د اسلام کلا له لارې ۳زره ۲۴۲ تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي.

د کډوالو چارو وزارت لیکلي، چې یو شمېر اړمنې کورنۍ یې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلې دي.

دغه افغان کډوال داسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران هیوادونو څخه د افغان کډوالو د وتلو فشارونه زیات شوي.

د پاکستان حکومت له لورې هغه افغان کډوالو ته له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی چې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسیږي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د وتلو د ضرب الاجل د نیټې ته ايله لس ورځې پاتې دي. او د پاکستان یادې پرېکړې ته د طالبانو په ګډون ځينو بهرنیو هيوادونواو د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر غبرګونو ښودلي دي.

فریدون سینیرلي اوغلو:د طالبانو له خوا نجونو ته د زده کړو اجازه له نړيوالو سره اړیکې ښې کوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي سینیرلي اوغلو د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو له منځه وړل او د نورو هیوادونو په وړاندې د افغانستان له خاوري د ګواښ نه پېښېدل په افغانستان کې د خنډونو او ستونزو حل لاره وبلله.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱ ) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د یادې ډلې د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي له قوله لیکلي، چې د بیلابیلو هیوادونو له چارواکو سره د لېدنو پرمهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هیڅ هیواد په افغانستان کې د ج‍ګړې پلوی او ملاتړی نه دی.

همدارنګه د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند د ښاغلي اوغلو له قوله لیکلي،«په افغانستان کې د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو له منځه وړل او د نورو هیوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاوري د ګواښ نه پېښېدل دي. نړیوال له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا، بیارغونې او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ته چمتو او لیواله دي.»

د طالبانو کورینو چارو وزارت ویاند د یادې لېدنې په اړه د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، چې نړیواله ټولنه یې باید له پامه و نه غورځوي. د نړیوالې سولې ټینګښت، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پریتوب د ملګرو ملتونو مسولیت دی. او له ښاغلي اوغلو څخه یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي: «نړیواله ټولنه او سازمانونه باید د یو اړخیزو پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګار وکړي. ستونزې او شته خنډونه باید د خبرو له لارې هوار شي.»

د طالبانو کورنیو چارو وزیر ویلي، چې دمګړۍ د افغانانو تر منځ شخړې پای ته رسېدلې دي او د باور جوړونې پړاو دوام لري.