له پولیو څخه د افغانستان د خلاصون بنسټ په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، دغه کمپاین به په یادو څوارلسو ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره پیل شي.
په اعلامیه کې د یادو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپل ماشومان واکسین کړي چې دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه په افغانستانه کې له منځه ولاړه شي.
پولیو چې د نه درملنې وړ یوه ویروسي ناروغي ده، اوسمهال یې مثبتې پیښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوي دي.
د راپورونو له مخې، سږکال یوازې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ پنځه پیښې ثبتې شوې دي او د دې ناروغۍ پر زیاتیدو هم اندیښنې ډیرې شوي دي.
سره له دې چې هر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کمپاینونه کیږي خو بیا هم یو شمیر کورنۍ د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو تښتي.
صدف مایار چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د ماشومانو د واکسین کولو په برخه کې شاوخوا دوه کاله کار کړی وایي چې، آن د کابل په ځینو برخو کې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان نه واکسین کول.
د نوموړې په خبره، واکسیناتورانو به په ډیرې سختۍ سره هیوادوالو ته قناعت ورکولو چې خپل ماشومان واکسین کړي او د ګوزڼ ناروغۍ مخه ونیسي.
اخوا ډیری کورنۍ بیا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي او په دې برخه کې د مبارزې لپاره د کمپاینونو د پراخیدو غوښتنه کوي.
د کابل ښار اوسیدونکې راضیې شجي له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې، دوه لوڼې لري او یوه لور یې تر پیدا کېدو وروسته فلج شوې ده.
میرمن شجي وایي، چې د درې کلنې فلج شوې لور وضعیت یې ډیره ځورونکې ده ځکه پالل یې د هرې ورځې په تېرېدو سره سختیږي.
نوموړې له ټولو هیوادوالو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي، چې له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان نږدې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.
د روغتيا نړيوال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴مه د پوليو د له منځه وړلو د نړيواله ورځ په توګه نمانځي، چې د پوليو ويروس په اړه د پوهاوي کچه لوړه او د پوليو له ګواښ سره مخ ماشومان وژغوري.