• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د زلزلې له امله زیانمنې کورنۍ د سرپناه نه شتون له امله شکایت کوي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۲ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۱ GMT+۱

په هرات ولایت کې له سختو خونړیو زلزلو وروسته د توپانونو څپو هم زلزله ځپلې کورنۍ اندیښمنې کړې دي. د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د تلې په پنځلسمه نېټه د لومړنیو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مرګژوبلې ترڅنګ شاوخوا دیارلس کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ددغو کلیو ژوندي پاتې شوي کسان چې اوسمهال په خیمو کې سختې شپې او ورځې تیروي وایي چې اوسمهال د توپانونو او سړې هوا له امله سرپناه ته اړتیا لري.

دوی وایي، سره له دې چې تر زلزلې وروسته ورسره د خیمو مرستې شوې دي خو د سختو توپانونو له امله دغه خیمې هم زیانمنې شوې او د توپان پروړاندې کمزروې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) د زیانمنو کورنیو د خبرو په تایید سره ویلي چې، د هرات زلزله ځپلي په جدي توګه سرپناه ته اړتیا لري.

دغه پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ژمي په را رسیدو سره زلزله ځپلي اوبو، خوړو او د روغتیایي اسانتیاوو په برخو کې نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

اخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) هم په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، په هرات کې زلزله ځپلي کورنۍ له بېړنیو مرستو زیات، د خپل ژوند د برابرولو لپاره لاسنیوي ته اړتیا لري.

خو دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې بودیجه یې د خلاصیدو په حال کې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ترڅنګ یو شمېر نورو مرستندویه ادارو هم په تېرو میاشتو کې د بودیجې د کمښت او په را روان ژمي کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی و.

د یادولو وړ ده چې په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ د زلزلو ځپلو لپاره د کابو دونیم زره کورونو د جوړولو خبر ورکړی و.

دوی ټینګار کړی و، هڅه کوي چې د دغو کورونو د جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوچا د راپور له مخې، په هرات کې زلزلو د لسګونو کورونو د ویجاړولو ترڅنګ ۱۷ زره او ۸۸ کورونه سخت زیانمن کړي هم دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۱

ټاکل شوې چې نن دوشنبې (د لړم لومړۍ) د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کې پيل شي. د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین په کندز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې ترسره کیږي.

له پولیو څخه د افغانستان د خلاصون بنسټ په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې، دغه کمپاین به په یادو څوارلسو ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره پیل شي.

په اعلامیه کې د یادو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو غوښتل شوي چې خپل ماشومان واکسین کړي چې دغه ناوړه پدیده په بشپړه توګه په افغانستانه کې له منځه ولاړه شي.

پولیو چې د نه درملنې وړ یوه ویروسي ناروغي ده، اوسمهال یې مثبتې پیښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوي دي.

د راپورونو له مخې، سږکال یوازې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ناروغۍ پنځه پیښې ثبتې شوې دي او د دې ناروغۍ پر زیاتیدو هم اندیښنې ډیرې شوي دي.

سره له دې چې هر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کمپاینونه کیږي خو بیا هم یو شمیر کورنۍ د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د خپلو ماشومانو د واکسین کولو تښتي.

صدف مایار چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د ماشومانو د واکسین کولو په برخه کې شاوخوا دوه کاله کار کړی وایي چې، آن د کابل په ځینو برخو کې یو شمېر کورنیو خپل ماشومان نه واکسین کول.

د نوموړې په خبره، واکسیناتورانو به په ډیرې سختۍ سره هیوادوالو ته قناعت ورکولو چې خپل ماشومان واکسین کړي او د ګوزڼ ناروغۍ مخه ونیسي.

اخوا ډیری کورنۍ بیا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي او په دې برخه کې د مبارزې لپاره د کمپاینونو د پراخیدو غوښتنه کوي.

د کابل ښار اوسیدونکې راضیې شجي له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې، دوه لوڼې لري او یوه لور یې تر پیدا کېدو وروسته فلج شوې ده.

میرمن شجي وایي، چې د درې کلنې فلج شوې لور وضعیت یې ډیره ځورونکې ده ځکه پالل یې د هرې ورځې په تېرېدو سره سختیږي.

نوموړې له ټولو هیوادوالو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي، چې له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان نږدې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.

د روغتيا نړيوال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴مه د پوليو د له منځه وړلو د نړيواله ورځ په توګه نمانځي، چې د پوليو ويروس په اړه د پوهاوي کچه لوړه او د پوليو له ګواښ سره مخ ماشومان وژغوري.

طالبان: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۸ زرو زیاتې جنايي پېښې ثبت شوې دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له ۸ زرو څخه زیاتې جنايي پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه په کابل کې په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې تر ټولو ډېرې جنايي پېښې شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې ۸۲۱۰ جرمي او جنايي پېښې ثبت شوي، چې یوه لویه برخه یې د دغې ډلې تر تعقیب لاندې دي.

نوموړي ویلي: “په دغو پېښو کې وژنې، شوکې، انسان تښتونې، وسله‌والې غلاوې، د انسان او وسلو قاچاق شاملېږي”.

قانع زیاته کړې ده، چې په یادو پېښو کې د وژنې ۹۳۵ پېښې، د شوکمارۍ ۱۱۲ پېښې، د غلاوو دو زره او ۵۰۲ پېښې، د وسله والو غلاوو ۳۶۲ پېښې، د جنسي تېري ۱۸۲ پېښې، د تښتونې ۲۱ پېښې، د توکو د قاچاق ۵۸ پېښې، د وسلو د قاچاق ۵۵ پېښې او د وړو او لویو جرمونو ۴۲۸۲ نورې پېښې ثبت شوي.

د هغه په خبره، چې په کابل کې د ۹۹۵ پېښو له ثبت سره د دغو ولایتونو په سر کې دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان نېږدې اته پنځو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو په خوست ښار کې د امنیتي کمرو لګول پیل کړل

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د طالبانو کنټرول کې باختر خبري اژانس وایي، چې دې ډلې د یکشنبې په ورځ د خوست ښار مختلفو سیمو کې د امنیتي کمرو نصبول پیل کړل. د خوست لپاره د طالبانو د پولیسو د جنايي برخې مدیر محمد صابر صابري وايي، چې د دې کمرو لګول به د مجرمانو په موندلو کې مرسته وکړي.

د هغه په خبره؛ په دې کمرو سره به جرمونه هم را کم شي.

د دې راپور له مخې؛ ټاکلې شوې ده، چې دا کمرې د ښار په ننوتلارو او بیروباري سیمو کې ولګول شي.

ویل کېږي، چې د دې کمرو نصبول به څو ورځې وخت ونیسي.

طالبانو د امنیت ټینګولو لپاره تېر دوبی په کابل کې هم د ۶۰ زره امنیتي کمرو د نصبولو خبره وکړه.

هغه مهال د بښنې نړۍوال سازمان وویل، چې دا ډله د امنیتي کمرو په لګولو سره د افغان وګړو د څار او جاسوسۍ بشپړ سیسم رامنځته کوي.

سرچینې: د پاکستان پولیس د شپې د افغانانو کورونو ته ور اوړي او زندان ته یې بیايي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۱ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اطلاعات ښيي، چې د پاکستان پولیسو کور په کور د افغان کډوالو تلاشي پیل کړې ده. پولیس د شپې د کډوالو کورونو ته اوړي او جېل ته یې بیايي. پاکستان پرېکړه کړې چې د اکتوبر تر وروستۍ نېټې بې قانونه کډوال له خپل هېواد وباسي.

کراچۍ کې یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پولیس نیمه شپه له خبرداري پرته د مهاجرو کورونو ته ننوځي.»

هغه زیاتوي چې پولیس کور په کور تلاشۍ سره غواړي چې دا کډوال وپېژني.

افغانستان انټرنشنل ته داسې ویډیووې هم رسېدلې چې پکې پاکستاني پولیس د شپې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې اچوي.

پاکستان وايي، په دغه هېواد کې ۱.۷ میلیونه بې قانونه افغان کډوال اوسېږي.

افغان کډوال وايي، د اسلام اباد نوي سیاست دوی ته ژوند سخت کړی دی.

که څه هم نړیوالو ادارو له پاکستان بیا بیا غوښتي چې د افغان کډوالو په هکله له اوسنۍ پرېکړې شاته شي، خو د دغه هېواد سرپرست کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، چې دا پرېکړه نه بدلېږي.

دوی دا هم وايي، چې افغان کډوال د پاکستان مختلفو سیمو کې په بریدونو کې لاس لري.

طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردوي او د انساني حقونو د نړیوالو ادارو په څېر له اسلام اباد غواړي چې د کډوالو ستنولو په تړاو وروستۍ پرېکړه واخلي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب له افغان کډوالو سره د پاکستانی وروستی چلن وحشت او بربریت وباله او زیاته یې کړه چې دا سیاست یې د کابل او اسلام اباد اړیکي زیانمنوي.

خو له دې سره سره له پاکستان د کډوالو ستنولو بهیر روان دی او د پاکستان رادیو د ننني راپور له مخې تراوسه له دغه هېواد نږدې ۶۰ زره کډوال ستانه شوي دی.

د ایران سرې میاشتې د مرستو څلورمه جوپه د هرات زلزله ځپلو ته ولېږله

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د ایران په مشهد کې د تایباد د سرې میاشتې مشر وايي، د دې سیمې د خلکو د مرستو څلورمه جوپه یې نن د هرات زلزله ځپلو ته ولېږله. هادي رمضاني زیاتوي، چې په ټول ایران کې د هرات زلزله ځپلو ته لا هم مرستې ټولېږي او په راتلونکو ورځو کې به هغه هم ولېږي.

ښاغلي رمضاني د یکشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته ویلي؛ د څلورمې جوپې مرستې د تایباد خلکو ټولې کړې او د هرات په زنده جان کې به زلزله ځپلو ته ووېشل شي.

د هرات زنده جان په تېرو زلزلو کې تر ټولو ځپلې سیمه بلل کېږي.

ایراني چارواکي وايي، چې د تایباد سرې میاشتې مرکز کې څو نورې لارۍ مرسته شوي توکي به هم راتلونکو ورځو کې زنده جان ته ولېږي.

هادي رمضاني وايي، په نننۍ ۴۰ ټنه مرسته کې د غوړیو، وریژو او کنسرو په ګډون خوراکتوکي، کمپلې او فرشونه شامل دي.

د هغه په خبره؛ په تېرو درېیو جوپو کې ۶۹۰ ټنه ولسي مرسته د هرات زلزله ځپلو ته لېږل شوې ده.

د افغانستان لوېدیځ کې د اکټوبر پر اومه ۶.۳ درجې زلزه وشوه، چې تر ټولو ډېر یې هرات اغېزمن کړ. له هغه وروسته ورځو کې هم بیا - بیا زلزلې وشوې او لا هم ډېر خلک له کورونو بهر شپې تېروي.

طالبان وايي، چې په دې زلزلو کې تر زرو کسان مړه او تر دوو زرو ټپیان شوي دي، خو ولس د زلزلې مرګ ژوبله تر دې لوړه ښيي.