د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلیږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبې (د لړم لومړۍ) د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کې پيل شي. د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین په کندز، تخار، بغلان، پروان، کاپیسا، کابل، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې ترسره کیږي.