• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د امریکا د ځانګړي څارونکي "سیګار" راپور حقیقت نه لري

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال ویلي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي یا «سیګار» وروستی راپور له حقیقته لرې دی. «سیګار» ويلي طالبان د افغانستان ښوونیز نظام ته هم خپل سیاستونه ورګډوي چې له دې امله زده کوونکي زده کړو ته زړه نه ښه کوي.

د تسنیم اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) مخکې په یوه راپور کې ویلي: «د طالبانو حکومت د پوهنې په برخه کې د امریکا مرستو ته غیرمستقیم لاس لري.»

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د سیګار د راپور په غبرګون کې وویل: «د دغه راپور موندنې له حقیقته لرې او ریښتیا نه دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ستر څارونکي "جان سیپکو" په یوه ۳۷ مخیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو کې د زده‌کړیالانو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

سیګار زیاته کړه: «د طالبانو د حکومت ښوونیز سیاستونه هم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو د شمولیت د کمښت لامل شوی دی.»

خو بلال کریمي ټینګار وکړ: «د افغانستان د مسایلو په اړه د سیګار د ادارې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي. د طالبانو حکومتټول هغه مسایل او چارې چې په افغانستان کې روانې دي د دغه هېواد د اصولو او ګټو پر بنسټ تنظیموي.»

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان سند ایالت د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد د سند ایالت د ښوونې او روزنې وزارت د دغې صوبې په کچه په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو د ښوونځيو او ټولګيو تر کچې معلومات غوښتي. دا لا نه ده معلومه چې دغه معلومات د څه لپاره غوښتل شوي.

د سند د ښوونې او روزنې وزارت وروسته له هغې په ښوونځیو کې د افغان زده کوونکو معلومات غوښتي چې دا مهال د پاکستان حکومت په جبري ډول د افغان کډوالو نیول او شړل پیل کړي.

دغه وزارت د يوې اعلامیې له مخې په پاکستان کې د افغان زده کوونکوزده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د ننګونو د بیا کتنې په موخه د نومبر په لومړۍ نېټه یوه غونډه هم رابللې ده.

په اعلامیه کې د کراچۍ زون له مسولانو غوښتل شوي چې د افغان زده کوونکو ټولګيو او ښوونځیو مفصل معلومات وړاندې کړي.

د انوار الحق کاکړ په سرپرستۍ د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه به ناقانونه افغان کډوال د راتلونکي نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په زور له پاکستانه باسي، ټاکل شوې نیټې ته ایله يوولس ورځې پاتې دي خو بیا هم د پاکستان په ډیری سیمو کې له افغان کډوالو سره زور زیاتی روان دی.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: نېږدې درې زره افغان کډوال له ایرانه، هیواد ته راستانه شول

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه هیواد ته د ۲زره او ۸۰۵ تنه کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی. دغه وزارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې یاد کډوال د تلې په ۲۹مه د اسلام قلعه بندر له لارې په جبري ډول او ځېنې هغه په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اسلام قلعه د سرحدي آمر له قوله لیکلي، هیواد ته د راستانه شویو کډوالو له جملې یو شمېر کورنۍ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال دفتر ته ورپيژندلي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل حقاني کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د کډوالو چارو ریاست سیمه ایزو چارواکو ته د کډوالو ستونزو ته د رسېدو سپارښتنې کړې دي.

نوموړی داسې مهال کندهار ولایت ته سفر کوي چې هره ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو لسګونه کورنۍ افغانستان ته راستنېږي.

په دې ورستیو کې پاکستان او ایران له خپلو هیوادونو د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې کړې. خو د یادو هیوادونو دغو پرېکړو ته د کډوالۍ نړیوال سازمان کلک غبرګون ښودلی دی. او دا یې د کډوالو به برخه کې د نړیوال قانون سره په ټکر کې کړنې بللې دي.

په کابل کې معترضو مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د ازادولو غوښتنه وکړه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۱

ځینو اعتراض کوونکو ښځو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له بند څخه د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع الله ویسا او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. د «ازادۍ پر لور د معترضو ښځو غورځنګ» د طالبانو له خوا د ښځو او مدني فعالانو بندي ساتل، د دغې ډلې «حذفي سیاست» بللی.

دغو معترضو مېرمنو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په کابل کې د یوې راټولېدنې پرمهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني.

د «ازادۍ پر لور د معترضو ښځو غورځنګ» د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د طالبانو د استبدادي واکمنۍ د ختمېدو غوښتونکي یو.

«با ثباته افغانستان د خلکو د ازادۍ او د ټولنې د ټولو پرګنو په تېره بیا د ښځو لپاره د یو باثباته دریځ پر بنسټ د یوه ډیموکراټیک حکومت جوړولو ته اړتیا لري.»

په دې لیک کې ټینګار شوی چې ازادي د هر انسان طبیعي او مدني حق دی او د طالبانو له بندخونې د فعالانو د خلاصون لپاره باید عملي او بیړني ګامونه واخیستل شي.

تر دې مخکې هم د بشري حقونو سازمانونو او د ځینو هېوادونو چارواکو د طالبانو له بنده د فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې وه.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څو ځلې مدني فعالان او لاریون کوونکې ښځې نیولې او ځورولې دي.

م. م: د هرات د زلزلې له امله تر ۷ زرو ډېرې میندوارې ښځې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۷ GMT+۱

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې اووه زره ۵۰۰ میندوارې میرمنې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري. ډېرو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د زیږون د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۱۱.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ ـد تلې په ۲۸مه ـ په یوه راپور کې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې پر روغتیايي پایلو بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له امله له ۲۱ زره ۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کورونه سخت زیانمن شوي دي.

اوچا د اغیزمنو سیمو دوه پر دریمه برخه ارزولو سره موندلې، چې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې له امله له ۱۵۴ زرو ډیر کسان اغیزمن شوي.

ملګري ملتونه وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي برخه سخته اغېزمنه شوې او لږ تر لږه ۴۰مرکزونه زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۵۸۰ زره کسانو ته د خدماتو وړاندې کول سخت ټکني شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د ډلې مشر هم ویلي، چې «روغتیايي کارکوونکي هم له دې ناورین څخه اغېزمن شوي دي». هغه وویل چې د زلزلې روغتیایي پایلې «حیرانونکې» دي.

افغان سوک وهونکی سالنګي به له خپل ایټالوي سیال سره نن شپه په لندن کې سیالي وکړي

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۲ GMT+۱

وحید سالنګي میزمیار به نن شپه د «انډیس پیوټید» سازمان د ۶۸ کیلو ګرامه وزن سره رینګ ته ننوځي. د سالنګي سیال د ایټالیا څخه مارچل ګریچ دی.

سالنګي درې ريکارډونه لري درې واړه يې ګټلي او هيڅ بایله نه لري او سیال يې هم د ګټلو څلور ريکارډونه لري او هیڅ بایله نه لري.دا لوبه په نیمه مسلکي بوکس کې ترسره کیږي.

له مارچل ګریچ سره د سالنګي سیالۍ، د انډیس پیوټید سازمان د سیالیو د مرکزي پړاو سیالۍ په توګه انتخاب شوې او د کابل پر وخت به نن شپه ۱۱:۳۰ بجو د بریتانیا په لندن ښار کې ترسره شي.

وحید سالنګي میزمیار ویلي، چې د دې سیالۍ پنځوس سلنه ترلاسه شوې پیسې به د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړې کړي.