په کابل کې معترضو مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د ازادولو غوښتنه وکړه

ځینو اعتراض کوونکو ښځو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له بند څخه د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع الله ویسا او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. د «ازادۍ پر لور د معترضو ښځو غورځنګ» د طالبانو له خوا د ښځو او مدني فعالانو بندي ساتل، د دغې ډلې «حذفي سیاست» بللی.