اروپايي ټولنې افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د ملاتړ لپاره نږدې لس میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د ملاتړ لپاره یې ۹،۹ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

اروپايي ټولنې د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د ملاتړ لپاره یې ۹،۹ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
دا مرسته به د خوړو نړیوال پروګرام ته واستول شي چې په افغانستان کې یې په لومړنیو ښوونځیو کې د شاوخوا دوه میلیونه نجونو او هلکانو د ملاتړ لپاره وکاروي.
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو سره به د خوړو نړيوال سازمان په لومړنيو ښوونځيو کې نږدې ٩٠٠ زره هلکانو او څه باندې ٨٥٠ زره نجونو ته د ډوډۍ د وختونو تر منځ خوراکي توکي برابر کړي.
دغه مرسته به په راتلونکو دوو کلونو کې د ننګرهار، غور، جوزجان، نورستان او فراه ولایتونو د لومړنیو ښوونځیو پر زدکوونکو مصرف شي.
د خوړو نړیوال پروګرام به د دې مرستې له مخې په سهار کې دغو زدکوونکو ته بیسکټ، د کولچې، وچه میوه او ډوډۍ ور کړي.


رفح لاره د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» د ملګرو ملتونو او بېلابېلو هېوادونو له خوا له څو ورځو دیپلوماسۍ وروسته پرانیستل شوه. اسراییل تر اوسه د اړینو مرستو شلو لاریو ته غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.
دغو لاریو کې درمل، طبي تجهیزات او محدود مقدار خوراکي توکي بار دي.
په انځورونو کې لیدل کېږي چې له مصر څخه غزې ته مرستندویه لارۍ د ننوتو په حال کې دي.
دا معلومه نه ده چې دا لار به تر څه وخته خلاصه وي.
مرستندویه کارکونکي وايي، ۲۰ مرستندویه لارۍ د هغو ۲،۳ میلیونو فلسطینیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، چې په غزه کې کلابند دي.
د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، په دې ګڼ مېشته سیمه کې بشرپاله وضعیت ترینګلی دی او مرستندویه سازمانونو په سیمه کې د طبي تجهیزاتو د کمښت د«ناورین» خبرداری ورکړی.
ملګرو ملتونو په غزه کې د څښاک د اوبو او خوراکي توکو نشتوالی «ویروونکی» بللی دی.
په تېرو دوو اوونیو کې د اسراییل د بمبار له امله روغتیایي تاسیسات، د اوبو څاګانې، ذخیرې او پمپ سټیشنونه زیانمن شوي دي.
ملګرو ملتونو او ګاونډیو هېوادونو د رفح لارې د خلاصولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د جمعې په ورځ د مصر له پولې لیدنه وکړه ترڅو د پولې د خلاصولو لپاره ډیپلوماسي له نژدې وهڅوي. مصر او قطر هم د دې لارې په پرانیستلو کې مهم رول لوبولی دی.

د فلسطین د کورواکه ادارې مشر د قاهرې په ناسته کې وویل، چې د اسراییل د پوځ له بمبار سره سره فلسطینیان له غزې تړانګې وتل نه غواړي. محمود عباس وویل: «موږ هیڅکله بې ځایه کیدل نه منو، موږ به په خپله خاوره کې له هرې ننګونې سره پاتې کیږو».
ښاغلي عباس زیاته کړه: موږ همداراز په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې له خپلو کورونو د فلسطینیانو د ایستلو مخالف یو.
د نړۍ مشرانو د شنبې په ورځ «د تلې په ۲۹مه» د مصر په پلازمینه کې راټول شوي چې په غزې کې د سولې لپاره رایه ورکړي.
په دې سرمشريزه کې د يو شمېر عربي هېوادونو، د اروپايي کمېسيون مشر او د يو شمېر اروپايي، افريقايي او اسيايي هېوادونو لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران ګډون لري.
په دې غونډه کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي لویدیځ «د دوه ګونو معیارونو په لرلو» تورن کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه بشري ارزښتونه چیرته دي چې موږ په کلونو کلونو جوړ کړي دي.
تر دې مخکې السیسي او د اردن پاچا عبدالله دواړو مصر او اردن ته د نویو فلسطیني کډوالو له راتګ سره خپل مخالفت څرګند کړی و.
غزه له رفح لارې د مصر له سینا ټاپو او لویدیزه غاړه له اردن سره ګډه پوله لري.
د اسراییل پوځ د غزې له اوسېدونکو غوښتي چې د هوايي بریدونو څخه په امن پاتې کېدو لپاره دې خپل کورونه پریږدي او سویل ته ولاړ شي.
ډېری اندېښمن دي چې له غزې څخه د فلسطینیانو په وتلو سره به اسراییل د دې سیمې ځینې برخې بېرته ونیسي.
تر دې مخکې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې د اسراییل د عملیاتو په پایله کې به حماس له منځه ولاړ شي او غزه به کوچنۍ شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له اسلام اباد وروسته د ده لپاره په جوړه شوې هرکلي غونډه کې د ګډون لپاره لاهور ته لاړ. نواز شریف نن په بریتانیا کې له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته اول اسلام اباد ته لاړ چې قانوني سندونه لاسلیک کړي.
په اسلام اباد هوايي ډګر کې د اسحاق ډار او اعظم نذیر تارړ په ګډون د دغه ګوند مهم مشران د نوموړي هرکلی وکړ.
نواز شریف د خپل ګوند له قانوني ټیم سره تر مشورې وروسته په ایون فیلډ او العزیزیه دوسیو کې د سزا خلاف د استناف غوښتنې ژوندي کولو درخواست لاسلیک کړ.
نوموړی په اسلام اباد هوايي ډګر کې تر دوو ګړیو تېرولو وروسته لاهور ته په الوتکه کې لاړ چې د ده په ویاړ د هرکلي غونډه کې ګډون وکړي.
د مسلم لیګ مشران وايي، چې قضايی ادارې د نواز شریف د نه نیولو ډاډ ور کړی دی.
خو له دې سره سره د پاکستان احتساب محکمې د توشه خانې دوسیه کې د نوموړي د نیولو وخت دوه ورځې ځنډولی دی.
مالومه نه ده چې تر دوو ورځو وروسته به له نواز شریف سره څه کېږي.

د چین ولسمشر وايي، بېجینګ له اسلام اباد سره همکاري زیاتول او نږېدوالي ته مایل دی، خو په دغه هېواد کې د چینايي ادارو او کارمنانو امنیت او خوندیتوب تضیمېندل هم غواړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې شي جنپینګ دا خبره وړمه ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې کړې.
چین د پاکستان نږدې ملګری او پانګوال دی، خو په وروستیو کلونو کې بېلتونپالو او اسلامپالو وسلوالو پر چینايي پروژو بریدونه کړي او د دغه هېواد وګړي یې وژلي دي.
د چین ولسمشر شي جنپینګ د پنجشنبې په ماښام د پاکستان سرپرست لومړي وزیر سره – چې لار او کمربند غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی- لیدلي دي.
شي جنپینګ په دغه لیدنه کې انوارالحق کاکړ ویلي، چې دواړه هېوادونه بايد د د اقتصادي دهلېز پرمختللې نسخه تعقیب کړي، صنعتي پارکونو، د کرنې او کانونو، نوېدونکې انرژۍ او د ټرانسپورټ د سترو پروژو د ژر پلي کېدو په برخو کې همکارۍ زیاته کړي.
خو په ورته مهال یې په پاکستان کې د چینايي ګټو د امنیت خوندي کولو غوښتنه هم وکړه: «موږ هیله لرو چې پاکستانی لوری به په پاکستان کې د چینايي بنسټونو او کسانو د خوندیتوب ضمانت هم وکړي.»
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چارشنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد د سيپک پروژې له مخې د ۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت له ۵۰ ډېر پروژې بشپړې کړې ذي.
سیپیک د چین د بي ار ای اړوند پروژه ده چې پاکستان ته پکې د سړک، پټلۍ او نورو بېخ بنسټونو د پراختیا لپاره ۶۵ میلیارد ډالر ور کړل شوي دي.

د ازبکستان چارواکي وايي، د قوش تېپې کانال د جوړېدو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره راتلونکو میاشتو کې یو پلاوی کابل ته استوي. د ازبکستان دا پرېکړه په داسې مهال ده چې نږدې لس ورځې مخکې طالبانو د دې کانال لومړی برخه پرانیسته او پر دویمه برخه یې کار پیل کړ.
په دغو مراسمو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.
خو د ازبکستان چارواکي له څه مودې راهیسې دغه کانال د جوړېدو په هکله خپله اندېښنه ښيي.
له افغانستان سره پر پوله د دغه هېواد د سوېلي سرخاندریو سیمې والې اولغبیک قاسموف، وړمه ورځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، که څه هم دا کانال د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله پر امو سیند جوړېږي، خو د دې سیند ټول ګاونډي هېوادونه اغېزمنوي
هغه زیاتوي چې د همدې اندېښنو په هکله به یو دولتي پلاوی د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې کابل ته لاړ شي.
تر دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم تېره میاشت د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا وبلل.
نوموړي د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې زیاته کړه، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند د اوبو پر ژیم د هغه د اغېز ارزولو لپاره دې د اړوند هېوادونو د څېړنیزو موسسو ګډه کارډله جوړه شي.
قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.
طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.
د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.