• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان یو پلاوی پر قوش تېپه کانال له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د ازبکستان چارواکي وايي، د قوش تېپې کانال د جوړېدو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره راتلونکو میاشتو کې یو پلاوی کابل ته استوي. د ازبکستان دا پرېکړه په داسې مهال ده چې نږدې لس ورځې مخکې طالبانو د دې کانال لومړی برخه پرانیسته او پر دویمه برخه یې کار پیل کړ.

په دغو مراسمو کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.

خو د ازبکستان چارواکي له څه مودې راهیسې دغه کانال د جوړېدو په هکله خپله اندېښنه ښيي.

له افغانستان سره پر پوله د دغه هېواد د سوېلي سرخاندریو سیمې والې اولغبیک قاسموف، وړمه ورځ د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، که څه هم دا کانال د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله پر امو سیند جوړېږي، خو د دې سیند ټول ګاونډي هېوادونه اغېزمنوي

هغه زیاتوي چې د همدې اندېښنو په هکله به یو دولتي پلاوی د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې کابل ته لاړ شي.

تر دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم تېره میاشت د قوش تېپې کانال جوړېدل په منځنۍ اسیا کې د اوبو د انډول یا تعادل او رژیم د بنسټیز بدلون په مانا وبلل.

نوموړي د اورال سمندرګي د ژغورنې صندوق د بنسټګرو هېوادونو په سرمشریزه کې زیاته کړه، چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو او د امو سیند د اوبو پر ژیم د هغه د اغېز ارزولو لپاره دې د اړوند هېوادونو د څېړنیزو موسسو ګډه کارډله جوړه شي.

قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.

طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.

د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

جنرال میلر د جنرال عبدالرازق په وژنه کې لاس لرل «پوچه ادعا» وبلله

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۶ GMT+۱
جنرال میلر د جنرال عبدالرازق په وژنه کې لاس لرل «پوچه ادعا» وبلله
100%

د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو په پنځم تلین کې، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان د طالبانو دا ادعا چې د دغه طالب ضد قومندان په وژنه کې امریکایانو لاس درلود، ناسمه او «پوچه ادعا» وبلله.

سکاټ میلر ویلي، چې دې تورونو ته چپ پاتې کیدل د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې د ګواښونو د ډېریدو لامل شو.

جنرال عبدالرازق چې د کندهار امنیې قومندان او د طالبانو د ډلې یو سختو مخالف و، د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې په ۲۶ مه له سکاټ میلر سره تر لیدنې وروسته چې له هغه څخه وتلو د طالبانو د یوه با نفوذه کس له خوا ووژل شو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هغه مهال ویلي وو چې جنرال رازق د ګلبدین په نوم د کندهار د والي د یوه ساتونکي له خوا چې د طالبانو نفوذي کس وو، وژل شوی دی.

جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو وروستی قوماندان و. نوموړي له دې پېښې پنځه کاله وروسته پر خپل لینکډن ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې دغه برید د افغانستان لپاره ډېرې پایلې درلودې.

د هغه په ​​وينا، جنرال رازق نه يوازې د افغان امنيتي ځواکونو، بلکې د ټول هېواد لپاره يوه «الهام بښونکي» مشر و. نوموړي لیکلي چې له دې پېښې وروسته طالبانو چې «په اطلاعاتي ډګر کې یې ښه فعالیت کاوه» لومړی ادعا وکړه چې یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی یې وژلی دی، وروسته یې کیسه نوره هم پسې پراخه کړه او امریکايي ځواکونه په ځانګړې توګه یې هغه د دې برید عامل وګڼه او امریکايي ځواکونه یې د رازق د وژلو مسوول وګڼل.

سکاټ مېلر له جنرال عبدالرازق سره پر ښو اړیکو د ټینګار په ترڅ کې لیکلي: «دا ادعا بې بنسټه وه، ځکه چې ماته نژدې کسان په دې پوهیدل چې ما او رازق په افغانستان کې د جکړې له پیل څخه یو بل پیژندل او تقریباً مثبتې اړیکې مو سره لرلې. موږ غالباً د امنیتي وضعیت د حل لارو لپاره سره کتلي وه».

ښاغلي میلر په خپل یادښت کې لیکلي، «دا ادعا ډېر ژر په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د جهادي ډلو له خوا تقویه شوه او زموږ د ځواکونو پر وړاندې د پراخو لاریونونو او غوسې لامل شوه، چې پایله کې ډېری په مرګ وګواښل شول».

د امریکا دغه پخواني پوځي چارواکي ویلي چې د دغو تورونو په وړاندې چوپ پاتې کیدل چې «بې بنسټه ادعاوې تقویه نه شي» یوه تېروتنه وه.

هغه ليکلي چې د دغو بې بنسټه ادعاوو په وړاندې چوپتيا د ايتلافي ځواکونو پر وړاندې ګواښونه زيات کړل،چې د یوه چک او امريکايي سرتېري د وژل کېدو لامل شول.

دغه پخوانی امریکايي پوځي چارواکی وايي، هغه درس یې چې د جنرال عبدالرازق د وژنې له شایعاتو زده کړی، د اسراییل د اوسنۍ جګړې او نورو ځایونو لپاره هم د استفادې وړ ده.

هغه وړاندیز وکړ چې د معلوماتو تشې باید د امکان په صورت کې د حقایقو په خپرولو سره ژر تر ژره ډکې شي ځکه چې هغه په ​​​​دې باور دی چې د امنیتي دلایلو له امله د معلوماتو ساتل اکثرا معکوسې پایلې لري.

دغه پخواني امریکايي قومندان زیاته کړې: «د مالوماتو رسولو لپاره چټکتیا او زړورتیا ته پام وکړئ، ځکه اوس خلک ژر نظر وړاندې کوي، چې ښايي وژونکی وي او بدلول یې ستونزمن وي، داسې باور وړ جوړښت ته اړتیا ده چې له اصلي ځای مالومات باید کله هم په څو دقیقو کې ورسوي.»

ښاغلی مېلر وايي، منځني ختیځ کې څو اړخیزه او غمجنه جګړه روانه ده چې نورې نړۍ ته یې هم د خپرېدو ډېر امکان شته.

حقاني: که په باطن کې خراب یو او په ظاهره بزرګي کوو، خدای مو رسوا کوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۱
حقاني: که په باطن کې خراب یو او په ظاهره بزرګي کوو، خدای مو رسوا کوي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزیر کابل کې چارواکو ته وینا کې وايي: «که باطن کې خراب یو او په ظاهره بزرګي کوو، خدای مو رسوا کوي.» حقاني د کوم طالب چارواکي له نوم اخیستو پرته زیاتوي: «حکومت کې ډېر خلک وايي چې پر ما څوک خبر نه دي، په الله قسم چې له الله نافرماني وشي، خامخا رسوا کېږي.»

سراج الدین حقاني د کابل ولایت په مقام کې غونډې ته په وینا کې زیاتوي «د افغانستان د انقلابي خلکو تابع کول د زور خبره نه ده» او د کابل کورنیو جګړو ته په اشاره زیاتوي، دوی ته د خلکو «تابع کېدل» د خدای د لارې له امله دي: «دا د زور خبره نه ده دا کابل چا کنټرول کړی دی، دا کمال خو د خدای تعالی په لار کې دی.»

دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري هم ځايي چارواکو ته د ښه چلن سپارښتنې وکړې او ویل یې «خلک شکایت کوي چې بې پروا دي، خبرو ته یې توجه نه کوي او ان پښې یې پر مېز اړولې وي.»

سراج الدین حقاني تر دې مخکې هم په مختلفو غونډو کې پر طالب چارواکو نیوکې کړې دي.

نوموړي څه مهال مخکې هم د دې ډلې له امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت غوښتي و چې له خلکو سره خپل چلن ته کتنه وکړي.

عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۱
عبدالسلام حنفي وايي پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي
100%

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د پاکستان د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام اباد پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو پر ایستلو دې له سره غور وکړي.

د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې عبدالسلام حنفي له عبیدالرحمن نظاماني سره د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې کړې دي.

پاکستان ټولو بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د اکټوبر تر پایه دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو له مهالوېش څخه تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان ایستل شوي دي.

عبدالسلام حنفي په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د افغانانو د تګ راتګ لپاره د اسنتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي حنفي دغه راز د هغو ماشومانو، ښځو او ناروغانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه، چې په پولو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا نيول شوي او بنديان دي.

د طالبانو ارګ دعبیدالرحمن نظاماني له قوله لیکلي، چې د طالبانو پیغامونه او غوښتنې به پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۱ GMT+۱
سیګار وايي د طالبانو ځپونکې پالیسۍ زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب کړی
100%

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ا مریکا ځانګړې اداره یا سیګار وايي، د طالبانو د پالیسیو له امله زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب شوی دی. سیګار د افغانستان د تعلیم په هکله په تازه راپور کې وايي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ځینې عصري علومو ځای هم دیني مضامینو نیولی دی.

دا اداره وايي، چې د طالبانو له دې مخنیوونکو پالیسو سره سره نړیوالې مرستندویه ادارې د زدکړو په برخه کې مرسته کوي او هڅه کوي چې زدکړو ته لاسرسی ډېر او هم یې کیفت لوړ شي.

سیګار په خپل راپور کې وايي، چې طالبان ښوونکو ته د تنخا ورکولو یا د ښوونځیو د خوندي ساتلو او د هغو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري او همدا وجه ده چې تېرو شلو کلونو کې جوړ شوي ښوونځي د خرابېدو په حال دي.

سیګار وايي، طالبان د زدکړو په برخه کې پر خپلو ژمنو پاتې راغلي دي.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګه پورته زدکړې بندې کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې او په موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

که څه هم طالبان وايي، دا بندیزونه یې لنډمهالي دي او د پالیسۍ جوړولو سره به لرې شي، خو تر دوو کلونو ډېر وخت کې هم د نجونو د زدکړو په برخه کې د دوی پالیسي جوړه نه شوه.

طالبانو په اوله واکمني کې هم تر امر ثاني د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی و، خو د دې ډلې واکمني ختمه شوه، اما امري ثاني کې کوم بدلون ونه لیدل شو.

له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱
له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي
100%

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې پرون درې زره او ۲۴۸ افغان کډوال له دغه هېواد افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده کډوالو د ایستلو له مهالوېش پیلېدو سره تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له دغه هېواد وتلي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د ناقانونه کډوالو د مسالې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نېټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه صوبه کې پر مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو تطبیقېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.

همداراز، اکسپرس ټریبون هم راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د مېشتو نا قانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.