• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه پرون څه باندې درې زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې پرون درې زره او ۲۴۸ افغان کډوال له دغه هېواد افغانستان ته ستانه شوي. د پاکستاني چارواکو د شمېر له مخې، د بې اسناده کډوالو د ایستلو له مهالوېش پیلېدو سره تر اوسه له ۵۱ زره ډېر افغانان له دغه هېواد وتلي دي.

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د ناقانونه کډوالو د مسالې د هواري لپاره د پاکستان د حکومت هڅې چټکې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د نومبر د لومړۍ نېټې مهلت نه یوازې په افغان کډوالو، بلکې په دغه صوبه کې پر مېشتو ټولو ناقانونه کډوالو تطبیقېږي.

تر دې مخکې د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي خبرداری ورکړی و، چې هېواد به یې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ټاکلي ضرب الاجل وروسته له دې پرېکړې سره جوړجاړی ونه کړي.

همداراز، اکسپرس ټریبون هم راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د مېشتو نا قانونه کډوالو د پېژندلو لپاره یوې ځانګړې څانګې ته دنده سپارل شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر اوسه د چمن له لارې څه باندې زر افغان کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۵

جمعه خان فاتح د ملا هبت‌الله له امر څخه د سرغړونې راپورونه بې‌بنسټه وبلل

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې پاکستان ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه
100%

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې د هند په بنګلور کې د پنځوسو اورونو په لوبولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته ۳۶۸ منډې هدف وټاکه. د کرېکټ نړیوال جام دا ۱۸ سیالي د بنګلور ښار په چنا سوامي لوبغالي کې د اسټرالیا په توپ وهلو پیل شوه.

اسټرالیا د نهو لوبغاړو په سوځېدو او د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۶۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لومړنیو دوو لوبغاړو ډیویډ وارنر ۱۶۳ او میچل مارش ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې شاهین اپریدي پنځه او حارث سهیل ۳ لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ نړیوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۱
د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو
100%

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو د دې صوبې د تعلیم پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر کامران بنګښ ونیو. پولیس وايي، نوموړی یې څمکنیو کې په خپل کور کې نیولی او بیا یې ځايي تاڼې ته وړی دی.

د جیو نیوز د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، کامران بنګش له څمکنۍ تاڼې وروسته نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې کامران بنګښ یې ولې نیولی دی.

د نوموړي خلاف د مۍ د نهمې او لسمې د پېښو اړوند دوسیې په تاڼو کې درج شوې وې، خو په ځینې کېسونو کې یې له نیول کېدو مخکې ضمانت شوی و.

طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وایي، اداره یې غواړي چې افغانستان د چین د یوه سړک او یوه کمربند پروژې غړی شي او په وینا یې، چې په همدې موخه به چین ته یو تخنیکي پلاوی هم واستوي.

نورالدین عزیزي وايي، چې حکومت یې تمه لري افغانستان په رسمي توګه د چین د یوه سړک او یوه کمربند غړیتوب تر لاسه کړي.

نوموږي په بیجینګ کې د یوه سړک او یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، موږ له چین وغوښتل چې د چین او پاکستان سره د دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا چې چین د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پانګونه کړې، په افغانستان کې یې هم باید وکړي؛ ځکه د هغه په وینا افغانستان د مسو او لیتیمو په څېر د چین ډېر د اړتیا وړ توکي لري.


د طالبانو حکومت وايي تمه لري، چې په افغانستان کې د چین د پانګونې تر څنګ د واخان د سړک د رغنیزو چارو چټکتیا ته هم پاملرنه وکړي.

دوی وایي، په دې سره به د افغانستان اقتصادي ستنې پیاوړې او خلکو ته به د کار او روزګار زمېنې هم برابرې شي.
دمګړۍ په افغانستان کې یوشمېر چینايي کمپنۍ د کانونو په برخه کې په چارو بوختې او په عملي بڼه د کانونو په را اېستلو لګیا دي.
د پرځول شوي جمهوری نظام پر مهال هم د افغانستان او چین تر منځ د لوګر د مس عینک کان پر سر تړون لاسلیک شوی و؛ خو اوس په ظاهره داسې ښکاري، چې د هغه چینايي شرکت او طالبانو تر منځ هم د دغه کان د راسپړلو په تړاو همغږي شته.
اقتصادي شنونکي وايي، که چېرته افغانستان د یوه سړک او یوه کمربند د پروژې غړیتوب تر لاسه کړي نو د چین او افغانستان تر منځ به په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې اسانتیاوې را منځته شي او د وخت او لګښت په برخو کې به زیاته سپما وشي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د چین لېوالتیا له افغانستان سره مخ په ډېرېدو ده او چین غواړي له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

چین لومړنی هېواد دی، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته نوی سفیر واستاوه او سفیر یې په رسمي توګه خپل باور لیک د طالبانو رییس الوزرا ته وړاندې کړ.

راروان ژمی او په افغانستان کې د اړمنو او زلزله ځپلو خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي

۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۶ GMT+۱
راروان ژمی او په افغانستان کې د اړمنو او زلزله ځپلو خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي
100%

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د ژمي په رارسېدو د افغانانو او په تېره بیا په لویدېځ کې له زلزله ځپلو سره لاسنیوي ته زیاته پاملرنه وکړي.

په همدې لړ کې تازه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې مالي سرچېنې یې په وچېدو دي او په وینا یې د زلزله خپلو سره لا زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا طالبان بیا ادعا کوي، چې په زلزلو کې زیانمنو شویو خلکو ته اړینې مرستې رسېدلي او وایي هغه کسان چې د مرستو له کموالي شکایت کوي له نورو سیمو هلته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي دي.


خو په سیمه کې زیانمنو شویو کورنیو، مرستندویه ټولنو او رسنیو ته ویلي، چې لا هم دوی اړینې مرستې نه دي تر لاسه کړي او د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت دغه چاره ټکنۍ کړې ده.


د خوړونړۍوال پروګرام وايي، د اکتوبر تر اتلسمې نېټې یې شاوخوا پر ۷۰ زره زلزله ځپلو خلکو اړینې مرستې وېشلې؛ خو مالي سرچینې یې هومره نه دي چې له دې زیاتو اړمنو خلکو ته ورسېږي، دغه نړۍوال بنسټ د اېکس په پاڼه له نړۍوالو مرستندویانو څخه د ۱۹ مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.

په هرات کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي، چې د خوړو لپاره څه نه لري او د راروان ژمي د رارسېدو سره سم د سون توکو کمی هغه بله ستونزه ده، چې دوی ورسره مخامخ دي.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې یې زلزلې داسې مهال وشوې، چې دوی وار له مخه د بودجې د کمي په وجه د خپلو مرستو له نوملړه لس مېلیونه افغانان اېستي او د ژمي په رارسېدو سره د خلکو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.
خو په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې د زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو د وېش لړۍ روانه ده؛ خو وايي دا چې ژمی په رارسېدو دی د خلکو د لاسنیوي لپاره لا ډېرو سرچینو او مرستو ته اړتیا شته.


په هرات کې ګڼ خلک وایي، که حالت همداسې دوام کوي؛ نو دوی به د ژمي په رارسېدو او د هوا د سړېدو له امله د سخت ناورین سره مخامخ شي؛ خو د طالبانو له‌خوا د زلزله ځپلو سره د مرستو جوړ شوی کمیسیون وايي، چې لا هم هلته دوی پر خلکو مرستې وېشي او د ژمي تر رارسېدو وړاندې به دوی ته عصري او پاخه کورونه هم جوړ کړي.


خو ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ بیا وايي، زړه ته یې نه لویږي چې ګواکې اوسني حاکمان دې د دې جوګه وي چې په دومره لنډ تنګ وخت کې دې دوی ته د سرپناه بندو بست وکړي.

د پښتونخوا په دوو بېلابېلو پېښو کې درې پاکستاني پوځیان او یو پولیس وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۱
د پښتونخوا په دوو بېلابېلو پېښو کې درې پاکستاني پوځیان او یو پولیس وژل شوي
100%

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د تالاشۍ پر پوسته برید شوی، چې له امله یې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او همدا راز په پېښور کې یو پولیس افسر په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې نن «د تلې ۲۷مه» سهار د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د تالاشۍ پر پوسته وسلوالو برید کړی، چې له امله یې درې پوځیان وژل شوي دي.

خبر زیاتوي، چې په پېښه کې یو پوځي ټپي شوی هم دی، چې د درملنې لپاره پوځي روغتون ته انتقال شوی دی.

که څه هم پاکستاني طالبانو په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټیلګرام کې پاکستاني طالبانو ته نېږدې کانالونو منلې، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی دی.

دغو سرچینو ویلي، چې په ګړیوم کې یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

همدا راز د یوه بل خبر له مخې، پرون د پېښور په پیر بالا چوک کې د رېګي پوستې پر یوه پولیس افسر د ناپېژاندو وسلوالو له خوا برید شوی، چې له امله یې نوموړی وژل شوی او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د پېښور پولیسو رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې پر نوموړي پولیس افسر چا ډزې کړې دي؟

تر دا مهاله د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم په پاکستان کې بې سارې ناامني رامنځته شوې، پاکستاني چارواکو په وار – وار ادعا کړې، چې په دا ډول پېښو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري.

خو طالبانو بیا دا ډول ادعاوې رد کړې او د پاکستان ناامني یې د هغوی د امنیتي ادارو ناکامي بللې ده.