طالبانو له چین غوښتي، چې د یوه سړک او یوه کمربند په پروژه کې یې غړیتوب ومني

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وایي، اداره یې غواړي چې افغانستان د چین د یوه سړک او یوه کمربند پروژې غړی شي او په وینا یې، چې په همدې موخه به چین ته یو تخنیکي پلاوی هم واستوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وایي، اداره یې غواړي چې افغانستان د چین د یوه سړک او یوه کمربند پروژې غړی شي او په وینا یې، چې په همدې موخه به چین ته یو تخنیکي پلاوی هم واستوي.
نورالدین عزیزي وايي، چې حکومت یې تمه لري افغانستان په رسمي توګه د چین د یوه سړک او یوه کمربند غړیتوب تر لاسه کړي.
نوموږي په بیجینګ کې د یوه سړک او یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، موږ له چین وغوښتل چې د چین او پاکستان سره د دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ویلي، دا چې چین د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې پانګونه کړې، په افغانستان کې یې هم باید وکړي؛ ځکه د هغه په وینا افغانستان د مسو او لیتیمو په څېر د چین ډېر د اړتیا وړ توکي لري.
د طالبانو حکومت وايي تمه لري، چې په افغانستان کې د چین د پانګونې تر څنګ د واخان د سړک د رغنیزو چارو چټکتیا ته هم پاملرنه وکړي.
دوی وایي، په دې سره به د افغانستان اقتصادي ستنې پیاوړې او خلکو ته به د کار او روزګار زمېنې هم برابرې شي.
دمګړۍ په افغانستان کې یوشمېر چینايي کمپنۍ د کانونو په برخه کې په چارو بوختې او په عملي بڼه د کانونو په را اېستلو لګیا دي.
د پرځول شوي جمهوری نظام پر مهال هم د افغانستان او چین تر منځ د لوګر د مس عینک کان پر سر تړون لاسلیک شوی و؛ خو اوس په ظاهره داسې ښکاري، چې د هغه چینايي شرکت او طالبانو تر منځ هم د دغه کان د راسپړلو په تړاو همغږي شته.
اقتصادي شنونکي وايي، که چېرته افغانستان د یوه سړک او یوه کمربند د پروژې غړیتوب تر لاسه کړي نو د چین او افغانستان تر منځ به په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې اسانتیاوې را منځته شي او د وخت او لګښت په برخو کې به زیاته سپما وشي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د چین لېوالتیا له افغانستان سره مخ په ډېرېدو ده او چین غواړي له دغه هېواد سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
چین لومړنی هېواد دی، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته نوی سفیر واستاوه او سفیر یې په رسمي توګه خپل باور لیک د طالبانو رییس الوزرا ته وړاندې کړ.


د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د ژمي په رارسېدو د افغانانو او په تېره بیا په لویدېځ کې له زلزله ځپلو سره لاسنیوي ته زیاته پاملرنه وکړي.
په همدې لړ کې تازه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې مالي سرچېنې یې په وچېدو دي او په وینا یې د زلزله خپلو سره لا زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري.
بل خوا طالبان بیا ادعا کوي، چې په زلزلو کې زیانمنو شویو خلکو ته اړینې مرستې رسېدلي او وایي هغه کسان چې د مرستو له کموالي شکایت کوي له نورو سیمو هلته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي دي.
خو په سیمه کې زیانمنو شویو کورنیو، مرستندویه ټولنو او رسنیو ته ویلي، چې لا هم دوی اړینې مرستې نه دي تر لاسه کړي او د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت دغه چاره ټکنۍ کړې ده.
د خوړونړۍوال پروګرام وايي، د اکتوبر تر اتلسمې نېټې یې شاوخوا پر ۷۰ زره زلزله ځپلو خلکو اړینې مرستې وېشلې؛ خو مالي سرچینې یې هومره نه دي چې له دې زیاتو اړمنو خلکو ته ورسېږي، دغه نړۍوال بنسټ د اېکس په پاڼه له نړۍوالو مرستندویانو څخه د ۱۹ مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.
په هرات کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي، چې د خوړو لپاره څه نه لري او د راروان ژمي د رارسېدو سره سم د سون توکو کمی هغه بله ستونزه ده، چې دوی ورسره مخامخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې یې زلزلې داسې مهال وشوې، چې دوی وار له مخه د بودجې د کمي په وجه د خپلو مرستو له نوملړه لس مېلیونه افغانان اېستي او د ژمي په رارسېدو سره د خلکو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.
خو په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په هرات او شاوخوا سیمو کې د زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو د وېش لړۍ روانه ده؛ خو وايي دا چې ژمی په رارسېدو دی د خلکو د لاسنیوي لپاره لا ډېرو سرچینو او مرستو ته اړتیا شته.
په هرات کې ګڼ خلک وایي، که حالت همداسې دوام کوي؛ نو دوی به د ژمي په رارسېدو او د هوا د سړېدو له امله د سخت ناورین سره مخامخ شي؛ خو د طالبانو لهخوا د زلزله ځپلو سره د مرستو جوړ شوی کمیسیون وايي، چې لا هم هلته دوی پر خلکو مرستې وېشي او د ژمي تر رارسېدو وړاندې به دوی ته عصري او پاخه کورونه هم جوړ کړي.
خو ګڼې زیانمنې شوې کورنۍ بیا وايي، زړه ته یې نه لویږي چې ګواکې اوسني حاکمان دې د دې جوګه وي چې په دومره لنډ تنګ وخت کې دې دوی ته د سرپناه بندو بست وکړي.

د کډوالۍ نړۍواله اداره «ای او ایم» وايي، چې د اکټوبر میاشتې په لومړیو پنځلسو ورځو کې له پاکستان څخه ۳۷۳۱۷ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه اداره په خپل نوي راپور کې وايي، چې له دوی سره د ثبت شویو ارقامو له مخې ۲۶۸۹۶ تنه د تورخم او ۱۰۴۲۱ تنه یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تورخم او اسلام کلا د سرحدي امریتونو د راپورونو له مخې د «تلې تر ۲۹مې» ۵۹۷۱ کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
راپور د اسلام کلا د سرحدي امریت په حواله لیکلي، د ۳۲۴۳ جبري او په خپله خوښه راستنو شویو له ډلې ۳۲۴ اړمن او زیان منونکي کسان له تشخیص وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي، چې د خوراکي توکو او نورو مرستو څخه برخمن شي.
دغه وزارت لیکلي، چې د تورخم له لارې ۴۸۶ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۲۸ تنه کېږي، «د تلې په ۲۶مه» هېواد ته ستنې شوې دي.
همداراز د کډوالۍ نړۍواله اداره وايي، چې د اکټوبر تر ۱۵مې نېټې ۶۱۴ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه لرل له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره بد چلند دغه کډوال دې ته اړ اېستي، چې هره ورځ یې د ستنېدو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
له بلې خوا د پاکستان لهخوا د ناقانونه کډوالو د ضرب الاجل پای ته رسېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دغه کورنۍ د زندان له وېرې په بېړه غواړي له دغه هېواد ووځي.
په ورته وخت کې د طالبانو له خوا د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه لنډمهاله پنډغالي د جوړېدو چارې د تلې په ۲۶مه پیل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین او په جبري توګه د راستنېدونکو د وضعیت د ارزونې د کمېسیون د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټې مشر عبدالرحمن راشد د دغه پنډغالي د جوړولو د پرانیستې پرمهال وویل، چې په دغه لنډمهاله پنډغالي کې په یوه وخت ۵۰۰ کورنۍ ځایېدلای شي.
بل خوا د تېرې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر پاکستان غږ کړی، چې په سمدستي ډول دې له دغه هېواده د ۱،۴ میلیونو افغان کډوالو د اېستلو پروسه ودروي.
دغې ډلې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر چلند اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه کارپوهانو ویلي، چې د پاکستان د حکومت دا ډول اقدامات به ۱،۴ میلیونه وګړي اغېزمن کړي، چې له ډلې یې ګڼ شمېر د بشري حقونو د جدي اندېښنو له امله پاکستان ته کډوال شوي دي.
د کارپوهانو دغه ډله په پاکستان کې د افغان کډوالو، مېرمنو، ماشومانو او نورو اقشارو د بېرته ستنېدو د ګواښ په اړه اندېښنه ښيي او زیاته کړې یې ده، چې دوی په خپل هېواد کې له جدي بشري زیان سره مخ کېدونکي دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله زیاتوي، چې جبري شړل او ښکاره شکنجې د بشري حقونو سره په ټکر او د موجوده کنوانسینونو د نه رعایت په معنا ده: “پاکستان د دغو کنوانسیونونو غړی هېواد دی او باید عملي یې کړي”.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د یکشنبې په ورځ «د تلې په ۲۳مه» د خبري کنفرانس پر مهال د افغان کډوالو په اړه وویل:”زه بیا غواړم ووایم هغه کسان چې قانوني اسناد ولري د هغوی لپاره په پاکستان کې د اوسېدو هېڅ ستونزه نه شته. هغوی کولای شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي”.
پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو لپاره د روانې میلادي میاشتې تر وروستۍ نېټې د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.
د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه طالبانو هم غبرګون ښودلی او یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو پاکستانی لوري د افغان کډوالو سره د روان چلند د نه زغمولو یاد کړ.

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان په لوېدیځ کې له سختو زلزلو وروسته په زلزله ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو د احتمالي زیاتوالي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ناروغۍ به روان وضعیت لا پیچلی کړي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې وايي، چې د زلزله ځپلو له بې ځایه کېدو وروسته د دوی روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او یو شمېر ساري ناروغۍ ثبت شوې دي.
ډبلیو ایچ او زیاتوي، چې د زلزله ځپلو له بې ځایه کېدو وروسته ځینې ساري تنفسي ناروغیو، اسهالاتو او د وایروسي ناروغیو د زیاتوالي لپاره زمینه برابرېدلی شي.
د هرات د ولایتي روغتون یوه ډاکتر نصرالله خیبر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې له زلزلې وروسته پر ساري ناروغیو سربېره یو شمېر وایروسي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.
نوموړي وویل: “ د ناروغانو لومړۍ او دویمه جوپه د زلزلې د مړو شویو او زخمیانو خلکو وه، مګر اوس د ورځو په تېرېدو سره ځینې تنفسي ناروغۍ، شری او ځینې انتاني ناروغۍ مخ پر زیاتېدو دي”.
ډاکتر خیبر زیاتوي، چې نړۍوال روغتیايي بنسټونه باید سیمې ته ژر تر ژره د سروې او څېړنو ټیمونه واستوي، تر څو د دقیقو څېړنو لارې چارې هوارې کړي.
بل خوا د روغتیا د نړۍوال سازمان ویاند تاریک جسرویس بیا په همدغه راپور کې ویلي، چې دغه سازمان په هرات کې په خپلو روغتیايي خدماتو تمرکز کړی او له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه تازه بیان کې ویلي وو، چې د هرات له زلزله ځپلو سره نږدې ۱۹ میلیونه عاجلو مرستو ته اړتیا ده او که دا عاجلې مرستې ونه شي ښايي د دغو زیانمنو شویو خلکو ستونزې څو برابره زیاتې شي.
د خوړو دغې ادارې چهار شنبه «د تلې په ۲۶مه» ویلي، چې تر اوسه دوی له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ډېره محدوده بودیجه لري او له هماغې کار اخلي.
بل خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د هرات په زلزلو کې ۴۳ زره کسان اغېزمن شوي، له ۳۳۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي، چې ۲۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۱۷۰۰ نور یې څه نا څه زیانمن شوي دي.
اوچا دغه راز ویلي، چې تر تېرې ورځې پورې د ۱۵۰۰ کسانو مړینه رپوټ شوې او ۲۰۰۰ کسان ټپيان دي.
په هرات ولایت کې لومړۍ زلزله د اکټوبر په اوومه نېټه وشوه، چې بیا وروسته یې بې شمېره نور ټکانونه هم لرل چې له امله یې ګڼ خلک زیانمن شول.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې له مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د کام ایر هوایي شرکت مستقیمې الوتنې پیل شوې.
د کام ایر هوایي شرکت په لومړۍ الوتنه کې ۱۲۱ تنه مسافر د مزارشریف ښار له مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان جدې ښار ته ولیږدول.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۲۷مه» په خپل اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ الوتنې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
کام ایر هوایي شرکت وايي چې دغه الوتنې به په اونۍ کې يو ځل د مزارشريف له هوايي ډګر څخه جدې ښار ته ترسره شي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ارګ کې سرچینو ویلي، د افغانستان د واک او ځواک دغه تر ټولو مهم او تاریخي ځای اوس د څلورو طالب مشرانو ترمنځ وېشل شوی. دوی یا یوازې دلته اوسېږي او یا هم دفتر او استوګنځی دواړه لري. طالب چارواکي ارګ کې دا مهال پر مدرسو سربېره نوې ودانۍ هم په پلان کې لري.
د سرچینو په خبره، د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند حرامسری او کوټي باغچه په واک کې لاري او په دغو ودانیو کې اوسیږي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر اول نمبر قصر چې د پخوانیو ولسمشرانو کور و، واک لري او په دغه ځای کې استوګن دی.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د ارګ په دلکشا ماڼۍ باندې واک لري او پکې اوسیږي، خو دفتر یې دفاع وزارت کې دی.
د پنجشیر او انداربونو لپاره د طالبانو جنګي مسوول قیوم ذاکر د ارګ په اتم نمبر قصر کې اوسیږی.
څو سرچینو وویل چې څو وارې په ارګ کې طالب مشرانو له قیوم ذاکر څخه غوښتي چې له ارګه ووځي، خو نوموړي دغو طالب مشرانو ته منفي ځواب ورکړی او په خپل زور په ارګ کې مېشت دی.
دغه طالب مشران له خپلو کورنیو سره نه اوسیږي، خو ځینې سرچېنې یوازې دومره وايي کله کله د دغو مشرانو بچیان په موقتي ډول لیدل کیږي.
په ارګ کې د امنیت شورا ودانۍ خالي ده، خو ځینې وخت د طالبانو د ریس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له بهرنیو میلمنو سره سره په دغه ودانۍ کې لیدنې لري.
رسیدلي معلومات ښيي چې په ارګ کې یوازې د جنوب ولایتونو طالب مشران اوسیږي خو دلته د حقاني شبکې د مشرانو یا د نورو ولایتونو د طالب مشرانو د اوسېدو راپورونه ناسم دي.
په جمهوریت کې ټول واک او قدرت له ارګ سره و، خو د طالبانو واک ته رسېدو سره دا واک او قدرت د کندهار منډیګک ته انتقال شوی دی.
ارګ کې مېشت طالب مشران واک نه لري بلکې کندهار کې ناست د دې ډلې مشر ملا هبت الله ټول تصمیمونه نیسي او بیا یې پر ارګ عملي کوي.
په تېر جمهوریت کې ارګ څو ویاندان درلودل خو اوس د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویاند نه لري، بلکې ویاند په کندهار کې د ملا هبت الله سره په څنګ کې اوسیږي او د هغه ویاندي کوي.
تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني نو له همدې امله د بهرنیو پلاوو سفرونه په نشت برابر دي. په ارګ کې کله کله د سفیرانو پر لیدنو سربېره د طالبانو داخلي غونډې او کله هم د دې ډلې ځانګړې ورځې او مشاعرې کیږي.
د پخوا په څېر د کابینې غونډې په منظم ډول نشته، یوازې د ملا هبت الله لخوا نیول شوي تصمیمونه لوستل کیږي او دوی یې له یو څه بحث وروسته اعلانوي چې کابینې دا تصمیمونه تایید کړل.
ارګ ته د ولسي خلکو تګ او راتګ په نېشت برابر دی، بلکې دا ناستې په کندهار کې ترسره کیږي او د ځايي طالب چارواکو په شمول خلک کندهار ته ځي او هلته د ملا هبت الله سره ناستې کوي خو د دې ناستو ډېر کم راپورونه پهر ته راوځي.
وزیران د ارګ پرځای کندهار ته راپور ورکوي او کله هم د سلامشورو لپاره هلته ورځي.
کله هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له کندهار څخه کابل ته راځي، په ارګ کې له یو شمیر کسانو سره ناستې ولاړې کوي ترڅو د دوی خبرې او ستونزې ملا هبت الله ته ورسوي.

د ارګ او د ولسمشر ځانګړي امنیتي ساتونکي چې په پي پي اېس مشهور دي، یوازې څو تنه یې پاتې دي او له وسلو پرته په دروازو کې یوازې د تلاشۍ لپاره ګومارل شوي دي.
د ارګ د تشریفاتو قطعه اوس له یو څه بدلون سره فعاله ده او هغه پخواني کسان اوس هم خپلو دندو کې شته دي.
د ارګ زیاتره پخواني ملکي مامورین پر خپل ځای دي او خپلو دندو ته ځي خو ښځینه کارکونکې خپله میاشتنۍ حاضري لاسلیکوي، پر کور فعاشونه اخلي.
په ارګ کې اوس هم درې طعام خانې فعالې دي، خو خوراکونه کې یې تغیر راغلی دی. په جمهوریت کې د چارو ادارې په طعام خانه کې به په اوونۍ کې درې ورځې غوښه وه، خو اوس یوازې یوه ورځ غوښه ورکوي او تازه میوه یې بنده کړې ده.
خو د ارګ طعام خانه چې د ارګ ساتونکو ته هم ډوډۍ ورکوي، یوه ورځ بعد غوښه پخوي او په خوراک کې تازه میوه هم لري.
د ارګ د اهمیت کمېدو سره بیا هم دلته د خلکو د تلو پروسه سخته ده، یوازې د طالبانو د ډلې مشران او غړي په اسانه ننوځي، خو د ارګ کې مېشت ځینې مشران له ارګ بیرون هم مهمان خانې لري او له خلکو سره د ارګ پر ځای په دغو مېلسمتونونو کې ګوري.

په تاریخي لحاظ ارګ یو جومات درلود، خو د طالبانو په لومړۍ دوره کې دلکشا مانۍ ته څېرمه نیم کاره جومات پاتې و، چې بیا وروسته د جمهوریت پرمهال یوځل بیا پرې کار پیل او جوړ شو.
په ارګ کې سرچینې وايي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ارګ د چورلکو میدان په څنډه کې د جومات جوړولو پلان درلود، خو د جمهوریت ړنګېدو سره دغه پلان پاتې شو.
د طالبانو واک ته رسېدو سره، د دې ډلې رییس الوزرا ملا حسن اخوند د دې جومات بنسټ ډبره د ځانګړو مراسمو سره کېښوده او اوس مهال یې چارې په بشپړېدو دي.
په ارګ کې سرچینې وايي د ارګ ځانګړو ځواکونو لپاره چې په تېر حکومت کې پر پي پي اېس مشهور و، د ودانۍ جوړېدو طرحه جوړه شوې وه، اوس د طالبانو د دې ودانۍ عملي چارې پیل کړې دي خو معلومه نه ده چې له دې ودانۍ به څه ډول ګټه اخیستل کېږی.
دغه سرچینه زیاتوي د ارګ په ۰۵ دروازه کې طالبانو د تهداب لپاره تقشه اچولې، ځیني ګنګوسې په ارګ شته دي چې طالبان غواړي دلته کورونه جوړ کړي.
اوس په په ارګ کې دوه دیني مدرسې جوړې شوې دي.
د طالبانو ریس الوزرا ملاحسن اخوند په ارګ کې د اداري امور ودانۍ ته مخامخ د احسن درالعلوم په نوم یوه مدرسه جوړه کړې ده.
یوه بله مدرسه قیوم ذاکر جوړه کړې ده چې د بیت الله دارلعلوم په نوم یادیږي.

په ارګ کې سرچېنې وايي طالبانو د ارګ له ټولو جوماتونو قالینې ځکه ټولې کړې دي چې د دوی پر وینا په دغو قالیونو باندې د تېر جمهوریت مشرانو او غړو لمونځونه کړي دي او په دغو قالینونو لمونځونه نه قبلیږي .
نظرونه دا دي چې طالبان غواړي په ارګ کې د جوماتونو او مدرسو تعداد لوړ کړي، ترڅو د دوی سخت دریځه وسلوال طالبان تېرباسي چې د دې ډلې د قدرت لومړی درجه تاریخي ارګ د سیاسي قدرت پرځای یو مذهبي ځای دی او مدرسې پکې فعالې دی.
ارګ د افغانستان د ولسمشرۍ او یا هم شاهي ماڼۍ
ارګ له شاهي نظام څخه شروع تر جمهوري نظامونو پورې د پاچا او یا هم د ولسمشرانو د کار او اوسېدو ځای وو. چې ارګ نه و جوړ شوی، د افغانستان واکدارانو د کار او اوسېدو ځای به تر ډېره بالاحصار کې و.
خو د طالبانو دویم ځل واکمنۍ کې هم د دې ډلې او حکومت مشر په کندهار کې اوسیږي او د ارګ پرځای له کندهار څخه پټ مخ حکومت چلوي چې په افغانستان کې دا ډول حکمراني بې مثاله ده.
هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړي دي، ارګ په ۱۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
د افغانستان د واک او ځواک د سمبول په توګ د ارګ بنسټ هم د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د کوټي باغچې په جوړېدو سره کېښودل شو او د وخت په تېرېدو سره افغان واکمنو پراخ کړ.
اوس سلام خانې ماڼۍ، حرامسرای، دلکشا ماڼۍ، چارچنار ماڼۍ، ګلخانۍ ماڼۍ او کوټي باغچه د ارګ تاریخي ودانیو کې شمیرل کیږي.