افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ارګ کې سرچینو ویلي، د افغانستان د واک او ځواک دغه تر ټولو مهم او تاریخي ځای اوس د څلورو طالب مشرانو ترمنځ وېشل شوی. دوی یا یوازې دلته اوسېږي او یا هم دفتر او استوګنځی دواړه لري. طالب چارواکي ارګ کې دا مهال پر مدرسو سربېره نوې ودانۍ هم په پلان کې لري.
د سرچینو په خبره، د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند حرامسری او کوټي باغچه په واک کې لاري او په دغو ودانیو کې اوسیږي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر اول نمبر قصر چې د پخوانیو ولسمشرانو کور و، واک لري او په دغه ځای کې استوګن دی.
یوه بله مدرسه قیوم ذاکر جوړه کړې ده چې د بیت الله دارلعلوم په نوم یادیږي.
له ارګ د جمهوریت مهال د غالیو ټولول
په ارګ کې سرچېنې وايي طالبانو د ارګ له ټولو جوماتونو قالینې ځکه ټولې کړې دي چې د دوی پر وینا په دغو قالیونو باندې د تېر جمهوریت مشرانو او غړو لمونځونه کړي دي او په دغو قالینونو لمونځونه نه قبلیږي .
نظرونه دا دي چې طالبان غواړي په ارګ کې د جوماتونو او مدرسو تعداد لوړ کړي، ترڅو د دوی سخت دریځه وسلوال طالبان تېرباسي چې د دې ډلې د قدرت لومړی درجه تاریخي ارګ د سیاسي قدرت پرځای یو مذهبي ځای دی او مدرسې پکې فعالې دی.
ارګ د افغانستان د ولسمشرۍ او یا هم شاهي ماڼۍ
ارګ له شاهي نظام څخه شروع تر جمهوري نظامونو پورې د پاچا او یا هم د ولسمشرانو د کار او اوسېدو ځای وو. چې ارګ نه و جوړ شوی، د افغانستان واکدارانو د کار او اوسېدو ځای به تر ډېره بالاحصار کې و.
خو د طالبانو دویم ځل واکمنۍ کې هم د دې ډلې او حکومت مشر په کندهار کې اوسیږي او د ارګ پرځای له کندهار څخه پټ مخ حکومت چلوي چې په افغانستان کې دا ډول حکمراني بې مثاله ده.
هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړي دي، ارګ په ۱۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
د افغانستان د واک او ځواک د سمبول په توګ د ارګ بنسټ هم د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د کوټي باغچې په جوړېدو سره کېښودل شو او د وخت په تېرېدو سره افغان واکمنو پراخ کړ.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد ختلان ولایت ته په سفر کې له افغانستان سره پر پوله ۲۴ نوې پوستې پرانیستې.
امام علي رحمان مخکې ویلي وو، چې تاجکستان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان سر پر پوله سلګونه امنیتي بنسټونو جوړولو ته اړتیا لري.
د تاجکستان اسیا پلس خبري اژانس، د پنجشنبې په ورځ راپور کې وویل، دا نوې پوستې د امام علي رحمان په امر، په لخش، شمس الدین شاهین، روشان، اشکاشم، مرغاب او خاروغ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
د پاکستان یو وتلی سیاستوال نواز شریف درې ځلې لومړی وزیر شوی، خو د فساد د تورونو او له پوځ سره د ډغرو له امله یې یو ځل هم خپله دوره نه ده بشپړه کړې. پخپله خوښه جلاوطن شریف راتلونکې شنبه پاکستان ته ستنېږي او راتلونکو ټاکنو کې لوبېدو ته تیارېږي.
۷۳ کلن نواز شریف له ۱۹۹۰ تر ۹۳، بیا له ۱۹۹۷ تر ۹۹ او بیا هم له ۲۰۱۳ تر ۱۷ لومړی وزیر و، خو اول ځل د پوځ ملاتړي ولسمشر، بیا کودتا او دریم وار هم د محکمې له خوا بې واکه شو.
نواز شریف صنعي کورنۍ کې وزېږېد، د پولادو تولید سره یې پیسې پیدا او د اتفاق ګروف په نوم د کورنۍ شرکت یې پراخ کړ.
نوموړی د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې سیاست ته لاړ او پر ۱۹۸۱ کال د پنجاب صوبايي مالي وزیر شو.
نواز شریف له جنرالانو سره د نږدې اړیکو په لرلرو مشهور و، دوی یې د پنجاب له حیرانوونکې اقتصادي ودې اغېزمن کړي وو. د پوځي ډیکټاټور ضیاالحق په لاس روزل شوی و. د جنرالانو په ملاتړ پر ۱۹۸۵ کال د پاکستان د ډېر وګړې او پرمختللې صوبې پنجاب سروزیر شو.
پر ۱۹۹۰ کال ټولټاکنو کې اول ځل د پاکستان لومړی وزیر او د دغه هېواد د لومړنۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو ځای ناستی شو، چې د وخت ولسمشر یې حکومت د بډو او فساد د تورونو له امله ړنګ کړی و.
پر ۱۹۹۳ کال نواز شریف له ولسمشر سره دوښمني پیل کړه او هغه یې هم حکومت د خېلپالنې او فساد په تور ختم کړ.
د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو اونیو کې مختلفو ولایتونو ته سفرونه کړي او په خپلو ویناوو کې یې هڅه کړې ده چې د طالبانو اداره او که لا دقیق ووایو،په طالبانو کې خپله ډله انعطاف ته تیاره وښیي.
ده په خپلو ویناوو کې پر ملي وحدت ټینګار کړی دی، د تفاهم او یو بل منلو خبره یې کړې ده او په بامیان کې یې د کریم خلیلي او محمد محقق نومونه واخیستل چې هېواد ته دې راشي.
حقاني په وروستیو اونیو کې له امرباالمعروف ادارې هم غوښتنه وکړه چې له خلکو سره دې نرم چلند وکړي. ده ان د فلسطین د وروستیو خونړیو پېښو په مناسبت نرم دریځ خپل کړ.
سراج الدین حقاني په دغو سفرونو او داسې څرګندونو کې د څه شي په لټه کې دی؟
حقاني په خپله یوه وروستۍ وینا کې ویلي دي چې پر موږ باندې د بلا او بَبَو ګومان کېده او دا ګومان ناسم و.
دوی ته په څه دلیل د بلا په سترګه کتل کېدل؟ د دوی مخینه څه ده؟
د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې د پاکستان په حقانیه مدرسه کې درس لوست او لههمدې مدرسې سره د تړاو په سبب ېې ځان ته حقاني تخلص غوره کړ.
ده په همدې وخت کې، چې په پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو صدراعظم و او له کابل سره یې روابط ښه نه وو، درس پرېښود او وسله وال مخالفت ته یې لاس واچاوه.
د شوروي عسکرو له یرغل وروسته چې په افغانستان کې جهاد زور واخیست، جلال الدین حقاني د یوه مهم قومندان په توګه راڅرګند شو. ده که څه هم د مولوي محمد یونس خالص د اسلامي حزب په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو تر ډېره بریده مستقل و او اکثره جبهې یې د لویې پکتیا په ساحه کې وو.
د مجاهدینو له بري وروسته جلال الدین حقاني عدلیه وزیر وټاکل شو او چې کله په کابل کې تنظیمي جګړې پیل شوې، دی بې طرفه پاته شو او د منځګړتوب لپاره یې له استاد رباني، استاد مزاري، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او نورو سره لیدنې وکړې.
کله چې طالبان راپیدا شول، جلال الدین حقاني په ۱۹۹۶کال کې ورسره ملګری شو. هغوی د قبایلو چارو وزارت ورکړ. د یولسم سپتمبر له پېښو وروسته چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، حقاني له طالب مشرانو سره پاکستان ته واوښت او له طالبانو سره د عمر تر پایه ملګری پاتې شو.
جلال الدین حقاني چې د عمر په وروستیو کلونو کې ناروغ و، د دوی په ډله کې د ده اړوند کارونه د ده زوی سراج الدین حقاني ته وسپارل شول.
که څه هم د حقاني ګروپ او نورو طالبانو تر منځ د توپیر خبرې کېدلې خو دغه توپیرونه او احتمالا پټ کشمکشونه هغه وخت زیات محسوس شول چې د طالبانو په کړیو کې د ملا منصور د ځای ناستۍ غونډې روانې وې.
داسې ښکارېده چې حقانیان غواړي هم طالبان واوسي او هم په طالبانو کې خپل مستقل هویت ولري او د مشرتابه په فیصلو کې یې پوره برخه وي.
حقانیان چې د نړۍ په مطبوعاتو کې د حقاني شبکې په نوم مشهور شوي، نسبت نورو طالبانو ته په شمېر کم خو منظم دي. په جګړو او په ډېرو پېچلو حملو او ځانمرګو بریدونو کې د دوی برخه زیاته وه.
نورو طالبانو پر پټو مرستو سربېره چې ورسره کېدلې، د پیسو د پیدا کولو لپاره د هیروینو په قاچاق زیاته تکیه کوله خو حقانیانو د هیروینو پر قاچاق سربېره د کانونو استخراج او نورو مختلفو ذریعو ته هم توجه وکړه او شتمن شول.
له بلې خوا حقانیانو، په تېره بیا له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته د نورې نړۍ له ترهګرو ډلو سره چې په افغانستان کې یې فعالیت کول غوښتل، رابطه ټینګه کړه.
په دغو خارجي ډلو کې د چین، چیچن، تاجکستان، اوزبکستان، کشمیر او نورو سیمو جګړه مار شامل وو. له دغو ډلو سره د رابطې په نتیجه کې حقاني شبکه د نړۍ په کچه لا زیاته منزوي شوه خو د شبکې د منځ نظم یې ورسره لا پیاوړی شو.
حقاني شبکه که څه هم له نورې نړۍ لرې شوه خو له پاکستان سره په نژدې اړیکو کې یې خلل رانغی. پاکستان د کندهار د طالبانو مهم مشر ملا برادر په زندان کې ساتلی و، خو حقانیان یې نازول او حمایه کول.
داسې ښکاري چې د نورې نړۍ په څېر-البته پرته له پاکستان څخه- ایران هم پر حقاني شبکې بدګومانه وو، ځکه ایران په طالب قومندانانو کې د ابراهیم صدر او قیوم ذاکر ډېر ملاتړ کړی دی او دا دواړه قومندانان له حقانیانو سره په پټ کشمکش کې پاتې شوي دي.
د جمهوریت تر نسکورېدو میاشت دوه مخکې امریکا په یوه رپورټ کې حقاني شبکه له طالبانو سره د ارتباط اصلي ذریعه وښودله او د طالبانو تر واکمنېدو لږ وروسته د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د خلیفه سراج الدین حقاني د یوه مشاور په کور کې ووژل شو.
کله چې سراج الدین حقاني د طالبانو داخله وزیر شو، تر یوې مودې به یې د داسې عکسونو له اخیستلو ډډه کوله چې مخ یې پکې پوره ښکاره شي. ظاهرا له ده سره وېره وه چې امریکا به حمله ورباندې وکړي.
د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې سراج الدین حقاني د ځانمرګو تعریفونه هم زیات کول او ګواکې داسې یې ښودل چې که په دوی حمله وشي نو دوی به یو ځل بیا پر ځانمرګو تکیه وکړي. خو د وخت په تېرېدو سره د سراج الدین حقاني وېره کمه شوه. ایا الظواهري یې امریکا ته په ګوتو ورکړ او په دې ډول یې خپل مشکلات کم کړل؟ ایا له داعش سره په مقابله کې هڅې یې د داعش نړیوالو مخالفانو ته د منلو وړ دي؟ اټکلونه اسان دي خو هغه څه چې ښکاره دي دا دي چې د دې شبکې مشران د بهرنیو په مقابل کې نرم غږېږي او دغسې دریځ یې له پخواني دریځ سره ښکاره توپیر لري.
حقانیان که څه هم د جمهوریت له نسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو سره د خصومت له حالته راوتلي ښکاري خو برعکس، له پاکستان سره یې احتمالا فاصله زیاته شوې ده، ځکه پاکستاني طالبانو له دې شبکې سره نژدې اړیکې لرلې او دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې له حملو راوګرځوي.
د معلوماتو له مخې ډیری افغان کدوال د خیبر پښتونخوا او پاکستان د پنجاب ایالت څخه افغانستان ته ستنیږي او ډیری دغه کورنۍ په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
خو یو شمیر افغان کدوال بیا وايي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د پاکستان حکومت له لورې نیول کیږي او زندانونو ته استول کیږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغه سازمان د بشري حقونو د ودې او ساتنې په غنډه کې ویلي:« په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت چې له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي پېچلو او څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی، د اندېښنې وړ دی.»
هغه ویلي:« په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په تېرو وروستیو کلونو کې د افعانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو، لږکیو او هغه کسانو چې ډیموکراټیک ارزښتونو ته کار کوي د دوی د حقونو او ازادۍ ساتنه په جدي ډول تر پوښتنې لاندې ده.»
هغه زیاته کړې:« زموږ جدي اندېښنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادۍ په اړه ده. له ښځو سره توپیري چلند د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنې له منځه وړي.»
نوموړي په افغانستان کې د لږکیو پر وضعیت، د ښځو د ازادۍ او حقونو، د طالب مخالفینو ربړونې، د بیان ازادۍ، پر رسنیو محدودیتونه او خپل سرو نیونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د کار له دوامه یې هرکلی کړی.
ښاغلي فایق د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي، چې وروستیو زلزلو نه یوازې دا چې ۲۴۰۰ کسان وژلي؛ بلکې له سلو ډېرو کلیو ته یې پراخه مالي زیانونه هم اړولي دي، چې په کې د خلکو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او اوسمهال په کې زرګونه کسان له سرپناه، د څښاک اوبو او روغتیایي خدمتونو پرته شپې سبا کوي.
نوموړي ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د ښځو او ماشومانو بد وضعیت د لاخرابېدو په حال کې دی.
ښاغلي فایق زیاته کړه،« دغه وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له سازمانه، د نړۍوالې ټولنې او د ملاتړو هېوادونو غوښتنه کوم، چې ستاسو بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لرو او له هغو بنسټونو چې تراوسه یې له زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي مننه کوم.»