۷۳ کلن نواز شریف له ۱۹۹۰ تر ۹۳، بیا له ۱۹۹۷ تر ۹۹ او بیا هم له ۲۰۱۳ تر ۱۷ لومړی وزیر و، خو اول ځل د پوځ ملاتړي ولسمشر، بیا کودتا او دریم وار هم د محکمې له خوا بې واکه شو.
نواز شریف صنعي کورنۍ کې وزېږېد، د پولادو تولید سره یې پیسې پیدا او د اتفاق ګروف په نوم د کورنۍ شرکت یې پراخ کړ.
نوموړی د ۱۹۷۰ کلونو په وروستیو کې سیاست ته لاړ او پر ۱۹۸۱ کال د پنجاب صوبايي مالي وزیر شو.
نواز شریف له جنرالانو سره د نږدې اړیکو په لرلرو مشهور و، دوی یې د پنجاب له حیرانوونکې اقتصادي ودې اغېزمن کړي وو. د پوځي ډیکټاټور ضیاالحق په لاس روزل شوی و. د جنرالانو په ملاتړ پر ۱۹۸۵ کال د پاکستان د ډېر وګړې او پرمختللې صوبې پنجاب سروزیر شو.
پر ۱۹۹۰ کال ټولټاکنو کې اول ځل د پاکستان لومړی وزیر او د دغه هېواد د لومړنۍ وزیر اعظمې بې نظیر بوټو ځای ناستی شو، چې د وخت ولسمشر یې حکومت د بډو او فساد د تورونو له امله ړنګ کړی و.
پر ۱۹۹۳ کال نواز شریف له ولسمشر سره دوښمني پیل کړه او هغه یې هم حکومت د خېلپالنې او فساد په تور ختم کړ.
سترې محکمې د نواز شریف حاکمیت بېرته واکمن کړ، خو ښاغلی شریف او ولسمشر پخلاینه کې پاتې راغلل او دواړو استعفا وکړه.
پر ۱۹۹۷ کال نواز شریف بیا د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ ټاکنې وګټلې او دویم ځل لومړی وزیر شو.
د نوموړي په دغه واکمنۍ کې پاکستان د ۱۹۹۸ کال مۍ کې اول ځل اټومي ازموینه وکړه، دا ګام د دغه هېواد سخت سیال هند ته ځواب و چې څو ورځې مخکې یې دوه اټومي ازموینې کړې وې.
د شریف په دغه لومړي وزارت کې هند او پاکستان د ۱۹۹ کال له مۍ تر جولای د لانجمن کشمیر په کارګل کې جګړه وکړه.
نواز شریف د ۱۹۹۹ کال وروستیو کې د پوځ لوی درستیز پروېز مشرف سره ښکېل شو او هغه هم د کودتا له لارې بې واکه کړ. وروسته نواز شریف پر عمر بند محکوم شو، خو د سعودي په منځګړتوب ریاض ته جلاوطن شو. هغه پر ۲۰۰۷ کال پاکستان ته ستون شو.
نواز شریف د ۲۰۱۳ کال ټولټاکنو کې د دغه هېواد د پخواني کرېکټ اتل عمران خان سره په سیالۍ کې برلاسی او دریم وار لومړی وزیر شو.
نواز شریف له هند سره د اړیکو عادي کولو هڅه وکړه، پر ۲۰۱۴ کال یې ور سره سوداګریزې خبرې وکړې. ور پسې کال د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د پاکستان لاهور ښار ته لاړ او له ښاغلي شریف سره یې ولیدل.
پر ۲۰۱۷ کال د پاناما اسنادو اړوند د فساد دوسیو په پلټنو پسې د محکمې په حکم سره له واک لرې شو.
د ۲۰۱۸ کال جولای کې د پاکستان فساد ضد محکمې نوموړی د اختلاس له امله پر لس کلن بند محکوم کړ.
د ۲۰۱۸ کال په ډیسمبر کې نواز شریف د فساد اړوند بله دوسیه کې هم مجرم وبلل او پر اوه کاله بند محکوم او وروسته د ټول عمر لپاره له سیاست بې برخې اعلان شو.
هغه دا ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې سیاسي انګېزه لري.
نواز شریف د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې د طبي اسنادو وړاندې کولو له مخې خوشی شو او څو اونۍ وروسته لندن ته وکوچېد او له دغه ځای په سیاست کې ښکېل پاتې شو.
نواز شریف راتلونکې شنبه د اکتوبر پر ۲۱ پاکستان ته ستنېدل او راتلونکو ټاکنو کې د مسلم لیګ په مشرۍ لوبېدل غواړي.
تېره میاشت د ښاغلي شریف او د پاکستان د څو نورو لومړیو وزیرانو اړوند د فساد یوه دوسیه بېرته را ژوندۍ شوه، خو وکیل یې امجد خان خان وايي، چې د اسلام اباد سترې محکمې د هغه د خوندیتوب ضمانت منظور کړی دی.