• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره پر پوله ۲۴ نوې پوستې پرانیستې

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد ختلان ولایت ته په سفر کې له افغانستان سره پر پوله ۲۴ نوې پوستې پرانیستې. امام علي رحمان مخکې ویلي وو، چې تاجکستان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان سر پر پوله سلګونه امنیتي بنسټونو جوړولو ته اړتیا لري.

د تاجکستان اسیا پلس خبري اژانس، د پنجشنبې په ورځ راپور کې وویل، دا نوې پوستې د امام علي رحمان په امر، په لخش، شمس الدین شاهین، روشان، اشکاشم، مرغاب او خاروغ ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د تاجکستان ولسمشر په سرحدي سیمه کې د خپل هېواد له ځواکونو سره په لیدنه کې د پولو د امنیت پر ټینګولو ټینګار کړی دی.

د تاجکستان د ستراتیژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمانزاده تېر اګسټ کې وویل، له افغانستان سره پوله کې د پوستو شمېر له سلو ډېر شوی دی او ځینې دا پوستې د نړیوالو ادارو په مرسته جوړې شوې دي.

تاجکستان چې د شانګهای همکارۍ سازمان او ټولنیز امنیت تړون غړی دی، بیا بیا یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته څېرمه «امنیتي کمربند» جوړ کړي.

د تاجکستان چارواکي وايي، وسلوال د افغانستان پولو کې کارند دي او دغه هېواد او منځنۍ اسیا ته د ننوتلو هڅه کوي.

نږدې دوه میاشتې مخکې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې وویل، له افغانستان سره په پوله کې یې د انصارالله ډلې هغه درې «ترهګر» وژلي دي، چې په دغه هېواد کې یې د بریدونو پلان درلود.

پروسږکال د تاجکستان ولسمشر د افغانستان پولو کې د وسلوالو او «ځانمرګو ځواکونو» پر شتون اندېښنه شودلې وه او ویلي یې و په افغانستان کې «د ځانمرګو په ګډون لسګونه زره مجاهدین» روزل کېږي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

د حقاني سفرونه او څرګندونې

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۳ GMT+۱
•
صفدر سلېمانخېل
د حقاني سفرونه او څرګندونې
100%

د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو اونیو کې مختلفو ولایتونو ته سفرونه کړي او په خپلو ویناوو کې یې هڅه کړې ده چې د طالبانو اداره او که لا دقیق ووایو،په طالبانو کې خپله ډله انعطاف ته تیاره وښیي.

ده په خپلو ویناوو کې پر ملي وحدت ټینګار کړی دی، د تفاهم او یو بل منلو خبره یې کړې ده او په بامیان کې یې د کریم خلیلي او محمد محقق نومونه واخیستل چې هېواد ته دې راشي.

حقاني په وروستیو اونیو کې له امرباالمعروف ادارې هم غوښتنه وکړه چې له خلکو سره دې نرم چلند وکړي. ده ان د فلسطین د وروستیو خونړیو پېښو په مناسبت نرم دریځ خپل کړ.

سراج الدین حقاني په دغو سفرونو او داسې څرګندونو کې د څه شي په لټه کې دی؟

حقاني په خپله یوه وروستۍ وینا کې ویلي دي چې پر موږ باندې د بلا او بَبَو ګومان کېده او دا ګومان ناسم و.

دوی ته په څه دلیل د بلا په سترګه کتل کېدل؟ د دوی مخینه څه ده؟

د سراج الدین حقاني پلار جلال الدین حقاني د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې د پاکستان په حقانیه مدرسه کې درس لوست او لههمدې مدرسې سره د تړاو په سبب ېې ځان ته حقاني تخلص غوره کړ.

ده په همدې وخت کې، چې په پاکستان کې ذوالفقار علي بوټو صدراعظم و او له کابل سره یې روابط ښه نه وو، درس پرېښود او وسله وال مخالفت ته یې لاس واچاوه.

د شوروي عسکرو له یرغل وروسته چې په افغانستان کې جهاد زور واخیست، جلال الدین حقاني د یوه مهم قومندان په توګه راڅرګند شو. ده که څه هم د مولوي محمد یونس خالص د اسلامي حزب په چوکاټ کې فعالیت کاوه، خو تر ډېره بریده مستقل و او اکثره جبهې یې د لویې پکتیا په ساحه کې وو.

د مجاهدینو له بري وروسته جلال الدین حقاني عدلیه وزیر وټاکل شو او چې کله په کابل کې تنظیمي جګړې پیل شوې، دی بې طرفه پاته شو او د منځګړتوب لپاره یې له استاد رباني، استاد مزاري، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او نورو سره لیدنې وکړې.

کله چې طالبان راپیدا شول، جلال الدین حقاني په ۱۹۹۶کال کې ورسره ملګری شو. هغوی د قبایلو چارو وزارت ورکړ. د یولسم سپتمبر له پېښو وروسته چې د طالبانو حکومت ړنګ شو، حقاني له طالب مشرانو سره پاکستان ته واوښت او له طالبانو سره د عمر تر پایه ملګری پاتې شو.

جلال الدین حقاني چې د عمر په وروستیو کلونو کې ناروغ و، د دوی په ډله کې د ده اړوند کارونه د ده زوی سراج الدین حقاني ته وسپارل شول.

که څه هم د حقاني ګروپ او نورو طالبانو تر منځ د توپیر خبرې کېدلې خو دغه توپیرونه او احتمالا پټ کشمکشونه هغه وخت زیات محسوس شول چې د طالبانو په کړیو کې د ملا منصور د ځای ناستۍ غونډې روانې وې.

داسې ښکارېده چې حقانیان غواړي هم طالبان واوسي او هم په طالبانو کې خپل مستقل هویت ولري او د مشرتابه په فیصلو کې یې پوره برخه وي.

حقانیان چې د نړۍ په مطبوعاتو کې د حقاني شبکې په نوم مشهور شوي، نسبت نورو طالبانو ته په شمېر کم خو منظم دي. په جګړو او په ډېرو پېچلو حملو او ځانمرګو بریدونو کې د دوی برخه زیاته وه.

نورو طالبانو پر پټو مرستو سربېره چې ورسره کېدلې، د پیسو د پیدا کولو لپاره د هیروینو په قاچاق زیاته تکیه کوله خو حقانیانو د هیروینو پر قاچاق سربېره د کانونو استخراج او نورو مختلفو ذریعو ته هم توجه وکړه او شتمن شول.

له بلې خوا حقانیانو، په تېره بیا له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته د نورې نړۍ له ترهګرو ډلو سره چې په افغانستان کې یې فعالیت کول غوښتل، رابطه ټینګه کړه.

په دغو خارجي ډلو کې د چین، چیچن، تاجکستان، اوزبکستان، کشمیر او نورو سیمو جګړه مار شامل وو. له دغو ډلو سره د رابطې په نتیجه کې حقاني شبکه د نړۍ په کچه لا زیاته منزوي شوه خو د شبکې د منځ نظم یې ورسره لا پیاوړی شو.

حقاني شبکه که څه هم له نورې نړۍ لرې شوه خو له پاکستان سره په نژدې اړیکو کې یې خلل رانغی. پاکستان د کندهار د طالبانو مهم مشر ملا برادر په زندان کې ساتلی و، خو حقانیان یې نازول او حمایه کول.

داسې ښکاري چې د نورې نړۍ په څېر-البته پرته له پاکستان څخه- ایران هم پر حقاني شبکې بدګومانه وو، ځکه ایران په طالب قومندانانو کې د ابراهیم صدر او قیوم ذاکر ډېر ملاتړ کړی دی او دا دواړه قومندانان له حقانیانو سره په پټ کشمکش کې پاتې شوي دي.

د جمهوریت تر نسکورېدو میاشت دوه مخکې امریکا په یوه رپورټ کې حقاني شبکه له طالبانو سره د ارتباط اصلي ذریعه وښودله او د طالبانو تر واکمنېدو لږ وروسته د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې د خلیفه سراج الدین حقاني د یوه مشاور په کور کې ووژل شو.

کله چې سراج الدین حقاني د طالبانو داخله وزیر شو، تر یوې مودې به یې د داسې عکسونو له اخیستلو ډډه کوله چې مخ یې پکې پوره ښکاره شي. ظاهرا له ده سره وېره وه چې امریکا به حمله ورباندې وکړي.

د طالبانو د حکومت په لومړیو میاشتو کې سراج الدین حقاني د ځانمرګو تعریفونه هم زیات کول او ګواکې داسې یې ښودل چې که په دوی حمله وشي نو دوی به یو ځل بیا پر ځانمرګو تکیه وکړي. خو د وخت په تېرېدو سره د سراج الدین حقاني وېره کمه شوه. ایا الظواهري یې امریکا ته په ګوتو ورکړ او په دې ډول یې خپل مشکلات کم کړل؟ ایا له داعش سره په مقابله کې هڅې یې د داعش نړیوالو مخالفانو ته د منلو وړ دي؟ اټکلونه اسان دي خو هغه څه چې ښکاره دي دا دي چې د دې شبکې مشران د بهرنیو په مقابل کې نرم غږېږي او دغسې دریځ یې له پخواني دریځ سره ښکاره توپیر لري.

حقانیان که څه هم د جمهوریت له نسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو سره د خصومت له حالته راوتلي ښکاري خو برعکس، له پاکستان سره یې احتمالا فاصله زیاته شوې ده، ځکه پاکستاني طالبانو له دې شبکې سره نژدې اړیکې لرلې او دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې له حملو راوګرځوي.

حقاني شبکه لکه څنګه چې په خارجکې د خپل تصویر بهترولو ته اړتیا ویني، دغسې په داخل کې هم د ځان په اړه د یو نوي تصویر د وړاندې کولو هڅه کوي. دې شبکې چې په ځانمرګو برېدونو کې زیاته برخه لرله، په عام ولس کې تر نورو طالبانو زیاته بوږنوونکې معرفي شوې ده.

د دې شبکې مشران د دغه تصویر د بدلولو لپاره کابل ته د راتلو له پیله په هڅه کې دي. د جمهوریت د نسکورېدو په لومړیو ورځو کې چې لا د طالبانو کابینه نه وه معرفي شوې ، خلیل الرحمن حقاني د جمهوریت د وخت د پاتې مشرانو لیدو ته ورغی او د روغې جوړې نیت یې څرګند کړ.

اوس چې د دې شبکې مشر سراج الدین حقاني ځان یو څه ډېر خوندي احساسوي، نو په ولایتونو ګرځي او غواړي خلکو ته ځان د تفاهم او تعامل سړی معرفي کړي.

حقانیان شاید په دې پوهېږي چې د افغانستان نور لوري به بالاخره یوه ورځ په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د هیواد د قدرت صحنې ته راستنېږي نو د دې شبکې په ګټه دا ده چې تر نورو طالبانو مخکې د تعامل او تفاهم اواز اوچت کړي او په دې ډول خپل دریځ پیاوړی وساتي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزرات: تېره ورځ ۶۶۲۱ افغان کډوال له پاکستانه، هیواد ته راستانه شوي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۳ GMT+۱
د طالبانو کډوالو چارو وزرات: تېره ورځ ۶۶۲۱ افغان کډوال له پاکستانه، هیواد ته راستانه شوي
100%

د طالبانو کډوالو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د (تلې ۲۶مه) د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۱۰۴ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه وزارت په تورخم کې د سرحدي امریت په حواله لیکلي، ۴۵۸ کورنۍ چې ۲۵۸۷ تنه کیږي د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

او همدارنګه ۲۴۶ کورنۍ چې ۱۵۱۷ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته را ستانه شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې ډیری دغه کډوال د پاکستان حکومت له لوري په اجباري ډول ایستل شوي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یو شمېر کدوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې د روان کال د سپټمبر ۱۷ مې نیټې څخه د اکټوبر تر ۱۷ نیټې ټول ټال ۷۱۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۹۱۰ تنو ته رسیږي له پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د معلوماتو له مخې ډیری افغان کدوال د خیبر پښتونخوا او پاکستان د پنجاب ایالت څخه افغانستان ته ستنیږي او ډیری دغه کورنۍ په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

خو یو شمیر افغان کدوال بیا وايي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم د پاکستان حکومت له لورې نیول کیږي او زندانونو ته استول کیږي.

نصیراحمد فایق: زموږ جدي اندېښنه د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادۍ په اړه ده

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۴ GMT+۱
نصیراحمد فایق: زموږ جدي اندېښنه  د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادۍ په اړه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د دغه سازمان د بشري حقونو د ودې او ساتنې په غنډه کې ویلي:« په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت چې له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي پېچلو او څو اړخیزو ننګونو سره مخ دی، د اندېښنې وړ دی.»

هغه ویلي:« په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په تېرو وروستیو کلونو کې د افعانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو، لږکیو او هغه کسانو چې ډیموکراټیک ارزښتونو ته کار کوي د دوی د حقونو او ازادۍ ساتنه په جدي ډول تر پوښتنې لاندې ده.»


هغه زیاته کړې:« زموږ جدي اندېښنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادۍ په اړه ده. له ښځو سره توپیري چلند د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنې له منځه وړي.»

نوموړي په افغانستان کې د لږکیو پر وضعیت، د ښځو د ازادۍ او حقونو، د طالب مخالفینو ربړونې، د بیان ازادۍ، پر رسنیو محدودیتونه او خپل سرو نیونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د کار له دوامه یې هرکلی کړی.


ښاغلي فایق د هرات له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي، چې وروستیو زلزلو نه یوازې دا چې ۲۴۰۰ کسان وژلي؛ بلکې له سلو ډېرو کلیو ته یې پراخه مالي زیانونه هم اړولي دي، چې په کې د خلکو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او اوس‌مهال په کې زرګونه کسان له سرپناه، د څښاک اوبو او روغتیایي خدمتونو پرته شپې سبا کوي.

نوموړي ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د ښځو او ماشومانو بد وضعیت د لاخرابېدو په حال کې دی.

ښاغلي فایق زیاته کړه،« دغه وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو له سازمانه، د نړۍوالې ټولنې او د ملاتړو هېوادونو غوښتنه کوم، چې ستاسو بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لرو او له هغو بنسټونو چې تراوسه یې له زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي مننه کوم.»

نصیراحمد فایق د هرات د زلزلې پېښو ترڅنګ په دغې غونډه کې په فلسطین کې وروستي بریدونه، په ځانګړې توګه په الاهلي روغتون برید وغانده او د فلسطیني قربانیانو له کورنیو سره یې خپل یووالی او خواخوږي څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام: د هرات زلزله ځپلو ته مو ۱۵ عامه پخلنځي جوړ کړي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۹ GMT+۱
د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام: د هرات زلزله ځپلو ته مو ۱۵ عامه پخلنځي جوړ کړي
100%

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پرواګرام (یو اين ډي پي) په اېکس پاڼه لیکلي چې د ښځو د ځواکمنولو او اړمنو ته د خوړو برابرولو په موخه یې په هرات کې ۱۵ پخلنځي جوړ کړي. دغه پروګرام د اکټوبر له اتمې نېټې راهیسې د هرات څه باندې پنځه زره زلزله ځپلو ته د دغو پخلنځیو له لارې خواړه برابر کړي دي

په داسې حال کې چې د هرات زلزله ځپلي خوړو، روغتیایي خدمتونو او نورو اسانتیاوو ته لږ لاسرسی لري، خو (یو اين ډي پي) دغو زیانمنو ته د ګرمو خوړو د برابرولو لپاره د څو پخلنځیو د جوړولو خبر ورکوي.

سره له دې چې د بیلابیلو مرستندویه ادارو له خوا د هرات له وروستیو زلزله ځپلو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته شوې خو بیا هم د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې، په بېړني ډول نولس میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې کابو سل زره زیانمنو کسانو ته خواړه برابر کړي.

د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش ویلي چې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۷۰۰ میلیونه خلک د ورځې تر ۲.۱۵ ډالرو پر کم عاید ژوند کوي او تر یو میلیارد زیات د خوړو، اوبو، روغتیايي خدمتونو او د ښوونې او روزنې په څېر لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د ګوټېرېش په وینا، «د بېوزلۍ ختمول جدي ننګونه ده خو له دغې پدیدې سره مبارزه کولی شو.»

اخوا د هرات ولایت د وروستیو زلزلو په اړه د اوچا د نوي راپور له مخې، په دغو زلزلو کې شاوخوا ۱۴۸۰ کسان مړه، او ۱۹۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، ددغو زلزلو له امله کابو ۲۸۹ کلي سخت اغېزمن شوي او ډېر یې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

ځینې هیوادوال بیا وایي چې که شوې مرستې په سمه توګه ولګول شي نو ټولو زیانمنو ته به په برابره توګه رسېدنه وشي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه افغان کډوال دې له ایرانه ووځي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۴ GMT+۱
د ایران د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه افغان کډوال دې له ایرانه ووځي
100%

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:« موږ هغه کسانو ته د اوسېدو اجازه ورکوو، چې قانوني وي او ویزې ولري.» همدارنګه نوموړي ویلي، د ایرانیانو او افغان کډوالو تر منځ د اختلاف رامنځته کول د منافقینو کار دی.

د اېسنا د راپور له مخې احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ د (تلې ۲۶مه) د ایران د حکومت د مشرانو د غونډې په څنډه کې وویل: «ایران له دغو خلکو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړې، چې زده‌کوونکي یې ښوونځیو ته ولاړ شي؛ خو ځینې کسان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ښې اړیکې په ننګونو بدلې کړي او دا د دواړو هېوادونو د دښمنانو طرحه ده.»

نوموړي په دې اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر اعتراف وکړ، ځینې ایرانیان د کډوالو د تنظیم په اړه اندېښنه لري چې دا اندېښنه د منلو وړ ده او کډوال به تنظیم شي.

احمد وحیدي تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتېدو په پایله کې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ د شخړې پړه د «دښمن استخباراتي کړۍ» بللې وه.

هغه ویلي: «د دښمن جاسوسې دستګاوې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې له مايوسۍ وروسته په دې کار کوي.»

ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د ټولو ناکراریو او اعتراضونو مسوولیت د نورو هېوادونو پر استخباراتي ادارو اچوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ګن شمېر افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوه.