• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه افغان کډوال دې له ایرانه ووځي

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:« موږ هغه کسانو ته د اوسېدو اجازه ورکوو، چې قانوني وي او ویزې ولري.» همدارنګه نوموړي ویلي، د ایرانیانو او افغان کډوالو تر منځ د اختلاف رامنځته کول د منافقینو کار دی.

د اېسنا د راپور له مخې احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ د (تلې ۲۶مه) د ایران د حکومت د مشرانو د غونډې په څنډه کې وویل: «ایران له دغو خلکو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړې، چې زده‌کوونکي یې ښوونځیو ته ولاړ شي؛ خو ځینې کسان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ښې اړیکې په ننګونو بدلې کړي او دا د دواړو هېوادونو د دښمنانو طرحه ده.»

نوموړي په دې اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر اعتراف وکړ، ځینې ایرانیان د کډوالو د تنظیم په اړه اندېښنه لري چې دا اندېښنه د منلو وړ ده او کډوال به تنظیم شي.

احمد وحیدي تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتېدو په پایله کې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ د شخړې پړه د «دښمن استخباراتي کړۍ» بللې وه.

هغه ویلي: «د دښمن جاسوسې دستګاوې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې له مايوسۍ وروسته په دې کار کوي.»

ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د ټولو ناکراریو او اعتراضونو مسوولیت د نورو هېوادونو پر استخباراتي ادارو اچوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ګن شمېر افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوه.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د متحدې جبهې ‏په نوم یو نوی سیاسي خوځښت رامنځته شو

۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۱
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د متحدې جبهې ‏په نوم یو نوی سیاسي خوځښت رامنځته شو
100%

د امریکا په واشنګټن کې د طالبانو پر ضد د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، جنرالانو، افسرانو او نورو افغانانو په ګډه د افغانستان متحدې جبهې په نوم یو سیاسي او پوځي خوځښت جوړ کړ.

د دغې جبهې مشران وایي:« د دغې جبهې د جوړولو موخه په افغانستان کې د جمهوري نظام بیا ټینګول او د ملي ارزښتونو ساتنه ده.»

‏د افغانستان په سوېل کې د پخواني پوځ قوماندان سمیع سادات د دغې جبهې په پرانیست غونډه کې وویل:« د خپل هېواد د ازادۍ لپاره به ترهغه وخته جګړه کوو؛ چې افغانستان د ترهګرو له منګلو نه وي خلاص شوی.»


دغې جبهې په خپلې پرانیست غونډه کې پنځه ځانګړې موخې د غونډې ګډونوالو ته په ګوته کړې:

‏لومړی: د افغانستان اسلامي جمهوريت ټینګښت.

‏دویم: د افغانستان د ۲۰۰۲ کال د اساسي قانون بيا نافذول.

‏درېيم: د ملي بېرغ او ملي سرود په ګډون د ټولو ملي ارزښتونو بيا را ژوندي کول.

‏څلورم: ټاکنې، کورنی او نړۍوال مشروعيت، د بيان ازادي، د ښځو حقونو، د نړۍ سره غوره اړيکې او د بشر حقونو د بشپړ ټینګښت سره ټولو جمهوري انساني ارزښتونو ته ژمنتیا.

‏پنځم: افغانستان د نړۍوالو ترهګرو ډلو له شتونه پاکول


تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان سیاستوالو له افغانستانه بهر یو شمېر خوځښتونه رامنځته کړي، چې د ځینو په اړه یې یو شمېر خلکو نېوکې هم لرلې دي؛ خو د دغه نوي رامنځته شوي خوځشت په اړه چې په سر کې یې پخواني جنرالان او پوځي څېرې لیدل کېږي تر اوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی، وبه کتل شي چې په راتلونکې کې یې په اړه خلک څه وايي.

نظرپوښتنه: جمهوري غوښتونکي او ډېموکراټان په دې باور دي چې افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۰ GMT+۱
نظرپوښتنه: جمهوري غوښتونکي او ډېموکراټان په دې باور دي چې افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود
100%

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو دوه کاله وروسته؛ یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د بېلابېلو مسایلو په اړه له سختو اختلافونو سره-سره، ډېموکراټان او جمهوري غوښتونکي رایه ورکوونکي په یوه خبره موافق دي: افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود.

دا د اسوشیټیډ پرېس او یوې څېړنیزې ادارې له خوا په ګډه شوې سروې ده، چې د نن چهارشنبه خپره شوه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملې او القاعده ته د سزا ورکولو وروسته پر افغانستان برید وکړ. په همدغه کال کې د طالبانو تر نسکوریدو وروسته؛ امریکا خپل ماموریت له القاعدې سره د مبارزې څخه نیولې د دولت جوړونې او په افغانستان او بیا عراق کې د ډېموکراسۍ په خپرولو بدل کړ.

دوه پر درېیمه برخه امریکایان، ۶۵٪ډېموکراټان او ۶۳٪ جمهوري غوښتونکي په دې باور دي، چې د افغانستان ماموریت په دې هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو جګړو ارزښت نه درلود.

ډېری امریکایان په دې باور نه دي، چې امریکا دې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړلو په څېر اهداف ترلاسه کړي.

یوه امریکايي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، چې په افغانستان کې جګړه له پیله د ګټلو وړ نه وه.

هغه وویل، چې امریکا باید په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماتې ته پام کړی وی.

یو بل امریکایي تبعه چې په سروې کې یې برخه اخیستې؛ دې خبري اژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ څخه خوښ نه دی، خو دی فکر کوي چې نور هلته پاتې کېدل ګټور نه وو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت ویلي دي، چې په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو له امله امریکا خپل هدف تر لاسه کړی او په دغه هېواد کې د نورو امریکایي ځواکونو شتون ته اړتیا نه لیدل کیږي.

خو د سروې پر بنسټ شاوخوا ۴۶ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکا دغه هدف ترلاسه کړی دی.

له بلې خوا دغه سروې ښيي، چې ډېری خلک له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ګډوډ او غیر پلان شوي بولي.

په افغانستان کې د امریکا ناکامۍ د نړۍ په کچه د دغه هېواد د رول په اړه د رایه ورکوونکو نظرونه اغېزمن کړي دي.

۵۵ سلنه جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې امریکا باید په نړۍوالو چارو کې کم رول ولوبوي.

په نړۍ کې د امریکا د پیاوړي رول ملاتړ د ډېموکراټانو په منځ کې لوړ دی. یوازې 15٪ ډېموکراټان په دې باور دي چې د امریکا نړۍوال رول به کم شوی وي.

دغه اختلاف د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې هم څرګندیږي. په داسې حال کې چې امریکا د روسیې پر ضد د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د ایتلاف په جوړولو او د اوکراین په ملاتړ کې اصلي رول لوبوي، جمهوري غوښتونکي سیاستوال له سپینې ماڼۍ غواړي چې خپل ملاتړ کم کړي او له اوکراین سره مالي مرستې د امریکا په کورنیو چارو ولګوي.

افغان خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو له څو میاشتو بند وروسته خوشې شو

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۲ GMT+۱
افغان خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو له څو میاشتو بند وروسته خوشې شو
100%

د افغان خبریال مرتضی بهبودي کورنۍ د چهارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو ښاغلی بهبودي له ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې کړی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان په یوې بیانیې کې لیکلي، چې ښاغلی بهبودي د طالبانو د «محکمې په حکم خوشې شوی دی».

دطالبانو قضایي چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او پر هغه د لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپله بیانیه کې لیکلي، چې دغه خبریال د کابل په یوې محکمه کې «د جاسوسۍ، د بهرنیانو د ناقانونه ملاتړ او له پولې هاخوا د خلکو تېرولو د مرستې په تور محاکمه شو »او قاضي له دې تورونو برائت ورکړ.

مرتضی بهبودي د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په میاشت کې کابل ته د افغانستان د حالاتو په اړه د یوه راپور د جوړولو لپاره راغی، چې دوه ورځې وروسته طالبانو ونیو.

د دغه خبریال نیول کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شول؛ خو طالبانو د بهبودي د کورنۍ او د بیان د ازادۍ او د بشري حقونو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو غوښتنې ته چې د نوموړي ازادول وو، ځواب ور نه کړ.

سیاف طالبانو ته:تاسو وایئ هر څه خوندي دي نو له افغانستانه ولې خلک تښتي؟ افغانستان زندان دی

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱
سیاف طالبانو ته:تاسو وایئ هر څه خوندي دي نو له افغانستانه ولې خلک تښتي؟ افغانستان زندان دی
100%

د مقاومت شورا غړی او پخوانی جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف د جنرال عبدالرازق د پنځم تلین په غونډه کې له طالبانو پوښتنه کړې، چې که په افغانستان کې دین، د خلکو مال او عزت خوندي وي؛ نو بیا ولې خلک له افغانستانه تښتي؟

هغه وویل: “ زه تاسو ته په تکرار سره وایم، د شریعت عمده مقاصد؛ د خلکو د مال، د ناموس او عزت، د ژوند ، د دین او عقل خوندي والی دی، مګر هلته هېڅ هم نه دي خوندي”.

د سیاف په خبره، چې که څوک له شریعت سره دا ډول چلند کوي هغوی د اسلام له نومه استفاده کوي او ځان ګناهګاروي

هغه زیاته کړه، چې یوه ورځ به له افغانستانه ټول خلک وتلي وي او طالبان به لکه د "دهمزنګ" د زندان څوکیداران وي.

نوموړي د جنرال عبدالرازق په اړه وویل، چې نوموړی په خپل کار او د سیمې پر وضعیت دومره حاکم و، چې دښمنان یې له نوم رېږدېدل.

سیاف وايي، چې عبدالرازق نه یوازې دا چې په کندهار یا پښتنو کې ځانګړی ځای لاره بلکې هغه په تاجکو، ازبکو او نورو ټولو اقوامو کې ځانګړی ځای لاره.

هغه وویل: “زما یادیږي د کابل په هر ځای کې به د هغه تصویر و او کله چې شهید شو زموږ یوازینی قوماندان و، چې ټول اقوام پسې خفه وو”.

د سیاف په خبره، چې د افغانستان “دښمنانو” د “جهاد” اکثره مهم قوماندانان په نښه کړل او ویې وژل.

نوموړی زیاتوي، کله چې په افغانستان کې “مخالفین” واک ته ورسېدل د نوموړي له کورنۍ سره یې ډېر بد او ناوړه چلند وکړ.

سیاف د مخالفینو نوم وانه خیست خو ظاهراً په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې جنرال رازق ته نېږدې کسان یې شکنجه کړي او د هغوی کورونه یې نیولي دي.

جنرال رازق په کندهار کې د ولایت مقام دننه د یوه هدفي برید په پایله کې له نن څخه پنځه کاله وړاندې ووژل شو، چې د وژنې پړه یې طالبانو پر غاړه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده، چې نن د اکټوبر ۱۸مه د پخواني جمهوري دولت د کندهار ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د مړینې پنځم تلین دی، په دې مناسبت د یو شمېر پخوانیو چارواکو له خوا په انلاین بڼه یوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې ګڼو پخوانيو جهادي قوماندانانو او چارواکو ګډون کړی و.

د نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۲ GMT+۱
د نیوزیلینډ کرېکټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه
100%

د کرېکټ د روان نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې نن افغانستان او نیوزیلینډ لوبه وکړه، چې نیوزیلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې هدف وټاکه. د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه؛ خو مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیوزیلینډ د لوبډلې له خوا درېیو لوبغاړو نیمه سلیزې بشپړې کړي او د افغانستان له اړخه عظمت عمرزي او نوین الحق دوه- دوه لوبغاړي سوځولي، د راشد خان او مجیب له خوا یو – یو لوبغاړی سوځول شوی دی.

د افغانستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې ټولو لوبغاړو د ۳۴،۳ اورونو په لوبولو سره ۱۳۹ منډې وکړې او په دې سره یې په روان نړۍوال جام کې خپله څلورمه لوبه نیوزیلینډ ته وبایلله.

که څه هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام لوبې په ماتې خوړلو پیل کړې وې؛ خو د انګلستان ملي لوبډلې ته په تاریخې ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې د خپلو ۱۴ پرله پسې لوبو د ماتې لړۍ پای ته ورسوله.