افغان خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو له څو میاشتو بند وروسته خوشې شو

د افغان خبریال مرتضی بهبودي کورنۍ د چهارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو ښاغلی بهبودي له ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې کړی دی.

د افغان خبریال مرتضی بهبودي کورنۍ د چهارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې طالبانو ښاغلی بهبودي له ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې کړی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان په یوې بیانیې کې لیکلي، چې ښاغلی بهبودي د طالبانو د «محکمې په حکم خوشې شوی دی».
دطالبانو قضایي چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او پر هغه د لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د بې پولې خبریالانو سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپله بیانیه کې لیکلي، چې دغه خبریال د کابل په یوې محکمه کې «د جاسوسۍ، د بهرنیانو د ناقانونه ملاتړ او له پولې هاخوا د خلکو تېرولو د مرستې په تور محاکمه شو »او قاضي له دې تورونو برائت ورکړ.
مرتضی بهبودي د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په میاشت کې کابل ته د افغانستان د حالاتو په اړه د یوه راپور د جوړولو لپاره راغی، چې دوه ورځې وروسته طالبانو ونیو.
د دغه خبریال نیول کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شول؛ خو طالبانو د بهبودي د کورنۍ او د بیان د ازادۍ او د بشري حقونو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو غوښتنې ته چې د نوموړي ازادول وو، ځواب ور نه کړ.