نیوزیلینډ افغانستان ته ۲۸۹ منډې هدف وټاکه

د کرېکټ د روان نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې نن افغانستان او نیوزیلینډ لوبه کوي، چې نیوزیلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې هدف ټاکلی دی.

د کرېکټ د روان نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې نن افغانستان او نیوزیلینډ لوبه کوي، چې نیوزیلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې هدف ټاکلی دی.
د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه، خو مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د نیوزیلینډ د لوبډلې له خوا درېیو لوبغاړو نیمه سلیزې بشپړې کړي او د افغانستان له اړخه عظمت عمرزي او نوین الحق دوه- دوه لوبغاړي سوځولي، د راشد خان او مجیب له خوا یو – یو لوبغاړی سوځول شوی دی.
په څو شېبو کې به د افغانستان د توپ وهنې پاڼۍ پیلیږي.


د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د اسراییل له لوري په غزه کې د الاهلي پر روغتون برید غندلی او دغه کار یې د انسانیت پر وړاندې جنایت بللی. په اعلامیه کې لیکل شوي «د صیهونیستي ځواکونو له خوا په غزه کې د الاهلي روغتون برید په کلکو ټکو غندو، او دغه کړنه جنایت بولو»
طالبانو ویلي که پر غزه د اسراییل د بریدونو مخه و نه نیول شي د سیمې وضیعت به نور هم ترینګلی شي او غبرګون به يې د سیمې او نړۍ په زیان تمام شي.
طالبان وايي: «موږ د فلسطينيانو او هغو هيوادونو او بنسټونو سره همغږي يو چې د روانې نسل وژنې بیړنی مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.»
د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هیوادونو په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل برید غندلی.
د معلوماتو له مخې په غزه کې پر یوه روغتون د اسراییل په برید کې تر ۵۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.
طالبانو په تېرو څو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې هم د فلسطین په ملاتړ او اسراییل پر ضد لاریونونه وکړل.

دغه انار له کندهار ولایت څخه پاکستان، هند او قزاقستان ته صادر شوي دي. بل خوا سوداګر وايي، پاکستان ته د انارو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، له کندهاره یې بهرنیو هیوادونو ته د انارو صادرات پیل کړي، او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.
نوموړی وایي، د کندهار انار د خوند او ښه کیفیت درلودلو له امله په نورو هیوادونو کې ډېر مینه وال لري، او دغو هېوادونو ته یې د صادراتو غوښتنه زیاته شوې ده.
بل خوا د کندهار ولایت د انارو بڼوال د انارو د سږني کال د حاصلاتو څخه ډیر راضي نه ښکاري.
دوی وايي، سږکال د نورو کلونه پرتله د انارو حاصلات کم شوي دي .
شاه محمود چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو باغ لري وايي، سږکال یې د انارو باغ په ډيره ټیټه بیه پر سوداګرو پلورلی دی، ځکه انارو کې یو ډول ناروغي پیدا شوې وه «باغ مې سږکال په ډيره ټیټه بیه وپلوره، ځکه انار مې ټول چاودلي وو، کوم کرنیز درمل چې مې د انارو د مرض لپاره وکارول هغو هیڅ ګټه ونه کړه موږ په کندهار کې معیاري کرنیز درمل نه لرو.»
بل خوا سوداګر وايي، د انارو د صادراتو لپاره یې په سیمه کې لوی مارکیټ پاکستان دی خو پاکستان ډیری وختونه په کندهار کې د تازه میوو د حاصلاتو پر مهال د سپین بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي.
د شریف الله په نوم د تازه میوې سوداګر وايي، که د پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ ستونزې په بنسټیزه توګه حل نه شي افغان سوداګر به سخت زیانمن شي.«د پاکستان له لورې منځنۍ اسیا ته د صادراتو په برخه کې هیڅ ستونزه نه شته، خو کله چې موږ پاکستان ته یا د پاکستان له لارې نورو هیوادونو ته صادرات کوو، پاکستان یا سوداګریزې تعرفې لوړوي او یاهم د سپین بولدک پر دروازه ستونزې جوړوي.
سوداګر غوښتنه کوي چې د کندهار د انارو او نورو محصولاتو د صادراتو لپاره د پاکستان پرته بدیلې لارې ولټول شي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ په ریاست کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه کرل شوي او د اتکل له مخې سږکال به د کندهار د انارو له باغونو څخه تر ۲۸۸ زره ټنه انار ترلاسه شي.

په نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې څلورمه لوبه ده. دغه لوبه د کابل په وخت ماسپښین یوه بجه د چینای په چیمدمبرم لوبغالې کې پیلیږي. د یو ورځینو لوبو په روان نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې دوه لوبې بایللي او یوه لوبه یې ګټلې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان حمشت الله شهیدي د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال وویل،: لوبډله په بشپړ ډول چمتو ده چې د نیوزلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د نوموړي په خبره د تیرو دوو ورځو راهیسې یې د هند په چینای ایالت کې د نیوزیلنډ سره د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.
د کریکټ مبصرین وايي، د چینای په چیدمبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیږي او د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو مثلث ته په کتو سره به نن یوځل بیا افغان لوبډله د نیوزیلنډ پر وړاندې ښه ثابته شي.
ښاغلی شهیدي وايي: «موږ چې کوم معلومات لرو د چینای چیدامبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیدای شي. تمه لرو چې د چینای پیچ به زموږ د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابت شي.»
افغانستان او نیوزیلنډ تر دې مهاله دوه پنځوس اوریزه لوبې تر سره کړي دي او دواړه لوبې نیوزلنډ لوبډلې ګټلې دي.
که څه هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لوبې په ماتې خوړلو پیل کړې، خو د انګلستان ملي لوبډلې ته په تاریخې ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې د خپلو ۱۴ پرله پسې لوبو د ماتې لړۍ پای ته ورسوله.

د افغان اېواک ډلې په پاکستان کې د مېشتو هغو کډوالو په اړه پاکستاني چارواکو ته پرانیستی لیک استولی، چې کیسونه یې د بشپړېدو په حال کې دي.
افغان اېواک ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو په وروستي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې، چې پکې د زیان منونکو افغانانو خوندیتوب او امنیت له لوی ګواښ سره مخامخ دی.
دغې ډلې لیکلي، د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه نه یوازې د دغو افغانانو پر ژوند اغېز کوي؛ بلکې پراخ بشري، ملي، سیمهییز او نړۍوال امنیت هم اغېزمنوي.
افغان اېواک ډلې د پاکستان د خلکو د «سخاوت او مېلمه پالنې » مننه کړې.
دوی لیکلي:« د افغانانو د اېستلو په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي یو، ځکه چې دغې پرېکړې د ځانګړې کډوالۍ ویزې غوښتونکي او د متحده ایالاتو کډوالو د داخلې پروګرام ته راجع شوي افغانان اغېزمن کړي دي.»
په دغو کسانو کې پخواني ژباړونکي، خبریالان، ښځینه مشرانې او نور مسلکي کسان شامل دي، چې افغانستان ته د ستنېدو سره سم د پام وړ ګواښونو سره مخ دي.
دغه لیک کې راغلي، هغه افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي او په بېرته ستنېدو یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي، اېستل یې د بشردوستانه اصولو او نړۍوالو تړونونو خلاف عمل دی او دغه کړنه په ټولو او په ځانګړې توګه په ماشومانو او ښځو منفي اغېز کوي.
دوی وایي:« وضعیت ته په پام سره موږ غوښتنه کوو، چې د هغو افغانانو اېستل دې سملاسي ودرول شي چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره یې د ویزې غوښتنلیکونو تصویب ته په تمه دي او یا د متحده ایالاتو کډوالو د داخلې پروګرام ته راجع او منل شوي.»
اېواک ډلې غوښتنه کړې، چې پاکستان دې د زیان منونکو کسانو اېستلو ته چې د کډوالو او پناه غوښتونکو سره د انساني چلند په اړه د نړۍوالو مکلفیتونو سره په ټکر کې دي پاملرنه وکړي.
دوی وایي، په یقیني ډول به د دغو افغانانو اېستل له متحده ایالاتو سره د پاکستان پر اړیکو ناوړه اغېزه وکړي او او په نړۍواله ټولنه کې به د پاکستان شهرت ته تلپاتې زیان ورسوي.
اېواک ډله په امریکا کې د افغانانو د ځای پرځای کولو او بیا مېشتیدنې په برخه کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر پاکستان غږ کړی، چې په سمدستي ډول دې له دغه هېواده د ۱،۴ میلیونو افغان کډوالو د شړلو پروسه ودروي. دغې ډلې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت پر چلند اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه کارپوهانو ویلي، چې د پاکستان د حکومت دا ډول اقدامات به ۱،۴ میلیونه وګړي اغېزمن کړي، چې له ډلې یې ګڼ شمېر د بشري حقونو د جدي اندېښنو له امله پاکستان ته کډوال شوي دي.
د کارپوهانو دغه ډله په پاکستان کې د افغان کډوالو، مېرمنو، ماشومانو او نورو اقشارو د بېرته ستنېدو د ګواښ په اړه اندېښنه ښيي او زیاته کړې یې ده، چې دوی په خپل هېواد کې له جدي بشري زیان سره مخ کېدونکي دي.
کارپوهانو وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې ډله ییز اخراج او د جبري بېرته ستنولو مخه دې ونیسي."
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله زیاتوي، چې جبري شړل او ښکاره شکنجې د بشري حقونو سره په ټکر او د موجوده کنوانسینونو د نه رعایت په معنا ده: “پاکستان د دغو کنوانسیونونو غړی هېواد دی او باید عملي یې کړي”.
دوی د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، چې له مخې یې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال نیول کیږي، ظالمانه چلند ورسره کیږي او په زور بېرته ستنیږي.
د پاکستان حکومت تر دې مهاله د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳مه) د خبري کنفرانس پر مهال د افغان کډوالو په اړه وویل:”زه بیا غواړم ووایم هغه کسان چې قانوني اسناد ولري د هغوی لپاره په پاکستان کې د اوسېدو هېڅ ستونزه نه شته. هغوی کولای شي چې په پاکستان کې ژوند وکړي”.
پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو لپاره د روانې میلادي میاشتې تر وروستۍ نېټې د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.
همدارنګه د پاکستان له لوري په ځینو ایالاتونو کې په جبري توګه افغان کډوال نیول کیږي او بندیان کیږي.
د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د زور زیاتي په اړه طالبانو هم غبرګون ښودلی او یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو پاکستانی لوري د افغان کډوالو سره د روان چلند د نه زغمولو یاد کړ.