• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام افغانستان نن د نیوزیلنډ سره سیالي کوي

۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۲ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۳ GMT+۱

په نړیوال جام کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې څلورمه لوبه ده. دغه لوبه د کابل په وخت ماسپښین یوه بجه د چینای په چیمدمبرم لوبغالې کې پیلیږي. د یو ورځینو لوبو په روان نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې دوه لوبې بایللي او یوه لوبه یې ګټلې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان حمشت الله شهیدي د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال وویل،: لوبډله په بشپړ ډول چمتو ده چې د نیوزلینډ پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د نوموړي په خبره د تیرو دوو ورځو راهیسې یې د هند په چینای ایالت کې د نیوزیلنډ سره د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د کریکټ مبصرین واي‍ي، د چینای په چیدمبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیږي او د افغان لوبډلې د ورو توپ اچونکو مثلث ته په کتو سره به نن یوځل بیا افغان لوبډله د نیوزیلنډ پر وړاندې ښه ثابته شي.

ښاغلی شهیدي وايي: «موږ چې کوم معلومات لرو د چینای چیدامبرم لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابتیدای شي. تمه لرو چې د چینای پیچ به زموږ د ورو توپ اچونکو لپاره ښه ثابت شي.»

افغانستان او نیوزیلنډ تر دې مهاله دوه پنځوس اوریزه لوبې تر سره کړي دي او دواړه لوبې نیوزلنډ لوبډلې ګټلې دي.

که څه هم د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام لوبې په ماتې خوړلو پیل کړې، خو د انګلستان ملي لوبډلې ته په تاریخې ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې د خپلو ۱۴ پرله پسې لوبو د ماتې لړۍ پای ته ورسوله.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړیواله شورا: افغانستان د نړیوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۷ GMT+۱
د کرېکټ نړیواله شورا: افغانستان د نړیوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه
100%

د کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو د انګلستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ بریا ستایلې ده، او ویلي يې دې چې په نړیوال جام کې باید سترې لوبډلې د افغانستان له لوبډلې د بایلولو ډار ولري. افغانستان د کرېکټ په نړیوال جام کې د ۱۴ لوبو د بایللو لړۍ پای ته ورسوله.

د نړیوال جام د لوبو په دوام تېره ورځ د افغانستان ملي لوبډله د انګلستان لوبډلې په وړاندې د هند په ډیلي کې د لوبې ډګر ته ښکته شوه.

د انګلستان لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام اتله لوبډله وه او د لوبې له پیل وړاندې هیڅ چا داسې تصور نه و کړی چې افغانستان دې د تېر نړیوال جام اتلې او دفاعې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

افغان لوبډلې دغه لوبه د ۶۹ منډو په توپیر له انګستان څخه وګټله.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي:« افغانستان د نړیوال جام دفاعي اتلې لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکولو سره تاریخ جوړ کړ. افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې د ۱۴لوبو د بایللو لړۍ پای ته ورسوله.»

د کرېکټ نړیواله شورا د انګلستان پر وړاندې د افغانستان د ورو توپ اچوونکو ډېره ستاینه کړې او ویلي یې دي: «دا لومړی ځل دی چې د نړیوال جام په یوه لوبه کې ورو توپ اچونکي د انګلستان اته ویکیټې اخلي. د انګلستان ماتې د افغانستان د دریو ورو توپ اچونکو په لاس لیکل شوې وه.»

له انګلستان څخه د لوبې په ګټلو سره افغانستان د خپل لوبیز تاریخ په کرېکټ کې د ۱۴ پرله پسې ماتو لړۍ ته د پای ټکی کیښود.

افغانستان په دغه لوبه کې د انګلستان لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه، دا افغان لوبډلې له لوري سیالې لوبډلې لپاره دا دوهم لوی هدف دی.

د انګلستان په وړاندې افغان پېلیز توپ وهونکې رحمان الله ګربز توپانې توپ وهنه پیل کړه او د لوبې په دوام اکرام علي خیل، راشد خان او مجیب ځدران د منځنیو توپ وهونکو پر ځای ښه توپ وهنه وکړه.

افغان توپ اچوونکو د انګلستان د توپ وهنې قوي ځنځیر مات او د لوبې په لومړنیو پنځلسو اورونو کې یې د سیالې لوبډلې درې قوي او تجربه لرونکې لوبغاړو ویکټې واخیستې.

د کرېکټ د نړۍ افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د افغان لوبدلې د بریا سره سم پر خپل ایکس پاڼه ولیکل«د افغانستان له لورې په زرړه پوري او هر اړخیزه هڅه تر سره شوه. دا د افغان لوبډلې لپاره ښه او د انګلستان لوبډلې لپاره بده ورځ وه.افغان لوبډله عالي وروتوپ اچونکي لري او نن د لوبې په ډګر کې خپل وړتیا وښودله. هغه انرژي چې دوی د لوبې په ډګر کې مصرف کړه پري خوښ شوم.»

د پاکستان کرېکټ پخوانی لوبغاړي شعیب اختر چې د کرېکټ په نړۍ تیز افسانوي لوبغاړی دی د افغان کرېکټ لوبډلې د بریا په اړه پر خپل ایکس پاڼه لیکلې «د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ورځ او هر اړخیزه بریا. افغان لوبډله د نننۍ پرمختللې زمانې لوبه کوي.تاسو د دوی لومړي لس اورونه ولیدل! همداسې توپ اچونه یې تاسو ولیدل! په دې لوبه کې د زده کړي لپاره ډیر څه وه.»

د هند د کرېکټ پخوانې لوبغاړي عرفان پټان د ګډېدا ویډیو پر ټولیزو رسنیو خپره شوه، نوموړی د افغان لوبډلې د بریا په خوشحالۍ کې رقص کوي او پر خپل ایکس پاڼه یې لیکلي دي«افغانستان ته دې ډیر مبارک وي،ګربزه ته په زړه پوري وې، اکرام علیخیل په منځینو اورونو کې ښه ښکاریده. د افغانانو توپ اچونه د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو مخکښه وه.»

د انګلستان د لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبډلې د بریا او‍ ښې لوبې په اړه د کرېکټ ډیرو نورو سترو لوبغاړو هم خپل نظرونه لیکلي دي او افغان لوبډله یې ستایلې ده.

همدارنګه په افغانستان کې او له افغانستان بهر ګڼو افغانانو د تیرې شپې بریا په خوښیو او اتڼونو لمانځلې ده.

مجیب الرحمان خپله د غوره لوبغاړي جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۳ GMT+۱
مجیب الرحمان خپله د غوره لوبغاړي جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه
100%

د افغانستان او انګلینډ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي او توپ اچوونکي د غوره لوبغاړي جایزه د افغانستان په هرات کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړه. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام په سیالیو کې خپل سیال انګلینډ ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه وګټله.

دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.

په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

مجیب الرحمان د درېیو لوبغاړو په اوټ کولو سره په خپلو لسو اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او د توپ وهنې په پاڼۍ کې یې ۲۲ منډې هم کړې وې.

نوموړي د غوره لوبغاړي د جایزې د اخیستو پر مهال وویل، چې نن د ټول افغان ولس لپاره د ویاړ ډکه شېبه ده، چې په نړۍوال جام کې یې د یوې غښتلې لوبډلې پر وړاندې خپله سیالي وګټله.

مجیب وویل، چې دا جایزه د هرات زلزله ځپلو ته ډالۍ کوي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ له شنبې ورځې راپه دېخوا په هرات کې څو ځله زلزله شوې، چې تر دا دمه د مړو او ټپیانو دقیقه شمېره نه ده معلومه.

خو د طالبانو له خوا تر دا مهاله نېږدې د ۴۰۰۰ کسانو د مړه کېدو خبره تایید شوې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په سیالیو کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام په سیالیو کې انګلینډ ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د روان نړۍوال جام په سیالیو کې خپل سیال انګلینډ ته په ماتې ورکولو سره خپله درېیمه لوبه وګټله.

دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.

په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

انګلستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې او خپل سیال ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې د ۸۰ منډو په کولو سره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، ورپسې اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.

تر دې مخکې افغان لوبډلې په دغه لوبغالي کې له کوربه هند هم ماتې خوړلې وه.

انګلنډ په روان نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ ماتې خوړلې، خو دويمه لوبه یې له بنګله دېش ګټلې ده.

خو په روان نړۍوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې وې او درېیمه لوبه یې وګټله.

دا د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۱۳ لوبه ده.

د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال رېکارډ؛ د ارجنټاین ښځینه کرېکټ لوبډلې په یو اور کې ۵۲ منډې کړې

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۱
د کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال رېکارډ؛ د ارجنټاین ښځینه کرېکټ لوبډلې په یو اور کې ۵۲ منډې کړې
100%

د ښځو د کرېکټ د نړۍوالو شل اوریزو لوبو په جریان کې د ارجنټاین د ښځو ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د چیلي د ښځو د ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لوبه کې ۴۲۷ منډې جوړې کړې. دغه لوبه په یو اور کې د ۵۲ منډو په کولو سره د یوه نړۍوال ریکارډ په جوړېدو د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د سیالۍ په پیل کې د چیلي ښځینه کرېکټ لوبډلې پچه وګټله او ارجنټاین ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، خو د کرېکټ د مبصرینو په وینا دا پرېکړه یوه نادرسته پرېکړه وه؛ ځکه ارجنټاین په شلو اورونو کې د یوې لوبغاړې په سوځېدو ۴۲۷ منډې جوړې کړې.

دا د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې په یوې شل اوره لوبه کې کیږي.

تر دې وړاندې د بحرین ښځینه لوبډلې په یوه نړۍواله شل اوریزه سیالۍ کې ۳۱۸ منډې جوړې کړې وې.

د چیلي پر وړاندې د ارجنټاین ښځینه لوبډلې دواړو د پیل توپ وهونکو سلیزې بشپړې کړې او د لومړۍ وېکټې لپاره یې د ۳۵۰ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین د پیل توپ وهونکې البرټینا ګلان د ۱۴۵ ناسوځیدلو منډو او لوسیا ټیلر د ۱۶۹ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلې په ۴۲۷ منډو کې ۵۷ څلوریزې وهلې، خو په ټوله لوبه کې یې کومه شپږیزه نه ده وهلې.

د چیلي د توپ اچوونکو په ډله کې له کونس تنزا څخه په څلورو اورونو کې ۹۲ منډې اخیستل شوې وې او په یوه اور کې د ۵۲ منډو په ورکولو سره، ارجنټاین د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال ریکارډ جوړ کړ.

د چیلي د توپ وهنې په پاڼۍ کې دغه لوبډله په ۱۵ اورونو کې د ۶۳ منډو په جوړولو وسوځېده او لوبه د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د کرېکټ د شل اوره نړۍوالو لوبو د نړۍوالو ریکارډونو په ډله کې د ارجنټاین دا بریا تر ټولو لویه او تاریخ جوړوونکې بریا وبلل شوه.

په نړۍوال جام کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۶ GMT+۱
په نړۍوال جام کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ په نړۍوال جام کې نن د انګلنډ لوبډلې ته ۲۸۵ هدف وټاکه. دا لوبه د هند د پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې روانه ده. انګلنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو په ۴۹.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۸۵ هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې د ۸۰ منډو په کولو سره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، ورپسې اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.

تر دې مخکې افغان لوبډلې په دغه لوبغالي کې له کوربه هند هم ماتې خوړلې وه.

انګلنډ په روان نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ ماتې خوړلې، خو دويمه لوبه یې له بنګله دېش ګټلې ده.

خو په روان نړۍوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې دي.

دا د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۱۳ لوبه ده.

د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.