• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال رېکارډ؛ د ارجنټاین ښځینه کرېکټ لوبډلې په یو اور کې ۵۲ منډې کړې

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۲ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د ښځو د کرېکټ د نړۍوالو شل اوریزو لوبو په جریان کې د ارجنټاین د ښځو ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د چیلي د ښځو د ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لوبه کې ۴۲۷ منډې جوړې کړې. دغه لوبه په یو اور کې د ۵۲ منډو په کولو سره د یوه نړۍوال ریکارډ په جوړېدو د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د سیالۍ په پیل کې د چیلي ښځینه کرېکټ لوبډلې پچه وګټله او ارجنټاین ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، خو د کرېکټ د مبصرینو په وینا دا پرېکړه یوه نادرسته پرېکړه وه؛ ځکه ارجنټاین په شلو اورونو کې د یوې لوبغاړې په سوځېدو ۴۲۷ منډې جوړې کړې.

دا د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې په یوې شل اوره لوبه کې کیږي.

تر دې وړاندې د بحرین ښځینه لوبډلې په یوه نړۍواله شل اوریزه سیالۍ کې ۳۱۸ منډې جوړې کړې وې.

د چیلي پر وړاندې د ارجنټاین ښځینه لوبډلې دواړو د پیل توپ وهونکو سلیزې بشپړې کړې او د لومړۍ وېکټې لپاره یې د ۳۵۰ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین د پیل توپ وهونکې البرټینا ګلان د ۱۴۵ ناسوځیدلو منډو او لوسیا ټیلر د ۱۶۹ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلې په ۴۲۷ منډو کې ۵۷ څلوریزې وهلې، خو په ټوله لوبه کې یې کومه شپږیزه نه ده وهلې.

د چیلي د توپ اچوونکو په ډله کې له کونس تنزا څخه په څلورو اورونو کې ۹۲ منډې اخیستل شوې وې او په یوه اور کې د ۵۲ منډو په ورکولو سره، ارجنټاین د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال ریکارډ جوړ کړ.

د چیلي د توپ وهنې په پاڼۍ کې دغه لوبډله په ۱۵ اورونو کې د ۶۳ منډو په جوړولو وسوځېده او لوبه د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د کرېکټ د شل اوره نړۍوالو لوبو د نړۍوالو ریکارډونو په ډله کې د ارجنټاین دا بریا تر ټولو لویه او تاریخ جوړوونکې بریا وبلل شوه.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د کلیوالو مېرمنو نړۍواله ورځ؛ د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې کلیوالې مېرمنې زیانمنې شوې

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۱
د کلیوالو مېرمنو نړۍواله ورځ؛ د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې کلیوالې مېرمنې زیانمنې شوې
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د کلیوالو ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت لیکلي، چې د هرات په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله تر نورو اقشارو ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اکټوبر ۱۵مه د ملګرو ملتونو په کالیز کې د کلیوالو ښځو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هرات له ښځو سره د متخصصینو د مشورو او ټولنیزو رواني مرستو له لارې ملاتړ کېږي.

په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونیسېف» هم ویلي، چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو په زیانمنو شویو کې یې نږدې ۹۰ زیانمن شوي ښځې او ماشومان دي.

د تېرې اونۍ له پیله په هرات کې څو ځله زلزله شوې، نن د یکشنبې ورځ «د تلې ۲۳مه» سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاوه.

تر لومړۍ زلزلې نږدې شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم د ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه او په هغې پسې بیا بله ۴،۲ زلزله وه.

د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.

په نړۍوال جام کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۶ GMT+۱
په نړۍوال جام کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د انګلنډ لوبډلې ته د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ په نړۍوال جام کې نن د انګلنډ لوبډلې ته ۲۸۵ هدف وټاکه. دا لوبه د هند د پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې روانه ده. انګلنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو په ۴۹.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۸۵ هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې د ۸۰ منډو په کولو سره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، ورپسې اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.

تر دې مخکې افغان لوبډلې په دغه لوبغالي کې له کوربه هند هم ماتې خوړلې وه.

انګلنډ په روان نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ ماتې خوړلې، خو دويمه لوبه یې له بنګله دېش ګټلې ده.

خو په روان نړۍوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې دي.

دا د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۱۳ لوبه ده.

د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د سعودي ماتولو سره د اسیا مرکزي زون سیالیو کې ۳ مقام وګاټه

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۵ GMT+۱
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د سعودي ماتولو سره د اسیا مرکزي زون سیالیو کې ۳ مقام وګاټه
100%

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون د والیبال چلینج کپ په وروستۍ ورځ له سعودي عربستانه په ٠-٣ سره لوبه وګټله. دا لوبه د سریلانکا د کولمبو ښار په سوګاتاداسا لوبغالي کې ترسره شوه او افغانستان پکې په ۱۴-۲۵، ۱۶-۲۵ او ۱۸-۲۵ نمرو ګټلو سره دریم مقام خپل کړ.

افغانستان په دې ټورنمنټ کې شپږ لوبې کړي چې درې یې بایللې او درې یې ګټلې دي.

د افغانستان ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې له ازبکستان، بنګله دېش او سعودي عربستان ماتې وخوړه.

افغان لوبډله یو ځل بیا د درجه بندۍ په سیالیو کې له سعودي عربستان سره مخامخ شوه، خو دا ځل یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای لوبه کې د ازبکستان او سریلانکا لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې دي.

دا د اسیا مرکزي زون د والیبال زون دوهم پړاو دی.
​

د شهزادۍ هندیې په یاد

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۱ GMT+۱
•
اسدالله غضنفر
د شهزادۍ هندیې په یاد
100%

بي بي هندیې د جمعې په ماښام له ژوند سره خدای پاماني وکړه او د شنبې په ورځ دا خبر ډېر ځایه خپور شو چې د شاه امان الله لورهندیه د څلور نوي کلونو په عمر په روم کې وفات شوه.

که یو څوک څو نوي کلن هم شي او په دومره اوږده عمر کې لوی کارونه هم وکړي، خو که یې مثلا پلار ډېر مشهور سړی وي، د ده یاد دې د معرفي لپاره به معمولا د پلار نوم ورسره یادېږي، او دغه دود یو داسې احساس پیدا کوي لکه پلانۍ یا پلانی خو ځکه مهم دي چې د لا مهم کس له کورنۍ سره تعلق لري.

هندیه په داسې کورنۍ کې دنیا ته راغله چې مشهور کسان پکې زیات وو. که یې پلار د افغانستان ډېر نومیالیپاچا و، مور یې هم د افغانستان د تاریخ ډېره مشهوره مېرمن او ملکه وه.

که یې مورنی نېکه د افغانستان د ژورنالیزم پلار محمود طرزی و، مورنۍ انا یې هم د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لپاره د لومړۍ خپروونې «ارشاد النسوان» مسووله او په هېواد کې د ښځو د لومړني مکتب مدیره، اسما طرزي، وه.

دغه راز که یې د پلار له خوا نیکه پاچا و، د پلار له خوا انا یې «سرور سلطان» هم د اکثرو پخوانیو ملکو برعکس، په سیاسي او اجتماعي ژوند کې زیاته فعاله وه.

د کورنۍ د غړیو نوم او مقام د هندیې لپاره چې د پلار له جلاوطنۍ وروسته دنیا ته راغله، یوازې یوه خاطره وه او طبعا ترخه خاطره. دې خاطرو دا په روحي او ذهني جنجالونو هم مبتلا کولای شوه او د ابوالمعاني بېدل غوندې یې دا سبق هم ورکولای شوی چې:

در این ستمکده نومیده خفته ای بېدل

به آرزوی دلت می دهم قسم برخېز

له نېکه مرغه هندیې ماته ونه منله، وارخطا نه شوه، نه تېرو خاطرو د افسوس کولو په لومه کې ایساره کړه او نه د کورنۍ بېوزلي له ژوند کولو بېزاره. په سویس او روم کې یې زدکړې وکړې، پوهنتون یې ولوست، استاده شوه او ورسره یې هغه ځای هېر نه کړ چې مور و پلار یې پکې د ابد په خوب ویده وو. لکه څنګه چې دې په مختلفو مرکو کې ویلي وو، پلار ورته د وطن کیسې زیاتې کولې او د افغانستان او اسلام د تاریخ په اړه یې معلومات ورکول.

له وطن او وطنوالو سره مینه د دې سبب شوه چې هندیې یوازې ځان ته ژوند ونه کړ، بلکې د ژوند په وروستیو څلور لسیزو کې یې خپل زیات وخت د افغانانو خدمت ته بېل کړ.

دې به په اروپا کې مرستې ټولولې او د مهاجرو کمپونو ته به یې رسولې. د بيوزلو مېرمنو او ماشومانو خدمت ته یې ملا وتړله، د جذام د ناروغانو چوپړ ته یې پام شو، په جګړه کې سخت ټپي شوي ماشومان یې د علاج لپاره اروپا ته ورسول او په خپل کور کې یې دېره کړل، هغه لباسونه یې راټول کړل چې اروپایانو نور نه اغوستل، که یې تڼۍ شلېدلې وې، هغه یې ورته په خپل لاس وګنډلې، که یې پینه په کار وه، په خپل لاس یې پینه کړل او که یې وتو پکار و، وتو یې کړل چې د وطن بېوزلان ورته خوشحاله شي.

دې په دومره زیاتو جامو پینې ولګولې چې خپلو اولادونو به په ټوکو د پینه لګولو متخصصه بلله.

د جمهوریت په کلونو کې افغانستان ته د شهزاده ګۍ هندیې تګ راتګ زیات شو. ویل به یې ډېر مې زړه غواړي چې په خپل لاس خلکو ته مرستې ورسوم.

د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، چې دارالامان او د پلار ځینې نور یادګارونه یې ورغول شول، په کابل کې خوشحاله وه. ما په وروستي ځل د ۱۳۹۸ کال په اوړي کې په شاه دوشمشېره جومات کې ولیده.

دغه وخت نو دا نوي کلنه وه خو صحت یې ښه و او ذهن یې فعال و. د شاه دوشمشېره د جومات د ترمیم کارونه روان وو. دې ته مې پام شو چې د جومات چت، دېوالونو او کړکیو ته په ځیر،ځیر ګوري. دا جومات د دې د انا، سرور سلطان، یادګار دی. په هغه ورځ یې راته وویل چې انا مې په جلاوطنۍ کې له موږ سره وه. زما یاده ده. تلاوت به یې کاوه، ژړل به یې او خپل جوړ کړي شعرونه به یې په ټیټ اواز په ترنم سره زمزمه کول. هندیې وویل چې د انا دا یو بیت یې لا په حافظه کې پاتې دی: سلطانه ژاړي/ له خدایه غواړي

هر ښار ځینې داسې مکانونه لري چې د هغه ښار سیمبولونه یې بللای شو. شاه دوشمشېره د کابل ډېر مشهورسیمبول دی. سرور سلطان نور تعمیراتي کارونه هم کړي دي. د ښځو د نهضت په پیل کې یې برخه وه.

له بندیانو او بیوزلو سره په مرستو مشهوره وه او سیاسي نقش یې هم زیات و خو زموږ د تاریخ لیکنې یو عیب دا دی چې صرف په ځینو کسانو متمرکز وي او خصوصا د ښځو غوندې ځپل شویو قشرونو ته پکې لازمه توجه نه کېږي.

د سرور سلطان په نقش او کارونو هم شاید ځکه زیات خبر نه یو چې یوه ښځه وه او له هندیې سره په شویو خبرو او مرکو کې مو هم شاید ځکه ډېرې پوښتنې د هغې د پلار په باره کې وې چې د پلار له نوم او کارنامو سره یې زیات بلد وو او دا د اکثرو کسانو تمایل دی چې غواړي پيژندل شوي کسان نور هم وپیژني، حال دا چې هندیې په خپل ژوند کې خپلې کارنامې لرلې. داسې ژوند چې زدکړه ترې کېدای شي او داسې کارنامې چې د انسانانو د ژوند په خدمت کې وې.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړۍ؛ نن افغانستان له انګلستان سره مخ کیږي

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۰ GMT+۱
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړۍ؛ نن افغانستان له انګلستان سره مخ کیږي
100%

نن یکشنبه د (تلې ۲۳مه) په نړیوال جام کې د افغانستان درېيمه لوبه ده او یاده لوبه یې د تېر نړیوال جام له اتلې لوبډلې انګلستان سره ده. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې يې د انګلستان سره د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د افغانستان او انګلستان لوبډلې نن یک شنبې د کابل پر مهال یوه بجه د سیالۍ ډګر ته کښته کیږي.

دغه سیالۍ په آرون جټلې لوبغالي کې ترسره کیږي، هغلته چې افغانستان خپله مخکنۍ لوبه کوربه هیواد هند لوبډلې ته بایللې وه.

انګستان په روان نړیوال جام کې خپله لومړی لوبه نیوزیلینډ ته بایللي وه، خو دويمه لوبه یې بیا له بنګله دېش څخه وګټله.

خو په روان نړیوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې دي.

افغانستان د نورو نړیوالو جامونو په څېر دا ځل هم نړیوال جام په ماتو خوړولو پیل کړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مینه وال هیله لري چې افغانستان دا ځل د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام څخه تش لاس را ستون نه شي.

کرېکټ پوهان وايي، افغان لوبډله د آرون جټلي لوبغالي سره بلده ده، او په تېره لوبه کې یې د هند لوبډلې ته د توپ وهنې پرمهال د منډو جوړولو ښه هدف ټاکلی و.

نیمه پایلوبې ته د ورتګ لپاره د افغانستان لپاره د نن لوبې ګټل خورا اړین دي.

که نن افغان لوبډله پچه وګټې او د توپ وهنې پرېکړه وکړي، ښايي خپلې سیالې لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړي.