• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شهزادۍ هندیې په یاد

اسدالله غضنفر

مېلمه لیکوال

۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰

بي بي هندیې د جمعې په ماښام له ژوند سره خدای پاماني وکړه او د شنبې په ورځ دا خبر ډېر ځایه خپور شو چې د شاه امان الله لورهندیه د څلور نوي کلونو په عمر په روم کې وفات شوه.

که یو څوک څو نوي کلن هم شي او په دومره اوږده عمر کې لوی کارونه هم وکړي، خو که یې مثلا پلار ډېر مشهور سړی وي، د ده یاد دې د معرفي لپاره به معمولا د پلار نوم ورسره یادېږي، او دغه دود یو داسې احساس پیدا کوي لکه پلانۍ یا پلانی خو ځکه مهم دي چې د لا مهم کس له کورنۍ سره تعلق لري.

هندیه په داسې کورنۍ کې دنیا ته راغله چې مشهور کسان پکې زیات وو. که یې پلار د افغانستان ډېر نومیالیپاچا و، مور یې هم د افغانستان د تاریخ ډېره مشهوره مېرمن او ملکه وه.

که یې مورنی نېکه د افغانستان د ژورنالیزم پلار محمود طرزی و، مورنۍ انا یې هم د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لپاره د لومړۍ خپروونې «ارشاد النسوان» مسووله او په هېواد کې د ښځو د لومړني مکتب مدیره، اسما طرزي، وه.

دغه راز که یې د پلار له خوا نیکه پاچا و، د پلار له خوا انا یې «سرور سلطان» هم د اکثرو پخوانیو ملکو برعکس، په سیاسي او اجتماعي ژوند کې زیاته فعاله وه.

د کورنۍ د غړیو نوم او مقام د هندیې لپاره چې د پلار له جلاوطنۍ وروسته دنیا ته راغله، یوازې یوه خاطره وه او طبعا ترخه خاطره. دې خاطرو دا په روحي او ذهني جنجالونو هم مبتلا کولای شوه او د ابوالمعاني بېدل غوندې یې دا سبق هم ورکولای شوی چې:

در این ستمکده نومیده خفته ای بېدل

به آرزوی دلت می دهم قسم برخېز

له نېکه مرغه هندیې ماته ونه منله، وارخطا نه شوه، نه تېرو خاطرو د افسوس کولو په لومه کې ایساره کړه او نه د کورنۍ بېوزلي له ژوند کولو بېزاره. په سویس او روم کې یې زدکړې وکړې، پوهنتون یې ولوست، استاده شوه او ورسره یې هغه ځای هېر نه کړ چې مور و پلار یې پکې د ابد په خوب ویده وو. لکه څنګه چې دې په مختلفو مرکو کې ویلي وو، پلار ورته د وطن کیسې زیاتې کولې او د افغانستان او اسلام د تاریخ په اړه یې معلومات ورکول.

له وطن او وطنوالو سره مینه د دې سبب شوه چې هندیې یوازې ځان ته ژوند ونه کړ، بلکې د ژوند په وروستیو څلور لسیزو کې یې خپل زیات وخت د افغانانو خدمت ته بېل کړ.

دې به په اروپا کې مرستې ټولولې او د مهاجرو کمپونو ته به یې رسولې. د بيوزلو مېرمنو او ماشومانو خدمت ته یې ملا وتړله، د جذام د ناروغانو چوپړ ته یې پام شو، په جګړه کې سخت ټپي شوي ماشومان یې د علاج لپاره اروپا ته ورسول او په خپل کور کې یې دېره کړل، هغه لباسونه یې راټول کړل چې اروپایانو نور نه اغوستل، که یې تڼۍ شلېدلې وې، هغه یې ورته په خپل لاس وګنډلې، که یې پینه په کار وه، په خپل لاس یې پینه کړل او که یې وتو پکار و، وتو یې کړل چې د وطن بېوزلان ورته خوشحاله شي.

دې په دومره زیاتو جامو پینې ولګولې چې خپلو اولادونو به په ټوکو د پینه لګولو متخصصه بلله.

د جمهوریت په کلونو کې افغانستان ته د شهزاده ګۍ هندیې تګ راتګ زیات شو. ویل به یې ډېر مې زړه غواړي چې په خپل لاس خلکو ته مرستې ورسوم.

د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، چې دارالامان او د پلار ځینې نور یادګارونه یې ورغول شول، په کابل کې خوشحاله وه. ما په وروستي ځل د ۱۳۹۸ کال په اوړي کې په شاه دوشمشېره جومات کې ولیده.

دغه وخت نو دا نوي کلنه وه خو صحت یې ښه و او ذهن یې فعال و. د شاه دوشمشېره د جومات د ترمیم کارونه روان وو. دې ته مې پام شو چې د جومات چت، دېوالونو او کړکیو ته په ځیر،ځیر ګوري. دا جومات د دې د انا، سرور سلطان، یادګار دی. په هغه ورځ یې راته وویل چې انا مې په جلاوطنۍ کې له موږ سره وه. زما یاده ده. تلاوت به یې کاوه، ژړل به یې او خپل جوړ کړي شعرونه به یې په ټیټ اواز په ترنم سره زمزمه کول. هندیې وویل چې د انا دا یو بیت یې لا په حافظه کې پاتې دی: سلطانه ژاړي/ له خدایه غواړي

هر ښار ځینې داسې مکانونه لري چې د هغه ښار سیمبولونه یې بللای شو. شاه دوشمشېره د کابل ډېر مشهورسیمبول دی. سرور سلطان نور تعمیراتي کارونه هم کړي دي. د ښځو د نهضت په پیل کې یې برخه وه.

له بندیانو او بیوزلو سره په مرستو مشهوره وه او سیاسي نقش یې هم زیات و خو زموږ د تاریخ لیکنې یو عیب دا دی چې صرف په ځینو کسانو متمرکز وي او خصوصا د ښځو غوندې ځپل شویو قشرونو ته پکې لازمه توجه نه کېږي.

د سرور سلطان په نقش او کارونو هم شاید ځکه زیات خبر نه یو چې یوه ښځه وه او له هندیې سره په شویو خبرو او مرکو کې مو هم شاید ځکه ډېرې پوښتنې د هغې د پلار په باره کې وې چې د پلار له نوم او کارنامو سره یې زیات بلد وو او دا د اکثرو کسانو تمایل دی چې غواړي پيژندل شوي کسان نور هم وپیژني، حال دا چې هندیې په خپل ژوند کې خپلې کارنامې لرلې. داسې ژوند چې زدکړه ترې کېدای شي او داسې کارنامې چې د انسانانو د ژوند په خدمت کې وې.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

محمد ضیف؛ پر اسراییل د برید اصلي طراح څوک دی؟

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۲ GMT+۱
محمد ضیف؛ پر اسراییل د برید اصلي طراح څوک دی؟
100%

رویټرز خبري اژانس پر اسرایل د حماس په برید کې د پردې تر شا د یوه قومندان رول ته کتنه کړې او هغه یې د تېرې شنبې ورځې د برید اصلي پلانګر بللی دی. اسراییل د سپټمبر پر ۱۱ دا برید د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو مرګونی بللی.

حماس ته نږدې سرچینو د دې برید متفکر مغز او اصلي پلانګر هم فلسطینی مبارز او د حماس غړی محمد الضیف – ضیف- بللی دی.

نوموړي د برید پر مهال چې زرګونه راکټونه د اسراییل لور ته توغول کېدل، په یوه غږیز پیغام کې دا عملیات سیل الاقصا بللي دي.

د ضیف دا نوم ښيي چې دا برید یې بیت المقدس کې پر اقصا جومات د اسراییل د برید په غچ کې کړی دی.

حماس ته نږدې سرچینې رویټرز ته ویلي، ضیف د ۲۰۲۱ په مۍ کې او د مسلمانانو پر دریم سپېڅلي ځای د اسراییل له برید وروسته پر همدې عملیاتو کار پیل کړ چې نتیجه یې اوس د زرګونو کسانو مرګ ژوبله ده.

د دې سرچینې په خبره، په رژوه کې پر اقصا جومات د اسراییل برید او د لمونځغاړو وهل ټکول او له دې ځای د بوډا او ځوانانو اېستلو مسلمانان غوسه کړل او په همغه کال یې د اسراییل او حماس ۱۱ ورځنۍ جګړې ته لمن ووهله.

پر ۱۹۷۳ کال د اسراییل او عربو له جګړې راهیسې د حماس وروستی برید د اسراییل ترټولو لویه کمزوري بلل کېږي. اسراییل په ځواب کې هوايي بریدونه پیل کړل چې تراوسه پکې زرګونه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسراییل دا هم وايي هغه زر وسلوال یې وژلي چې له غزې اسراییل ته اوښتي و.

رویټرز وايي، تر ۲۰۲۱ کال پورې ضیف د اسراییل په اوو بریدونو کې بچ شوی دی.

ضیف ډېرې کمې خبرې کوي او په عمومی غونډو کې نه ښکاري. کله چې د حماس تلویزون وویل د شنبې په ورځ ضیف خبرې کوي، نو فلسطینیان پوه شول چې مهمه پېښه کېږي.

هغه په ریکارډ شوي غږیز پیغام کې وویل:

«نن د اقصا غوسه، زموږ د ملت او ولس غوسه چاودنه کوي. زما مجاهدینو نن ستاسو ورځ ده چې دا جنایتکار اسراییل پوه کړی چې وخت یې تمام دی.»

رویټرز وايي، د ضیف درې انځورونه شته چې یو یې شل کلنۍ کې بل یې نقاب او دریم یې د غږیز پیغام د خپرېدو پر مهال د سیوري انځور.

د هغه د پټنځي مالومات هم نشته، خو باور دا دی چې د غزې په کوم سورنګ کې پټ دی.

اسراییلۍ امنیتي سرچینې هم ویلي چې ضیف د دې عملیاتو پلانولو او عملي کولو کې مخامخ ښکېل دی.

فلسطینۍ سرچیې وايي اسراییل غزه کې د ضیف پر پلرني کور برید کړی چې پکې د نوموړی یو ورور او د کورنۍ دوه نور غړي وژل شوي دي.

د برید دوه متفکر مغزونه او یو استاد

حماس ته نږدې بله سرچینه وايي پر اسراییل وروستی برید د حماس د القسام کنډوکونو قومندان ضیف او د حماس یوه مشر یحیا سنوار په ګډه کړی، خو اصلي طراح یا استاد ضیف دی.

دا سرچینه وايي، دا عملیات دومره پټ پلان شوي وو چې ان د اسراییل قسم خوړلی دوښمن او د حماس د وسلو، پیسو او روزنې سرچینهایران هم ترې یوازې عمومي مالومات درلودل.

دا سرچینه وايي، ایران یوازې دومره پوهېده چې ستر عملیات پلانېږي، خو له وخت او جزیاتو یې خبر نه و.

د ګډو عملیاتو خونو کې چې حماس، د لبنان حزب الله او ایران یې لري په دې هکله بحث نه دی شوی او په همدې وجه ډېر کم کسان له دې پلان خبر و.

د ایران مذهبي مشر هم له دې برید وروسته وویل، چې تهران پر اسراییل په برید کې لاس نه لري.

که څه هم واشنګټن باوري دی چې ایران پکې رول لري، خو بیا هم د دې باور لپاره سندونه نه لري.

رویټرز وايي>‌د ضیف دې عملیاتو کې د اسراییل د تېرباسلو لپاره اوږدمهالې هڅې هم شوې دي.

اسراییل په دې باور و چې حماس نور جګړې ته لېوال نه دی او غزه کې یې پر اقتصاد پراخولو تمرکز کړی دی.

حماس ته نږدې سرچینه وايي:«په داسې حال چې اسراییل د غزې کارګرانو ته اقتصادي امتیازونه ور کول، زموږ وسلوال د اسراییل د پوځ په مخ کې روزل کېدل او تمرین یې کاوه.»

د حماس د بهرنیو اړیکو مشر علي برکه وايي، له دوو کلونو یې دې عملیاتو ته تیاری نیوه.

خو ضیف په خپل پیغام کې ویلي: «حماس په ځلونو اسراییل ته خبرداری ور کړ چې د فلسطینانو پرضد له جنایت لاس واخلي، شکنجه او ځورول شوي بندیان ازاد کړي او پر خپله خاوره د فلسطینیانو د مالکیت خنډ نه شي.»

هغه زیاتوي:«نیواکګر رژیم هره ورځ په لوېدیځه غاړه کې زمو پر کلیو او ښارونوبریدونه کوي، پر کورونو بریدونه کول، وژل، ژوبلول او بندیانول کوي، زموږ زرګونه جریبه ځمکه نیسي.»

د هغه په خبره، اسراییل فلسطینیان له خپلو کورونو باسي ځان ته پکې ښارګوټي جوړوي او د غزې کلابندي هم روانه ده.

تلپاتې پټه مشري

لوېدیځه غاړه کې له یو کال راهیسې تاوتریخوالی دی. دا سیمه له ۱۹۶۷ کال راهیسې چې اسراییل نیولې د نښتې مرکز دی.

ضیف وايي، حماس له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نیواکګر جنایتونه پای ته ورسوي، خو په مقابل کې اسراییل لا هم پاروونکې چارې زیاتې کړې دي.

هغه زیاتوي حماس د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو لپاره د بشرپالې هوکړې غوښتنه کړې، خو اسراییل نه ده منلې.

ضیف وايي، «اسراییل د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ او د نړیوالې ټولنې په چوپتیا کې له نړیوالو پرېکړه لیکونو او قوانینو په انکار، نیواکګرۍ او عیاشۍ بوخت و او دوی پرېکړه وکړه چې دا هرڅه پخپله پای ته ورسوي.»

په ضیف مشهور محمد مصری پر ۱۹۶۵ کال خان یونس پنډغالي کې زېږېدلی دی.

دا پنډغالی د اسراییل او عربو د ۱۹۴۸ کال له جګړې وروسته جوړ شوی دی.

نوموړی پر ۱۹۸۷ کال د فلسطینیانو پاڅون یا لومړۍ انتفاضیه کې له حماس سره یو ځای او په محمد ضیف مشهور شو.

ویل کېږي اسراییل ضیف پر ۱۹۸۹ کال ونیو او ۱۶ میاشتې بندي و. ضیف په غزه پوهنتون کې په فزیک، کیمیا او بیالوژي کې زدکړې کړې دي.

ضیف د حماس د وسلوالو لیکو، د تونلونو او بم جوړولو ته پراختیا ور کړله. هغه په ځانمرګو بریدونو کې د لسګونو اسراییلیانو د وژلو مسوول دی. په دې دلیل د اسراییل لپاره د مطلوبو کسانو د فهرست په سر کې ځای لري.

د ژوندي پاتېدو لپاره یې پټ ژوند غوره کړی دی. د حماس سرچینې وايي د اسراییل یوه برید کې په سترګه ړوند او په یوه پښه سخت ټپي شوی دی.

مېرمن، درې کلنه لور او اوه میاشتنی زوی یې هم پر ۲۰۱۴ کال د اسرییل هوايي برید کې ووژل شول.

د حماس د وسلوالې څانګې د اداره کولو له امله د فلسطین پر ولسي اتل مشهور دی. ویډیويي پیغامونو کې یې یا نقاب اچولی او لا یې هم سیوری لیدل کېږي.

رویټرز ته سرچینو ویلي چې نوموړی د ځیرک ټلیفون په څېر ډیجیټل ټیکنالوژي وسایل نه کاروي.

د دې سرچینو په خبره، محمد ضیف تل په تېښته کې وي او پټ سړی دی.

ایا د اسراییل او حماس په روانه جګړه کې افغان طالبان کډون لري؟

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
ایا د اسراییل او حماس په روانه جګړه کې افغان طالبان کډون لري؟
100%

د اسراييل پر سویل د حماس له برید وروسته ځینې طالب مشرانو په ښکاره او په پټه له دغه بریده خپل ملاتړ اعلان کړی دی. ور سره حماس ته له افغانستانه د امریکايي وسلو د رسېدو په هکله د کانګرس د غړې په څرګندونو پسې، په دغه جګړه کې د طالب وسلوالو د ګډون هڅې او لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

د شنبې ورځ د میزان ۱۵ مه سهار وختي د حماس وسلوال د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.

د وروستیو شمېرو له مخې د حماس او اسراییل په روانه جګړه کې لږ تر لږه ۱۳۰۰ ملکي او پوځي اسراییلیان او ۱۲۰۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

طالبانو له لومړۍ ورځې اعلان وکړ، چې دغه ډله په خپله خاوره د فلسطین د یو خپلواک حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي او پر غزه تړانګه د اسراییل هوايي بریدونه غندي.

د اسراییل او حماس په جګړه کې د افغان طالبانو کډون

د اسرایییل او فلسطین د روانو نښتو له پیل سره هم مهاله په افغانستان کې د طالبانو جنګي ماشین په حرکت راغلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول، چې ګویا د افغان طالبانو اړوند وسلوال په فلسطین کې له حماس سره یوځای شوي او په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د طالبانو یو شمیر امنیتي مسوولین چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو په جنګي ماشین کې دا لېوالتیا له هر وخت څخه ډېره شوې چې د دوی وسلوال د اسراییل ضد جګړه کې برخه واخلي.

ځینې طالب وسلوال چې له دوو کلونو راهسې له جګړې اوزګار شوي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «دوه ارمانونه مې درلودل، یو پاتې ارمان مو دا دی چې اسراییلي عسکر ووژنم او بل ارمان مو پوره شوی، امریکايي عسکر مو وژلي دي».

دغه طالب وسلوال په دې باور دي، چې یو شمیر ملګري یې د فلسطین جګړې ته تللي او په دغه جګړه کې برخه لري.

دوی د یو تعداد طالب وسلوالو انځورونه په ګروپونو او ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کوي چې ګویا د فلسطین په جګړه کې وژل شوي دي، خو سخته ده چې رسمي سرچینې یې تایید کړي، چې دغه طالب وسلوال کله او له کومو لارو څخه فلسطین ته رسیدلي دي.

د حماس له دغه بریده وروسته د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ټول تبلیغات د اسراییل او فلسطین جګړې ته ځانګړي کړي دي، د دغې جګړې له وېډیوګانو سره یې ترانې ترتیب کړې دي او له مذهبي اړخه د حماس ملاتړ او د اسراییل د بریدونو غندنه کوي.

طالبانو ته منسوب یو شمیر ناتایید شویو د ټولنیزو رسنیو اکونټونو لیکلي، چې یو تعداد طالب وسلوال د ایران او عراق له لارې فلسطین ته رسیدلي او د حماس ډلې سره د اسراییل پرضد د جګړې لپاره یوځای شوي دي.

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین د ملاتړو په یو واتسپ ګروپ کې هم د یو طالب وسلوال انځور لاس په لاس کیږي، چې ګواکې د اسراییل سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

100%

طالبان د ځانمرګو بریدګرو یو ځانګړی کنډک په اختیار کې لري، هغه کنډک چې اوس د طالبانو د مشرانو ترمنځه یې وېره پیدا کړې ده، چې د خپل منځي سیالیو له امله یې د یو بل پرضد ونه کارول شي. ځیني کارپوهان په دې باور دي چې ممکن طالب مشران دې اندېښنې ته د ځواب لپاره داسې توندلاري وسلوال د نورو هیوادونو جګړو ته ولېږي.

داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره د دوی ځینې خپه شوي وسلوال داعش ډلې ته تللي او ځینې د القاعدې په شمول نورو ترهګرو ډلو کې شامل شوي دي.

د طالبانو له ځینې مشرانو نیولې تر عادي وسلوالو پورې دې ډلې د اسرییل او فلسطین جګړه کې سخت دریځ نیولی او تېرو ورځو کې د کابل لپاره د طالبانو والي خبرداری ورکړ چې ډېر ژر به اسراییل د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره پر مدرسو جوړولو پیل کړی دی او دغه مدرسې د سختو دریځو ملایانو لخوا پرمخ بوول کیږي چې په نړيوال جهاد باور لري. څیړنې ښيي چې د طالبانو په رسمي چوکاټ کې نظامي مدرسې د دې ډلې لپاره د ځواک یوه بله سرچینه ده او ور سره د دې ډلې د وسلوالو شمیرې په لوړېدو دي.

په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر سرفراز بګټي هم وویل، له هغو ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ وروسته یې په دغه هېواد کې بریدونه کړي ۱۴ یې افغانان دي.

له یو شمیر طالبانو سره چې په وروستیو ورځو کې غږیدلي یو، وايي د طالبانو د مشر له پټې فتوا وروسته هم ځیني ملګرو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي دي. دوی وايي پاکستاني طالبانو د افغانستان د جمهوریت له پرځېدو مخکې کلونه کلونه په جګړه کې ورسره برخه اخیستې اوس پر دوی فرض ده چې له خپلو همسنګرو سره ودریږي.

نظرونه دا دي چې د امتیازیاتو په بدل کې ایران د سوریې جګړې ته د افغانانو هڅولو او ورګډولو یوه تجربه لري، د طالبانو او ایران ګرمې اړیکې او په دغه هیواد کې د یو شمیر طالب مشرانو اوسېدل هم دې ته لار هواروي چې ایران له خپل نفوذ څخه ګټه اخیستې وي او طالب مشرانو د سیاسي او مادي امتیازاتو په بدل کې سختدریزه طالب وسلوال د ایران په مرسته د فلسطین جګړې ته استولي وي او یا هم د دې هدف لپاره لاس په کار شوی وي.

په وروستیو کې امریکايي او اسراییلي چارواکو منلې ده، چې د امریکا وسلې غزه تړانګه کې لیدل شوې دي او دوی په دې باور دي چې دغه وسلې له افغانستان څخه د حماس وسلوالو ته په لاس ورغلې دي.

د طالبانو امنیتي سرچینې مني چې له افغانستان څخه امریکايي وسلې حماس ډلې ته رسېدلې دي، خو دوی په دې باور دي چې ممکن د افغانستان د پرلپسې ولایتونو د سقوط په لومړیو ورځو کې غنیمت شوې وسلې ایران ته قاچاق شوې او له هغه ځایه تر حماس رسېدلې وي.

ځیني طالب مشرانو بار بار ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد ته ګواښ متوجې نه دی خو بیا هم د ځیني سختدریزه طالب مشرانو سیاسي څرګندونو او علامیو وښودله چې فلسطین ته ورته بهرنۍ جګړه کې د ورکډېدو لېوالتیا لري.

په وروستیو کې وینو هغه طالبان چې اوس یې واک په لاس کې دی له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو له ویرې په ښکاره د اسراییل او فلسطین په جګړه کې له څه ویلو ډډه کوي خو د خپلو توندلارو مشرانو او وسلوالو لپاره مجبور دي چې د اسراییل په مقابل کې د فلسطین حماس ډلې د بریدونو ملاتړ وکړي.

د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د فلسطین حماس هغه ډله وه، چې د طالبانو د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني ملابرادر ته یې د ټلیفون له لارې «د امریکا د ماتې او د دې ډلې د بریا» مبارکي ورکړه.

ملا عبدالغني ملابرادر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه طالب چارواکي دي چې د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره یې په دوحه او قطر کې یې مخاخ ناستې کړي دي.

100%

تجربو ښودلې چې طالبان په داسې موضوعاګانو کې له احتیاط څخه کار اخلي او په اسانه سره تر پایه نه غواړي دا موضوعات تایید کړي.

بل خوا تېرو دوو کلونو کې د نظر اختلافاتو وښودله چې د دوی با نفوذه مشران د خپل راتلونکي لپاره له یو شمیر هیوادونو سره په پټه او ښګاره اړیکې پالي او په همدې بنسټ یو شمیر نظر خاوندان په دې اند دي چې حماس ته د وسلو رسېدو سره د طالب وسلوالو استول هم کوم ناممکن کار نه دی.

د پاکستان د مکتبونو دروازې به هم د یو شمیر افغان جینکو په مخ وتړل شي؟

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۱ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د پاکستان د مکتبونو دروازې به هم د یو شمیر افغان جینکو په مخ وتړل شي؟
100%

که څه هم د پاکستان د حکومت له خوا د اوولس لکو «غیرقانوني» افغان کډوالو د اېستلو نیټه د اکتوبر میاشتې تر اخره ده، خو د بعضې خبرونو له مخې په کراچۍ او اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو د هغوی د وینا سره سم د قانوني اسناد نه لرونکو افغان کډوالو په ضد د عملیاتو پلانونه اماده کړي دي.

دوی د دې پلانونو د ځینو برخو پیاده کول هم پیل کړي دي، چې په هغو کې ځايي خلکو ته هدایات شوي‌ چې دغو کډوالو ته په کرايه کور ور نه کړي.

په رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم راڅرګندې شوې چې پکې وړې افغان جینکۍ د یوه مکتب نه په ژړا راوځي. که څه هم د دې خبرې تصدیق نه دی شوی چې دغه ویډیوګانې په واقعیت کې د کوم ځای دي او کله ثبت شوې دي؟ خو دا خبره څرګنده ده چې د افغان کډوالو کومې کورنۍ چې له پاکستانه په زور اېستل کیږي د هغوی د کورونو جینکۍ خو به د تعلیم نه هرو مرو بې برخې کیږي.

اوس سوال دا پیدا کیږي چې پاکستان څنګه په یو اړخیز ډول د اوولس لکو افغان کډوالو په دریو څلورو اونیو کې په جبري توګه د اېستلو تصمیم نیولی شي؟ په دې کډوالو کې له کلونو کلونو په پاکستان کې میشت افغانان شته او هغوی څنګه په دومره لږ وخت کې خپل ژوند او روزګار راټولولی شي او بیرته افغانستان ته تللی شي چې هلته ورته هیڅ امادګي او امکانات نشته.

په دوی کې یو شمیر هغه افغانان هم دي چې په افغانستان کې د پخوانیو حکومتونو مامورین پاته شوي دي او هیواد ته د طالبانو د راتګ نه وروسته یې خپل ژوند په خطر کې لیده ځکه یې کور کلی پرېیښی دی نو اوس به د هغوی راتلونکې څنګه شي؟

دا خبره هم په پام کې نیول پکار دي چې د پاکستاني حکومت په دغه تصمیم کې نه د متحده قومونو د مهاجرو عالي کمیسیون او نه هم کابل کې طالب واکمنان ګډون لري، که دا په ریښتیا د کډوالو د عودت پلان وي نو په دې کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او متحده قومونو د مهاجرو د عالي کمیسیون ګډون اړین وو.

دا خو جوته خبره ده چې دغه قسمه ناسنجول شوی یو اړخیز تصمیم به یو غټ انساني ناورین منځ ته راولي، چې پر افغان کډوالو سربېره د افغانستان او ټولې سیمې لپاره به ډیر ناوړه عواقب ولري.

ایا د پاکستان د حکومت دغه تصمیم د بین المللي بشري قوانینو او لایحو نه سرغړونه نه ده؟ بېشکه چې ده، خو یو بل مشکل دا دی چې پاکستان نه خو د مهاجرو په باب د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوینشن امضاکړی دی او نه یې هم له دغه کنوینشن سره د ۱۹۶۷ کال پروټوکول باندې دستخط کړی دی او دا خو یې لا څه کوې چې پاکستان په داخل کې پخپله هم د مهاجرو لپاره هیڅ قانون نه دی جوړ کړی.

په دې ډول پاکستان ته په تیرو ۷۶ کلونو کې راغلي ټول مهاجر په یوه قانوني تشه کې پاته شوي دي او په تاسف سره نړیوالو هم په دغه قانوني تشه باندې سترګې پټې ساتلې دي.

دغه «اشتباه» کوم تصادف نه دی. په پاکستان کې د مهاجرو د ژوند لپاره د حقوقي معیارونو نشتوالی د پاکستاني حکومت د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې خپل ځان د مهاجرو د حقوقو باره کې له هر مکلفیت نه ازاد ساتي او له مهاجرو سره برخورد د خپلو سیاسي ګټو په پام کې نیولو سره کوي.

د تیرو څلورو لسیزو تاریخ کې دا واقیعت څرګند لیدل کیږي، چې په کال ۱۹۸۰ کې چې افغانستان ته شوروي قواوې راغلې او افغان کډوالو پاکستان ته راتګ پیل کړ نو د پاکستان برخورد ورسره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړتیاوو سره په سمون کې ډیر ښه وو.

د افغان کډوالو لپاره په لویه کچه بین المللي کومکونه را روان شول، چې د پاکستان اقتصاد ته یې هم ګټه رسوله.

د جنرال ضیا الحق، د جنرال اختر عبدالرحمان او نورو جنرالانو کورنۍ پکې میلیاردرې شوې او پاکستان ته غرب د ایټم بم پروژه پریښوده چې وروسته یې ترې ایټم بم جوړ کړ.

ورسره غربي او اسلامي هیوادونو پاکستان ته د مهاجرینو په کوربتوب شاباسی هم ووایه، خو پاکستاني جنرالانو په دې ګټو قناعت و نه کړ، هغوی په افغانستان باندې د خپلې غلبې د تامین لپاره په افغانستان کې په دوامداره توګه مداخله کړې او جنګ ته یې هم لمن وهلې ده او اوس هم د افغان کډوالو په ځورولو سره پر افغانستان خپله هژمونی تثبیتول غواړي.

جالبه دا ده چې په مختلفو ښارونو او سیمو کې د افغانستان د جنګ سالارانو سرمایه ګذارۍ او جایدادونه مصون دي خو د جونپړو اوسیدونکو کډوالو پسې یې کوتک را اخیستی دی.

حقوق دانان وايي که څه هم پاکستان د مهاجرینو په باب کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن او یا د ۱۹۶۷ پروتوکول نه دی امضا کړی خو دا د نړۍ منل شوي قوانین دي، نو پاکستان څنګه له دغو قوانینو نه سترګې پټولی شي او په رڼا ورځ دغه قوانین تر پښو لاندې کولی شی؟

یوه بله مهمه حقوقي نکته چې لږ موده وړاندې د اسلام اباد عالي محکمې منلې ده، هغه دا ده چې پاکستان د مدني او سیاسي حقوقو د کال ۱۹۶۶ نړیواله معاهده او د شکنجې، د ظالمانه او غیرانساني برخورد او توهینولو په ضد د کال ۱۹۸۴ نړیواله معاهده امضا کړې ده.

د مهاجرو په باره کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن د پورته ذکر شوو معاهدو برخه ده نو ځکه پاکستان هم باید دغه کنوینشن مراعات کړي. پکار ده چې د متحده قومونو سازمان او نړیوال قوانین منونکي هیوادونه پاکستان ته د بین المللي قوانینو نه د سر غړونې اجازه ور نه کړي.

په افغانستان کې د یوه مشروع نظام د تامین تر وخته باید د متحده قومونو سازمان د افغانستان د خلکو د بشري حقوقو نه دفاع وکړی.

د مقالې لیکوال افراسیاب خټک د پاکستان پخوانی سناتور او د پاکستان د بشري حقوقو د سازمان پخوانی رییس دی.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۲ GMT+۱
رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي
100%

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو انګېرنې او پلمې هم په کور د ننه هم په سیمه او نړۍ کې ردې شوې دي.

رینا امیري د نجونو په نړۍواله ورځ افغان نجونو ته ویلي:« د زړه له تله خواشینې یم، چې طالبان ستاسو زده‌کړو لپاره کورنۍ او نړۍوالې غوښتنې نه مني؛ تاسو له خپلو هیلو او افغانستان له ښه راتلونکي بې برخې کوي؛ خو مه نهیلې کېږئ. »


هغې زیاته کړې:« تاسو چې د زده‌کړو په ګډون د خپلو حقونو دفاع کوئ، موږ به له ټولو شونو لارو ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

رینا امیري د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نده. دوی هغه ګواښوونکې بېلګه جوړوي، چې دا به په نورو هم اغېز وکړي او هرچیرې به د ښځو او نجونو حقونه وګواښي.

هغې لیکلي:«د طالبانو د ارتجاعي تګلارو په وړاندې درېدل، زموږ ټولو په ګټه ده.»


د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په خپل اېکس پاڼه د نجونو په نړۍواله ورځ لیکلي:« ‏په دې ورځ موږ باید د هغو مېلیونونو افغان نجونو یادونه وکړو، چې په افغانستان کې له بوږنونکي ځپلتیا سره مخامخې دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی.»

ښاغلي وېسټ لیکلي:« ‏د نړۍ. بل هیڅ ځای کې له منځني او ثانوي زده‌کړو زده‌کوونکې نه دي بې برخې شوې، چې دا پر رواني روغتیا، کورنیو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه ویجاړوونکي اغېزې لري.»


هغه وایي:« ‏طالبان د دغو ځپلو مسوول دي. نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د هغوی غږ واوري او بدرګه یې کړي.»

تر دې وړاندې طالبانو د نجونو په کور دننه او بهر د نجونو زده‌کړو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو اجازه نلري.

ملاله یوسفزۍ د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۹ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي
100%

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له حماس او اسراییل غواړي چې سملاسي جګړه بنده کړي. پر اسراییل د حماس له راکټي برید وروسته په پنځمه ورځ هم د دواړو لورو جګړه روانه ده او اسراییل غزه هم کلابند کړې ده.

ملاله یوسفزۍ دې جګړې ته په اشاره خپل اېکس کې لیکي چې د جګړې ډېر تاوان ماشومانو ته رسېږي او د دې فکر د فلسطین او اسراییل ماشومانو ته دی.

د هغې په خبره، ماشومان په دې جګړه کې ګیر دي: نن زه هغو ماشومانو او خلکو ته غمجنه یم چې سپېڅلې ځمکه کې د سولې او انصاف هیله لري.

اوسنۍ جګړه کې پر اسراییل د حماس د شنبې ورځې په راکټي بریدونو پسې پیل شوه.

د اسراییل پوځ وايي، د حماس بریدونه کې د دغه هېواد ۱۲ سوه کسان وژل شوي او ۷ سوه ټپیان دي او له سلو تر ۱۵۰ له حماس سره یرغمل دي.

د غزې روغتیا اداره هم وايي چې د اسراییل بریدونو کې ۱۰۵۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۵ زرو ډېر ټپیان دي.