په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو چار سمبالی وزیر سرفراز بګټي هم وویل، له هغو ۲۴ ځانمرګو بریدګرو څخه چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ وروسته یې په دغه هېواد کې بریدونه کړي ۱۴ یې افغانان دي.
له یو شمیر طالبانو سره چې په وروستیو ورځو کې غږیدلي یو، وايي د طالبانو د مشر له پټې فتوا وروسته هم ځیني ملګرو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي دي. دوی وايي پاکستاني طالبانو د افغانستان د جمهوریت له پرځېدو مخکې کلونه کلونه په جګړه کې ورسره برخه اخیستې اوس پر دوی فرض ده چې له خپلو همسنګرو سره ودریږي.
نظرونه دا دي چې د امتیازیاتو په بدل کې ایران د سوریې جګړې ته د افغانانو هڅولو او ورګډولو یوه تجربه لري، د طالبانو او ایران ګرمې اړیکې او په دغه هیواد کې د یو شمیر طالب مشرانو اوسېدل هم دې ته لار هواروي چې ایران له خپل نفوذ څخه ګټه اخیستې وي او طالب مشرانو د سیاسي او مادي امتیازاتو په بدل کې سختدریزه طالب وسلوال د ایران په مرسته د فلسطین جګړې ته استولي وي او یا هم د دې هدف لپاره لاس په کار شوی وي.
په وروستیو کې امریکايي او اسراییلي چارواکو منلې ده، چې د امریکا وسلې غزه تړانګه کې لیدل شوې دي او دوی په دې باور دي چې دغه وسلې له افغانستان څخه د حماس وسلوالو ته په لاس ورغلې دي.
د طالبانو امنیتي سرچینې مني چې له افغانستان څخه امریکايي وسلې حماس ډلې ته رسېدلې دي، خو دوی په دې باور دي چې ممکن د افغانستان د پرلپسې ولایتونو د سقوط په لومړیو ورځو کې غنیمت شوې وسلې ایران ته قاچاق شوې او له هغه ځایه تر حماس رسېدلې وي.
ځیني طالب مشرانو بار بار ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ کوم هیواد ته ګواښ متوجې نه دی خو بیا هم د ځیني سختدریزه طالب مشرانو سیاسي څرګندونو او علامیو وښودله چې فلسطین ته ورته بهرنۍ جګړه کې د ورکډېدو لېوالتیا لري.
په وروستیو کې وینو هغه طالبان چې اوس یې واک په لاس کې دی له امریکا سره د اړیکو د خرابېدو له ویرې په ښکاره د اسراییل او فلسطین په جګړه کې له څه ویلو ډډه کوي خو د خپلو توندلارو مشرانو او وسلوالو لپاره مجبور دي چې د اسراییل په مقابل کې د فلسطین حماس ډلې د بریدونو ملاتړ وکړي.
ملا عبدالغني ملابرادر او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه طالب چارواکي دي چې د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره یې په دوحه او قطر کې یې مخاخ ناستې کړي دي.
تجربو ښودلې چې طالبان په داسې موضوعاګانو کې له احتیاط څخه کار اخلي او په اسانه سره تر پایه نه غواړي دا موضوعات تایید کړي.
بل خوا تېرو دوو کلونو کې د نظر اختلافاتو وښودله چې د دوی با نفوذه مشران د خپل راتلونکي لپاره له یو شمیر هیوادونو سره په پټه او ښګاره اړیکې پالي او په همدې بنسټ یو شمیر نظر خاوندان په دې اند دي چې حماس ته د وسلو رسېدو سره د طالب وسلوالو استول هم کوم ناممکن کار نه دی.
په رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم راڅرګندې شوې چې پکې وړې افغان جینکۍ د یوه مکتب نه په ژړا راوځي. که څه هم د دې خبرې تصدیق نه دی شوی چې دغه ویډیوګانې په واقعیت کې د کوم ځای دي او کله ثبت شوې دي؟ خو دا خبره څرګنده ده چې د افغان کډوالو کومې کورنۍ چې له پاکستانه په زور اېستل کیږي د هغوی د کورونو جینکۍ خو به د تعلیم نه هرو مرو بې برخې کیږي.
اوس سوال دا پیدا کیږي چې پاکستان څنګه په یو اړخیز ډول د اوولس لکو افغان کډوالو په دریو څلورو اونیو کې په جبري توګه د اېستلو تصمیم نیولی شي؟ په دې کډوالو کې له کلونو کلونو په پاکستان کې میشت افغانان شته او هغوی څنګه په دومره لږ وخت کې خپل ژوند او روزګار راټولولی شي او بیرته افغانستان ته تللی شي چې هلته ورته هیڅ امادګي او امکانات نشته.
په دوی کې یو شمیر هغه افغانان هم دي چې په افغانستان کې د پخوانیو حکومتونو مامورین پاته شوي دي او هیواد ته د طالبانو د راتګ نه وروسته یې خپل ژوند په خطر کې لیده ځکه یې کور کلی پرېیښی دی نو اوس به د هغوی راتلونکې څنګه شي؟
دا خبره هم په پام کې نیول پکار دي چې د پاکستاني حکومت په دغه تصمیم کې نه د متحده قومونو د مهاجرو عالي کمیسیون او نه هم کابل کې طالب واکمنان ګډون لري، که دا په ریښتیا د کډوالو د عودت پلان وي نو په دې کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او متحده قومونو د مهاجرو د عالي کمیسیون ګډون اړین وو.
دا خو جوته خبره ده چې دغه قسمه ناسنجول شوی یو اړخیز تصمیم به یو غټ انساني ناورین منځ ته راولي، چې پر افغان کډوالو سربېره د افغانستان او ټولې سیمې لپاره به ډیر ناوړه عواقب ولري.
ایا د پاکستان د حکومت دغه تصمیم د بین المللي بشري قوانینو او لایحو نه سرغړونه نه ده؟ بېشکه چې ده، خو یو بل مشکل دا دی چې پاکستان نه خو د مهاجرو په باب د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوینشن امضاکړی دی او نه یې هم له دغه کنوینشن سره د ۱۹۶۷ کال پروټوکول باندې دستخط کړی دی او دا خو یې لا څه کوې چې پاکستان په داخل کې پخپله هم د مهاجرو لپاره هیڅ قانون نه دی جوړ کړی.
په دې ډول پاکستان ته په تیرو ۷۶ کلونو کې راغلي ټول مهاجر په یوه قانوني تشه کې پاته شوي دي او په تاسف سره نړیوالو هم په دغه قانوني تشه باندې سترګې پټې ساتلې دي.
دغه «اشتباه» کوم تصادف نه دی. په پاکستان کې د مهاجرو د ژوند لپاره د حقوقي معیارونو نشتوالی د پاکستاني حکومت د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې خپل ځان د مهاجرو د حقوقو باره کې له هر مکلفیت نه ازاد ساتي او له مهاجرو سره برخورد د خپلو سیاسي ګټو په پام کې نیولو سره کوي.
د تیرو څلورو لسیزو تاریخ کې دا واقیعت څرګند لیدل کیږي، چې په کال ۱۹۸۰ کې چې افغانستان ته شوروي قواوې راغلې او افغان کډوالو پاکستان ته راتګ پیل کړ نو د پاکستان برخورد ورسره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړتیاوو سره په سمون کې ډیر ښه وو.
د افغان کډوالو لپاره په لویه کچه بین المللي کومکونه را روان شول، چې د پاکستان اقتصاد ته یې هم ګټه رسوله.
د جنرال ضیا الحق، د جنرال اختر عبدالرحمان او نورو جنرالانو کورنۍ پکې میلیاردرې شوې او پاکستان ته غرب د ایټم بم پروژه پریښوده چې وروسته یې ترې ایټم بم جوړ کړ.
ورسره غربي او اسلامي هیوادونو پاکستان ته د مهاجرینو په کوربتوب شاباسی هم ووایه، خو پاکستاني جنرالانو په دې ګټو قناعت و نه کړ، هغوی په افغانستان باندې د خپلې غلبې د تامین لپاره په افغانستان کې په دوامداره توګه مداخله کړې او جنګ ته یې هم لمن وهلې ده او اوس هم د افغان کډوالو په ځورولو سره پر افغانستان خپله هژمونی تثبیتول غواړي.
جالبه دا ده چې په مختلفو ښارونو او سیمو کې د افغانستان د جنګ سالارانو سرمایه ګذارۍ او جایدادونه مصون دي خو د جونپړو اوسیدونکو کډوالو پسې یې کوتک را اخیستی دی.
حقوق دانان وايي که څه هم پاکستان د مهاجرینو په باب کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن او یا د ۱۹۶۷ پروتوکول نه دی امضا کړی خو دا د نړۍ منل شوي قوانین دي، نو پاکستان څنګه له دغو قوانینو نه سترګې پټولی شي او په رڼا ورځ دغه قوانین تر پښو لاندې کولی شی؟
یوه بله مهمه حقوقي نکته چې لږ موده وړاندې د اسلام اباد عالي محکمې منلې ده، هغه دا ده چې پاکستان د مدني او سیاسي حقوقو د کال ۱۹۶۶ نړیواله معاهده او د شکنجې، د ظالمانه او غیرانساني برخورد او توهینولو په ضد د کال ۱۹۸۴ نړیواله معاهده امضا کړې ده.
د مهاجرو په باره کې د کال ۱۹۵۱ جینیوا کنوینشن د پورته ذکر شوو معاهدو برخه ده نو ځکه پاکستان هم باید دغه کنوینشن مراعات کړي. پکار ده چې د متحده قومونو سازمان او نړیوال قوانین منونکي هیوادونه پاکستان ته د بین المللي قوانینو نه د سر غړونې اجازه ور نه کړي.
په افغانستان کې د یوه مشروع نظام د تامین تر وخته باید د متحده قومونو سازمان د افغانستان د خلکو د بشري حقوقو نه دفاع وکړی.
د مقالې لیکوال افراسیاب خټک د پاکستان پخوانی سناتور او د پاکستان د بشري حقوقو د سازمان پخوانی رییس دی.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.
ویل کېږي، چې راستنې شوې کورنۍ د دغو ولایتونو په کډوالو ادارو کې له ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د اکټوبر میاشتې ترپایه ضرب الاجل ټاکلی چې تر هغې وروسته به دوی د دغو کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي.
د دې ترڅنګ باختر اژانس هم د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي، چې اوسمهال هرات ته د اتو هېوادونو تخنیکي او روغتیایي ډلې رسېدلې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تر دې دمه د عربستان، ایران او قطر د سرې میاشتې لهخوا خوراکي توکي، درمل او نغدي مرستې او د چین، ډنمارک، ناروې او نړۍوال سره صلیب لهخوا هم مرستې هرات ولایت ته رسېدلي دي.
د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاکستاني پوځیانو له لورې ځکه تړل کیږي چې دوی افغان مساپرو ته له پاسپورټ پرته د چمن لوري ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د دغې دروازې تړل له هغه وروسته زیات شوي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته سفر کړی و.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن دروازه د واړو هېوادونو تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده.
خو په دې وروستیو کې د پاکستان له لورې دغه دروازه د ورځې له لورې په موقت ډول تړل کیږي او د دروازې دواړو لوریو ته زرګونه کسان افغانستان او پاکستان لوري ته د تللو په انتظار پاتې کیږي.
په روانه اونۍ کې نن دریمه ورځ ده چې په پرله پسې ډول د پاکستان له لورې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د څو ساعتونو لپاره د هغه افغان مساپرو او سوداګرو پر مخ تړل کیږي چې پاسپورټونه نه لري.
د پاکستان له لورې د سپین ـ بولدک چمن دروازې تړل هر ځل د طالبانو غبرګون هم له ځان سره لري.
طالبان یې بیا په غبرګون کې هغه کسانو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي چې وړاندې تر دې به په پاکستانې شناختې کارډ سپین بولدک ته تلل.
محمد رفیق اچګزی چې کور یې د پښتونخوا په چمن ښار کې او کاروبار یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی افغانستان انټرنشنل ته وویل:« له کلونو، کلونو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن قبایلو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو سره داسې پریکړه کړي وه چې د کندهار له لورې چمن ته تلونکي کسان به له پاسپورټ پرته په تذکرو تګ راتګ کوي او د چمن له لوري به پر پاکستانې شناختې کارډ د سپین بولدک لوري ته تګ راتګ کیږي.»
د سپین بولدک ـ پر دروزاه د عامو مساپر تر څنګ هره ورځ زرګونه قبایل چې د دروازي دواړو لوریو ته یې کورونه او کاروبارونه دي، تګ راتګ کوي خو په دې ورستیو کې د پاکستان له لوري پرېکړه شوې چې نور به تګ راتګ پر تذکره نه، بلکې په پاسپورټ تر سره کیږي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر محمد ولي وايي، درې ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت لوړپوړو ملکې او نظامې چارواکو سره یې ناسته درلوده او پدې ناسته کې پاکستانې چارواکو پرېکړه کړې ده چې دواړو لوریو ته باید تګ راتګ پر پاسپورټ وشي.
نوموړی وايي: « موږ په هیڅ ډول د پاکستان حکومت دا پرېکړه نه شو زغملای دلته د زرګونو کسانو سوداګرۍ ته زیان اوړي. دا زموږ پلرنۍ ځمکه ده او موږ قبایل د پاکستان او افغانستان داسې هیڅ پرېکړه نه منو چې پر پاسپورټ تګ راتګ وکړو.»
نن د پنج شنبې ورځ د (تلې ۲۰مه) هم د سپین بولدک چمن پر دروازه تګ راتګ بند دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته سفر کړی.
سرچېنې وايي، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په کوټه کې د یو شمیر قبایلي او بلوڅ مشرانو سره هم لیدنې کړې وې، خو د یادو لیدنو په اړه ډير جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو هم فشارونه ډیر کړې چې د روانې میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه ووځي.