• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له یوه قطري شرکت سره د جبل السراج د سیمټو د فابریکې پروژه لاسلیک کړه

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د پنج شنبې په ورځ د (تلې ۲۰مه) د پروان ولایت د جبل السراج د سيمټو پروژي د قرارداد لاسلیک پر مهال وویل، یاده پروژه د دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت ده او شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته به پکې د کار کولو زمینه برابره شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وویل، د جبل سراج ولسوالۍ د سيمټو له پروژې څخه به په کال کې یو نیم میلیون ټنه سيمټ تولید شي.

همدارنګه نوموړي د یادې پروژې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وويل: « د سرپل په قشقري د تېلو د استخراج لپاره د شاوخوا پنځه زره مربع کيلومتره مساحت تړون شوى، چې له دې لارې به هره ورځ کې زر ټنه تېل را اېستل کیږي.»

ښاغلي دلاور وويل، په پنجشير ولايت کې د زمردو کانونه د دغه ولايت خلکو ته په داوطلبانه ډول وړاندې کېږي، چې لس سلنه ګټه يې د دولت او ٩٠ سلنه ګټه يي د قرارداد کوونکو ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تیره ورځ په بلخ ولایت کې د قوشتېپي کانال لومړی برخه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله او د یاد کانال د دویمې برخې کارونه یې پیل کړل.

طالبانو تردې وړاندې هم د افغانستان یو شمېر طبیعې کانونه په قرارداد ورکړي و.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چین لېوالتیا ښودلې چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

طالبانو د تخار ولایت د سرو زرو د کان قرارداد له چینایانو سره د ۳۱۰ میلیونه ډالر په ارزښت لاسلیک کړی دی.

د دې تر څنګ طالبانو د افغانستان په لوګر کې د مس عینک کان، د غور سرب او جستو کان، د غوریان د اوسپنې کان او یو شمېر نور سیمو کانونه په قرارداد ورکړي دي.

طالبان وايي، غواړي چې د افغانستان اقتصادي اړتیا د افغانستان له کورني تولید او طبعې زېرمو څخه پوره کړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه تر څلورو زرو ډېر کډوال هېواد ته ستانه شول

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۷ GMT+۱
‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه تر څلورو زرو ډېر کډوال هېواد ته ستانه شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له پاکستانه تر څلورو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شول. دغه وزارت نن پنجشنبه د( تلې ۲۰مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د (تلې په ۱۹مه) ۴۰۲۶ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۵۷ کورنۍ او په جبري ډول ۲۶ اېستل شوي کسان چې ټولټال ۲۶۶۷ تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ترڅنګ د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۱۶ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۵۹ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

ویل کېږي، چې راستنې شوې کورنۍ د دغو ولایتونو په کډوالو ادارو کې له ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د اکټوبر میاشتې ترپایه ضرب الاجل ټاکلی چې تر هغې وروسته به دوی د دغو کډوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي.

خو اوس‌مهال د اکټوبر اتلس ورځې لاپاتې دي؛ خو د افغان کډوالو جبري اېستل په پاکستان کې په مېشتو نورو افغان کډوالو کې اندېښنه خوره کړې ده.

یونیسېف:د زنده‌جان په زلزله کې نه یوازې د خلکو کورونه، بلکې د اوبو سیسټمونه هم لمنځه تللي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۳ GMT+۱
یونیسېف:د زنده‌جان په زلزله کې نه یوازې د خلکو کورونه، بلکې د اوبو سیسټمونه هم لمنځه تللي
100%

يونیسېف په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زلزلو له امله نه یوازې د خلکو کورونه ویجاړ شوي؛ بلکې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو سیسټم ته هم اوس لاس‌رسی نه لري.

یونیسېف لیکلي، چې دوی د دغه ستونزې هوارولو ته چمتو وو او تېره ورځ یې د اوبو په ټانکرونو کې له ۱۸۰۰۰ زیاتو کسانو ته د څښاک اوبه چمتو کړي.


یونیسېف زیاته کړې، دغه کسان اوس په خوندي توګه څښاک، حمام او پخلی کولای شي.


د دې ترڅنګ باختر اژانس هم د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي، چې اوس‌مهال هرات ته د اتو هېوادونو تخنیکي او روغتیایي ډلې رسېدلې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تر دې دمه د عربستان، ایران او قطر د سرې میاشتې له‌خوا خوراکي توکي، درمل او نغدي مرستې او د چین، ډنمارک، ناروې او نړۍوال سره صلیب له‌خوا هم مرستې هرات ولایت ته رسېدلي دي.

تېرې درې ورځې په پرله پسې ډول د سپین بولدک-چمن دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۴ GMT+۱
تېرې درې ورځې په پرله پسې ډول د سپین بولدک-چمن دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي
100%

د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاکستاني پوځیانو له لورې ځکه تړل کیږي چې دوی افغان مساپرو ته له پاسپورټ پرته د چمن لوري ته د تګ اجازه نه ورکوي. د دغې دروازې تړل له هغه وروسته زیات شوي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته سفر کړی و.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سپین بولدک ـ چمن دروازه د واړو هېوادونو تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده.

خو په دې وروستیو کې د پاکستان له لورې دغه دروازه د ورځې له لورې په موقت ډول تړل کیږي او د دروازې دواړو لوریو ته زرګونه کسان افغانستان او پاکستان لوري ته د تللو په انتظار پاتې کیږي.

په روانه اونۍ کې نن دریمه ورځ ده چې په پرله پسې ډول د پاکستان له لورې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د څو ساعتونو لپاره د هغه افغان مساپرو او سوداګرو پر مخ تړل کیږي چې پاسپورټونه نه لري.

د پاکستان له لورې د سپین ـ بولدک چمن دروازې تړل هر ځل د طالبانو غبرګون هم له ځان سره لري.

طالبان یې بیا په غبرګون کې هغه کسانو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي چې وړاندې تر دې به په پاکستانې شناختې کارډ سپین بولدک ته تلل.

محمد رفیق اچګزی چې کور یې د پښتونخوا په چمن ښار کې او کاروبار یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دی افغانستان انټرنشنل ته وویل:« له کلونو، کلونو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن قبایلو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو سره داسې پریکړه کړي وه چې د کندهار له لورې چمن ته تلونکي کسان به له پاسپورټ پرته په تذکرو تګ راتګ کوي او د چمن له لوري به پر پاکستانې شناختې کارډ د سپین بولدک لوري ته تګ راتګ کیږي.»

د سپین بولدک ـ پر دروزاه د عامو مساپر تر څنګ هره ورځ زرګونه قبایل چې د دروازي دواړو لوریو ته یې کورونه او کاروبارونه دي، تګ راتګ کوي خو په دې ورستیو کې د پاکستان له لوري پرېکړه شوې چې نور به تګ راتګ پر تذکره نه، بلکې په پاسپورټ تر سره کیږي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر محمد ولي وايي، درې ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت لوړپوړو ملکې او نظامې چارواکو سره یې ناسته درلوده او پدې ناسته کې پاکستانې چارواکو پرېکړه کړې ده چې دواړو لوریو ته باید تګ راتګ پر پاسپورټ وشي.

نوموړی وايي: « موږ په هیڅ ډول د پاکستان حکومت دا پرېکړه نه شو زغملای دلته د زرګونو کسانو سوداګرۍ ته زیان اوړي. دا زموږ پلرنۍ ځمکه ده او موږ قبایل د پاکستان او افغانستان داسې هیڅ پرېکړه نه منو چې پر پاسپورټ تګ راتګ وکړو.»

نن د پنج شنبې ورځ د (تلې ۲۰مه) هم د سپین بولدک چمن پر دروازه تګ راتګ بند دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته سفر کړی.

سرچېنې وايي، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په کوټه کې د یو شمیر قبایلي او بلوڅ مشرانو سره هم لیدنې کړې وې، خو د یادو لیدنو په اړه ډير جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر افغان کډوالو هم فشارونه ډیر کړې چې د روانې میاشتې تر وروستۍ نیټې له پاکستانه ووځي.

ملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې تر ۱۷ زره ډېر کسان زیانمن شوي دي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۷ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې تر ۱۷ زره ډېر کسان زیانمن شوي دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په هرات کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي. اوچا وايي ښایي دا شمیرې نورې هم لوړې شي. د اوچا په خبره په هرات کې د زلزلو له امله ټولټال ۴۴۴ کلیو ته زیان اوښتی.

د اوچا په راپور کې ویل شوي چې یواځې په انجیل ولسوالۍ کې تر شپږ زره ډیر کسان زیانمن شوي.

د راپور له مخې د یادې زلزلې له امله په زنده جان، کشکک، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې ټولټال ۱۷۱۴ کورونه په بشپړه ډول ویجاړ شوي دي.

همدارنګه اوچا ویلي، چې په زنده جان او کشکک ولسواليو کې يې ٣٨ بې سرپرسته ماشومان او ٢٤ بې سرپرسته بوډاګان هم موندلي دي.

د طالبانو د شمیرو له مخې په هرات کې د تلې په ۱۵مه د رامنځته شوې زلزلې له امله ۲۴۴۵ کسان مړه شوي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د طالبانو د روغتیا وزارت او د هرات د حوزوي روغتون په حواله د ټپیانو شمیر ۲۴۴۰ تنه ښودلی دی.

د چهار شنبې په ورځ د (تلې۱۹مه) په هرات کې درې نورې زلزلې هم وشوي، چې له امله یې یو کس مړ او ۱۵۳ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په هرات کې وروستیو زورورو زلزلو سلما بند ته زیان رسولی

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۱
طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په هرات کې وروستیو زورورو زلزلو سلما بند ته زیان رسولی
100%

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې په هرات کې له شویو زلزلو وروسته د دغه بند ځینو برخو کې درزونه پیدا شوي، او دروند زیان ور اوښتی دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکو ویلي په دې برخه کې خپاره شوي راپورونه ناسم او د تشو اوازو تر کچې دي.

د هرات په ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ اداره له خلکو غواړي چې په دې برخه کې دې د خلکو په منځ کې وېرې او اندیښنې نه ډېروي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو د ځايي اوسېدونکو له قوله ویلي و چې، سلما بند کې د درزونو د پیدا کېدو له امله خلک په اندېښنه کې دي، او وايي که دغه بند مات شي، نو ورسره به شاوخوا سیمې تر اوبو لاندې شي، له همدغې وېرې د بند د شاوخوا سیمو یو شمېر اوسیدونکي هم له خپلو مېنو پریښودو ته اړوتي وو.
ځینو خلکو دا هم ویلي و چې دغه بند ته یو شمېر انجنیران استول شوي چې له نېږدې د دغه وضیعت څارنه وکړي.
خو په هرات کې طالب چارواکي دغه راپورونه نه مني او وایي چې یو شمېر خلک غواړي په ولسونو کې وېره خوره کړي.

د ځینو راپورونه له مخې د وروستیو زلزلو په ترڅ کې د هرات یو لرغونی منار، د اختیار الدین کلا او د هرات د جامع حومات ځینې برخې زیانمنې شوې دي.

د هرات د پر له پسې زلزلو له کبله زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

پرون هم په دغه ولایت کې زوروه زلزله وشوه، چې د زلزله پېژندنې د ادارو د راپور له مخې ، شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ و.

د هرات اوسیدونکي د پر له بسې زلزلو له کبله خوب نه لري، ماشومان او مېرمنې دا څوومه پر له پسې شپه ده چې د شنه اسمان لاندې یې تېروي.

پرون چهارشنبه هم د هرات ښار او شاوخوا ولایتونه د زلزلې سختو ټکانونو ولړزول چې له امله یې د یو تن د مرګ او تر سلو زیاتو د ژوبلېدو راپورونه هم خپاره شوي و