• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د هرات په زلزله کې تر ۱۷ زره ډېر کسان زیانمن شوي دي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په هرات کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۷ زره کسان زیانمن شوي دي. اوچا وايي ښایي دا شمیرې نورې هم لوړې شي. د اوچا په خبره په هرات کې د زلزلو له امله ټولټال ۴۴۴ کلیو ته زیان اوښتی.

د اوچا په راپور کې ویل شوي چې یواځې په انجیل ولسوالۍ کې تر شپږ زره ډیر کسان زیانمن شوي.

د راپور له مخې د یادې زلزلې له امله په زنده جان، کشکک، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې ټولټال ۱۷۱۴ کورونه په بشپړه ډول ویجاړ شوي دي.

همدارنګه اوچا ویلي، چې په زنده جان او کشکک ولسواليو کې يې ٣٨ بې سرپرسته ماشومان او ٢٤ بې سرپرسته بوډاګان هم موندلي دي.

د طالبانو د شمیرو له مخې په هرات کې د تلې په ۱۵مه د رامنځته شوې زلزلې له امله ۲۴۴۵ کسان مړه شوي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د طالبانو د روغتیا وزارت او د هرات د حوزوي روغتون په حواله د ټپیانو شمیر ۲۴۴۰ تنه ښودلی دی.

د چهار شنبې په ورځ د (تلې۱۹مه) په هرات کې درې نورې زلزلې هم وشوي، چې له امله یې یو کس مړ او ۱۵۳ تنه ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په هرات کې وروستیو زورورو زلزلو سلما بند ته زیان رسولی

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۱ GMT+۱
طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې په هرات کې وروستیو زورورو زلزلو سلما بند ته زیان رسولی
100%

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې په هرات کې له شویو زلزلو وروسته د دغه بند ځینو برخو کې درزونه پیدا شوي، او دروند زیان ور اوښتی دی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکو ویلي په دې برخه کې خپاره شوي راپورونه ناسم او د تشو اوازو تر کچې دي.

د هرات په ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ اداره له خلکو غواړي چې په دې برخه کې دې د خلکو په منځ کې وېرې او اندیښنې نه ډېروي.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو د ځايي اوسېدونکو له قوله ویلي و چې، سلما بند کې د درزونو د پیدا کېدو له امله خلک په اندېښنه کې دي، او وايي که دغه بند مات شي، نو ورسره به شاوخوا سیمې تر اوبو لاندې شي، له همدغې وېرې د بند د شاوخوا سیمو یو شمېر اوسیدونکي هم له خپلو مېنو پریښودو ته اړوتي وو.
ځینو خلکو دا هم ویلي و چې دغه بند ته یو شمېر انجنیران استول شوي چې له نېږدې د دغه وضیعت څارنه وکړي.
خو په هرات کې طالب چارواکي دغه راپورونه نه مني او وایي چې یو شمېر خلک غواړي په ولسونو کې وېره خوره کړي.

د ځینو راپورونه له مخې د وروستیو زلزلو په ترڅ کې د هرات یو لرغونی منار، د اختیار الدین کلا او د هرات د جامع حومات ځینې برخې زیانمنې شوې دي.

د هرات د پر له پسې زلزلو له کبله زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

پرون هم په دغه ولایت کې زوروه زلزله وشوه، چې د زلزله پېژندنې د ادارو د راپور له مخې ، شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ و.

د هرات اوسیدونکي د پر له بسې زلزلو له کبله خوب نه لري، ماشومان او مېرمنې دا څوومه پر له پسې شپه ده چې د شنه اسمان لاندې یې تېروي.

پرون چهارشنبه هم د هرات ښار او شاوخوا ولایتونه د زلزلې سختو ټکانونو ولړزول چې له امله یې د یو تن د مرګ او تر سلو زیاتو د ژوبلېدو راپورونه هم خپاره شوي و

رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۲ GMT+۱
رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي
100%

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو انګېرنې او پلمې هم په کور د ننه هم په سیمه او نړۍ کې ردې شوې دي.

رینا امیري د نجونو په نړۍواله ورځ افغان نجونو ته ویلي:« د زړه له تله خواشینې یم، چې طالبان ستاسو زده‌کړو لپاره کورنۍ او نړۍوالې غوښتنې نه مني؛ تاسو له خپلو هیلو او افغانستان له ښه راتلونکي بې برخې کوي؛ خو مه نهیلې کېږئ. »


هغې زیاته کړې:« تاسو چې د زده‌کړو په ګډون د خپلو حقونو دفاع کوئ، موږ به له ټولو شونو لارو ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

رینا امیري د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نده. دوی هغه ګواښوونکې بېلګه جوړوي، چې دا به په نورو هم اغېز وکړي او هرچیرې به د ښځو او نجونو حقونه وګواښي.

هغې لیکلي:«د طالبانو د ارتجاعي تګلارو په وړاندې درېدل، زموږ ټولو په ګټه ده.»


د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په خپل اېکس پاڼه د نجونو په نړۍواله ورځ لیکلي:« ‏په دې ورځ موږ باید د هغو مېلیونونو افغان نجونو یادونه وکړو، چې په افغانستان کې له بوږنونکي ځپلتیا سره مخامخې دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی.»

ښاغلي وېسټ لیکلي:« ‏د نړۍ. بل هیڅ ځای کې له منځني او ثانوي زده‌کړو زده‌کوونکې نه دي بې برخې شوې، چې دا پر رواني روغتیا، کورنیو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه ویجاړوونکي اغېزې لري.»


هغه وایي:« ‏طالبان د دغو ځپلو مسوول دي. نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د هغوی غږ واوري او بدرګه یې کړي.»

تر دې وړاندې طالبانو د نجونو په کور دننه او بهر د نجونو زده‌کړو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو اجازه نلري.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ پیسې نه شته

۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۵ GMT+۱
د ملګرو ملتونو ویاند وايي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ پیسې نه شته
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو په استولو کې د ځنډ په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې، دغه سازمان د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د تلې په ۱۷مه اعلان وکړ چې دغه سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پنځه میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خبري آژانس د خبر له مخې، د دغو پيسو د کارولو بهير د تلې مياشتې له ١٧مې نېټې څخه پيل شوى دى.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله مریم رحمتي وايي، د راپورونو له مخې ملګري ملتونه لا هم د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزله ځپلو د اړتیاوو په اړه څېړنې کوي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې له ښاغلي دوجاریک څخه وغوښتل چې دغه مرستې به کله خلکو ته ورسیږي.

د ګوتریش ویاند وویل: «زموږ کارکوونکي د اړتیاوو چټکه څیړنه کوي ترڅو مالومه کړي چې څه ته اړتیا ده، موږ په افغانستان کې کومې اسانتیاوې لرو او څه ته اړتیا لرو چې له بهر څخه یې راوړو.»

دوجاریک په افغانستان کې د مرستو لړۍ «ډیره ننګونکې وبلله» او زیاته یې کړه چې، «د افغانستان لپاره د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره زموږ د غوښتنو سره سره، لکه د نورو سیمو په څېر، موږ ته اړینې مالي سرچینې نه دي چمتو شوي، خو له دې سره موږ هڅه کوو چې د امکان تر حده له خلکو سره مرستې وکړو.»

د ملګرو ملتونو تر څنګ جرمني او اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې د هرات زلزله ځپلو سره به د نږدې ۹ میلیونه یورو مرسته وکړي.

د تخار د سرو زرو په یوه کان کې درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپی دی

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۱ GMT+۱
د تخار د سرو زرو په یوه کان کې درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپی دی
100%

په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سره زرو په یوه کان کې د کان د نړېدو له امله درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن چهارشنبه (د تلې ۱۹مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په حمور ساي کلي کې درې د سرو زرو کان کندونکي د کان د نړېدو له امله مړه شوې دي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې د سرو زرو کان د نړېدو علت خپلسرې او غېر مسلکي کندنه وه او که کومه بله پېښه رامنځته شوې ده.

بل خوا د تخار د ولایتي روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دغې پېښې څخه ورته یو ټپي هم ور وړل شوی دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان ګڼ کانونه په قراردادونو ورکړي دي، د کانونو متخصصین بیا نیوکه کوي، چې په یادو کانونو کې اکثره کندونکي غیرمسلکي خلک دي، چې کوچنۍ تېروتنه یې د مرګ یا ټپي کېدو سبب کېدلی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې ایران ته د افغانانو د ناقانونه راتګ مخه ونیسي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: طالبان دې ایران ته د افغانانو د ناقانونه راتګ مخه ونیسي
100%

د ایرنا د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګریو عمومي مشر نن د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي. په دې لیدنه کې ایران له طالبانو غوښتي، چې ایران ته د افغانانو د غیرقانوني راتګ مخه دې ونیسي.

نوموړي په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډې قونسلګرۍ د غونډې د محورونو په اړه راپور وړاندې کړی.

په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال قونسل بیکدلي څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي مسايلو په باب د منظمو غونډو دترسره کولو هرکلى او ملاتړ کوي.

هغه وويل: "له افغانستان څخه هيله لرو، چې ايران ته د خپلو اتباعو د ناقانونه تګ - راتګ مخه ونيسي ترڅو د قانوني تګ راتګ په برخه کې همکاري پیاوړې شي".

بیکدلي د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو د سترې لېوالتیا په پام کې نیولو سره د افغان زیارت کوونکو د راستنېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

‏ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې له ايرانه تر درې زرو زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

‏دغه وزارت لیکلي، چې له ايرانه درې زره او ۱۴۰ تنه افغان کډوال د (تلې په ۱۸مه) په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.

د کډوالو د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې په دې وروستیو کې دغه هېواد اعلان وکړ چې له دې وروسته به ناقانونه کډوال له خپلو هېوادونو باسي.