د تخار د سرو زرو په یوه کان کې درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپی دی

په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سره زرو په یوه کان کې د کان د نړېدو له امله درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.

په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سره زرو په یوه کان کې د کان د نړېدو له امله درې کان کندونکي مړه شوي او یو بل ټپي دی.
د طالبانو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن چهارشنبه (د تلې ۱۹مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په حمور ساي کلي کې درې د سرو زرو کان کندونکي د کان د نړېدو له امله مړه شوې دي.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې د سرو زرو کان د نړېدو علت خپلسرې او غېر مسلکي کندنه وه او که کومه بله پېښه رامنځته شوې ده.
بل خوا د تخار د ولایتي روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دغې پېښې څخه ورته یو ټپي هم ور وړل شوی دی.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان ګڼ کانونه په قراردادونو ورکړي دي، د کانونو متخصصین بیا نیوکه کوي، چې په یادو کانونو کې اکثره کندونکي غیرمسلکي خلک دي، چې کوچنۍ تېروتنه یې د مرګ یا ټپي کېدو سبب کېدلی شي.


د ایرنا د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلګریو عمومي مشر نن د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو له مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي. په دې لیدنه کې ایران له طالبانو غوښتي، چې ایران ته د افغانانو د غیرقانوني راتګ مخه دې ونیسي.
نوموړي په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډې قونسلګرۍ د غونډې د محورونو په اړه راپور وړاندې کړی.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت مرستيال قونسل بیکدلي څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د قونسلي مسايلو په باب د منظمو غونډو دترسره کولو هرکلى او ملاتړ کوي.
هغه وويل: "له افغانستان څخه هيله لرو، چې ايران ته د خپلو اتباعو د ناقانونه تګ - راتګ مخه ونيسي ترڅو د قانوني تګ راتګ په برخه کې همکاري پیاوړې شي".
بیکدلي د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو د سترې لېوالتیا په پام کې نیولو سره د افغان زیارت کوونکو د راستنېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې له ايرانه تر درې زرو زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت لیکلي، چې له ايرانه درې زره او ۱۴۰ تنه افغان کډوال د (تلې په ۱۸مه) په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.
د کډوالو د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې په دې وروستیو کې دغه هېواد اعلان وکړ چې له دې وروسته به ناقانونه کډوال له خپلو هېوادونو باسي.

په پاکستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو هغې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه کړه، چې پکې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره پاکستاني ډاکټران راغلي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان د ډاکټرانو لس کسيزه ډله د هرات د زلزلې د قربانيانو د درملنې لپاره دغه ښار ته تللې وه؛ خو طالبانو يې مخه ونيوله.
سرچينې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) وويل، چې په دې ډله کې عمومي جراحان، د ارتوپيدي جراحان او نرسان شامل وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
د افغانستان د روغتیايي پاملرنې سیسټم چې په عمده توګه په بهرنیو مرستو تکیه کوي، د مالي سرچینو او روغتیایي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
ایران یو له لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د زلزلې ځای ته یې خپل ژغورونکي واستول. د ایران سرې میاشتې ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سیمو ته د نورو طبي مرستو د استولو لپاره چمتو دي.
په هرات کې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د زلزلې له امله زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه لا هم ورک دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
دغه راز د چهارشنبې په ورځ هم د شنبې د ورځې په شان یوې بلې زلزلې د افغانستان لویدیځ ولړزاوه. ځايي سرچينې وايي، چې د تېرې ورځې د زلزلې له امله د هرات حوزوي روغتون ته لسګونه ټپيان ور وړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
په سویس کې د افغانستان سفیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان او چین د دغه پرېکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ، خو د رایې ورکولو غوښتنه یې ونه کړه.
دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) له رايې ورکولو پرته تصويب شو.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د ښاغلي بېنېټ ماموریت له ډېر ځواک سره د یو بل کال لپاره وغځول شو».
په سویس کې د افغانستان سفیر د ښاغلي بېنېټ د ماموریت د پرېکړه لیک تصویب په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د فعالیتونو سره ضمیمه کړی.
ښاغلي اندېشه زیاته کړه:«زموږ ډېپلوماسي لا ژوندۍ ده. له خپلو همکارانو، اروپايي ټولنې او ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې همکاري یې کړې ده.»
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې وه.
دغه پرېکړه ليک د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په ګډون د امريکا، برېتانيا، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو په ملاتړ تصويب شو.

وروسته له هغې چې په هرات کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شول، په ننګرهار کې یو شمېر ځوانانو د مرستې راټولو درې ورځینی کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د نېږدې ۲،۹ میلیونه نغدي مرستې سربېره د یوولس لکو افغانیو په ارزښت درمل مرسته شوې ده.
د مرسته راټولونې د دغه کمپاین غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو درېیو ورځو کې د ننګرهار د مرکز سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې مرسته راټوله کړې ده.
دوی زیاته کړه، چې په یادو مرستو کې ۲۳۵۱۹۰۱ افغانۍ، ۱۰۷۴۰۸ کلدراې، ۲۵۰۰ امریکايي ډالر او ۳۵۰ ایرو نغدي مرسته شوې ده.
د مرسته راټولوونکو په خبره، چې دوی د ۱۱ لکه افغانیو په ارزښت درمل هم راټول کړي او په زرګونه جوړه جامې، بوټونه، کمپلې او نور اړین توکي هم راټول شوي دي.
یادو ځوانانو زیاته کړه، چې دوی به سبا د دغو مرستو د رسولو په مېکانیزم یوه غونډه کوي او په اړه به یې تصمیم نیسي، چې کله او څه ډول دغه مرستې د هرات زلزله ځپلو ته ورسوي.
لا هم د افغانستان د پلازمینې کابل سربېره په ګڼو ولایاتو کې د مرستې راټولونې بهیرونه روان دي.
په هرات کې له زلزلې را وروسته یو شمېر نړۍوالو بنسټونو، سوداګرو، هېوادونو او مرستندویه ادارو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلانونه کړي دي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په هرات کې د زلزله ځپلو له کورنیو سره د خواشینۍ او تسلیت د شریکولو تر څنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې نن چهار شنبه (د تلې ۱۹مه) لیکلي، چې له ټولو خلکو او شتمنو غواړي، چې د ښه نیت د څرګندولو له پاره دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
پاپ زیاته کړې: “د هغو خلکو سره مرسته وکړئ، چې تباه کوونکې زلزلې اغېزمن کړي دي”.
هغه پر نړۍوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانستان خلک دې نه هېروي او له اغېزمنو خلکو سره دې مرسته وکړي.
پاپ لیکلي: "راځئ د ورورولۍ په جذبه د دې خلکو د تکلیفونو په کمولو او د دوی د کورونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړو”.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند وايي، تراوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې او تخنیکي او روغتيايي ډلې هرات ته رسېدلې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي؛ ایران، ترکیه، قزاقستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي امارات، ډنمارک، ناروې او چین هغه هېوادونه دي، چې مرستې یې هرات ته لېږلې دي.
ښاغلی مجاهد د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې لیکلي، چې ایران، ترکیې او قزاقستان پر طبي او نورو مرستو سربېره خپل روغتیايي یا تخنیکي کسان هم زلزله ځپلي هرات ته استولي دی.
د مجاهد په خبره؛ دغو هېوادونو د خپلو سرو میاشتو یا نورو اړوند مرستندویه ادارو له لارې خپلې مرستې کړې دي.
هفه زیاتوي چې د سور صلیب نړیوالې کمېټې او اوچا هم دې ولایت ته مرستې لېږلې دي.