• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي ماموریت د یوه کال لپاره وغځېد

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

په سویس کې د افغانستان سفیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان او چین د دغه پرېکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ، خو د رایې ورکولو غوښتنه یې ونه کړه.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ١٩مه) له رايې ورکولو پرته تصويب شو.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزي دفتر کې د افغانستان استازي نصیر اندېشه پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي: «د ښاغلي بېنېټ ماموریت له ډېر ځواک سره د یو بل کال لپاره وغځول شو».

په سویس کې د افغانستان سفیر د ښاغلي بېنېټ د ماموریت د پرېکړه لیک تصویب په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د فعالیتونو سره ضمیمه کړی.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه:«زموږ ډېپلوماسي لا ژوندۍ ده. له خپلو همکارانو، اروپايي ټولنې او ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې همکاري یې کړې ده.»

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې وه.

دغه پرېکړه ليک د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په ګډون د امريکا، برېتانيا، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو په ملاتړ تصويب شو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د ننګرهار ځوانانو د هرات له زلزله ځپلو سره له ۴ میلیونو افغانیو زیاته مرسته راټوله کړې

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۰ GMT+۱
د ننګرهار ځوانانو د هرات له زلزله ځپلو سره له ۴ میلیونو افغانیو زیاته مرسته راټوله کړې
100%

وروسته له هغې چې په هرات کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شول، په ننګرهار کې یو شمېر ځوانانو د مرستې راټولو درې ورځینی کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د نېږدې ۲،۹ میلیونه نغدي مرستې سربېره د یوولس لکو افغانیو په ارزښت درمل مرسته شوې ده.

د مرسته راټولونې د دغه کمپاین غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تېرو درېیو ورځو کې د ننګرهار د مرکز سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې مرسته راټوله کړې ده.

دوی زیاته کړه، چې په یادو مرستو کې ۲۳۵۱۹۰۱ افغانۍ، ۱۰۷۴۰۸ کلدراې، ۲۵۰۰ امریکايي ډالر او ۳۵۰ ایرو نغدي مرسته شوې ده.

د مرسته راټولوونکو په خبره، چې دوی د ۱۱ لکه افغانیو په ارزښت درمل هم راټول کړي او په زرګونه جوړه جامې، بوټونه، کمپلې او نور اړین توکي هم راټول شوي دي.

یادو ځوانانو زیاته کړه، چې دوی به سبا د دغو مرستو د رسولو په مېکانیزم یوه غونډه کوي او په اړه به یې تصمیم نیسي، چې کله او څه ډول دغه مرستې د هرات زلزله ځپلو ته ورسوي.

لا هم د افغانستان د پلازمینې کابل سربېره په ګڼو ولایاتو کې د مرستې راټولونې بهیرونه روان دي.

په هرات کې له زلزلې را وروسته یو شمېر نړۍوالو بنسټونو، سوداګرو، هېوادونو او مرستندویه ادارو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې اعلانونه کړي دي.

پاپ فرانسس نړۍوالو ته: راځئ د هرات د زلزله ځپلو د کورونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړو

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۱
پاپ فرانسس نړۍوالو ته: راځئ د هرات د زلزله ځپلو د کورونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړو
100%

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په هرات کې د زلزله ځپلو له کورنیو سره د خواشینۍ او تسلیت د شریکولو تر څنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانانو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې نن چهار شنبه (د تلې ۱۹مه) لیکلي، چې له ټولو خلکو او شتمنو غواړي، چې د ښه نیت د څرګندولو له پاره دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

پاپ زیاته کړې: “د هغو خلکو سره مرسته وکړئ، چې تباه کوونکې زلزلې اغېزمن کړي دي”.

هغه پر نړۍوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانستان خلک دې نه هېروي او له اغېزمنو خلکو سره دې مرسته وکړي.

پاپ لیکلي: "راځئ د ورورولۍ په جذبه د دې خلکو د تکلیفونو په کمولو او د دوی د کورونو په بیا جوړولو کې مرسته وکړو”.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند وايي، تراوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې او تخنیکي او روغتيايي ډلې هرات ته رسېدلې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي؛ ایران، ترکیه، قزاقستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي امارات، ډنمارک، ناروې او چین هغه هېوادونه دي، چې مرستې یې هرات ته لېږلې دي.

ښاغلی مجاهد د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې لیکلي، چې ایران، ترکیې او قزاقستان پر طبي او نورو مرستو سربېره خپل روغتیايي یا تخنیکي کسان هم زلزله ځپلي هرات ته استولي دی.

د مجاهد په خبره؛ دغو هېوادونو د خپلو سرو میاشتو یا نورو اړوند مرستندویه ادارو له لارې خپلې مرستې کړې دي.

هفه زیاتوي چې د سور صلیب نړیوالې کمېټې او اوچا هم دې ولایت ته مرستې لېږلې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې له هنده ماتې وخوړه

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې له هنده ماتې وخوړه
100%

د روان نړۍوال جام په ترڅ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه هند ته وبایلله. د افغانستان او هند دا سیالي د کوربه هېواد د پلازمېنې نوي ډېلي په ارون جټلي لوبغالي کې د افغان لوبغاړو په توپوهنه پیل شوه.

افغان لوبغاړو د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په دې سیالۍ کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰، عظمت الله عمرزي ۶۲، ابراهیم ځدراڼ ۲۲، رحمن الله ګربز ۲۱ او محمد نبي ۱۹ منډې جوړې کړې.

دا په اوسني نړۍوال جام کې د افغانستان دویمه لوبه وه.

د هند د توپوهنې په نوبت کې یادې لوبډلې د افغانستان له خوا د ۲۷۳ منډو هدف د خپلو ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ او دغه سیالي یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

افغانستان به راتلونکې یکشنبه خپله درېیمه لوبه په همدغې لوبغالي کې له انګلستان سره کوي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې او تېره شنبه له بنګله دېش سره لوبه کې ماته خوړلې وه.

د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر په پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلینډ، هند، هالنډ، نیوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.

امریکا یو ځل بیا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۱
امریکا یو ځل بیا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ
100%

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن نن چهارشنبه ( د تلې ۱۹مه) په بروکسل کې د امریکا په مشرۍ د اوکراین د نړۍوالو ملاتړو د اړیکو د ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې د دغو ۲۰۰ میلیونه پوځي مرستو اعلان وکړ.

دا د امریکا په کانګرس کې له اوکراین سره د مرستو د کموالي له کړکېچ وروسته لومړۍ د پوځي مرستو بسته ده، چې د امریکا د دفاع وزیر یې اعلانوي.

نوموړي ویلي، چې په دې مرستو کې به هوایي مدافع، توغندي، د توپچي مهمات او د زرې ټانکو ضد سیستم شامل وي.

د امریکا د دفاع وزیر په دغه غونډه کې له اوکراین سره د امریکا د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اوکراین په دفاع کې به له دوی همکار پاتې شي.

امریکا له اوکراین سره د روسیې د برید له پیل راهیسې نېږدې ۴۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې، چې ټانکونه، راکټونه او په میلیونونو مرمۍ پکې شاملې دي.

ذبیح الله مجاهد: تر اوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې د هرات زلزله ځپلو ته رسېدلې دي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱
ذبیح الله مجاهد: تر اوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې د هرات زلزله ځپلو ته رسېدلې دي
100%

د طالبانو ویاند وايي، تراوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې او لا یې هم تخنیکي او روغتيايي ډلې هرات ته رسېدلې دي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، ایران، ترکیه، قزاقستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي امارات، ډنمارک، ناروې او چین هغه هېوادونه دي چې مرستې یې هرات ته لېږلې دي.

ښاغلی مجاهد د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې لیکي، چې ایران، ترکیې او قزاقستان پر طبي او نورو مرستو سربېره خپل روغتیايي یا تخنیکي کسان هم زلزله ځپلي هرات ته استولي دی.

د مجاهد په خبره، دغو هېوادونو د خپلو سرو میاشتو یا نورو اړوند مرستندویه ادارو له لارې خپلې مرستې کړې دي.

هفه زیاتوي چې د سور صلیب نړیوالې کمېټې او اوچا هم دې ولایت ته مرستې لېږلې دي.

تېره شنبه په هرات کې د ۶.۳ درجې زلزلې له امله تر دوو زرو کسانو مړه او تر همدې زیات ټپیان شول.

نن هم په دغه ولایت کې بیا زلزله شوې چې پکې د یو کس د مړه کېدو او ۱۵۳ ټپي کېدو راپور ور کړل شوی دی.