• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: تر اوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې د هرات زلزله ځپلو ته رسېدلې دي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند وايي، تراوسه د ۱۰ هېوادونو مرستې او لا یې هم تخنیکي او روغتيايي ډلې هرات ته رسېدلې دي. ذبیح الله مجاهد زیاتوي، ایران، ترکیه، قزاقستان، سعودي عربستان، ترکمنستان، ازبکستان، متحده عربي امارات، ډنمارک، ناروې او چین هغه هېوادونه دي چې مرستې یې هرات ته لېږلې دي.

ښاغلی مجاهد د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې لیکي، چې ایران، ترکیې او قزاقستان پر طبي او نورو مرستو سربېره خپل روغتیايي یا تخنیکي کسان هم زلزله ځپلي هرات ته استولي دی.

د مجاهد په خبره، دغو هېوادونو د خپلو سرو میاشتو یا نورو اړوند مرستندویه ادارو له لارې خپلې مرستې کړې دي.

هفه زیاتوي چې د سور صلیب نړیوالې کمېټې او اوچا هم دې ولایت ته مرستې لېږلې دي.

تېره شنبه په هرات کې د ۶.۳ درجې زلزلې له امله تر دوو زرو کسانو مړه او تر همدې زیات ټپیان شول.

نن هم په دغه ولایت کې بیا زلزله شوې چې پکې د یو کس د مړه کېدو او ۱۵۳ ټپي کېدو راپور ور کړل شوی دی.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د استخباراتو مشر: امریکايي او برېتانوي استخباراتي ځواکونه افغانستان ته راګرځي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۰ GMT+۱
د روسیې د استخباراتو مشر: امریکايي او برېتانوي استخباراتي ځواکونه افغانستان ته راګرځي
100%

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر ویلي، چې امریکايي او برېتانوي استخباراتي ادارې په پام کې لري، چې د افغانستان څو مهمو ولایتونو ته بېرته ورشي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ الکساندر بورتنیکو ویلي چې دغه سازمانونه په افغانستان کې د خپلو اډو پر بیا فعالولو بوخت دي.

تاس زیاته کړه، چې ښاغلي بورتنیکو دغه موضوع د اذربایجان جمهوریت په پلازمېنه باکو کې د مشترک المنافع هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په غونډه کې چې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه؛ مطرح کړه.

هغه وويل: «د امريکا مرکزي استخباراتي اداره (سي ای اې) او د برېتانیا (ام ای-۶) استخباراتي ادارې د افغانستان په يو شمېر مهمو ولايتونو کې خپل استخباراتي حضور بيا را ژوندی کوي».

د روسیې د فيډرالي امنیت ادارې مشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د امریکايي اډو د بیا فعالولو احتمال تر څېړنې لاندې دی.

دغه روسي استخباراتي چارواکي امریکا او برېتانیا د افغانستان د وضعیت په بې ثباته کولو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د هغه په ​​وينا؛ لویديځې استخباراتي کړۍ د درېیمې درجې هېوادونو په ګډون د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د بنسټيزو پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو د حکومت هڅې کمزورې کوي.

ښاغلي بورتنیکو دا هم وویل، چې د لویدیځ هڅې د هم منافع هېوادونو په سویلي سرحدونو کې د «بې ثباتۍ د کمربند» په جوړولو متمرکزې دي.

نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په عراق، سوریه او یو شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نړۍوالو ترهګرو ډلو وسله وال په افغانستان کې د لویدیځ په پرمختللو پاتې شوو وسلو سره روزل کیږي.

امریکايي، بریتانوي سرچینو او همداراز طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره بشري مرسته وکړه

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۱
قزاقستان د هرات له زلزله ځپلو سره بشري مرسته وکړه
100%

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې؛ د قزاقستان هېواد د چهارشنبې په ورځ (د تلې په ۱۹مه) د هرات ښار زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۶۵۹ ټنه بشري مرستې رسولې دي. په دې بشردوستانه مرستو کې د خوړو، خیمو، جامو او کمپلو په ګډون ۱۳ قلمه توکي شامل دي.

د استانه ټایمز خبري اژانس د خبر له مخې؛ د قزاقستان هېواد طبیبان، ژغورونکي او د لټون سپیانو یوه ډله د سې شنبې په ورځ (د تلې په ۱۸مه) هرات ته رسېدلې ده.

د قزاقستان د بېړنیو حالاتو وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ژغورنې دغې ډلې سمدستي په هرات کې له ۳۰-۲۵ کیلومترۍ د لادرکه شویو کسانو د لټون عملیات پیل کړي.

په هرات کې طالب چارواکو د قزاقستان د ژغورونکي ټیم شپني او ورځیني نه ستړي کېدونکي کار څخه مننه او د لوړې روحیې ستاینه یې کړې.

ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې دغه سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ خوراکي مرستې کوي.
یو شمېر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو هم اعلان کړی، چې په سیمه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دي.

نن سهار چهارشنبه (د تلې ۱۹مه) هرات یوې بلې زلزلې چې د ریښتر په کچه ‍‍‍‍۶،۳ درجې وه ولړزاوه، چې تر لومړنۍ زلزلې پنځه ورځې وروسته وشوه.

د راپورونو له مخې؛ په هرات کې د سهارنۍ زلزلې له امله یو کس مړ او تر ۱۱۷ ډېر ټپیان دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو د روغتیا وزارت او د روغتونونو د سرچینو د مالوماتو پر بنسټ ویلي، چې د شنبې د ورځې (د تلې په ۱۵مه) په زلزله کې تر ۲۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، څه باندې ۲۰۰۰ ټپیان او سلګونه نور لادرکه دي.

ایران او طالبانو د خواف - هرات پټلۍ له درېیمې ټوټې د ګټې اخیستلو تړون لاسلیک کړ

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۱
ایران او طالبانو د خواف - هرات پټلۍ له درېیمې ټوټې د ګټې اخیستلو تړون لاسلیک کړ
100%

د طالبانو د پټلۍ اداره وايي چې د ایران له ریلي کنسرسیوم سره یې د خواف - هرات پټلۍ له دریمې ټوټې د ګټې اخیستلو تړون لاسلیک کړ. د طالبانو د پټلۍ اداره وايي، د خواف- هرات پټلۍ د څلورمې ټوټې د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې به هم راتلونکې اونۍ پیل شي.

د ایران افغانستان د پانګونې فرصتونو په غونډه کې د طالبانو د پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمان شرافت او د ایران د ریلي کنسرسیوم مشر مصطفا رضايي پرون دا تړون لاسلیک کړی دی.

د دې تړون له مخې د ایران د پټلۍ کنسرسیون د طالبانو تخنیکي پرسونل روزي، د هرات- خواف پټلۍ له لارې د لېږد عملیات کوي او همدارنګه دې پټلۍ ته د لېږد لپاره څو ډبې برابروي.

طالبان وايي، ایران ژمنه کړې چې د پټلۍ په پیلېدو سره به په لومړي کال کې تر یو لک متریک ټنو مواد ولېږدوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمی هم خپل اېکس کې لیکلي چې د ایران افغانسدتان د پانګونې فرصوتونو ناسته کې د هرات خواف پټلۍ د ساتلو او ترې ګټه اخیستلو په هکله ښې هوکړې وشوې.

د هرات- خواف پټلۍ له لارې افغانستان د ایران، ترکیې او اروپا له ټپلۍ سره نښلي.

ملا یعقوب مجاهد: له امو سیند استفاده په مراتبو زموږ تر حق کمه ده

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۱
ملا یعقوب مجاهد: له امو سیند استفاده په مراتبو زموږ تر حق کمه ده
100%

د طالبانو دفاع وزیر د قوش تېپې کانال «د دویمې برخې د کار پرانیستلو» مراسمو کې وویل، له امو سیند د افغانستان ګټه اخیستل تر خپل حق په ځلونو کم دي. ملا یعقوب مجاهد دا هم وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.

ښاغلی مجاهد او نور طالب چارواکي د چارشنبې په ورځ د دې کانال «د لومړۍ برخې د کار بشپړېدو او دویمې برخې د کار پیلېدو» د پرانیستې لپاره بلخ ته تللي وو.

ملا یعقوب مجاهد په دې مراسمو کې وویل، د قوش تېپې کانال یو نیم کال مخکې خوب او خیال و او د چا زړه ته هم نه لوېدل چې کم وخت او کمو امکاناتو سره به دا کانال داسې کامیابېږي.

خو د دې کانال د جوړېدو په هکله د منځنۍ اسیا هېوادونه په تېره ازبکستان اندېښمن دی او وايي، دې کانال سره به د اوبو انډول خراب شي.

خو ملا یعقوب مجاهد د ازبکستان اندېښنې ته له اشارې پرته وايي:«له امو سیند څخه چې اوس موږ استفاده کوو په مراتبو زموږ تر حق کمه ده او موږ به هیڅکله هم هغه حقوق چې په امو سیند کې یې زموږ ګاونډیان لري پر هغو به تجاوز ونه کړو او د چا په حق کې به مداخله ونه کړو، خو په عین حال کې غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او څوک په دې کې خنډ څوک راته جوړ نه کړي.»

هغه دا هم وویل چې د ورته پروژو د پلیتابه برخه کې به امنیتي ځواکونه شپه ورځ کار کوي او له دې پروژو به دفاع کوي.

دا سنجول شوې چې هیڅ د ګاونډی په تاوان به نه وي.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني‌برادرهم د ګاونډیانو اندېښنې ته په اشاره دې مراسمو کې وویل: موږ خپل حق ترلاسوو. په دې برخه کې بل چا ته خنډ نه کېږي.

د هغه په خبره، د دې کانال جوړېدل د چا په تاوان نه دي، بلکې د پیاوړي افغانستان، د افغانانو د ځان بسیاینې او د طبیعي سرچینو د ښه کارولو لپاره دي.

په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم وویل چې له ډېرو ستونزو وروسته دا کانال د افغان انجینرانو په برکت بشپړ شو.

د هغه په خبره، د طالبانو بودیجې ته په کتو د دې کانال جوړېدل ناشوني و، خو پیاوړې ارادې سره دا بهیر اجرا کېږي.

قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.

طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.

د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.

نصیر احمد فایق: د افغان ښځو، کډوالو او پخوانیو امنیتي ځواکونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د افغان ښځو، کډوالو او پخوانیو امنیتي ځواکونو وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

نن چهارشنبې (د تلې ۱۹مه) د بشري حقونو د پراختیا او ساتنې د عمومی اسمبلۍ د درېیمې کمیټې ناسته جوړه شوه. په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د بشری حقونو د عالي کمېشنر ښاغلي ولکر ترک په ګډون د افغانانو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث وکړ.

ښاغلي فایق د خپلو خبرو پرمهال وویل چې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادیو په سیسټماټیک ډول سرغړونه کېږي او د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله افغان مېرمنې او نجونې له جنسیتي توپیر سره مخ دي.

ښاغلي فایق د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې، په سیمې او ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت، په ځانګړې توګه هغه کډوال چې په ناقانونه توګه اوسېږي او یا راجستر شوي نه دي د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د ظلم، بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله له هېواده وتلي، جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د ښاغلي فایق په خبره، ډېری افغانان د سیمې هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دغه کډوال روغتیایي خدمتونو، زده کړو او قانوني کارونو په ګډون بنسټیزو خدمتونو ته اړتیا لري.

اخوا، نصیر احمد فایق د طالبانو ضد ډلو د غړیتوب په تور د پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو خپلسري نیول او ناقانونه وژنې او همدارنګه د لږکیو په ځانګړې توګه د هزاره ټبرو پر وړاندې د طالبانو کړنې د اندېښنې وړ وبللې.