• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا یعقوب مجاهد: له امو سیند استفاده په مراتبو زموږ تر حق کمه ده

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ تله ۱۴۰۲ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر د قوش تېپې کانال «د دویمې برخې د کار پرانیستلو» مراسمو کې وویل، له امو سیند د افغانستان ګټه اخیستل تر خپل حق په ځلونو کم دي. ملا یعقوب مجاهد دا هم وویل، چې د امو سیند کارولو کې د چا پر حق تېری نه کوي او له نورو هم غواړي چې په دې برخه کې خنډ ورته جوړ نه کړي.

ښاغلی مجاهد او نور طالب چارواکي د چارشنبې په ورځ د دې کانال «د لومړۍ برخې د کار بشپړېدو او دویمې برخې د کار پیلېدو» د پرانیستې لپاره بلخ ته تللي وو.

ملا یعقوب مجاهد په دې مراسمو کې وویل، د قوش تېپې کانال یو نیم کال مخکې خوب او خیال و او د چا زړه ته هم نه لوېدل چې کم وخت او کمو امکاناتو سره به دا کانال داسې کامیابېږي.

خو د دې کانال د جوړېدو په هکله د منځنۍ اسیا هېوادونه په تېره ازبکستان اندېښمن دی او وايي، دې کانال سره به د اوبو انډول خراب شي.

خو ملا یعقوب مجاهد د ازبکستان اندېښنې ته له اشارې پرته وايي:«له امو سیند څخه چې اوس موږ استفاده کوو په مراتبو زموږ تر حق کمه ده او موږ به هیڅکله هم هغه حقوق چې په امو سیند کې یې زموږ ګاونډیان لري پر هغو به تجاوز ونه کړو او د چا په حق کې به مداخله ونه کړو، خو په عین حال کې غواړو چې خپل حق ترلاسه کړو او څوک په دې کې خنډ څوک راته جوړ نه کړي.»

هغه دا هم وویل چې د ورته پروژو د پلیتابه برخه کې به امنیتي ځواکونه شپه ورځ کار کوي او له دې پروژو به دفاع کوي.

دا سنجول شوې چې هیڅ د ګاونډی په تاوان به نه وي.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني‌برادرهم د ګاونډیانو اندېښنې ته په اشاره دې مراسمو کې وویل: موږ خپل حق ترلاسوو. په دې برخه کې بل چا ته خنډ نه کېږي.

د هغه په خبره، د دې کانال جوړېدل د چا په تاوان نه دي، بلکې د پیاوړي افغانستان، د افغانانو د ځان بسیاینې او د طبیعي سرچینو د ښه کارولو لپاره دي.

په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم وویل چې له ډېرو ستونزو وروسته دا کانال د افغان انجینرانو په برکت بشپړ شو.

د هغه په خبره، د طالبانو بودیجې ته په کتو د دې کانال جوړېدل ناشوني و، خو پیاوړې ارادې سره دا بهیر اجرا کېږي.

قوش تېپه کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۵۲ متره سورور او له ۸ تر ۱۲.۵ مترو ژور دی.

طالبان وايي، د دې کانال بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې پنځه نیم لکه هکتاره ځمکه خړوب شي.

د دې کانال پرانیسته د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې شوې وه، خو د طالبانو د ناامني له امله یې کارونه ځنډېدلي وو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد فایق: د افغان ښځو، کډوالو او پخوانیو امنیتي ځواکونو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۱
نصیر احمد فایق: د افغان ښځو، کډوالو او پخوانیو امنیتي ځواکونو وضعیت د اندېښنې وړ دی
100%

نن چهارشنبې (د تلې ۱۹مه) د بشري حقونو د پراختیا او ساتنې د عمومی اسمبلۍ د درېیمې کمیټې ناسته جوړه شوه. په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د بشری حقونو د عالي کمېشنر ښاغلي ولکر ترک په ګډون د افغانانو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث وکړ.

ښاغلي فایق د خپلو خبرو پرمهال وویل چې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو او ازادیو په سیسټماټیک ډول سرغړونه کېږي او د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله افغان مېرمنې او نجونې له جنسیتي توپیر سره مخ دي.

ښاغلي فایق د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې، په سیمې او ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت، په ځانګړې توګه هغه کډوال چې په ناقانونه توګه اوسېږي او یا راجستر شوي نه دي د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د ظلم، بې ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله له هېواده وتلي، جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د ښاغلي فایق په خبره، ډېری افغانان د سیمې هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دغه کډوال روغتیایي خدمتونو، زده کړو او قانوني کارونو په ګډون بنسټیزو خدمتونو ته اړتیا لري.

اخوا، نصیر احمد فایق د طالبانو ضد ډلو د غړیتوب په تور د پخوانیو امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو خپلسري نیول او ناقانونه وژنې او همدارنګه د لږکیو په ځانګړې توګه د هزاره ټبرو پر وړاندې د طالبانو کړنې د اندېښنې وړ وبللې.

په هرات کې د زلزلې له امله د ایران یوه ولایت کې ځینې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شول

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۱
په هرات کې د زلزلې له امله د ایران یوه ولایت کې ځینې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شول
100%

د افغانستان په هرات کې د چارشنبې ورځې په زلزله پسې د ایران د خراسان رضوي ولایت په تایباد کې سهارني ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شول. د راپورونو له مخې په هرات کې د سهارنۍ زلزلې له امله یو کس مړ او تر ۱۱۷ ټپیان شوي دي.

د ایران خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره پر پوله پروت دی او د مرګونې زلزلې په څېر د نن زلزه هم په دغه ولایت کې حس شوې ده.

د دې ولایت په تایباد کې د ښوونې روزنې مشر وايي، په زلزله پسې د زدکوونکو د والدینو د اندېښنې له امله ښوونیزې او پوهنیزې ادارې رخصت شوې.

د ایران ایسنا خبري اژانس وايي، د نننۍ زلزلې له امله په خراسان رضوي کې تلیفوني کرښې خرابې شوې وې، خو بېرته جوړې شوې.

لا هم په دغه ولایت کې د زلزلې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ور کړل شوی.

هرات کې پنځه ورځې وړاندې زلزله کې تر دوو زرو کسان مړه او همدومره ټپیان شوي دي.

بې پولې ډاکټران: په هرات کې د نن سهار د زلزلې له امله ۱۱۷ کسان ټپیان شوي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۳ GMT+۱
بې پولې ډاکټران: په هرات کې د نن سهار د زلزلې له امله ۱۱۷ کسان ټپیان شوي
100%

دغه سازمان پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، له شنبې ورځې وروسته نن سهار یو ځل بیا تر ټولو سختې او زورورې زلزلې چې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې ښودل شوې، ۱۱۷ کسان ټپيان کړي چې د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي. بې پولې ډاکټران وايي، د هرات د حوزوي روغتون سره یې د نورو روغتیايي توکو مرسته هم کړې.

د افغانستان په لویدیځ کې د ورستۍ زلزلې له امله له سلو د ډیرو کسانو د ټپي کېدو تر څنګ لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د چهارشنبې په سهار درې پرله پسې ټکانونو چې مرکز یې د هرات ښار ته څیرمه ښودل شوی، د یاد ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ تر څنګ د یو شمیر نورو سیمو اوسیدونکو ته زیانونه رسولي دي.

په ټولنیزو پاڼو د هرات ولایت څخه ځېنې ویډیو ګانې او انځورونه خپاره شوي او لیدل کیږي چې ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.

له هرات څخه سرچینې وايي، د چهار شنبې سهار د زلزلې له امله ۵۰۰ پسونه او کورني حیوانات هم مړه شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د معلوماتو له مخې د هرات په ننۍ زلزله کې د یاد ولایت انجیل، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو کې مالې او ځاني زیانونه اوښتي دي.

په ننۍ زلزله کې په هرات ښار کې د هرات د مرکزي جامع جومات او د اختیارالدین د لرغونې کلا ځینې برخې هم زیانمني شوي دي.

د تېرو څلور ورځو راهیسې د هرات ولایت اوسیدونکې د زلزلې له وېرې د شپې مهال له خپلو کورونو بهر ویده کیږي.

د هرات ننۍ زلزله چې د ریښتر په کچه ‍‍‍‍۶،۳ درجې وه تر لومړنۍ زلزلې پنځه ورځې وروسته وشوه.

پنځه ورځې وړاندې زلزلې له امله تر دوه زره ډیر کسان مړه او نېږدې همدومره ټپیان شوي دي

‏د طالبانو د کډوالو وزارت: تېره ورځ له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰۰ ډېر کډوال راستانه شوي

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۱
‏د طالبانو د کډوالو وزارت: تېره ورځ له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰۰ ډېر کډوال راستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د( تلې ۱۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه تر ۵۰۰ زياتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. ‏دغه وزارت لیکلي، چې د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست د (تلې په ۱۸مه) له پاکستانه د ۵۱۷ کورنيو د ستنېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت زیاتوي، چې د ننګرهار ولايت د تورخم د کډوالو چارو د مشر د مالوماتو له مخې۵۱۷ کورنۍ، چې دوه زره او ۸۱ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ‏ته راستنې شوې او د کډوالو چارو ادارې کې له نوم‌ليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې.

‏ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د (تلې په ۱۹مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې له ايرانه هم تر درې زرو زيات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.


‏دغه وزارت لیکلي، چې له ايرانه درې زره او ۱۴۰ تنه افغان کډوال د (تلې په ۱۸مه) په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.


‏دغه وزارت زیاته کړې، چې د اسلام کلا د سرحدي مشر په وینا په دغو ستنو شویو کډوالو کې کورنۍ هم شاملې دي چې له ډلې يې ۲۸۲ تنه یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوې، چې ورسره د خوراکي او نورو توکو مرستې وشوې.

د کډوالو د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې په دې وروستیو کې دغه دواړو هېوادونو اعلان وکړ چې له دې وروسته به ناقانونه کډوال له خپلو هېوادونو باسي.

په خیبرپښتونخوا کې د افغان زده‌کوونکو لپاره فیسونه معاف شول

۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۳ GMT+۱
په خیبرپښتونخوا کې د افغان زده‌کوونکو لپاره فیسونه معاف شول
100%

په خیبرپښتونخوا کې د ښوونې او روزنې ادارې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« د ښه نیت په توګه د افغان کډوالو زده‌کوونکو لپاره د هغو فیسونو معافیت اعلانوو، چې په کې د ازموینې، داخلې، نوم لیکنې او کډوالۍ فیسونه شامل دي.»

د راپورونو له مخې دغه پرېکړه د خېبرپښتونخوا صوبې د مردان د منځنۍ او ثانوي تعليمي ادارې له‌خوا شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي:«د پاکستان دغه اقدام نه یوازې د افغان ځوانانو د زده‌کړو د ودې لپاره د دوی ژمنې روښانه کوي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیوستون او نیکمرغۍ د سمبول په توګه هم کار ورکولای شي.»


د فیس معاف کولو په خبرپاڼه کې راغلي:« پاکستان د ستونزو په وخت کې د خپلو افغان وروڼو او خویندو سره د ملګرتیا او ملاتړ لاس اوږدوي.»

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې ناقانونه او هغه کډوال چې د پیسو په بدل کې یې د پېژندګلوۍ کارټونه اخیستي دي له دغه هېواده باسي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان کډوال شکایت لري، چې د دغه اعلان وروسته حکومت په ښوونځیو فشار راوړی چې افغان کډوال ماشومان دې ښوونځي ته نه پرېږدي.

افغان فعاله زینب چې د اسلام اباد ښار اوسېدونکې ده وایي:« له هغه وروسته چې حکومت د ناقانونه کډوالو د اېستلو اعلان وکړ، اوس د ماشومانو ښوونځی مې وایي چې دوی نور د زده‌کړو اجازه نه لري.»

هغه وایي:« دولتي ښوونځیو کې یې اجازه نه ورکوله، ورور مې راته له کاناډا پیسې واستولې چې خپل ماشومان په شخصي ښوونځي کې شامل کړم؛ خو اوس پولیسو ښوونځیو ته ویلي، چې بې ویزو ماشومانو ته به د زده‌کړې اجازه نه ورکوئ او اوس مې هغه پیسې هم نه راکوي.»


د پاکستان په بېلابېلو سیمو او بېلابېلو صوبو کې بېلابېل قانون چلیږي او د چا چې څه ‌‌‌‌‌‌ډول خوښه وه هماغه شان قانون پلې کوي؛ خو په دغسې حالت کې افغانان وایي، چې هک حیران دي څه وکړي او چا ته له ګېلو مانو ‌‌‌‌‌‌ډک زړونه تش کړي.